ملا عبدالمنان نیازی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ملا عبدالمنان نیازی چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د هرات او کابل والي او وروسته بیا د کوټې شورا غړی وو، ملا عبدالمنان وايي چې منصور په خپله ډله کې هېڅ سیاسي شخصیت نه درلود. د جولای په میاشت کې د ملا عمر اخوند د مړینې او د منصور د مشرۍ له اعلان وروسته د طالبانو په منځ کې د لومړي ځل لپاره اختلافات علني شول. نیازی ادعا کوي چې د شورا تقریباً ټول غړي د منصور له مشرتابه سره مخالف ول ځکه چې منصور شورا ته د پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند د مړینې یا وژل کېدو د څرنگوالي په اړه پوښتنو ته ځواب نه ورکاوه. ده همداراز تور ولگاوه چې ملا منصور د منځگړو دیني عالمانو د پرېکړې منلو ته هم نه حاضریدو. د ملا عبدالمنان نیازي په وینا په لنډ وخت کې به علما د ملا اختر محمد منصور د مشرۍ د نه مشروعیت په اړه فتوا صادره کړه ځکه چې د ده په وینا نوموړي د علماوو، اسلامي امارت او د ملا محمد عمر اخوند د کورنۍ بې اعتنايي کړې وه.

عبدالمنان نیازی
ملا عبدالمنان نیازی
ملا عبدالمنان نیازی

د شخص معلومات
د مړينې نېټه کال 2021  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت  افغانستان
ګوند له طالبانو جدا ډله
عملي ژوند

سرچینه

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-57127555.amp

له طالبانو جلا ډله

وژنه

ملا منان نیازی په ۱۳ د مۍ ۲۰۲۱ز کال د هرات ولایت د ادرسکن او ګذرې ولسوالیو ترمنځ د یوې نامعلومې ډلې لخوا په یوه کمین کې ټپی شو، نوموړی د درملنې لپاره لومړی د هراتولایت حوزوی روغتون وروسته بیا کابل ته انتقال شو. نیازی د یوونۍ (یکشنبه) ۱۵ د مۍ ۲۰۲۱ز کال د کابل په یوه روغتون کې ومړ.