محمد عيسی ستانکزی
ښکارېدونکې بڼه
ډاکټر محمد عيسی ستانکزی (په انگرېزي: Mohammad Isa Stanikzai) يو افغان ليکوال او ژباړن دی. هغه يو شمېر کتابونه پښتو ژبې ته ژباړلي.
مخينه
هغه د لوگر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ په سنگرخیل کلي کې زیږدلی خو د عمر ډیره برخه ېې په کابل کې تیره کړې ده
زده کړې
محمد عيسی ستانکزي خپلې لومړنۍ زده کړې په کابل کې د سيد نور محمد شاه مېنې په ښوونځي کې کړي، لېسه يې د کابل په انصاري لېسه کې سر ته رسولې او بيا لوړې زده کړې يې په ۱۳۶۶ ل. کال کې د کابل پوهنتون د طب په فاکولتې کې پيل کړي او په ۱۳۷۱ ل. کال کې د معالجوي طب په څانگه کې بريليک ترلاسه کړی. له فراغت سره سم له هېواده کډوالۍ ته مجبور شو.
دندې
لومړنۍ رسمي دنده يې په تهران کې راډيو کې د وياند په توگه ترسره کړې. هغه اوس په ناروې کې اوسېږي.
چاپ شوي کتابونه
- سینوهه « د فرعون دځانگړي طبیب یاددښتونه تاریخي ناول » ژباړه
- د ځیگر پړسوب « د ځیگر د پړسوب او هیپاټیټ په هکله معلومات » ژباړه
- راز« The Secret » د ارواپوهنې په هکله د راندا برن Rhonda Byrne اثر / ژپاړه
- راډیويی پروگرامونه « د راډیويي ژونالیزم په هکله » ژباړه او اقتباس
ناچاپه آثار
- د مهمو طبي پوښتنو ځوابونه « د روغتیا په برخه کې دعامه پوهاوي په موخه د استول شويو پوښتنو ځوابونه » تر چاپ لاندې.
- وړې خو کار خبرې « د بران جکسن کتاب » ژباړه
- د نړۍ د دیرشو مشهورو ناولونو تخلیص / ژباړه
- میگرن څه شی دی « د نیم سري په هکله معلومات / ژباړه
- یو څوک له تا سره مینه لري «د رایس هلن شتاینر د شعرونو ژباړه »