محرم الحرام میاشت
محرم الحرام د هجري سپوږمیز کال مياشت ده چې ۳۰ ورځې لري. محرم د اسلامي کليز لومړۍ مياشت ده. دغه په اسلامي گروهې د کال له څلورو سپېڅلو مياشتو څخه شمېرل کېږي، او په دې مياشت کې په جگړو کولو بنديز لگېدلی. دا چې اسلامي کليز د سپوږميز کليز په چوکاټ کې راځي، نو ځکه یې مياشتې له يو کال څخه بل کال ته توپیر لري او خپل خپل مهالونه بدلوي رابدلوي. دې مياشتې ته محرم ځکه وايي چې جگړې باندې بنديز لگېدلی او جگړه یې ناروا (حرامه) بللې. دغه د بنديز دود په دغې مياشتې کې مخکې له اسلام څخه هم راروان و، نو ځکه رسول الله دغه مياشت باندې ټينگار کړی چې سپېڅلې مياشت ده او همدا رنگه د دغې میاشتې په روژو نيولو يې هم ټينگار کړی. رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل يو حديث کې ددې مياشتې په اړه ډېرې يادونې کړي دي او هم یې يو بل حديث کې د نهمې ورځې روژې باندې ټينگار کړی.
د ابن عباس له خولې چې یې ويلي و: کله چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مدينې منورې ته کډه وکړه نو هلته یې يهوديان وليدل چې د محرم په لسمه ورځ یې روژه نيولې وه، ځينو ویل چې دوی روژه ددې لپاره نيولې چې بني اسرايلو د فرعون له ظلم څخه د الله تعالی په مرسته خلاصون موندلی و، او د موسی او ملگرو ته یې د سور سمندر په منځ کې لاره سيخه کړې وه تردې چې هغوی ترې تېر شي. د همدې اورېدو سره رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: موږ موسی علیه السلام ته له يهوديانو څخه ډېر نږدې يو، ځکه نو باید چې ټول مسلمانان د محرم روژې ونيسي. (ابو داود)
حضرت محمد (ص) فرمايلي: که په محرم مياشت کې څوک روژې ونيسي، يوه روژه به یې د دېرشو روژو سره برابره وي. (طبري)
نيوليک
د عاشورا يا وير ورځ[سمول]
د دغې سپېڅلې مياشت لسمې ورځې ته په عربي کې يوم الآشورا (د وير ورځ) وايي. همدغه ورځ د وير ورځې په نوم ځکه يادېږي چې د اسلام د لارښود رسول الله (ص) لمسی حضرت حسين ابن علي (رض)، د نورو بيبيانو او د هغه سره نور مسلمانان د عراق په کربلا سيمې باندې د اسلامي کليز په ۶۱م کال کې د يزيد د لښکر لخوا شهيدان شوي او دا د هماغه شهداؤ په يادښت سره په وير نمانځل کېږي، خو د شعيه گانو لخوا د ځان په ځورېدنې، ربړونې، او وير و ژړا بدرگه او نمانځل کېږي. سوني مسلمانان په دغې ورځې باندې روژې نيسي، ځکه چې موسی (ع) په دغه ورځ د مصر په فرعون باندې بريا موندلې وه، په همدې وجه یې د دوه ورځو د روژو نیولو ټينگار کړی، ځکه چې د يهوديانو څخه یې په توپیريزه توگه نيولي وي.
د شعيه گانو عنعنې[سمول]
د شعيه گانو عنعنې له سونيانو په دې توپیر لري چې شعيه گان(سیدان) ځان د امام حسين اولاده او عوام یې د هغه محبین گڼي، او له همدې له لامله په دې ويرجنې ورځ باندې دوی ځانونه ځوروي او ژاړي. د شعيه گانو د ځور څو ډوله اوزار لري لکه ځانونه په چړو وهل، په زنځير وهل، خپل ټټر وهل، او ملا په ستنو سورۍ کول او داسې نور.
د عاشورا د ورځې پېښلیک[سمول]
په اسلامي کليز کې د المحرم مياشتې توپیريز چوکاټ[سمول]
هـ. س | لومړۍ ورځې (CE / Anno Domini) | وروستۍ ورځې (CE / AD) |
---|---|---|
1431 | 18 ډسمبر 2009 | 15 جنوري 2010 |
1432 | 7 ډسمبر 2010 | 4 جنوري 2011 |
1433 | 26 نومبر 2011 | 25 ډسمبر 2011 |
1434 | 15 نومبر 2012 | 13 ډسمبر 2012 |
1435 | 4 نومبر 2013 | 3 ډسمبر 2013 |
1436 | 25 اکټوبر 2014 | 22 نومبر 2014 |
1437 | 14 اکټوبر 2015 | 12 نومبر 2015 |
د المحرم نېټې د 2010م، او 2015م ، تر منځ |
سپوږميزې مياشتې |
حسين · صفره · لومړۍ خور · دويمه خور · درېيمه خور · څلورمه خور · خدای پاک · برات · روژه · کوچني اختر · ميانې · لوی اختر |