مسيحيت په افغانستان کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مسيحيت په افغانستان کې ډیره زړه تاریخچه لری او پخوانیو زمانو ته رسېږی، مسيحيت په افغانستان تقریبان پدی ورستیو پیړیو کې له مېنځه تللي و خو وروسته له دې نه بېرته راژوندی او پلویان یې ډیر سول چې خارجی ځواکونه افغانستان اشغال کړل، ویل کېږی چې اوس مهال په ډیري ولایتونو کې لکه: بامیان، بلخ، هرات، کابل او نورو کې د عیسویانو کلیساگاني شته او دغه دین ته تبلیغ کېږی

د خارجی ځواکونو لخوا د عیسویت تبلیغ[سمول]

دالجزيرې تلويزيون د ۲۰۰۹ ز. کال د مي دمياشتې په ۴ مه نيټه يو راپور خپور کړی و چې امريکايې سرتيري په کې په داسې حالت کې ليدل کيدل چې پلازمينې کابل ته څيرمه دباگرام دهوايې ډگر په څنډو کې په ځايې اوسيدونکو د انجيل نسخې ويشي .

د جنوبی کوریا د مبلغینو تښتونه[سمول]

په ۲۰۰۷ ز. کال کې طالبانو ۲۳ کوریايي وگړي په دې تور وتښتول چې په افغانستان کې د عيسویت تبليغ کوي طالبانو د دوی دخلاصيدو په صورت کې دافغانستان څخه دجنوبي کوريا دځواکونو دوتلو غوښتنه وکړه چې بالفعل ومنل شوه او د ۲۰۰۷ ز په اخرو کې دجنوبي کوريا ځواکونه له افغانستان ووتل.

له تښتول شوي کسانو سره دننه په کوريا ددې لپاره ښه چلند ونه شو چې د جنوبي کوريا حکومت داسې وښودله چې يو مسيحي دولت دی مگر دکوریا ۲۳٪ وگړي بودايان ۴۹ ٪ ملحدين او له ۲۷-۳۱٪ فقط عيسويان دي ځکه خو دغه بوذي حکومت ددې پيښې وروسته دسیاسي او ديني کړکيچ سره مخامخ شو سره ددې چې عيسوايان په دغه هيواد کې اقليت دي ، دکوریا حکومت اړشو چې يو فرمان صادر کړي چې له مخې له خپلو اتباعو غواړي افغانستان ،عراق او صومال ته د سفر دمخه حکومت څخه اجازه واخلي همدارنگه په دغه هيوادنو کې له ميشته کوريانو څخه وغوښتول شول چې ډير ژرخپل هیواد ته راستانه شي له دې وروسته په په پلازمينه سيول کې دسايمول کنيسه هم په افغانستان کې له خپلو ۴۲ مبشرينو څخه وغوښتل چې له افغانستان څخه راووځي جنوبي کوريا ۱۷ زره وگړي يې داسلامي نړۍ په بيلابيلو سيمو کې دعيسويت په تبليغ بوخت دي چې له دې جملې ۸ تنه په عراق کې نيول شوي او ۲۳ يې په افغانستان کې همدغه پيښو دجنوبي کوريا حيثت ته تاوان رسولی په ځانگړې توگه اسلامي هيوادونو سره داړيکو په برخه کې.[۱]

سرچینې[سمول]

نور ولولئ[سمول]