معطم بن عدي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مطعم بن عدي بن نوفل بن عبد مناف د جاهلیت په دوره کې د بنو نوفل مشر و، د فجر په جنګ کې یې د خپلې قبیلې مشري کوله. د حضرت جبیر بن مطعم پلار د بدر له جګړې مخکې د کفر په حالت کې وفات شو .

د حضرت محمد ص ملاتړ[سمول]

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له نخله (طائف) څخه راستون شو او د حرا غره ته راغی او هلته مېشت شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم د قريشو ځينو مشرانو ته پېغام ولېږه، خو هېڅوک چمتو نه شول. تر څو د هغه د ساتنې ضامن شي او محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپله پناه کې واخلي، کله چې هغه ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم پيغام ورسېد، سره له دې چې مشرک او کافر و، د عربي شرافت او قوي روحيې له وجې سمدستي پاڅېد او د حرا په غره کې يې مستقیماً رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ځان ورساوه او له ځانه سره یې مکې مکرمې ته یووړ، زامن یې په تورو تورو د کعبې مخې ته ودرېدل، رسول الله صلی الله علیه وسلم د کعبې طواف وکړ، تر دې وروسته یې هغه او د هغه زامنو رسو الله صلی الله عيه وسلم د خپلو تورو تر سيوري لاندې خپل کور ته بوته او شپه يې په کور کې تېره کړه. قریشو له مطعم څخه وپوښتل چې ستا له محمد صلی الله علیه وسلم سره څه اړیکه ده؟

نو مطعم ځواب ورکړ چې دا زما سره هيڅ تړاو نه لري، زه د محمد (ص) پلوي يم، تر څو چې هغه زما په ملاتړ کې وي، هيڅوک به هغه ته په جګو سترګو هم ونه ګوري، د معطم د دې ځواب په اورېدو قريش يو دم خاموشه شول [۱]

رسول الله صلى الله عليه وسلم د مطعم بن عدي دا ښه سلوک هيڅکله هېر نه کړ، نو کله چې د مکې د کفارو يو زيات شمېر د بنديانو په توګه بدر ته راغلل وروسته د بنديانو د خلاصولو لپاره حضرت جبير بن معطم رضی الله عنه د پېغمبر صلی الله عليه وسلم خدمت کې حاضر شو، نو رسوالله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

که معطم بن عدي ژوندی وی ( هغه د کفر په حالت کې مړ شوی ) او هغه ماته د دې ناپاکو په اړه ويل نو دا وګړي به مې يوازې د هغه په خاطر پريښي ول ( پرته له فديې ). كه مطعم بن عدي ژوندى واى (چې د كفر په حالت كې مړ شوى) او ماته يې د دغو ناپاكو كسانو په اړه ويلي واى، نو ما به دا خلك يوازې د هغه په خاطر خوشې كړي واى. [۲]

سرچينې[سمول]

  1. ابن ہشام 1/381 مختصراً، زاد المعاد 2/46، 47
  2. صحیح بخاری:جلد دوم:حدیث نمبر 402