مصطفی کاظمي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سید مصطفی کاظمي د افغانستان د ولسي جرگې یو غړی وو.[۱]

ژوندلیک

مصطفی کاظمي د سيد گل زوى په ۱۳۴۲ هجري لمريز كال كې د پروان ولايت د سرخ پارساپه ولسوالۍ كې زيږيدلى دى .

زده كړې

د ايران هيواد څخه د ټولنيزو علومو ليسانس .

پخواني دندې

د لومړني ملي امنيت د شورى غړى، دمؤقتې ادارې اوانتتقالي دورې د سوداگرۍ وزير اود اسلامي دولت د عالي شورى غړى، د ولسي جرگې غړى او د ملي اقتصاد د كميسيون رئيس.

سياسي سابقه

د اسلامي وحدت گوند دمركزي شورى غړى، د ملي اقتدار د گوند رئيس، د سياسي كميټې رئيس او د ملي جبهې وياند.

مړینه

نوموړې په ۱۳۸۶ هجري لمريز كال د عقرب د مياشتې په پنځلسمه نيټه كې د دندې د ترسره كولو په وخت كې د يوې ترهگریز برید له امله د بغلان په ولايت كې ووژل شو.[۲]

سرچينې