ملالئی نورزی
ملاله ميوندۍ نورزی | |
---|---|
ملالۍ د افغان او انګریز په جګړه کی د پښتنو د بیرغ رپولو یو تاریخ رسامی
| |
د شخص معلومات | |
زېږېدنه | ۱۸۶۱ خیګ، کندهار ولايت، افغانستان |
مړینه | ۱٬۸۸۰ (۱۸−۱۹ کلن) میوند، کندهار ولايت، افغانستان |
هيواد غړيتوب | افغانستان |
نور نومونه | ملالۍ انا، ملاله او ملالۍ انا د میوند ملالی نورزی |
عملي ژوند | |
د پيژندنې لامل | د ميوند جگړه |
سمول |
ملالئی نورزی ده میوند یوه پیغله چی ده ملاله میوندواله نورزی په نامه هم مشھور ده
دا پیغله ١٨٦١ ء ده میوند په یو کلی کی ده شپانه په کور کی پیدا سوه
١٨٨٠ کی چی انگریز په میوند کی افغان پشتون قوم باندی حمله وکه افغانانو په دی جنگ کی ماتی ته له تندی له وجه نژدی وه په دی حال کی یوه پشتنه پیغله میدانی جنگ ته راغله او ده پشتون افغان قوم بیرغ په سرو منگولو کی ونیوه او دا نعره یی وکه
که په میوند کی شھید نه شوی گرانه لالیه یی بے ننگی له دی ساتمه
دا نعره اوریده چی پشتون افغان فوج په جوش کی راغلی او په انگریزانو باندی یی ده تکبیر نعرے شروع کیی او انگریز ته یی تاریخی ماته ورکهنن ټکی اسیا پیغام: هره ملاله د میوند ملالی نه ده احمد جرساحمد جرس 6 کلونه وړاندې
ليکوال: میرویس شینواری
د بي بي سي د پښتو د خپرونی په خبر پاڼه کښی می دا جمله تر سترګو شوه ( د میونده د سوات تر ملالی) ددی جملی په لیدو ډیر حیران شوم چه ولی کله نا کله مونږ خپل احساسات داسی ړانده او کاڼه کړي چه بیا د یو شي په هکله زمونږ قضاوت هم تر سوال لاندی راشي خو زه بي بي سي نه ملامته کوم ځکه هر چا ته د لمر په څیر روښانه ده دا هم د غربي یهودي ميډیا یو څانګه ده او کارکوونکي یی د همدی میډیا تنخواه خواره دی د خپلو اهدافو لپاره ځینی خلک اسمان ته خیژوي او ځینی نور په بی پیلوټه الوتکو د خپل کور د دیوالونو لاندی ژوندي خښوي خو زما خواست خپلو پښتنو وروڼو او خویندو ته دی چه لږ حالات درک کړی او بیا فیصله وکړي.
زمونږ ولسونو او حکومتونو خو همیشه خپله وینه او ډوډی د کوزی پښتنخواه د ولسونو سره شریکه کړی ده او د ظاهر شاه د سلطنت څخه د نجیب تر حکومته به دا زمونږ کوز وروڼه په قبایلو وزرات کښی ناست وواو افغاني پلاونه بی خوړل او په موجب کښی به ان د لاټینونو ښیښی هم د ځان سره کورونو ته وړلی د افغانستان په پوهنتونو کښی به یی بی پیسو مفت تحصیل کاوه او ځنی داسی نور شیان او په هغوي کښی هم ځینو مونږ سره د هجرت په دوران کښی نه هیریدوونکي مرستی کړیدی خو زه نن د هغه تش په نوم پښتنو یادونه کوم چه پوښتنه تری وشي په ډیر فخر سره واي چه زمونږ ملک پاکستان دی او قومی زبان مو اردو ده حتی ځانونه په سلم ردیف کښی هم د افغانانو سره شریک نه کڼي او زمونږ د افغانانو هغه خواری چه ددوی سره کړی وی په سیند لاهو شوی، افسوس چه ځان ورته لومړی پاکستانی او بیا دوهمه درجه پښتون ښکاري
کله چه پاکستانی ملاله د نوبل جایزی لپاره ونومول شوه نو پخپله ملالی او د هغی د پنجاب درباری پلار په پخپل لومړي غبرګون کښی وویل چه دا د پاکستان یعنی پنجاب لپاره د فخر مقام دی او پښتو نوم یی هيڅ په ژبه هم رانه وړ او دا هر څه یی د پاکستان ( پنجاب ) ځولی ته ورواچول او پښتانه یی په دوهمه او دریمه درجه کښی هم حساب نه کړل.
مونږ احساساتي کیږو او هغوي خپل ګڼو خو هغوي مو د پنجاب د یو نوک سره نه برابروي او ځان ته افغان ویل شرم ګڼي.
اوس زما او زما پشان د نورو احساساتي پښتنو او افغانانو په سترګو څه پاتی شول او اوس که چیرته د خپلی خاوری، وطن او خپلو میړنو او اتلو مشرانو سره د مینی دعوه کوو نو څنګه دمیوند اتله ملالی چا چه د افغان غیرتي ولس لپاره د انګلیس استعمار ککری ماتی کړی او افغانانو ته یی د ازادی بنیاد کیښود د پاکستان د پنجاب او انګلیس په لمن کښی پرتی ملالی سره په یوه تله وزن کړو او تر منځ یی توپیر ونکړو توپیر ډیر شته او همیش به وي او که څوک یی د نوبل جایزه د قهرمانی دلیل ګڼي نو دا د نوبل ورکوونکي هم بل څوک نه دي بلکه هغه خلک دي څوک چه اوس هم د ملالی په څیر زرګونه ماشومان په سټیلت الوتکو، کروزمیزاییلو،بی ۵۲ الوتکو او ډرون په وسیله وژني که دا رښتیا هم بشردوستان وي ولی د هغو ماشومانو پوښتنه نه کوي او نه یی هم ملاله پاکستانی کوي همدا اوس یی دوه میلیونه انسانان په عراق افغانستان کښی ووژل.
که چیرته دغه د نوبل انعام ارزښت لرلی نو دا په تاریخ کښی داسی کسانو ته هم ورکړل شوي چه ډیر بی ګناه انسانان یی د خاورو لاندي کړیدی.
افغانۍ ملاله په افغاني تاریخ کې دمېړانې او غیرت هغه دشهامت ځلانده توره ده چې دسرو انګریزانو تور تاریخ يې په ټوله نړۍ کې په سپیرو خاورو لړلی، د غیرتي تورې زړه چوونکي شړنګهار یې دانګریزانو زړونه چولي، تر ننه پورې افغان ملاله دغازیانو دحماسي تاریخ د هسکې پګړۍ لوړه شمله ده، له همدې کبله دانګریزانو زړونه دمیوند ملالې ته ډک دي، دوی ونه شرمېدل یو ځل بیا ددغه غیرتي مجاهدې پیغلې مېړني ټاټوبي ته په خورا بې شرمۍ سره راغلل.
دوی غوښتل دا ځل دخپلو نیکونو غچ واخلي، دوی غوښتل یې خپل مات تاریخ یو څه ورغوي، ځان ته څه داوړو پزه جوړه کړي، مګر دالله جل جلاله په فضل سره دا ځل یې بیا داسې تاریخي شرمېدلی پیغور په نصیب شو چې تر پېړیو پېړیو ورته بس دی، هغه انګریزان چې ملالې یې داړې ورماتې کړې وې دهغوی لمسیان نن دملالې له خاورې نه دومره په ویره کې دي چې دملالې له وروڼو سره دمخ کېدو له ویرې خپل ځانونه په خپله ټپي کوي
په حقیقت کې ددوی دنیکونو هغه ویره چې ملالې یې په زړونو کې ور اچولې وه، هغه ویره نن دوی ته په میراث پاتې ده، دوی ته دغه ویره دخپلو نیکونو او پلرونو له وینې سره یو ځای ور نقل شوې ده، او دا ویره به ان شاء الله تر څو چې نړۍ ودانه ده د وینې په څېر ددوی په رګونو کې وي
دافغان ملالې خوا ته انګریزانو کاږه نشوای کتلی، دا خو لا څه چې ور لنډ شوي وای، او یا یې لندن ته بیولې وای؛ ځکه چې له افغان ملالې سره توره وه، غیرت ور سره و ، دبې غیرتۍ له ژوند نه یې مرګ زر ځله غوره ګاڼه.