محمد حنيفي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد حنيفي د مرحوم مولوي امين الله زوي دملا امان الله لمسي او دملا عزت الله كړوسي په قوم نور زي دي په لمريزليزديز كال (۱۳۲۹ ) دپنځ شنبي اولوي اختر په ورځ د روزگان ولايت د دهراود ولسوالۍ د تجير په كلي كې زېږيدلی دی غوښن صورت او لويه ږيره اولويه بگړۍ لري د ديني علومو مروج فنونه يي خلاص كړه د جهاد د پيل په وخت كې پاكستان ته مهاجرشواوهلته يې لويه اووړه دوره هم وكړه پنجپائي په كمپ كي ئې د هجرت شپې اوورځې سباكولې هلته ئې د(شهيد محمدالله ) په نوم منځنی ښوونځی هم پرانستی وه.

د ډير په خوا راهيسې يې د شعرجوړولو سره مينه درلودله او يو لړ تاليفات ئې كړي دي خوځانگړيتوب ئې په دې كې دی چې حاجي حنيفي بابا ټول تاليفات په خپله خطاطي كې رامحدود كړي دي ښكلې خطاطي كولای شي نږدې يو كال كيږي چې د بست فرهنگي ټولنې سره ملگری شوی دی او د بست فرهنگي ملگرو په گډه سلااو مشوره ورته د حنيفي بابا لقب وركړل شوی اوس د لښكرگاه په ښاركې اوسېږي

چاپ شوي آثار

  1. دجهاد چيغه (شعر اوحماسي ټولگه ) چاپ
  2. دخوږ من زړه پيغام ( شعري ټولگه ) چاپ
  3. دخوږ من زړه پيغام ( شعري ټولگه ) ناچاپه
  4. دځواني پيغام شعري ټولگه ) چاپ
  5. دفكرسنگر( شعري ټولگه ) چاپ
  6. دقلم اتل ( شعري ټولگه ) چاپ
  7. دميني كار وان (شعري تولگه ) ناچاپ
  8. صرف بهايي پښتو( صرف گرامر) چاپ
  9. صرف مير پښتو ( صرف گرامر) چاپ
  10. هيدايه الرحمن في تجويد القران (تجويدالقرات ) چاپ