معصومه عصمتي وردگ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

معصومه عصمتي وردگ (۱۳۰۹ لمريز کال ) د افغانستان يوه پياوړې ليکواله او څېړونکې وه چې د ښوونې او روزنې د وزيرې په توگه يې هم دنده ترسره کړې. نوموړې په کابل کې له خدای بخښلي عبدالخالق خان کره زېږېدلې وه.

زده کړې[سمول]

نوموړې خپله لومړنۍ زده کړه د کابل په ملالۍ لېسه او لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې بشپړې کړې . ماسټري ېې د متحدو ايالاتو د ، ايلنوې ، په ايالت کې د شيکاگو له نشنل کالج څخه د ښوونې او روزنې په څانگه کې اخيستې ده.

دندې[سمول]

په ۱۳۲۷ لمريز کال په ملالۍ ښوونځي کې د ښوونکې په توگه او په ۱۳۳۶ لمريز د ښځينه ښوونځيو د عمومي څارونکي او په ۱۳۳۷ لمريز کې د زرغونې لېسې د مديرې په توگه ېې دندې ترسره کړي دي . اغلې عصمتي وردگ په ۱۳۳۹ لمريز کې د هېواد په کچه د ښځينه ښوونځيو عمومي امره او د نجونو روزنه ، مجلې او د ښوونکې د صندوق افتخاري مديريت هم پر غاړه درلود. چې په ۱۳۴۴ لمريز کال په ولسي جرگه کې د کندهارولايت د معروف ولسوالۍ له خوا استازې وټاکل شوه . په ۱۳۵۸ يو ځل بیا د ملالۍ لېسې ښوونکې ، په ۱۳۵۸ لمريز کال کې د سيد جمال الدين افغان په تجربوي ښوونځي کې د ښوونکې په توگه د معارف په خدمت کې وه. اغلې عصمتي وردگ په ۱۳۵۹ لمريز کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ مسلکي غړې او پنځه کاله د کابل پوهنتون د ادبياتو او د اقتصاد پوهنځي کې د تدريس سپڅلې دنده پر غاړه لرله . اغلې عصمتي وردگ د ښځو د سر تر سره شورا د مشرې او د ښوونې او روزنې د وزيرې په توگه خپل پوهنيز خدمتونه غزولي دي . له دې سره په علمي او ادبي څېړنو او ليکنو هم بوخته وه. چې د هېواد په ورځپاڼو ، جريدو او مجلو کې وخت پر وخت خپرې شوې دي .

ليکني اثار[سمول]

د محترمې ليکوالې لخوا مهم اثار دا دي

  1. (خوشالخان کيست ؟) په نوم کتاب و
  2. (انکشاف موقف زن از زمان احمدشاه ابدالي الی سلطنت امير عبدالرحمان خان) کتابونه ېې په فارسي (دري) ژبه کې خپاره شوي دي .

د اغلې عصمتي وردگ له نورو اثارو څخه ٬٬

  1. د مخ پر ودې هېوادونو ټولنيز٬ اقتصادي ، سياسي او فرهنگي پرابلمونه څېړنيز اثر ېې هم کښل شوی چې د چاپ لاندې دی .

اغلې عصمتي وردگ لنډ داستانونه هم کښلي او په ۱۳۳۳ کال کې ېې د اريانا جايزه هم گټلې ده. په هېواد کې دننه او د باندې ېې په علمي کنفرانسونو او پوهنيزو غونډو کې هم برخه اخيستې او بيلا بېل مډالونه ېې ترلاسه کړي دي . اغلې عصمتي وردگ د خپلو پوهنيزو هڅو او بوختياوو په بهير کې هېوادوال او خلکو ته درانه خدمتونه ترسره کړي چې د افغان مېرمنو د غورځنگ مخکښه رول ېې د وخت او حالاتو په تيارو کې تلپاتې مشالونه گڼلای شي . مېرمن عصمتي وردگ د نوي کهول په ښوونه او روزنه کې نه هېرېدونکي خدمتونه کړي او د معارف او پوهنې په خدمت کې ېې رغنده او نوښتگر دريځ نوې لارې په نښه کړې دي . په پښتو لنډيو ېې هم څېړنه کړې او د پښتنې مېرمنې دريځ ېې په کې څېړلی دی. له پښتو ، فارسۍ پرته ېې په فرانسوي او انگرېزي هم ليکنې خپرې شوي دي . اغلې عصمتي وردگ د هېواد د ملي او علمي شخصيت او د مرحوم محمد داوودخان په کابينه کې د پوهنې ، کانو او صنايعو او سرحدونو وزير خدای بخښلی پوهاند ډاکټر عبدالقيوم وردگ د ژوند ملگرې وه. په دې لنډو وختونو کې د هغې د مړينې خبر ډېر په ټول افغان وېبپاڼه کې خپور شو. د هغې د مړينې له کبله په هېواد کې دننه او دباندې ډېريو فرهنگي ټولنو د خواخوږۍ او غمشريکۍ اعلانونه خپاره کړل.