مايکل جېکسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مايکل جېکسن
مایکل

مايكل جكسن يا مايکل جوزېف جېکسن (۲۹ د اگسټ، ۱۹۵۸ ز. - ۲۵ د جون، ۲۰۰۹ ز) (په انگرېزي: Michael Jackson) يو نامتو امريكايي سندرغاړى او نڅاكوونكى و. دى د ټولو زمانو يو له ډېرو سترو سندرغاړو څخه گڼل كيږي . جېكسن د موسيقۍ په برخه كې د سترو برياوو په تر لاسه كولو سره د پاپ موسيقۍ د پاچا نوم گټلى دى . ده ځانگړې نه تكرارېدونكې بڼه درلوده ، چې هغه دده د شاپو توره خولۍ او پر ښي لاس سپين لاس ماغو وو . جكسن ۱۳ جايزې گټلې وې . نوموړي له کوچينوالي څخه د موسيقي په برخه کې له خپلو وروڼو سره يوځای د جکسن فايو په هنري ډله کې کار پيل کړی و. ده په اتيايمه زېږدي لسيزه کې د((ټريلر)) او ((بد)) په نوم سندرو له ويلو وروسته نړيوال شهرت وموند. دگينز په نوم دنړيوالو ريکارډونو د کتاب د راپور له مخې د مايکل جکسن دټريلر البوم چې په ۱۹۸۲ ز كال کې بازار ته راووت ۶۵ ميليونه کاپي وپلورل شو چې په نړۍ کې د موسيقي تر ټولو ډېر پلورل شوی البوم بلل کېږي . مايکل جکسن په تېرو کلونو کې د اخلاقي جنجالونواو مالي ستونزو له امله گوښه شوی و . نوموړی له مړينې نه شپږ کاله مخکې د يوه ۱۴ کلن ماشوم د جنسي ځورونې په تور بندي شو خو تر يوې پنځه مياشتنۍ جنجالي محاکمې وروسته محکمې هغه بې گناه وباله . مايکل جکسن د مايکل جوزف ، پاريس مايکل کاترين او پرينس مايکل دويم په نوم درې اولادونه درلودل .

د مايكل جكسن مړينه

د پاپ موسيقۍ نامتو ستوری مايکل جکسن د ۲۰۰۹ ز كال د جون په ۲۵ مه د پنجشنبې په ورځ د پنځوسو کلونو په عمر د امريکا د متحده ايالتونو په لاس انجلس کې ومړ . د ښاغلي جکسن ورور جرامين وايي ، داسې ښکاري چې مايکل جکسن به د زړه د ناروغۍ له امله مړ شوی وي . د هغه جسد له روغتون څخه په چورلکه کې عدلي طب ته د څېړنو لپاره وړل شوی وو . د ښاغلي جکسن د مړينې خبر له هغه وروسته خپور شو ، چې په هاليووډ کې له خپل کور څخه د مرستندويو ځواکونو له لوري د زړه د درېدو له امله يوه روغتون ته ورسول شو . د لاس انجلس ټايم ورځپانې په خپله وېبپاڼه کې راپور ورکړی وو ، چې د ښاغلي جکسن کور ته د مرستې د مامورينو د ورتگ پر مهال د جکسن ساه (تنفس) درېدلی وه . دا مهال د پاپ موسيقۍ ددغه نامتو ستوري مينه وال د روغتون او د ښاغلي جکسن د کور شاوخوا ته راغونډ شوي ول . مايکل جکسن يو شمېر روغتيايي ستونزې درلودې او تر درملنه لاندې و.

د مايكل جكسن سپين لاس ماغو

د پاپ موسيقۍ نامتو ستوري مايکل جکسن يو اوبدل شوی لاس ماغو د تېرې شنبې په ورځ ( د ۲۰۰۹ ز كال نوامبر ) په نيويارک کې په ٣٥٠ زره ډالرو وپلورل شو . مايکل جکسن خپل دا لاس ماغو د لومړي ځل لپاره په ١٩٨٣ کال د هغه د مشهورې سندرې (مون واک) ويلو پرمهال په لاس کړی و . پر دې سربېره د مايکل جکسن ٧٠ نور شخصي توکي هم په ډېره لوړه بيه پلورل شوي . د نوموړي هغه کورتۍ چې ١٩٨٩ کال کې يې د Bad سندريز البوم خپراوي پرمهال اغوستې وه په ٢٢٥ زره ډالره او خولۍ يې په ٢٢ زره ډالرو وپلورل شوې . د نوموړي شخصي توکو ته د تېرې شنبې په ورځ په نيويارک ښار کې يو کوچنی نندارتون او د خرڅلاو ځای جوړ شوی و، چې گڼ شمېر مينه وال يې نندارې ته ورغلي ول . د ده د شخصي توکو وړاندې کوونکی دارين جولين وايي د ده تر ټولو ارزښتناکه شخصي توکی همدا لاس ماغو و، چې د (سپوږمۍ پر سر کدم وهل) سندرې پر مهال يې په لاس کړی و . جوليان وايي د جکسن شخصي توکو بيې د الوېس برېسلي او مارلين مونرو د شخصي توکو تر بيو ډېرې لوړې وې . د مايکل جکسن دا لاس ماغو د هانگ کانگ يوه سوداگر (هافمن ما) راونيوه، چې ټاکل شوې ده، د چين ماکاو ټاپو په يوه هوټل کې به يې نندارې ته وړاندې کړي .

اخځونه