ملكى خزان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ملکی خزان (۱۳۳۶ ل ل کال د لغمان ولایت)، د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر دی.

مخينه[سمول]

ملکی خزان د محمد سرور زوی پر ۱۳۳۶ لمریز کال د لغمان ولایت د هرمل سیمې د لعل کلي په یوه روښانده کورنۍ کي زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د لغمان ولایت په لومړني ښوونځي او تر یوولسم ټولکي پورې د روښان په لیسه کی ترسره کړې دي. دولسم ټولگی يې د کابل ولایت په انصاري لیسه کې پر ۱۳۵۸ کال پای ته رسولې دي. د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي تحصیلي دوره ترې د وخت د ستونزمنو شرايطو له امله نیمگړې پاتې شوه او یو کال يې په کابل کې د ژورنالیزم مسلکي زده کړه وکړه.

ملکی خزان د افغانستان په اردو کې د ډگروالۍ تر رتبې رسیدلی دی. هغه د خپل عمر له ۱۶ کلنۍ نه راهيسې له شعر او شاعرۍ سره مینه درلوده. د نورو شاعرانو د شعرونو له لوستلو نه يې ډېر خوند اخیست. ملکي خزان د افغانستان د لیکوالو او شاعرانو د ټولنې او افغاني فرهنکي ټولنو غړیتوب درلود. شعرونه يي په ځانگړي ډول د پیام، زیري، پامیر، طلوع افغان، د ځوانانو په خپرونو، پيوستون جرگې، سباوون، ژوندون، اردو او په پېښور کی د افغان د اطلاعاتي مرکز، د افغانستان په نوم مجلو کې او د افغانستان د راډیو ټلويزيون د څپو له لارو خپاره شوي دي. دوه ځله د نغدي ادبي جايزو په تر لاسه کولو بریالی شوى دی.

چاپي اثار[سمول]

ښاغلي ملکي خزان درې شعري ټولگې چاپ شوې چې نومونه يې دادي:

  1. پرديسې نغمې (لومړی شعري جونگ). ددې ټولگې ډېره برخه يې په پردیسۍ او له هېواده بهر مهال کې لیکلې ده.
  2. لکه جل وهلې هیلې (شعري ټولگه).
  3. په هندارو کې خوبونه (شعري ټولگه).

د ملكي خزان د شعر څو بېلگې[سمول]

رخه کیسه

دومره مې ترخه شوه د ژوندون کیسه

لــکه څو چې زغمي د شبخون کیسه

زه چــــې خپــل نصیب ته فکر وکړمه

هله شي رایــاده د مجنـــــون کیسه

سوو پرهارو تـــه چـــــې د زړه گورم

خولې نه مې بهر شي د افـــسون کیسه

کله جفا کار اشــنا بــاور کــوي

کړم که ورته تېره د جـنــون کیسه

ای بده قسمته پر تـا څــه وکـړم؟!

هېره دې کړه مـا نه د ازمون کیسه

که زه نه وم پروا نشته

چی ودان د غه وطن شي ،که زه نه وم پروانه شته

چی سمسور لکه گلشن شي ، که زه نه وم پروانه شته

داتیاره گوټـونه ،نه وی هره خوا رڼا ،رڼا وي

هر وگتړی مو پتمن شي که زه نه وم پروانه شته

دتیري او تـجاوز لاسونه قطع شي ولس نه

نیست نابود مو میر څمن شي که زه نه وم پروانه شته

لوږ ه ، تنده ، بي کوري فقر او فساد شي دلته محوه

لوڅ ،لغړ مو پټ په تن شي که زه نه وم پروا نه شته

تـیره نـو کي اغـز ي مـو په گلونو رابد ل شي

د کروړ د ښته او دامن شي که زه نه وام پر وانه شته

لوړ مقام د انسانیت ته په درنه سترگه کتل وي

ورک د جهل سور خوږ لن شي که زه نه وم پر وانه شته

عدالت ،علم او انصاف وي د ورورۍ ښکلي فضاوي

گوزارونه په د ښمن شي که زه نه وم پروانه شته

د بلبلو له خولو واورمه د خلکو تراني بیا

چي « خزان » ورک له چمن شي که زه نه وم پروا نه شته

سرچينه[سمول]

  1. http://samsoor.com/sheruna.php Archived 2020-10-03 at the Wayback Machine.