محمد نسيم سليمي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ښاغلى محمد نسيم سليمي د محمد رحيم زوى ، د کندهار د ښار د دوهمې ناحيې د مير هزار په کوڅه کې زيږېدلى دى .

زده کړې

لومړنۍ زده کړې يې په مشرقي لېسه ، او وروسته يې د احمد شاه بابا په لېسه کې ترسره رسولي دي. د کابل پوهنتون د اقتصاد په پوهنځي کې شامل شو او د پيسو او بانک چلولو او ملي انکشاف له برخې څخه فارغ شو ، د نورو تحصيلاتو لپاره امريکې ته ولاړ او د دموگرافي ، او په تېره بيا د وگړو د احصايې په برخه کې يې تحصيل وکړ.

دندې

محمد نسيم سليمي د کندهار او زابل په ولاياتو کې د ښوونکي په حيث وظيفه تر سره کړې ، او همدغه رنگه يې د مرکزي احصايې په عمومي رياست کې په بيلابيلو برخو کې خدمت کړى دى. نوموړى د اقتصاد د مطالعې تر څنگ د هېواد له تاريخ ، ادب او کلتور سره مينه او علاقه لري .

لیکلي اثار

د سليمي ليکنې په خپل وخت کې د هېواد په بېلابېلو نشرياتو ، مجلو او ورځپاڼو کې خپرې شوې دي. نسيم سليمي د ١٩٨٠ کال راهيسې له وطنه ليرې لومړى په جرمني او اوس دامريکې د کاليفورنيا په ايالت کې اوسيږي. محمد نسيم سليمي د پښتو متلونو د يوې مجموعې راټولونکى هم دى .

اخځونه

  1. http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/02/090225_mmn_s7_naseemsaleemi.shtml