محمد يوسف هېواد دوست

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
يوسف هېواد دوست

محمد یوسف هیواددوست (۱۳۳۵ ل. - ) (په انگرېزي: Mohammad Yousef Hewaddost) يو افغان ليکوال، ژباړونکی، ژورناليست او د تياتر او تمثيل يو پخوانی کارکوونکی دی. له ماشومتوب څخه يې د افغانستان راډيو ته لار موندلې او د افغانستان څخه د کډوالۍ تر وخته يې په د افغانستان په ملي راډيو ټلويزون کې بېلابېلې دندې ترسره کړي. د افغانستان څخه د باندې يې هم افغان ادب او هڅوب ته بېساري خدمتونه ترسره کړي او د يو شمېر چاپي رسنيو مسؤل مدير پاتې شوی.

مخینه

محمد یوسف هیواددوست د کارتوگراف گل احمد تره کی زوی دی. هغه په کابل ولایت کې زېږېدلی ، مور یې د کونړ د نورگل د سیمې وه. هېواد دوست متحل دی، د ژوندشريکه يې مېرمن فيضه هوسا نومېږي. دوی شپږ بچیان او تر اوسه درې لمسیان لري.

زده کړې

هېواد دوست خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په کابل کې بشپړې کړي او بیا یې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځی پای ته رسولی.

دندې

له اته کلنۍ څخه يې په تېروخت کې دافغانستان د ملي راډيو تلويزيون د کوچنيانو د خپرونې ملکاری. په افغانستان کې يې د پښتو او دري ژبو د ليکوال په توگه د ژباړونکي، ژورناليست او د تياتر او تمثيل په ډگر کې کار کړی. د افغانستان په ملي راډيو تلويزون کې د روزنې ادارې،د پوځي خپرونو خبري څانگې چمتو کؤونکی او د هنر او ادبياتو په ادارو کې د کارکوونکي خبريال او پروډيوسر په توگه او يوه موده د هنر او ادبياتو د ادارې د لوی مدير په توگه کار کړی.

هنري او فرهنگي کارونه

په ماسکو کې د افغانستان د فرهنگ ټولنې او د افغانانو د کاري مرکز د جوړؤنکو شخصيتونو ملکاری پاتې شوی. په ماسکو کې د خپلو نورو ملگرو سره د لیمې مجله تاسیس، د اتحتد او عمل د جریدې موسس او پازوالي، په مسکو کې د افغان تلویزیون او راډیو د وياندي، په ډېنمارک کې له یو شمېر نورو فرهنگیانو سره د افغانستان د فرهنگ ټولنې بنسټ ايښودنه او د انتخابي مرستیالۍ دنده، بيا په ډېنمارک کې د خپلواکۍ په نامه د یوې جریدې تاسیس او اوس په ډېنمارک کې د یو ښوونځي ښونکی او ورسره جوخت د میرمن فیضیه هوسا سره په گډه د (افغان غږ) په نامه په اوونۍ کې دوه ورځې د راډیویي مجلې تاسیس او مشري دا ټول هغه هنري او فرهنگي فعاليتونه دي چې محمد يوسف هېواددوست ترسره کړي.

سرچینې