مخه نیونکې جګړه
مخه نیونکې جګړه هغې جګړې ته ویل کېږي چې د نږدې پېښېدونکي جګړې د دفع کولو یا د مقابل لوري د پلان د له منځه وړو په موخه ترسره کیږي؛ یا دا چې په نږدې پېښېدونکې جګړه کې (چې شونتیا نه لري وه دې نه شي) د جګړې له پیل لږ وړاندې د یو ستراتیژیک موقعیت د ترلاسه کولو په موخه کیږي. دغه ډول جګړه د دواړو اړخونو ترمنځ د «سولې حالت» له منځه وړي. [۱]
د وسله والو نښتو د پیل لومړنی مورد دا دی چې د جګړې د اړخونو ترمنځ «د سولې حالت» له منځه ځي په داسې حال کې چې لا وسله واله جګړه هم نه وي پیل شوې؛ دغه چاره د ملګرو ملتونو د منشور له مخې جواز نه لري، مګر دا چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د یو اجرایوي اقدام په توګه ورته اجازه ورکړل شي. یو شمېر لیکوالانو ادعا کړې، کله چې څرګنده شي یو فرضي دښمن د راتلونکي احتمالي برید لپاره چمتوالی نیسي، خو لا یې برید نه دی کړی، په داسې حالت کې جګړه «له وړاندې پیل بلل کېږي»، خو دغه نظر د ملګرو ملتونو له خوا نه دی تائید شوی.[۲][۳][۴][۵][۶]
تیوري او عمل
[سمول]له لومړۍ نړیوالې جګړې وړاندې
[سمول]د ۱۶۲۵ زکال په لومړیو کې هالنډي حقوق پوه هوګو ګروتیوس د یوه هېواد د مشروعې دفاع حق؛ په زور باندې له برید څخه د مخنیوي د حق په ګډون تعریف کړ. په ۱۶۸۵ زکال کې سکاټلنډي دولت د کمپبل قبیلې پر وړاندې مخه نیونکی برید وکړ. په ۱۸۳۷ زکال کې د کارولین پېښې اړوند د مخه نیونکو جګړو یوه ځانګړې قانوني سابقه رامنځته شوه چې په هغو کې انګریزي – کاناډايي ځواکونه د پورتنۍ کاناډا له نیاګارا سیند څخه په تېرېدو متحده ایالاتو ته ننوتل او هلته یې کارولین بېړۍ وسوزوله چې اصلاح غوښتونکو یاغیانو ته اړوند وه. د دغې چارې پر مهال ډزې وشوې او یو امریکايي وګړی د یو کاناډايي ضابط په ډزو ووژل شو. په دې سره متحده ایالاتو د کارولین قضیې قانوني اډانه رد کړه. [۷][۸]
په ۱۸۴۲ زکال کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ډانیل وبسټر وویل چې د اجباري غبرګون اړتیا باید «آني او په بشپړه توګه له منځه وړونکې وي؛ همدارنګه په داسې توګه وي چې د حل بله لار شتون وه نه لري او د مشورې لپاره مجال پاتې نه کړي». دغې فورمول بندي د کارولین ارزونې بنسټ کېښود چې «په پراخه کچه د مناسبو عرفي حقوقي معیارونو تضمین کوونکې ګڼل کېږي».[۹]
لومړۍ نړیواله جګړه (۱۹۱۴ – ۱۹۱۸ زکال)
[سمول]د اتریش – هنګري لوی درستیز، فرانتس کنراد فون هټسنډورف په ۱۹۱۳ زکال کې د صربستان پر وړاندې د مخه نیونکې جګړې په ګټه استدلال وکړ. صربستان د یو بریدګر او پراختیا غوښتونکي ځواک خیال درلود چې په بوسنیا او هرزګوینا کې د اتریش – هنګري د واکمنۍ لپاره ګواښ ګڼل کېده. د آرشیدوک فرانتس فردیناند ترور (جون ۱۹۱۴ زکال) په صربستان باندې د اتریش – هنګري د برید لپاره بهانه جوړه کړه چې له امله یې لومړۍ نړیواله جګړه پیل شوه.[۱۰][۱۱]
د ویجاړونکې او لګښتمنې لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د «جګړې د پای لپاره د جګړې» مفهوم په جدي بڼه پام وړ وګرځېد. د هیلو په دوام له جګړې وروسته د ملتونو ټولنه رامنځته شوه. د دغې ټولنې د جوړېدو اصلي موخه له جګړې څخه مخنیوی و، ځکه د ملتونو د ټولنې د میثاق ټولو لاسلیک کوونکو هوکړه وکړه چې د مخه نیونکو او نورو جګړو په ګډون به له هر ډول جګړې څخه ډډه کوي. په لومړۍ نړیوالې جګړې کې له متحده ایالاتو پرته بریالیو ټولو هېوادونو دغه هوکړه لاسلیک کړه. [۱۲][۱۳]
د ملتونو د ټولنې دوره (۱۹۱۹ – ۱۹۳۹ زکال)
[سمول]په ۱۹۲۰مې لسیزې کې دغې ټولنې ګڼ شمېر نړیوالې ستونزې په سوله ییزه بڼه حل کړې چې په عموم ډول په خپله اصلي موخه کې بریالۍ ګڼل کېده. خو په ۱۹۳۰مه لسیزه کې له یوې جګړې څخه د مخنیوي په برخه کې یې ناتواني لامل وګرځېده دغه ټولنه تر پوښتنې لاندې راشي. دغه پوښتنې هغه مهال مطرح شوې چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۳۱ زکال کې څرګنده شوه چې نشي کولای په منچوریا باندې د جاپان د سترواکۍ د بریدونو مخه ونیسي. په موکدن پېښه کې جاپان ادعا وکړه چې په منچوریا کې دفاعي جګړه ترسره کوي او هڅه کوي چې د جاپانیانو پر وړاندې د چین د تهاجمي نیت څخه مخه ونیسي. د جاپانیانو په خبره چین دغه جګړه د سویلي منچوریا د اوسپنې د پټلې د یوې کرښې په الوزولو سره پیل کړه او له دې امله چې چینایان متجاوزین دي، جاپانیان یوازې له ځانه دفاع کوي. بل پلو هغه مهال ته اړوند پریمانه شواهد ښيي چې دغه د اوسپنې پټلۍ جاپاني استخباراتي مامورینو الوزولې وه. [۱۴]
په ۱۹۳۳ زکال کې هغه مهال چې جاپان او نازي جرمني په دغه ټولنه کې د خپل غړیتوب د لغو کولو ګواښ وکړ د دغې ټولنې ناتواني څرګنده شوه. فاشیستي ایټالیا هم له لږ ځنډ وروسته په ۱۹۳۷ زکال کې له دغې ټولنې ووته او له یاد بهیر څخه یې پیروي وکړه. ډیر ژر ایټالیا او جرمني په پوځي اقداماتو لاس پورې کړ او هڅه یې کوله خپلې پولې پراخه او یا هم د خپل پوځي کنټرول حوزه لویه کړي؛ دغې چارې وښووله چې یاده ټولنه په خپلو موخو کې ناتوانه ده. د دغې ټولنې څخه څرګنده شوې ناتواني په ۱۹۳۹ زکال کې د دویمې نړیوالې جګړې د پیل کېدو لامل وګرځېده. د دویمې نړیوالې جګړې پیل په بشپړه توګه په پولنډ باندې د جرمني له برید څخه سرچینه واخیسته. پام وړ دا ده چې هغه مهال جرمني ادعا وکړه چې پر پولنډ باندې یې برید په واقعیت کې «دفاعی برید» دی، ځکه چې ویل کېدل یو شمېر پولنډي یاغیانو په جرمني اړخ برید کړی و او د پولنډ د هغه لوی برید څرګندویي یې کوله چې ډیر ژر یې ټول جرمني ته پراختیا موندلی شوای. له همدې امله جرمني په پولنډ باندې د مخه نیونکي برید پرته کومه بله لار نه لرله څو په جرمني د برید مخه ونیسي. وروسته بیا د جرمني مخالفو هېوادونو څرګنده کړه چې جرمني د پولنډي یاغیانو د چارو اړوند شواهد د ګلایویتس پیښې د برخې په توګه جعلي جوړ کړي وو. [۱۵][۱۶]
په ۱۹۶۷ زکال کې د عربو او اسرائیلو جګړه (شپږ ورځنۍ جګړه)
[سمول]اسرائیلو په خپلو پوځي دوکتورینو کې مخې نیونکې جګړې ته ځانګړی ځای ورکړی څو د پام وړ ستراتیژیک عمق له لرلو پرته باور وړ دفاع کوونکی موقعیت وساتي. دغه شپږ ورځنۍ جګړه چې د ۱۹۶۷ زکال د جون په پنځمه په مصر باندې د اسرائیلو په بریالي برید سره پیل شوه، په پراخه کچه د یوې مخه نیونکې جګړې په توګه توصیف کېږي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په خبره «دا کېدای شي د [مخه نیونکې جګړې] تر ټولو ډیره یاده شوې بېلګه هم وي». نورو هم په متناوبه بڼه دغه جګړه د یوې مخې نیونکې جګړې په توګه یاده کړه. یو شمېر نورو بیا دغه عمل د شخصي دفاع پر بنسټ یاد کړ. د دغه لیدلوري له مخې د مصر هېڅ اقدام هم د یوې وسله والې نښتې د نښو څرګندويي نه کوله، خو د اسرائیلو او د هغوی د متحدینو پر باور د مصر ټولیزو اقداماتو دا څرګندوله چې ګویا مصر په اسرائیلو باندې د وسله وال برید پر لور روان دی. د چارو یو شنونکي ادعا کړې چې د اسرائیلو برید د کارولین ارزونې له مخې مجاز نه و؛ هغه څرګندوي چې د اسرائیلو د بقا پر وړاندې هېڅ ګواښ شتون نه درلود. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
په ۲۰۰۳ زکال کې د متحده ایالاتو او عراق جګړه
[سمول]په عراق باندې د امریکا د برید اړوند د مخه نیونکې جګړې دوکتورین بیاځلي وارزول شول. د جورج ډبلیو بوش دولت ادعا وکړه چې اړینه ده د صدام حسین له خوا د ټولیزې وژنې د وسلو له جوړولو څخه د مخنیوي په موخه باید ګام واخیستل شي. دغه مهال امریکايي پرېکړه کوونکو ادعا وکړه چې دغه ډول وسلې کېدای شي د ترهګرو ډلو لاس ته ولوېږي او د دوی د هېواد امنیت له شدید ګواښ سره مخ کړي. کانګرس د ۲۰۰۲ زکال په اکتوبر میاشت کې ګډ پریکړه لیک تصویب کړ او د متحده ایالاتو ولسمشر ته یې اجازه ورکړه څو د صدام د رژیم پر وړاندې له پوځي ځواک څخه کار واخلي. ورته مهال د عراق اړوند د اطلاعاتو د راغونډونې کمیسیون په ۲۰۰۵ زکال کې تائید کړه چې دوی په عراق کې هېڅ ډول هستوي وسلې او یا هم د بیولوژیکي وسلو د تولید وړتیاوې وه نه موندلې؛ دا په دې معنی وه چې د نړۍ ځواکمن هېوادونه خپلې هرې چارې ته پلمه لټوي او د ملګرو ملتونو په ګډون داسې څوک نشته چې ترې پوښتنه وکړي. ګڼ شمېر منتقدینو په عراق باندې د برید اړوند د امریکا د دولت واقعي موخه تر پوښتنې لاندې راوړه او څرګنده یې کړه چې دغه برید کېدای شي د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د غچ اخیستو په موخه ترسره شوی وي؛ خو تر اوسه چې څه مالوم شوي دا دي چې متحده ایالاتو نه غوښتل په عربي نړۍ کې دې د عراق په څېر ځواکمن هېواد شتون ولري. [۲۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ Wragg, David W. (1973). A Dictionary of Aviation (first ed.). Osprey. p. 215. ISBN 9780850451634.
- ↑ Beres, Louis Rene (1991–1992), On Assassination as Anticipatory Self-Defense: The Case of Israel, vol. 20, Hofstra L. Rev., p. 321
- ↑ Shue, Henry and Rhodin, David (2007). Preemption: Military Action and Moral Justification. Oxford University Press. p. 116. ISBN 978-0-19-923313-7
- ↑ Shue and Rodin 2007, p. 118.
- ↑ "The Implications of Preemptive and Preventive War Doctrines: a Reconsideration" (PDF). 2007. خوندي شوی له the original (PDF) on 2017-02-16. بياځلي په 2010-12-02. A US Army sponsored discussion of various justifications for preemptive, preventive and 'precautionary' war.
- ↑ "Adoption of Policy of Pre-emption Could Result in Proliferation of Uniliteral, Lawless Use of Force: By Kofi Annan". 2003. بياځلي په 2010-12-02. Kofi Annan discusses his unwillingness to accept proposed new changes in UN policy towards the use of preemptive force, and why.
- ↑ Beres, Louis R. (1991), Permissibility of State-Sponsored Assassination during Peace and War, The, vol. 5, Temp. Int'l & Comp. L.J., p. 231
- ↑ Thomas Heyck (27 September 2013). A History of the Peoples of the British Isles: From 1688 to 1914. Routledge. p. 29. ISBN 978-1-134-41521-2.
- ↑ Duffy, Helen (2005). The 'War on Terror' and the Framework of International Law. Cambridge University Press. p. 157.ISBN 978-0521547352
- ↑ Richard L. DiNardo (14 April 2015). Invasion: The Conquest of Serbia, 1915: The Conquest of Serbia, 1915. ABC-CLIO. pp. 13–. ISBN 978-1-4408-0093-1.
- ↑ Michael S. Neiberg (2007). The World War I Reader. NYU Press. p. 7. ISBN 978-0-8147-5832-8.
- ↑ "United States History: Woodrow Wilson". 2010. Discussion of Woodrow Wilson's desire to make World War I the War to End All Wars.
- ↑ "Eleanor Roosevelt National Historic Site: League of Nations article". 2010. بياځلي په 2010-11-30. Article summarizing the primary objective of the League of Nations.
- ↑ "Mukden Incident and Manchukuo: C. Peter Chen". 2010. بياځلي په 2010-11-30. Details of the Mukden Incident
- ↑ "League of Nations Timeline". 2006. بياځلي په 2010-11-30.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) A timeline of all major League events. - ↑ "Factmonster Encyclopedia— League of Nations: Successes and Failures". 2010. بياځلي په 2010-11-30. Description of the demise of the League of Nations.
- ↑ "The closest case that might have, but is now regarded as not having met the Caroline test, was Israel's first strike against Egypt in 1967. Few regarded it as a good example of a permissible anticipatory attack under the Caroline test, especially after it became clear following the attack that there was no overwhelming threat that justified the attack to ensure Israel's survival. Gathii, James Thuo. "Assessing Claims of a New Doctrine of Preemptive War Under the Doctrine of Sources." Osgoode Hall Law Journal, Vol. 43, No. 1, pp. 1–34, 2005.
- ↑ Distein, Yoram, War, aggression and self-defense p. 192, Cambridge University Press (2005)
- ↑ Distein, Yoram, War, Aggression and Self-Defense p. 192, Cambridge University Press (2005)
- ↑ Choice or Necessity (New York Times, May 8, 2009)
- ↑ "The United States has often walked a fine line between preemption and prevention. In fact there have only been a handful of clear-cut cases of military preemption by any states in the last 200 years. (Israeli preemption in the Six Day War of 1967 is perhaps the most cited example)."U.S. National Security Strategy: a New Era U.S. Department of State (2002)
- ↑ The Six Day War is, "A classic example of preemptive war." Henry Shue, David Rodin Preemption: military action and moral justification
- ↑ "Classic examples of preemptive wars include the July Crisis of 1914 and the Six Day War of 1967 in which Israel preemptively attacked Egypt...." Karl P. Mueller Striking first: preemptive and preventive attack in U.S. national security
- ↑ "The Six Day War between Israel and alliance of Egypt, Syria, Jordan and Iraq was an example of preemption." And, "It exemplifies preemption." Charles W. Kegley, Gregory A. Raymond The Global Future: A Brief Introduction to World Politics
- ↑ "Preemptive attack is morally justified when three conditions are fulfilled: The existence of an intention to injure, the undertaking of military preparations that increase the level of danger, and the need to act immediately because of a higher degree of risk. Since these conditions were met in Israel's Six Day War, Israel's preemptive attack on Egypt on June 5, 1967 was a legitimate act of self-defense." Mark R. Amstutz International Ethics: Concepts, Theories, and Cases in Global Politics
- ↑ "Israel's Strategic Doctrine" (PDF). Rand Corporation. September 1981. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په August 27, 2019. بياځلي په 27 August 2019.
- ↑ "Israel's National Security Doctrine: The Report of the Committee on the Formulation of the National Security Doctrine (Meridor Committee), Ten Years Later" (PDF). Institute for National Security Studies (Israel). February 2019. بياځلي په 27 August 2019.
- ↑ "Strategic Doctrine - Israel". Federation of American Scientists. 25 May 2000. بياځلي په 27 January 2014.
- ↑ George, and Jens Ohlin. Defending Humanity. New York: Oxford University Press, 2008. Print.