محمد شفیق همدم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد شفیق همدم افغان لیکوال، د معلوماتي ټکنالوژۍ او سایبري امنیت مخکښ او همدارنګه سیاسي څېړونکی دی. نوموړي د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د ستر سلاکار د مرستیال، په افغانستان کې د ناټو ستر سلاکار/تحلیلګر او د اداري فساد سره د مبارزې د شبکې د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده. [۱][۲][۳][۴]

لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]

همدم د ۱۹۸۱زکال په جنوري میاشت کې د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې وزېږېد. په ۱۹۸۶ زکال کې یې د کابل په لامعه شهید ښوونځي کې زده کړې پیل کړې او په ۱۹۹۹ زکال کې د جلال اباد ښار د شهید محمد عارف له عالي لیسې فارغ شو. همدغه کال یې د ننګرهار پوهنتون د سیاسي علومو پوهنځي ته لار ومونده، خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال اړ شو پوهنتون پرېږدي. په ۲۰۰۲ زکال نوموړي د ننګرهار د صحي علومو له انستیتیوت څخه د صحي علومو دیپلوم ترلاسه کړ. نوموړي په ۲۰۰۳ زکال کې د سویس د ادارې او سوداګرۍ له کالج څخه د ادارې او سوداګرۍ په برخه کې عالي دیپلوم ترلاسه کړ. له دې وروسته یې په جرمني کې د اروپايي مطالعاتو په جورج سي مارشال مرکز کې د امنیت او نړیوالو اړیکو په برخه کې زده کړې وکړې او په ۲۰۱۰ زکال کې له دغه مرکز فارغ شو. ورپسې یې د هاروارډ پوهنتون د جان اف کنډې د حکومتولۍ په کالج کې د مدیریتي چارو پروګرام ولوست. همدارنګه یې په واشنګټن ډي سي کې د نړیوالو سیاستونو له انستیتیوت څخه د ملي امنیت په برخه کې د ماسټری سند ترلاسه کړ. ورته مهال د جورج واشنګټن پوهنتون له انجینري پوهنځي څخه د سایبري امنیت په برخه کې ماسټري لري. هغه په دري، پښتو، اردو او انګریزي ژبو بشپړ بلد دی.[۵][۶]

کاري مخینه[سمول]

همدم د دیلویت شرکت د ارشد سلاکار په توګه کار کوي، چې د فورچن ۱۰۰ (Fortune 100) ډلې یو شمېر شرکتونو ته د سایبري امنیت او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې سلامشورې ورکوي. له دې وړاندې نوموړي د پیسو د نړیوال صندوق د پروګرام منېجر په توګه کار کړی. په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو د چارو اړوند د نړیوالو اړیکو په برخه کې د ولسمشر د ارشد سلاکار په دفتر کې د مرستیال په توګه کار کړی. یاد دفتر د ون یو.ان (One U.N) تر نامه لاندې په هغه ستراتیژیکه اډانه کې کار کاوه چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي مرستندویه جوړښت (UNDAF) پر ځای یې چارې مخته وړې. دغه دفتر د افغانستان د دولت او ملګرو ملتونو د سازمان ترمنځ د متقابل ځواب ویلو چارچوب رامنځته کړ.

همدم د ناټو او امریکايي چارواکو او همدارنګه د نړیوالو پالیسي جوړونکو سره د ستر سلاکار او ارشد تحلیل ګر په توګه د افغانستان، سویلي آسیا او مرکزي آسیا د سیاسي او پراختیايي چارو په برخه کې همکاري لرلې او هغوی ته یې سلا مشورې ورکړې دي. نوموړي د فساد ضد افغان شبکې د مشر په توګه فعالیت کاوه چې مدني ټولنې ته اړونده وه. له ۲۰۰۸ زکال څخه تر ۲۰۱۴ زکال پورې نوموړي د ناټو د ملکي استازولۍ په اډانه کې د رسنیزې، سیاسي او د عامه افکارو د برخو د سلاکار په توګه پاتې شوی. هغه د زده کړو د معاصرې پراختیا د سازمان په نامه بنسټ د مدیره پلاوي غړی او له فساد سره د مبارزې د څار ډلې په نامه بل بنسټ د اجرایوي پلاوي مشر پاتې شوی. نوموړی همدارنګه د ځوانانو لپاره د سولې د بنسټ، د فسا پر ضد د افغان ځوانانو د بنسټ، د فساد ضد څارونکي سازمان، کابل تربیون او یوې انلاین ورځپاڼې بنسټګر او همدارنګه د فساد پر ضد د افغان ښځو د ایتلاف په نامه بنسټ مرستیال بنسټګر دی. همدم د مدني ټولنې د ګڼ شمېر بنسټونو له دې ډلې د فریدریش ابرت سټیپټونګ په نامه د افغان ځوانو رهبرانو د ډلې، د هیروشیما د سولې جوړونکو د مرکز، د فساد پر وړاندې د ملګرو ملتونو د اتئلاف، د فساد پر وړاندې د غږ په نامه بنسټ او د افغانستان څخه د دفاع په موخه د مدني ټولنې د بنسټ غړیتوب لري. نوموړي په ۲۰۰۹ زکال کې د افغانستان د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو پر مهال له طلوع تلویزیون سره د سیاسي خپرونو د چلونکي په توګه کار کاوه. له ۲۰۰۳ زکال څخه تر ۲۰۰۸ زکال پورې نوموړي د دوامداره آزادۍ په عملیاتو کې د دفاع وزارت د رسنیز همغږي کوونکي، کلتوري سلاکار او ژباړن په توګه کار کاوه. له ۲۰۰۲ زکال څخه تر ۲۰۰۳ زکال پورې یې په کابل کې د ملګرو ملتونو په ډي ډي آر پروژه کې کار وکړ. ورته مهال له ۲۰۰۱ زکال څخه تر ۲۰۰۳ زکال پورې آزاد ژباړن و او له هغو وړاندې یې د افغانستان په ختیځ جلال آباد ښار کې د هیلت نېټ انټرنشنل ټي پي او د روغتیا د نړیوال سازمان په پروژو کې کار کاوه. د آسیا ټولنې په نامه د مدني ټولنې یو بل بنسټ نوموړی په آسیا کې د ۲۱ ځوانو رهبرانو په ډله کې ګڼلې. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د فساد پر وړاندې مبارزه[سمول]

همدم ویلي چې فساد تر ټولو لویه هغه ستونزه ده چې په افغانستان کې نا امني او یاغي توبونه، د کوکنارو کښت، د نشه یي توکو تولید او د نشه یي توکو قاچاق ترې تغذیه کېږي. هغه له ټول افغانستان څخه د فساد سره د مبارزې په برخه کې داوطلب ټولنیز فعالان راغونډ کړل او د نړۍ په تر ټولو دغه فاسد او بې ثباته هېواد کې یې د فساد پر وړاندې د مبارزې په موخه یو مدني بنسټ رامنځته کړ. نوموړي د سوله ییزو لاریونونو او اعتراضاتو په موخه په ټول هېواد کې د فساد پر ضد شعار لاندې د ګڼ شمېر کسانو په ګډون د ۵ کیلومتره ځغاستې یوه سیالي جوړه کړه څو په دولت باندې د اصلاحاتو د راوړو په برخه کې فشار راوړي. [۱۶][۱۷]

نوموړي همدارنګه ځوانان، زده کوونکي او ښځې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هڅو ته رابلل. د سپینو خبرو کوونکي فعال په توګه نوموړي د فاسدو لوړ پوړو چارواکو نومونه افشا کړي او د کابینې د غړو او مخکښو سیاستوالو د عدلي تعقیب او محاکمې څخه یې دفاع کړې. همدم د ځمکو د غصب په برخه کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو او د کابینې د غړو فسادونه افشا کړي او د ټاکنیزې روڼتیا او اصلاحاتو څخه یې ملاتړ کړی. نوموړي د کابل بانک د فساد په افشا کې مهم رول درلود؛ هغه فساد چې نږدې یو میلیارد ډالر په کې غلا شوي و او له امله یې دغه بانک سقوط وکړ.[۱۸]

همدم د کرزي د حکومت له منتقدینو څخه و او د فساد سره د مبارزې په برخه کې یې د پیاوړو ګامونو د نه اخیستو له امله پر هغو نیوکې کولې. هغه له سي بي اس تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې فساد له کوڅو را پیلېږي او بیا تر ماڼیو رسېږي؛ همدارنګه یې د کرزي حکومت په تاریخ کې تر ټولو فاسد حکومت وباله. هغه څو ځله په افغان حکومت باندې د فساد سره د مبارزې غږ کړی او پر هغو یې فشار راوړی څو فساد د هېواد له لویو ستونزو وګڼي. په افغانستان کې د روڼتیا، عدالت، سولې او امنیت په برخه کې د هڅو له امله نوموړی په ۲۰۱۳ زکال کې د شفافیت په نامه د مشترکې څو سازماني ډلې (د ناټو د روڼتیا ځانګړې ډله) له خوا د نوبل د سولې جایزې ته نوماند کړای شو. [۱۹][۲۰][۲۱]

د افغانستان اړوند چارې[سمول]

همدم له نږدې څخه د افغانستان او د سیمې د هېوادونو تحولات څاري. د افغانستان د چارو د څارونکي په توګه هغه په ۲۰۰۹ زکال کې د هالنډ په هاګ کې د افغانستان په تړاو جوړ شوي نړیوال کنفرانس، په ۲۰۰۹ زکال کې د فرانسې په ستراسبورګ او کهل کې  د ناټو په جوړې شوې ۶۰مې غونډې، په ۲۰۱۰ زکال کې د کابل په نړیوال کنفرانس، په ۲۰۱۰ زکال کې د پرتګال په لیسبون کې د ناټو په غونډې، د افغانستان اړوند د بن په دویم نړیوال کنفرانس او په ۲۰۱۱ زکال کې په شیکاګو کې د ناټو په جوړې شوې غونډې کې ګډون درلود. له دې سربېره یې د افغانستان اړوند په لسګونو ملي او نړیوالو نورو غونډو کې هم ونډه لرلې. [۲۲][۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. "12 Ways NATO Helped Build a Better Afghanistan". Atlantic Community: Open Think Tank Foreign Policy. 2013-10-26. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Coming home, moving forward" (PDF). NATO. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Standing by Afghanistan: the strategic choice". NATO Review (په انګلیسي ژبه کي). 2016-05-04. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. . Here's what it means to be Afghanistan's 'most honest man': Low pay and no promotion.
  5. "Towards Self Sufficiency". George C Marshall Center. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۷ اگسټ ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "آرشیف کاپي". د اصلي تحقق من قيمة |url= (مساعدة) (PDF) آرشيف څخه پر ۲۷ اگسټ ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "American Conference Institute". C4 USA. June 25, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 2013-02-17 باندې). To cut Afghan red tape.
  9. "MP, Traffic Cop Win "Honest Man" Award". Tolo News TV. 12 Nov 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Civil Vision International". Civil Vision International. 24 October 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Database". Afghans Biography. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Aacn And Acwo". Anti-Corruption Watch Organization. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  13. Afghanistan, 2000-2007 (2008). IntelCenter Terrorism Incident. IntelCenter Terrorism. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780966543780. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "One Translator's Story". Washington Free Beacon (په انګلیسي ژبه کي). 2015-09-10. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Asia Society". Asia Society. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "An Open Letter to President Karzai and President Obama". UNCAC Coalition. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ اگسټ ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 5 August 2012 باندې). AACN Statement about the Government's Recent Actions Against Corruption. Khaama Press (KP)
  18. "Afghan Election Fraud–Who is Responsible?". SISMEC. SISMEC. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Rule of Law Index 2016" (PDF). World Justice Project. 3: 177. Dec 2016 – عبر ISBN (online version): 978-0-9882846-1-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "2013 AYLI Forum". Asia Society (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Afghanistan snapshot: how the experts see it". NATO Review (په انګلیسي ژبه کي). 2012-06-15. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. NATO (September 2011). "How important is the fight against corruption?". NATO Review Magazine. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په October 30, 2013 باندې). Afghanistan is not alone. Khamma Press