محمد نعمان دوست

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد نعمان دوست (په انگرېزي: Mohammad Numan Dost) يو افغان ليکوال او خبريال دی. هغه د يو شمېر خبري آژانسونو سره د مطبوعاتي شنونکي او ايډيټر په توگوه کارونه کړي او د ځينو چاپي رسنيو مشر پازوال هم پاتې شوی. د هغه يو شمېر د کيسو يوه ټولگه او يوه د ادبي نثرونو ټولگه چاپ شوې چې د افغانستان د جگړو، د خلکو بې وزلي او کړاوونه پکې په ښه توگه انځور شوي.

مخينه

محمد نعمان دوست د خيرالله زوی او د عبدالغفار لمسی دی. د زېږون ټاټوبی يې د لغمان ولايت د الينگار ولسوالۍ د کوخي کلي د پاس کلا ځایگی دی. د هغه پلار کروندگر و او رسمي تعليم يې نه درلود خو د رحمان بابا شعرونه يې لوستلی شول او له استادانو سره يې ناسته ولاړه وه. دوست لا ډېر کوچنی و چې د پلار مړينې يې هغه د پلرنۍ مينې نه بې برخې کړ. په ماشومتوب کې د کورنۍ له نورو غړو سره پاکستان کې کډوالۍ ته اړ شوی

زده کړې

هغه د کډوالۍ په وخت کې پاکستان کې خپلې لومړنۍ زده کړې پيل کړې او د لومړي ځل لپاره د ابو سعيد الخدري په نوم په يوه ښوونځي کې چې د جومات په منځ کې و شامل شوی. بيا په افغانستان کې د مجاهدينو د بري په شپو ورځو کې افغانستان ته ستون شوی د پاکستان په هريپور کيمپ کې له النصر ليسې څخه فارغ او بيا ېې همدې هېواد کې د کانکور ازموينه ورکړه او د ادبياتو پوهنځي ته بريالی شو او د دعوت او جهاد پوهنتون کې چې جلوزو کيمپ کې و په پوهنتوني زده کړو پيل وکړ. کله چې په ۱۳۷۴ ل. کال کې د دعوت او جهاد پوهنتون افغانستان ته کډه شو نو يو څه وخت وروسته د طالبانو واکمني راغله او د پوهنتون زده کړې په ټپه ودرېدې، خو بله غمجنه پېښه د دوست د مور مړينه وه چې د هغه د پوهنتوني زده کړو خنډ شو او تر يوه کاله ترې لوړې زده کړې پاتې شوې. خو په ١٣٧٦ ل. کال کې يې بېرته په کابل پوهنتون کې زده کړې پيل کړې او په ١٣٧٦ ل. کال کې د ادبياتو له پوهنځي فارغ شو.

دندې

د پوهنتوني زده کړو د بشپړېدو وروسته يې د افغاني سرې مياشتې ټولنې سره د نشراتو په رياست کې د يوه مامور په توگه په کار پيل کړی بيا يو څه موده وروسته د مرکزي کتابتون امر او ورپسې د سره مياشت د جريدې مسوول مدير پاتې شوی.

تر دې وروسته يې د IWPR سره د خبريال په توگه کار کړی او کله چې د پژواک خبري آژانس له IWPR څخه جلا شو نو بيا پژواک آژانس ته لاړ او هلته يې د ايډيټر په توگه تر اوو کالونو دنده پر مخ بېوله. وروسته له دې بيا NAI ته لاړ او هلته يې د خبريال ټرېنر په حيث دنده ترسره کړې. د ټرېننگ د کار وروسته يو ځل بيا د پژواک خبري آژانس سره د رسنيز شننونکي او سلاکار په توگه په دنده پاتې شوی. له دې سربېره يې بيلابيلو ويبپاڼو او چاپي رسنيو سره هم همکاري کړې ده.

ليکوالي

نعمان دوست له ډېرې وړکينې ليکوالۍ سره لېوالتيا درلوده او لومړنی شعر يې په ۱۳۶۸ ل. کال کې د تره د زوی په وير کې ليکلی. همداراز د پوهنځي په لومړي صنف کې د يتيم په نوم خپله لومړنۍ لنډه کيسه ليکلې.

چاپ شوي آثار

د هغه يو شمېر چاپ شوي آثار پدې ډول دي:

  1. ترهگر - د لنډو کيسو ټولگه - چاپکال ١٣٨٥ لمريز
  2. په قتل پښېمانه يم - د ادبي ليکنو ټولگه - چاپکال ۱۳۹۱ ل.
  3. کرنيز اقتصاد - ژباړه د څوارلسمو ټولگيو لپاره درسي کتاب

لاسته راوړنې

نوموړی د يو شمېر رسنيو لخوا د ښه کارکردگۍ په خاطر نازول شوی او يو شمېر لقبونه يې خپل کړي.

  • د بينوا پښتو ويبپاڼې له خوا د کال د غوره ليکوال لقب
  • د مشرانو جرگې له خوا د فعاله ژورناليست لقب
  • د نۍ ادارې، له خوا د غوره روزونکي لقب