ماډيول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

چلندوال چې په انګليسي ژبه کې ورته Module ، عربي کې ورته وحدة او په فارسي ژبه کې ورته پودمان ويل کيږي، د انټرنېټ په نړۍ کې يو چلندسيستم دی چې په هغې کې يوه پروسه لومړی اندازه کيږي ، بيا ونډه ونډه کيږي او په څانګو وېشل کيږي او هر يوه ته د هغې دنده ورسپارل کيږي، وروسته له ټولو څانګو څخه د هغوی کاري راپور د يوې پايلې ترلاسه کولو په موخه رايوځای کيږي.

يانې چلندوال يو انټرنېټي کاري سيستم دی چې  يوه ځانګړې پروسه مطالعه کوي، بيا يې په څو برخو وېشي، هرې برخې ته د هغې دندې واضح کوي او د هر برخې څخه بېرته د هغوی د کار نتيجه راغونډوي او تر يوځای کولو وروسته کار پايله د سکرين پرمخ وړاندې کوي.

په پښتو ژبه کې چلندوال له دوه برخو جوړ دی، لومړۍ برخه چلند او دوهمه برخه يې وال دی، چلند د يو کار په اړه د يو شخص، يوه ماشين يا کومې بلې وسيلې تګلارې ته ويل کيږي، چې په څه شکل يې ترسره کوي، دا چې دلته د ماډيول دنده د يو کار ترسره کول دي د يوې ځاګړې او مالومې تګلارې مطابق نو ځکه ورته مونږ په پښتو ژبه کې د چلند لفظ غوره کړی دی، چې د وال کلمه د وروستاړي په شکل ورسره يوځای شوې ترڅو د لومړۍ کلمې مانا تغيره او ټولشموله کړي.

دوهمه دا که چېرته د ماډيول د لفظ ماهيتي ژباړه وکړو، نو په عربي ژبه کې هم وحدة د يوځای کولو په مانا دی، په همدې ډول په فارسي ژبه کې هم پودمان د پديدې د لفظ او مان د وروستاړي نه اخيستل شوی چې هدف ترې د يوې پايلې په موخه يوه کاري پديده يا پروسه يوځای کول دي ، نو په پښتو ژبه کې هم د چلندوال ويوکی د دې معادل کېدای شي.

ماډيول (په انګليسي : Module) عربي: وحدة، فارسي:پودمان چې پښتو معادل لفظ يې چلندوال دی ممکن په لاندې ماناوو وکارول شي:

  • کمپیوټري ماډيول د خپلواکه برېښنايي مدارونو ټولګه ده چې په يوه چاپي برېښنايي تخته کې بسته بندي کيږي، ترڅو يو کمپيوټري کړنه سرته ورسوي.
  • ماډيول ليکنه، د سافټویر ډیزاین تخنیک دی.
  • د حافظې ماډيول د کمپیوټر هارډویر یوه بنسټیزه برخه ده لکه ريم.
  • د ماډيوليزم مفهوم (اندازې وړ، د اجزاوو څخه جوړ مانا)
  • په فضا کې د الوتکو په اړه جلا برخې او محفظې. (د بیلګې په توګه: د اپولو د قوماندانۍ او خدماتو کښتۍ).
  • ماډيولي شبکه