محمد موسی معروفي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد عثمان معروفي (۱۳۲۲ ل. - ) (په انگرېزي: Muhammad Musa Marofi) د افغانستان د اساسي قانون د کميسون غړی پاتې شوی. هغه د لوړو زده کړو خاوند دی. شاعري او ليکوالي هم کوي او يو شمېر مستقل آثار يې ليکلي او خپاره کړي هم دي.

مخينه[سمول]

محمد موسی معروفي د محمد عثمان پښتون زوی دی. دئ په کابل کې زېږېدلی دی.

زده کړې[سمول]

لومړنۍ او دوهمې زده کړې يې د کندهار د ميرويس نيکه او احمد شاه بابا په لېسو کې په ۱۳۴۵ ل. کال کې کړي. بيا د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي کې د زده کړيال په توگه منل شوی. له نومېدلي پوهنځي څخه يې د لېسانس درجې بريليک ترلاسه کړی او بېرته په همدې پوهنتون کې په علمي کدر کې منل شوی. معروفي په ۱۳۴۹ ل. کې د آکسفورډ پوهنتون د ټولنيزو پوهنو او فلسفې له څانگې څخه د مافوق لېسانس ديپلوم ترلاسه کړی او په ۱۳۵۱ ل. کې يې په نړېوالو اړيکو کې خپله ماسټري د نيويارک ښار د کوينز کالج څخه ترلاسه کړې. په ۱۳۵۷ ل. کې د جورج واشنگټن پوهنتون څخه د مافوق ماسټرۍ چې په حقوقو کې د ډاکټرۍ درجې انډول گڼل کېږي، اخيستې.

دندې[سمول]

لومړنۍ دنده يې په ۱۳۵۱ ل. کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي مرستيالي وه په ۱۳۵۷ ل. کې د هېواده وتلی او مهاجر شوی. په هجرت کې يې هم خپلو هېوادوالو ته حقوقي سلا مشورې ورکړي. کله چې د امريکا متحده ايالاتو ته لاړ هلته يې د يوه افغاني تلويزون لپاره د ټولنه او قانون په نامه يوه خپرونه پيل کړه چې پخپله د دې خپرونې چلوونکی و.

ليکلي آثار[سمول]

  1. د سياسي نظريو تاريخ
  2. د ادارې حقوق
  3. Dreams and Reality (خوبونه او رښتيا) - د انگرېزي شعرونو ټولگه
  4. د شوروي او امريکا برخوردونه او همکارۍ - په انگرېزي ژبه د ماسټرۍ تيزس
  5. د مريمې سنگسار - په انگرېزي ژبه يو ناول چې په امريکا کې چاپ شوی
  6. رسول قل پينه دوز - لنډه کيسه
  7. زړونه او رازونه - د پښتو شعرونو ټولگه

باندنۍ تړنې[سمول]

سرچينې[سمول]

اساسي قانون - د افغانستان د اساسي قانون نشراتي ارگان - دويمه گڼه - ۱۲ مخ