محمد اسماعيل دانش

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد اسماعيل دانش (۷ د مارچ، ۱۹۳۹ ز. - ) د افغانستان د کمونستي دولت په وخت کې د دغه هېواد د کانونو او صنايع وزير و.

مخينه

هغه په کابل کې زېږېدلی و. د حبيبيې لېسې نه په ۱۹۵۷ ز. کال کې فارغ شوی او لوړو زده کړو لپاره د کابل پوهنتون د کرهڼې او انجينرۍ پوهنځي کې منل شوی او له ۱۹۵۸ ز. تر ۱۹۶۰ ز. پورې يې په همدې پوهنځي کې زده کړې بشپړې کړي. په ۱۹۶۴ ز. کال کې د نورو زده کړو لپاره د امريکا متحده ايالاتو ته تللی او هلته يې د وېسټ وېرجېنيا په پوهنتون کې د کانونو په برخه کې نورې زده کړې کړي. افغانستان ته د بېرته ستنېدو وروسته يې د کانونو د انجنير په توگه د کانونو او صنايعو په وزارت کې کار پيل کړی. په ۱۹۶۵ ز. کال کې يې پوځي خدمت کړی. همداراز يو څه موده د کابل په پوليتخنيک پوهنتون کې د فيزيک ښوونکی پاتې شوی. بيا د نورو زده کړو لپاره مسکو ته تللی او هلته يې د مسکو د پيداگوژۍ له انستيتيوت نه د فيزيک په څانگه کې خپله ماسټري په ۱۹۷۳ ز. کال کې اخيستې . بېرته هېواد ته ستون شوی او په ۱۹۷۴ ز. کال کې يې بيا د پوليتخنيک په پوهنتون کې د فيزيک زده کړې ورکړي. په ۱۹۷۸ ز. کې د مرستيال پروفيسور په توگه دنده ترسره کړې. او د هماغه کال په اپرېل مياشت کې د کانونو او صنايعو د وزير په توگه گومارل شوی.