مطيع الله توراب
مطيع الله توراب د پښتو ژبې ډېر ځلېدونکی شاعر دی. نوموړی له کلونو راهیسې په پښتو ژبه شعرونه لیکې او همدارنګه د سپین بغاوت په نوم شعري ټولګه هم لري. ښاغلی تراب د اروښاد مولوي رسول دوست زوی او اروښاد الله دوست لمسی په ۱۳۵۰ه ش کال د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د کوز بهار د کاله خېلو کلي په یوه دینداره کورنۍ کې سترګې غړولي. تراب په څلورم ټولګي کې وو چې ګران هیواد ته جنګونو او ګډوډیو لاره راوکړه،دی هم لکه د نورو افغانانو په څېر ګاونډي هیواد ته مهاجر او د پیښور په بډه بیره کې میشت او بیا یې له هغه ځایه کورمې صدې ته کوچ وکړ غربت او هجرت تراب صیب له تعلیم له عظیم نعمت څخه بې برخې کړو. تراب صاحب هیواد کې شته ناخوالو ډیر خواراوه،چې شاعري یې پیل کړه،تر دې دمه یې په زیاته پیمانه شاعري کړې او څو چاپ شوي اثار هم لري لکه غبار پر هندارو،للمي ګلونه،د کاڼي اوبه هېره دې نه وي چې ښاغلي تراب اوس مهال خوست ولایت کې په خپل روزګار بوخت دی.
| تراب | |
|---|---|
| مطیع الله | |
| د شخص معلومات | |
| پيدايښت | ۲۱ مارچ ۱۹۷۱ ننګرهار, سپین غر ولسوالۍ |
| مړینه | 14 جولای 2025 (54 کاله) خوست |
| تابعیت | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | شاعر |
| کاروونکې ژبه(ي) | پښتو |
| سمول |
|
مړينه
مطيع الله توراب د ۱۴۰۴ لمريز کال د چنگاښ مياشتې په ۲۳ مه نېټه دوهنۍ په ورځ د خوست په يو روغتون کې ساه ورکړه، چې جنازه يې د درېنۍ په ورځ په يوه پوځي چورلکه کې له خوسته کابل او له کابله جلال اباد ته راولېږدول شوه چې جنازه يې د درۍنۍ په ورځ د چنگاښ مياشتې په ۳۴ مه نېټه دوه بجې په شېرزي لوبغالي کې ادا شوه چې پکې زرگونه کسانو گډون کړی وو.[۱]
سرچينې
- ↑ "د مطیع الله تراب جنازه په ننګرهار کې وشوه". بي بي سي پښتو. ۲۰۲۵ جولای ۱۵ مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)
