مصلی مجتمع
مصلی مجتمع، چې د ګوهرشاه مصلی په نوم هم پېژندل کېږي، د تيموري معمارۍ د فن بېلګو لرونکې يوه پخوانۍ اسلامي مذهبي مجتمع ده چې د افغانستان په هرات ولايت کې موقعيت لري. د پنځلسمې پېړۍ د دې مجتمع ډېری برخه اوسمهال مخروبه ده، او تر اوسه ولاړې ودانۍ يې رغونې ته اړتيا لري. د مجتمع دا مخروبې د هرات د مصلی پنځه منارې، د مير علي شيرنوايي زيارت (مزار)، د ګوهر شاد زيارت او د يو ستر مسجد او يوې مدرسې له مجتمع څخه جوړې دي.
د تيموري واکمن شاه رخ د مېرمنې، ملکې ګوهرشاد تر څارنې لاندې په 1417ز کال کې په دې مصلی کار پيل شو، او د 1400ز لسيزې په وروستيو کې يې د رغونې چارې بشپړې شوې، په داسې حال کې چې د سلطان حسين بايقرا له خوا يوه مدرسه هم پکې ودانه شوه. دې مصلی ته په 1885ز کال کې د پنجده د پېښې پر مهال سخت زيان ورسېد، کله چې برتانويانو او د افغانستان واکمن امير د دې مجتمع ډېرې ودانۍ ړنګې کړې. د زلزلو (ځمکلړزو) او جګړې له امله، په شلمه پېړۍ کې څلور ونړېدې.
تاریخ
[سمول]شاه رخ په 1405ز کال کې د تيموري سترواکۍ پلازمېنه له سمرقند څخه هرات ته ولېږدوله. له دې وروسته تيموري ملکې ګوهر شاد د دې مجتمع د جوړولو سپارښتنه وکړه او کار يې په 1471ز کال کې پيل شو، د اټکل تر مخې کارونه يې د شيراز د قوام الدين معمار په واسطه پيل شول، چا چې له دې وړاندې په خرګرد کې هم همدا ډول مدرسه جوړه کړې وه. دا مدرسه د 1471 او 1426ز کلونو تر منځ موده کې جوړه شوې وه، او اټکلاً تر شا او خوا 1432ز کال پورې بشپړه شوې وه. دې مجتمع د مرکزي دروازې دواړو خواوو ته له ختيځ لوري څخه دوه منارې درلودې او په شمال لوېديځ کونج کې يې زيارت و. مسجد يې په 1437ز کال کې بشپړ شو. د سلطان حسين بايقرا له خوا يوه مدرسه چې په نعمتيه نومول شوې وه، د 1469 او 1506 کلونو تر منځ موده کې جوړه شوې وه، اټکل دا دی چې د 1493ز کال (898هجري) په شا اوخوا کې. د مصلی مجتمع د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې سخت زيان وليد. د توپونو د ډزو له امله د منارې پورته برخې په 1868ز کال کې ويجاړې شوې.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
له دې وروسته د 1885ز کال د پنجده د پېښې پر مهال، روسي سرتېرو د مرو په سويل ختيځ کې بر افغان سرتېرو بريد وکړ. د دې مجتمع ډېرې ودانۍ د برتانويانو او امير عبدالرحمن خان له خوا په دې موخه له خاورو سره برابر کړای شوې چې د روسانو له خوا د سپر په توګه د ودانيو د کارلو مخه ونيسي. يوازې د ګوهر شاد زیات او د اصلي شلو منارو څخه نهه منارې په خپل ځای پرېښودل شوې. هراتيانو له عبدالرحمن خان څخه غوښتې و چې دا مجتمع خوندي کړي، خو د هغه ځواب دا و چې د ژونديو ژغورل د مړيو د ارام له ځايونو مهم دي. په پايله کې بحران حل شو، او جګړه هېڅکله ونه شوه، او په دې ډول دا ويجاړۍ غېر ضروري وبلل شوې. نهه منارې او دوه زيارتونه له ويجاړېدو وژغورل شول.[۸][۹][۱۰][۱۱]
په 1932ز کال کې يوې زلزلې د مسجد له څلورو منارو دوه يې ويجاړې کړې، او په 1951ز کال کې یوې بلې زلزلې يوه بله مناره ورانه کړه، چې په دې ډول يوازې يوه مناره دنګه ولاړه پاتې شوه. په 2021ز کال کې د شلو اصلي منارو څخه د مجتمع يوازې پنځه منارې پاتې دي.[۱۲][۱۳][۱۴]
په 1930ز لسيزه کې سفري لیکوالانو هر یو (Robert Byron) او (Annemarie Schwarzenbach) له دې مجتمع څخه ليدنه وکړه او انځورونه يې واخيستل. د (The Road to Oxiana) په نوم د بايرن کتاب د منارو يادونه او د تيموري تاريخ په اړه بحث کوي. د علي شيرنوايي زيات په 1950ز کال کې بېرته ورغول شو.[۱۵][۱۶]
د خونديتابه هڅې
[سمول]تر شلمې پېړۍ پورې، مزار ته د پام وړ زيان رسېدلی و، په ځانګړي ډول ګمبته سخته ويجاړه شوې وه. د 1950ز لسيزه کې د فکري سلجوقي تر څارنې او مشرۍ لاندې ښکېلتيا په پايله کې د ودانۍ ظاهري بڼه په يو مخ بدله کړای شوه، په کوم کې چې په بشپړ ډول يوه نوې ختيځه مخه او په جزوي ډول يوه نوې سويلي مخه جوړه کړای شوه، همدا راز مسدس ډوله محراب ړنګ او د هغې پر ځای مستطيل ډوله محراب جوړ کړای شو. داخلي ګمبته يې ښکلې کړای شوه او په بهرنيو ديوالونو تر يو متر (3 فټه 3 انجه) په لوړوالي مزايک ولګول شول. د زيارت رغول او ترميم تر ډېره بريده د ناسمو توکو د استعمال له امله کمزوری معيار درلود.[۱۷][۱۸]
د ملګرو ملتونو ښوونيزه، علمي او کلتوري ادارې (UNESCO) له ايټالوي معمار (Andrea Bruno) سره يو ځای په 1974-75 کې د خونديتابه او بيا رغونې هڅې پيل کړې. د 1977ز کال په اپريل مياشت کې د نعمتيه مدرسې په منارو کار پيل شو. يو کال وروسته د افغانستان د ديموکراتيک جمهوري دولت په مرسته د رغنيزه پیاوړتيا پيل شوه. موخه يې د رنګه خاورينې (کاشي کارۍ) برخې د ښکلا بيا رغول او د ابادۍ د رژېدو مخنيوی و. دا کار د پولادو د پايپ تېرولو د کمښت له امله له سستۍ سره مخ شو. کله چې د مسجد بيا رغول پای ته نږدې شول، د 1979ز کال د مارچ په مياشت کې د هرات پاڅون او د هغې ځپل د کار پای ته رسېدو لامل وګرځېد. UNESCO په 1989ز کال کې د وضعيت د ارزونې لپاره د لنډې مودې لپاره يو ځل بيا راستنه شوه.[۱۹]
د افغان-شوروي جګړې پر مهال، مزار او منارو ته نور زيان هم ورسېد. د جګړې پر مهال هرات د جګړې يوازينی ښاري ډګر و، او تاريخي ودانۍ ډېر ځله په دې موخه هدف ګرځېدې چې معنوياتو ته زيان ورسوي. د مزار بام په 1984-1985ز کلونو کې ونړېد، او په ځانګړي ډول په شمالي او لوېديځو برخو کې ګڼې کاشي له منځه ولاړې. د ګمبتې په بېخ کې، په ختيځ اړخ په کوفي رسم الخط شوې ليکنه په جزوي ډول ويجاړه شوه او په شمالي برخه کې په بشپړ ډول له منځه ولاړه. د 1950ز کال ختيځه مخه په توغندي ولګېده؛ خو په عادي خښتو بېرته ترميم شوه. په ختيځ او سويل کې له مدرسې سره د پخوانيو اړيکو شواهد ويجاړ کړای شول. د هغې داخلي مربع ډوله خونه په ښه حالت کې پاتې شوه. وروستۍ هغه مناره چې د مسجد په کونجونو کې ولاړه وه، په همدې موده کې د شوروي د درندو وسلو د ډزو له امله په بشپړ ډول ويجاړه شوې وه، چې يوازې د بنسټ دولس متره (39 فوټه) برخه يې پاتې وه. منځنۍ منارې ته هم زيان ورسېد، په سويلي اړخ کې د کاشي کارۍ کار په ښه وضعيت کې او په ختيځ اړخ کې په جزوي اندازه په خپل حال پاتې شول. د برنډې ملاتړې ستنې ويجاړې شوې او توپونه په منارې ولګېدل. اولس متره (56 فوټه) لوړ پکې دوه متره (6 فوټه 7 انچه) غار جوړ شو، چې له همدې ځايه يې په داخل کې زينې لېدل کېدې. له دې غار څخه دوه متره لاندې يو داغ جوړ شو. په سويل ختيځ کونج کې ختيځه مناره د څلورو ختيځو منارو په منځ کې تر ټولو زياته زيانمنه شوې وه: د توپ د ډزو له امله له ځمکې دېرش متره (98 فوټه) لوړ او د دوه متره قطر لرونکي دوه سوري جوړ شول. د 1992 او 1994ز کلونو تر منځ، د افغان کډوالو لپاره د مرستې د ډنمارکۍ کميټې (DACAAR) او WFP له خوا په دې سیمه کې نور ترميم وشو. ډاکار په ودانۍ کې زياتوالی وکړ او د زيارت ګمبته تر څنګ يې بنسټ د سمنټو په نري پوښ وپوښل.[۲۰]
د افغانستان د کلتوري ميراث ساتنې ټولنې (SPACH) له خوا په 2001ز کال کې په دې سيمه کې د بېړنۍ ساتنې کار تر سره شو. په دې هڅو کې د زيارت او د سلطان بايقرا مدرسې د خوندي کولو په موخه د ديوالونو جوړول، په زيارت کې د باغ د ځمکې د ښکلا رغول، او ګوهر شاد مدرسې د پاتې منارې د غورځېدو د مخنيوي اقدامات شامل وو. په 2014ز کال کې، يونسکو او د افغانستان حکومت په ګډې همغږۍ سره هڅه وکړه چې په بهرنۍ ګمبته د کاشي کارۍ کار خوندي او د هغې نقل چمتو کړي. يونسکو اوس په پام کې لري چې هرات د نړيوال تاريخي ميراث سيمې په توګه ونوموي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
په 2020ز کال کې، د اغاخان پرمختيايي شبکې د افغانستان له ولسمشر سره ژمنه وکړه چې د غورځېدو له ګواښ سره مخ يوه مناره به ورغوي. دا کار د کلتور لپاره د اغاخان د بنسټ له لارې د بشپړېدو په حال کې دی. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ Dupree, Nancy Hatch (1977). Historical guide to Afghanistan. University of Arizona Libraries. doi:10.2458/azu_acku_ds351_d87_1977. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 25 September 2021. بياځلي په 25 September 2021.
- ↑ "Musalla Complex & Minarets | Herat, Afghanistan Attractions". Lonely Planet. 15 January 2006. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 August 2021. بياځلي په 25 September 2021.
- ↑ "Monuments Of Herat, Afghanistan's Ancient Cultural Capital, In Danger Of Destruction". rferl.org. خوندي شوی له اصلي څخه په 20 سپټمبر 2018. بياځلي په 19 سپټمبر 2018.
- ↑ Cassar, Brendan; Noshadi, Sara (2015). Keeping history alive: safeguarding cultural heritage in post-conflict Afghanistan. UNESCO Publishing. pp. 184–186. ISBN 978-92-3-100064-5. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 September 2021. بياځلي په 25 September 2021.
- ↑ "Masjid-i Jami'-i Gawhar Shad | General view of the complex from west, with Gawhar Shad's Mausoleum seen at center and a canal in the foreground. The three minarets on the left marked the corners of Sultan Husain Baiqara's Madrasa, while the minaret at center once flanked the portal to Gawhar Shad's Madrasa. The two minarets seen on the right are the only remnants of Gawhar Shad's Mosque". Archnet. بياځلي په 2021-02-08.
- ↑ Tirard-Collet, Olivier (1998). "After the War. The Condition of Historical Buildings and Monuments in Herat, Afghanistan". Iran. 36: 123–138. doi:10.2307/4299980. ISSN 0578-6967. JSTOR 4299980. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 August 2021. بياځلي په 6 September 2021.
- ↑ "Masjid-i Jami'-i Gawhar Shad-". Archnet.org. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 July 2018. بياځلي په 5 September 2021.

- ↑ "7 must-see minarets in Central Asia". caravanistan.com. خوندي شوی له the original on 19 سپټمبر 2018. بياځلي په 19 سپټمبر 2018.
- ↑ "The sad story of the Musalla Complex: art crime and destruction". squarekufic.com. 16 نومبر 2017. خوندي شوی له اصلي څخه په 20 سپټمبر 2018. بياځلي په 19 سپټمبر 2018.
- ↑ Herat : a pictorial guide / text Nancy Hatch ; photography Inger Hansen ; Drawings Brigitte McCulloch (PDF). University of Arizona Libraries. 1966. doi:10.2458/azu_acku_pamphlet_ds375_h47_w65_1966. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 17 September 2021. بياځلي په 25 September 2021.
- ↑ "Masjid-i Jami'-i Gawhar Shad | General view of the complex from west, with Gawhar Shad's Mausoleum seen at center and a canal in the foreground. The three minarets on the left marked the corners of Sultan Husain Baiqara's Madrasa, while the minaret at center once flanked the portal to Gawhar Shad's Madrasa. The two minarets seen on the right are the only remnants of Gawhar Shad's Mosque". Archnet. بياځلي په 2021-02-08.
- ↑ "Masjid-i Jami'-i Gawhar Shad-". Archnet.org. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 July 2018. بياځلي په 5 September 2021.
- ↑ Dupree, Nancy Hatch (1977). Historical guide to Afghanistan. University of Arizona Libraries. doi:10.2458/azu_acku_ds351_d87_1977. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 25 September 2021. بياځلي په 25 September 2021.
- ↑ Tirard-Collet, Olivier (1998). "After the War. The Condition of Historical Buildings and Monuments in Herat, Afghanistan". Iran. 36: 123–138. doi:10.2307/4299980. ISSN 0578-6967. JSTOR 4299980. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 August 2021. بياځلي په 6 September 2021.
- ↑ "Masjid-i Jami'-i Gawhar Shad | General view of the complex from west, with Gawhar Shad's Mausoleum seen at center and a canal in the foreground. The three minarets on the left marked the corners of Sultan Husain Baiqara's Madrasa, while the minaret at center once flanked the portal to Gawhar Shad's Madrasa. The two minarets seen on the right are the only remnants of Gawhar Shad's Mosque". Archnet. بياځلي په 2021-02-08.
- ↑ Cassar, Brendan; Noshadi, Sara (2015). Keeping history alive: safeguarding cultural heritage in post-conflict Afghanistan. UNESCO Publishing. pp. 184–186. ISBN 978-92-3-100064-5. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 September 2021. بياځلي په 25 September 2021.
- ↑ Tirard-Collet, Olivier (1998). "After the War. The Condition of Historical Buildings and Monuments in Herat, Afghanistan". Iran. 36: 123–138. doi:10.2307/4299980. ISSN 0578-6967. JSTOR 4299980. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 August 2021. بياځلي په 6 September 2021.
- ↑ Tirard-Collet, Olivier (1998). "After the War. The Condition of Historical Buildings and Monuments in Herat, Afghanistan". Iran. 36: 123–138. doi:10.2307/4299980. ISSN 0578-6967. JSTOR 4299980. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 August 2021. بياځلي په 6 September 2021.
- ↑ Tirard-Collet, Olivier (1998). "After the War. The Condition of Historical Buildings and Monuments in Herat, Afghanistan". Iran. 36: 123–138. doi:10.2307/4299980. ISSN 0578-6967. JSTOR 4299980. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 August 2021. بياځلي په 6 September 2021.
- ↑ "Masjid-i Jami'-i Gawhar Shad-". Archnet.org. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 July 2018. بياځلي په 5 September 2021.
- ↑ "Mousallah Complex in Herat – Afghanistan – Tourist Spots Around the World". Touristspots.org. خوندي شوی له اصلي څخه په 21 January 2019. بياځلي په 21 January 2019.
- ↑ "Afghanistan: Race To Preserve Historic Minarets Of Herat, Jam". Rferl.org. خوندي شوی له اصلي څخه په 30 July 2018. بياځلي په 21 January 2019.
- ↑ "Tư vấn sản phẩm". Adventuretravelphotos.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 January 2019. بياځلي په 21 January 2019.
- ↑ "Italian-Funded Conservation of Gawhar Shad Mausoleum in Herat Underway by Afghan Government and UNESCO". unesco.org. UNESCO. 6 November 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په 15 November 2019. بياځلي په 15 November 2019.
- ↑ "City of Herat". unesco.org. UNESCO. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 June 2020. بياځلي په 15 November 2019.
- ↑ "AKDN Vows to Restore Ancient Minaret in Herat". TOLOnews (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 25 November 2020. بياځلي په 8 February 2021.
- ↑ "AKDN Vows to Restore Ancient Minaret in Herat". AvaPress | Breaking Updated news and Latest headlines from Afghanistan (in انګليسي). بياځلي په 2021-02-08.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Ambassador Hirji discuss Afghan peace process with Minister Naderi". Afghanistan Times (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په 3 March 2021. بياځلي په 8 February 2021.
- ↑ "President Ghani stresses immediate action to restore Minaret Five of Herat Musallah". English (in انګليسي). 2020-11-04. بياځلي په 2021-02-08.
- ↑ "بازسازی منار پنجم مصلی گوهرشاد در هرات آغاز شد". BBC News فارسی (in فارسي). 2020-11-25. بياځلي په 2021-02-08.
- ↑ "A Sufi Lodge, a Leaning Minaret and a Polymath's Shrine: A look at recent efforts to preserve – and appreciate – historical Herat". Afghanistan Analysts Network - English. 2021-01-29. بياځلي په 2021-02-08.