مصطفى سباعي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دکتور مصطفی سباعی د اسلامي تاریخ یوه ځلانده څیره وه چې د اسلام هر اړخ یې په خپل ژوند کې ښه تعبیر کړی. هغه عالم، مجاهد، مبارز او سیاستوال و، له ماشومتوب نه نیولې تر وفات پورې یی اسلام ته خدمت کړی.

بشپړ نوم یی مصطفی بن حسنی السباعی دی. په کال ۱۹۱۵م کی د سوری د حمص ښار کی زیږیدلی، له پلار او نیکه څخه دینی عالمان و او د ددوی کورنی له پیړیو، پیړیو راپدیخوا د حمص د جامع جومات خطیبان و.

استاد سباعی په ماشومتوب کی قرآن حفظ کړ او فقه یی له خپل پلار مرحوم څخه زده کړه او پدی موده کی له پلار سره د لویو علماو مجالسو ته تللی، د هغو لویو علماو له جملی څخه چی استاد سباعی ورسره کتلی: طاهر الریس، سعید الملوحی، فايق التاسی، راغب الوفائي او… چی د مرحوم استاد په شخصیت يې ژوره اغیزه وکړه او له علم سره یی ډیره مینه پیدا شوه، همدا علت و چی ډیری وخت به د الله جل جلاله په عبادت او د علم په حاصلولو بوخت و. سباعی ماشوم و چې د فرانسوي مستعمرینو په مقابل کې ودرید او په تظاهراتو کې یې برخه واخستل او احساساتې ویناوې به یې کولې او د شپې به یی د استعمار ضد پاڼی خپرولې چی په همدې علت په کال ۱۹۳۱ کی د شپاړسو کلو په عمر د زندان تورو تیاور ته وغورځول شو، خو کله چې له زندان څخه را خوشې شو بیایې هم بس ونه ویلې د استعمار ضد فعالیتونه یې پیل کړل چی د حمص په جامع جومات کی د یوې احساساتي وینا په کولو او حتی تردی چی د استعمار په ضد یې ټوپک ته هم لاس کړ او د استعمار په مقابل کې یې مسلحانه مبارزه پیل کړه چې د دوهم ځل لپاره بیا زندانی شو. په کال ۱۹۳۳ کې د مصر په الازهر پوهنتون کې شامل شو، هلته په ټولگې کې دده ملگری د اخوان المسلمین د اسلامي خوځښت غړي وو، همدا وه چې ده ته یې هم له اخوان المسلمین سره د یوځای کیدو بلنه ورکړه او ده هم ومنله او څو څو ځلې یې د اخوان المسلمین موسس شهید استاد حسن البنا سره وکتل.

څرنگه چې مصر کی هم بریطانوي استعمار و هلته هم ښاغلی سباعی غلی کینناست مگر له خپلو اخواني ملگرو سره یی یو ځای مبارزه پیل کړه، په هغه وخت کې په مصر کی هم د استعمار په مقابل کی د مصر خلکو مظاهری کولې، سباعی صیب هم په مظاهرو کې برخه واخسته چې دا ځل هم زندان ته د خپلو ملگرو هریو: مشهور الضامن، ابراهیم القطان، هاشم الخازاندار، فارس حمدانی، علی الدویک او یوسف المشاری سره د استعمار په امر د درې میاشتو لپاره بندیان شول.

کله چې یې پلار مرحوم د علامه محمد الحامد له لوری پدې وپوهول شو چې زوې یې د استعمار په مقابل کې مبارزه کوله او نیول شوی، پلار مرحوم یی مسکي شو او ویې ویل: زما زوی په اسلام بندې شوی څه باک لري چی بندي شي، بندي خانه خو د نرانو ځای دي! کله چې استاد سباعی له امام حسن البنا او نورو ملگرو سره یوځاي د اخوان المسلمین خوځښت په کال ۱۹۴۲ کې تاسیس کړ، دری کاله استاد سباعی په مصر او سوریې کې خلک اخوان المسلمین ته دعوت کړل چی په کال ۱۹۴۵ کې په سوریه کې د اخوان المسلمین د استازې په توگه و ټاکل شو. ددې لپاره چې د اخوان المسلمین د عوت لاهم په سوریه کې عام شې استاد سباعی له حمص څخه دمشق(د سوریې پلازمینې) ته ولاړ او هلته یی د ځوانانو د روزنې او اصلاح په موخه د یو مدرسې چې المعهد الاسلامی الشرعی نومیده بنسټ کیښود ، دې مدرسې د باتقوا او لائقو زده کوونکو په روزلو کې نوم وویست. په کال ۱۹۴۴ کې د حج د فریضی د اداء کولو په موخه مکی مکرمی ته ولاړ او ددې لپاره چی خپل دعوت لاهم پراخ کړي په کال ۱۹۴۷ می د المنار په نامه یوه سیاسی دینی او ټولنیزه ورځپاڼه هم تاسیس کړه چې وروسته دا ورځپاڼه د عسکری انقلاب مشر حسنی له لوری مصادره شوه. استاد مصطفی سباعی د سوریې د اخوان المسلمین لپاره یو مرکزی دفتر جوړ کړ او نوم یې پرې شبان المسلمین کیښود او لدی سره سره په ټوله سوریه کې د دعوت د خپراوي لپاره وگرځید. لکه څرنگه چی د اخوان المسلمین خوځښت ترهر چا ډیر کوښښ وکړ چی فلسطین د یهودو له لاسه وژغوری او آزاد یې کړی، دوې ددې لپاره وسلوال جهاد ته مخه کړه چی استاد مصطفی سباعی د شام د جنگي ډلو مسولیت په غاړه درلوده، ښاغلې سباعی د اسراییلي دښمن په مقابل کې په ډیره میړانه وجنگید، پر دښمن یې مرگوني بریدونه وکړل او څو څو وارې ټپې شو او الله جل جلاله له مرگه وژغوره. خو کله چې د عربو او اسراییلو ترمنځ جگړه پاي ته ورسیده، مصری ظالم حکومت د اخوان المسلمین د بیگناهو مجاهدینو په نیولو بوخت شو؛ استاد سباعی ډیر په قهر و، خو څه یې نشو کولي یواځې دا یې وکړل چې د سوریې هر ښار ته ولاړ او خلک یې د جگړې په حقایقو وپوهول. کله چې ښاغلي سباعی سوریې ته راوگرځید؛ هلته یې د فساد په ضد جگړه پیل کړه، او د خلکو تربیې ته یې مخه کړه، د اخوان المسلمین منهج چی عبارت د فرد کورنې او ټولنې اصلاح ده پیل کړ، ترڅو د اسلامي دولت د رامنځ ته کولو لاره هواره شي او الهی قانون د الله جل جلاله پر ځمکې پلی شې. همدا وه چې سباعی صیب له خپلو ملگرو سره د تعلیمي نصاب د اسلامي کولو د پروسه پیل کړه او په همدی لړ کې یې د شریعت د پوهنځۍ د جوړولو لپاره هڅی وکړی، چې پدی هڅه کې بریالی شو. استاد سباعی او ملگرو یې د سوریې په خلکو کی بی سارې محبوبیت پیدا کړی و، که ماشوم و که بوډا دوي به یې تاییدول، همدا وه چې د ۱۹۴۹ کال په پارلیماني ټاکنو کې د سباعی ملگرو ورڅخه وغوښتل چې ولسي جرگی ته و دریږي ځکه چې دا د اخوان المسلمین د دعوت اساس دی یعنی د الله جل جلاله پر ځمکه د الله جل جلاله نظام قایمول د دوی هدف دی، چی دا هدف هغه وخت سر ته رسي چې د حکومت په درې گونو قواوو برلاسی ترلاسه شې ددې لپاره سباعی صیب هم د ملگرو د غوښتنې سره سم ټاکنو ته ودرید چې د الله جل جلاله په مرسته په ټول هیواد کې په دوهمه درجه بریالي شو او په ولسي جرگه کې د رئیس د معاون په صفت مقرر شو بیا د اساسي قانون جوړوونکی کمیټې کې مهم غړي شو. ددې پوستونو څخه په استفادې ښاغلی سباعی له اساسي قانون څخه د بی دینه مادو لیری کول پیل کړل چې ددې لپاره یی په د مشق کی لویې مظاهری وکړې او لدینه وروسته یی په کال ۱۹۵۰ کی له اساسي قانون څخه غیر اسلامی مادې په اسلامي مادو واړولې. په کال ۱۹۵۰ کې سباعی صیب د سوریې په پوهنتون کې د حقوقو د استاد په توگه وټاکل شو، په کال ۱۹۵۱ کې د اسلامې هیوادونو کانفرانس ته چې په پاکستان کې دایر شوی و ولاړ او په همدی کال کې د دوهم ځل لپاره حج ته ولاړ. په کال ۱۹۵۲ کې د سوریې له حکومت څخه یې اجازه وغوښته چې د سویس د کانال په جگړه کې دوی ته هم د گډون اجازه ورکړي ترڅو د مصری وروڼو ترڅنگ د استعمار په مقابل کې وجنگیږي، خو لکه څنگه چې په هغه وخت کې هلته د دیب شیشکلي حکومت و، ښاغلی سباعی یې له خپلو مجاهدو وروڼو سره زنداني کړ. لدینه وروسته یې له سوریې څخه لبنان ته تبعید کړ. بیا په کال ۱۹۵۵ کې د دریم ځل لپاره خپلو شاگردانو سره یوځاني حج ته ولاړ. په همدی کال کې یې د الشهاب په نامه یوه اونیزه تاسیس کړه او په کال ۱۹۵۸ کې د المسلمون میاشتنۍ خپرونه چې په مصر کې بنده شوې وه یوځل بیايې په د مشق کې پر خپرونو پیل وکړ، بیا یې یوه بله میاشتنۍ خپرونه د الحضارة الاسلامیة په نامه مجله تاسیس کړه او ترڅو چی ژوندی وه د همدی مجلی مسول مدیر و. په کال ۱۹۵۶ کې په دمشق کې د اسلامی هیوادونو کانفرانس دایر شو چی ښاغلي سباعی یې د وفد په مشری غربي هیوادونو ته واستاوه ترڅو د هغوی تدریسي منهج وگوري چې ددی په ترڅ کې ډیرو هیوادونو ته ولاړ چې له ډیرو مستشرقینو سره یې بحثونه هم وکړل او د هغوی غلطیانې یې هم وروښودی. استاد سباعی صیب ډیر کتابونه لیکلې چې د هغو له جملې څخه المستشرقون والاسلام، السنة و مکانتها فی التشریع الاسلامی، شرح قانون الاحوال الشخصیة، من روائع حضارتنا، او المرآة بین الفقه و القانون او داسی نور ډیر آثار لری. په کال ۱۹۶۳ـ۱۰ـ۳ کې دیوی اوږدې مبارزی، دعوت، اوجهاد څخه وروسته د فالج د ناروغۍ له امله چی ډیر سخت یې ودرداوه له دې فاني نړۍ سره د تل لپاره خدای پامانې وکړه او وفات شو. روح دې ښاد وې.