مایتوکاندريايي حوا
په انساني جینیټیک کې مایتوکاندریايي حوا [یا بي بي حوا] د ټولو ژوندیو انسانانو تر ټولو نږدې ګډه نیا ده. په بله وینا، دا هغه تر ټولو نږدې ښځه بلل کېږي چې د ټولو ژوندیو انسانانو نسل د خپلو میندو او بیا د همغو میندو د میندو له لارې په یوه نه غوڅېدونکې کرښه کې ور رسېږي، تر دې چې ټولې کرښې پر یوه ښځه راټولېږي.
د «مایتوکاندریايي حوا» مذکر انالوګ «وای-کروموزومي آدم» دی چې د (Y-MRCA) په بڼه هم پېژندل کېږي، هغه کس دی چې ټول ژوندي انسانان د پلار له پلوه له ده څخه سرچینه اخلي. دا چې د تر ټولو نږدې ګډو نیاوو او نیکونو دواړو هویت په شجرهيي تاریخچه (یعنې د شجرې یا نسب په له منځه تللو) پورې تړلی دی، له دې کبله ضرور نه ده چې دوی دې په یوه وخت کې ژوندی کړی وي. له ۲۰۱۳ کال راهیسې د «تر ټولو نږدې ګډ نیکه، یعنې آدم» د سن یا عمر لپاره اټکلونه په بنسټیز ډول ګونګ یا مبهم دي چې له ۱۸۰۰۰۰ څخه تر ۵۸۰۰۰۰ کاله مخکې پورې بېلابېل وختونه ورته اټکل شوي دي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
تاریخچه[سمول]
لومړنۍ څېړنې[سمول]
لومړنۍ څېړنې د ۱۹۷۰یمې لسیزې په وروستیو او د ۱۹۸۰یمې لسیزې په لومړیو کې د مالیکولي ساعت په مېتود ترسره شوې. «الن وېلسون»، «مارک سټونکېنګ»، «ربېکا کان» او «وېسلي براون» ومونده چې په مایتوکاندریايي ډي.اېن.اې کې میوټېشن یا بدلون د تمې خلاف چټک دی، یعنې په یو میلیون کلونو کې یې په هر بېس کې بدلون ۰.۰۲ و او دا کچه د هستوي ډي.اېن.اې تر چټکوالي ۵ تر ۱۰ برابره ډېره چټکه ده. په همدې اړوند نورو څېړنو د ګوریلاوو، شمپانزیانو او انسانانو تر منځ د تکاملي اړیکو تحلیل ته زمینه برابره کړه. براون د ۲۱ انسانانو د ډېټا په مرسته په ۱۹۸۰ کال کې د تر ټولو نږدې ګډ مایتوکاندریايي نیکه سن ۱۸۰۰۰۰ کاله مخکې اټکل کړ. په ۱۹۸۲ کال کې یو خپور شوی احصایوي تحلیل د نږدې افریقايي سرچینې یا منشاء لپاره د شواهدو په توګه په پام کې ونیول شو (دا هغه فرضیه وه چې هغه مهال یې د نوعو له اسیایي منشاء سره رقابت کاوه).[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
د ۱۹۸۷ کال خپرېدنې[سمول]
تر ۱۹۸۵ کال پورې د بېلابېلو جمعیتونو د اړوندو ښځو د ۱۴۵ مایتوکاندریايي ډي.اېن.اې ډېټا او د «هېلا» او « GM 3043» په نامه دوې حجروي کرښې د لاسرسي وړ وې چې دغه حجروي کرښې له یوه افریقايي-توکمه امریکايي او یوه کنګ څخه مشتقې وې. د دغې څېړنې خاکه څه باندې ۴۰ ځله وکتل شوه او خطي نسخه یې د ۱۹۸۵ کال په وروستیو یا د ۱۹۸۶ کال په لومړیو کې «نیچر انتشاراتو» ته ولېږل شوه چې د ۱۹۸۷ کال د جنورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه چاپ شوه. پایله اخیستنه یې دا وه چې ټولې اوسنۍ مایتوکاندریايي ډي.اېن.اې ګانې د افریقا له یوه منفرد جمعیت څخه سرچینه اخلي چې هغه مهال یې تاریخ ۱۴۰۰۰۰ تر ۲۰۰۰۰۰ کاله مخکې مهال ته رسېده.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
د ډي.اېن.اې له بېلګې یا سمپل پرته[سمول]
د ډي.اېن.اې له بېلګې یا سمپل پرته د هر هغه شخص د بشپړ جینیټيکي جوړښت (جینوم) بیا جوړونه ناشونې ده چې ډېر وخت مخکې مړ شوی وي. له دې سره سره، د ډي.اېن.اې د تحلیل په مرسته پوهان د اجدادي جینوم برخې اټکلوي. مایتوکاندریايي ډي.اېن.اې او د وای کروموزوم ډي.اېن.اې معمولاً په همدې مېتود د نسب د پیدا کولو لپاره کارول کېږي. مایتوکاندریايي ډي.اېن.اې په غیر مخلوط ډول له مور څخه دواړه ډوله اولادونو ته د مورنۍ یا پلارنۍ کرښې په اوږدو کې انتقالېږي. د مورولۍ توکم زموږ میندو ته او زموږ له میندو څخه د هغوی میندو ته ور ګرځي او تر هغه دوام کوي چې د ښځو ټوله کورنۍ سره نږدې شي.[۲۱][۲۲]
سرچينې[سمول]
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Evaluating the mitochondrial timescale of human evolution"]. Trends in Ecology & Evolution 24 (9): 515–521. September 2009. doi:10.1016/j.tree.2009.04.006. PMID 19682765.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Correcting for purifying selection: an improved human mitochondrial molecular clock"]. American Journal of Human Genetics 84 (6): 740–759. June 2009. doi:10.1016/j.ajhg.2009.05.001. PMID 19500773.
- ↑ "New 'molecular clock' aids dating of human migration history". University of Leeds. 3 June 2009. د لاسرسينېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "An African American paternal lineage adds an extremely ancient root to the human Y chromosome phylogenetic tree"]. American Journal of Human Genetics 92 (3): 454–459. March 2013. doi:10.1016/j.ajhg.2013.02.002. PMID 23453668. (95% confidence interval 237–581 kya)
- ↑ Barras C (6 March 2013). "The father of all men is 340,000 years old". New Scientist. د لاسرسينېټه ۱۳ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Low-pass DNA sequencing of 1200 Sardinians reconstructs European Y-chromosome phylogeny"]. Science 341 (6145): 565–569. August 2013. doi:10.1126/science.1237947. PMID 23908240. Bibcode: 2013Sci...341..565F.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sequencing Y chromosomes resolves discrepancy in time to common ancestor of males versus females"]. Science 341 (6145): 562–565. August 2013. doi:10.1126/science.1237619. PMID 23908239. Bibcode: 2013Sci...341..562P.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Genetics. Y weigh in again on modern humans"]. Science 341 (6145): 465–467. August 2013. doi:10.1126/science.1242899. PMID 23908212. Bibcode: 2013Sci...341..465C.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Rapid evolution of animal mitochondrial DNA"]. Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America 76 (4): 1967–1971. April 1979. doi:10.1073/pnas.76.4.1967. PMID 109836. Bibcode: 1979PNAS...76.1967B.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Evolutionary tree for apes and humans based on cleavage maps of mitochondrial DNA"]. Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America 78 (4): 2432–2436. April 1981. doi:10.1073/pnas.78.4.2432. PMID 6264476. Bibcode: 1981PNAS...78.2432F.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Polymorphism in mitochondrial DNA of humans as revealed by restriction endonuclease analysis"]. Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America 77 (6): 3605–3609. June 1980. doi:10.1073/pnas.77.6.3605. PMID 6251473. Bibcode: 1980PNAS...77.3605B.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Evolution of human mitochondrial DNA: a preliminary report"]. Progress in Clinical and Biological Research 103 Pt A (Pt A): 157–165. 1982. PMID 6298804.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Length mutations in human mitochondrial DNA"]. Genetics 104 (4): 699–711. August 1983. doi:10.1093/genetics/104.4.699. PMID 6311667.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "All about mitochondrial eve: an interview with Rebecca Cann. Interview by Jane Gitschier"]. PLOS Genetics 6 (5): e1000959. May 2010. doi:10.1371/journal.pgen.1000959. PMID 20523888.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "All about mitochondrial eve: an interview with Rebecca Cann. Interview by Jane Gitschier"]. PLOS Genetics 6 (5): e1000959. May 2010. doi:10.1371/journal.pgen.1000959. PMID 20523888.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Mitochondrial DNA and human evolution"]. Nature 325 (6099): 31–36. 1987. doi:10.1038/325031a0. PMID 3025745. Bibcode: 1987Natur.325...31C.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "African populations and the evolution of human mitochondrial DNA"]. Science 253 (5027): 1503–1507. September 1991. doi:10.1126/science.1840702. PMID 1840702. Bibcode: 1991Sci...253.1503V.
- ↑ "In Search of Eve" (in en). The Sciences 27 (5): 30–37. 1987. doi:10.1002/j.2326-1951.1987.tb02967.x. ISSN 2326-1951. https://onlinelibrary.wiley.com/doi/abs/10.1002/j.2326-1951.1987.tb02967.x.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Human evolution. Out of the garden of Eden"]. Nature 325 (6099): 13. 1987. doi:10.1038/325013a0. PMID 3796736. Bibcode: 1987Natur.325...13W.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The unmasking of mitochondrial Eve"]. Science 238 (4823): 24–26. October 1987. doi:10.1126/science.3116666. PMID 3116666. Bibcode: 1987Sci...238...24L.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Maternal inheritance of human mitochondrial DNA"]. Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America 77 (11): 6715–6719. November 1980. doi:10.1073/pnas.77.11.6715. PMID 6256757. Bibcode: 1980PNAS...77.6715G.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Uniparental inheritance of organelle genes"]. Current Biology 18 (16): R692–R695. August 2008. doi:10.1016/j.cub.2008.06.049. PMID 18727899.