محمد نادر ايوبي
محمدنادر ایوبي کندهاري (۱۳۱۰ هـ. ل. = ۱۹۳۱ ز. - ۲۲ د وږي، ١٣٩٠ ل. = ۱۳ د دېسمبر، ۲۰۱۱ ز.) يو افغان ديپلومات، سياسي کارپوه او ليکوال و.
مخينهمحمد نادر ايوبي د مرحوم محمد سرورخان ایوبي زوی دشهید محمدایوب خان ایوبي چې د افغانستان د مشروطه غوښتنې د ستر مبارزاتي غورځنگ يو فعال سياسي غړئ ؤ لمسی او د میوند د غزأ د اتل مرحوم غازي تاج محمدخان کړوسئ او د یحیی خان پوپلزي کوسئ ؤ. هغه په ۱۳۱۰ لمريز کال کې د کندهار په ښار کې زېږېدلی و. زده كړېښاغلي نادر ايوبي لومړنۍ او منځنۍ ښوونې په خان آباد، كابل او كندهار كې سرته رسولي، اوپه كابل كې د سوداگرۍ لېسې له بشپړولو څخه وروسته پوهنتون ته ورغې او په كال ۱۳۳۷هجري لمريز د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي د دېپلوماسۍ له څانگې فارغ او په همدې كال د بهرنيو چارو په وزارت كې د مامور په ډول وټاكل شو. د اووه ويشتو كلونو په عمر (۱۳۴۲هجري لمريز) د احتياطي ظابطانو د مكلفيت دوره تېره كړه. دندېد مكلفيت له دورې څخه وروسته يې د بهرنیو چارو وزارت د خونديز(آرشیف) او فرهنگي، اقتصادي، وثاېق، شفر او د قونسلگرۍ په مديريتونو كې دندې ترسره كړي. د مورنۍ ژبې (پښتو) سربېره په عربي، پاړسي، انگلېسي او اردو ژبو هم ښه پوهېده. په كال ۱۳۴۲ل واشنگټن كې د افغانستان په سفارت كې د اتاشي په توگه وټاكل شو. له دندې سره، سره يې د هارورډ پوهنتون د سياسي علومو له پوهنځي څخه د ماسترۍ سند ترلاسه كړ، او په همدې وخت كې د هاروډ پوهنتون د غوښتنې له مخې د هغه پوهنتون د ختيځ پېژندنې د څانگې لپاره د پښتو ژبې د زده كړې اساس هم د لومړي ځل لپاره كېښود. درې نيم كاله وروسته برېته وطن ته راستون شو. په كال ۱۳۴۹ل كې په قاهره كې د افغانستان په سفار ت كې د دويم سكرتر په توگه وټاكل شو. له دندې سره، سره يې د عربي ژبې او فقهې ځانگړې زده كړې وكړى. په ۱۳۵۱ل كال په هغه كانفرانس كې د افغانستان استازيتوب هم وكړ چې د اسلامي هېوادو نړېوال لومړني اسلامي بانك د پرانيستو لپاره جوړ شوې ؤ. په كال ۱۳۵۲ل كې د كوټې په ښار كې د افغان جنرال قونسل د كفيل په توگه ولېږل شو، مگر د سردار داود خان د كودتا له امله مخكې لدې چې خپلې دندې ته ورشي، په تهران كې د افغان سفير د لومړي سكرتر په توگه وټاكل شو. په ۱۳۵۶ل كال تهران كې جوړېدونكي د اسيايي هېوادونو د كار د وزيرانو په كانفرانس كې د خپل هېواد رسمي استازيتوب وكړ. هلته يې ۵كاله دنده ترسره كړه. په وطن كې د دويمې كودتا له كېدو سره سمدلاسه خپله استعفى ليك وړاندې كړ او له رسمي دندو څخه يې ځانوژغوره. څه موده وروسته د امريكا متحده ايالتونو ته مهاجر شو اوخپل ورځينيو چارو ته يې مخ واړاوه. ښاغلې ايوبي صېب په امريكه كې له آرام ژوند تېرولو سره، بيا هم خپل كړېدلې ولس هېر نه كړ، او د غازي صوفي حاجي محمد نعيم ايوبي سره يې چې د كوټې په ښار كې يې د (الجهاد) په نامه يو لوى روغتون درلود خپلې هراړخيزه مرستې ونه سپمولې. دارنگه يې نورې ښوونيزه، روزنيزه ټولنې جوړې او د افغان بچيانو له حال احوال څخه يې ځان خبراوه. د افغانستان دننه يې هم روغتيايي څانگې پرانيستې ترڅو د ټپي مجاهدينو درملنه هملته د لومړنوي مرستو په توگه ترسره شي. ښاغلي ايوبي د خپل ژوند لويه برخه په مسافرتونو كې تېره كړې. د نړۍ د ولسونو، اديانو، مذهبونو، عرف او عاداتو قوانينو او ټولنيزه حالاتو د پېژندنې سره ډېره مينه لري. چې ددې كار لپاره يې هم ډېر ملكونه له نظره تېر كړي. ښاغې ايوبي نن سبا د امريكې په ورجېنيا په ايالت كې استوگنه لري. ليکلي آثارد مرحوم زیاتره تالیفات ، آثار او لیکنې دمهاجرت په حالت کې د هیواد څخه په بهرکې چاپ او نشر سوئ دئ . د لیکوال مرحوم استاد محمدنادر ایوبي ، تالیفونه ، لیکنې اواثار په لاندي دول دي :
اخځليكونه |