چارلس چاپلين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Charlie Chaplin

چارلس چاپلين،بريالۍ كوميډي څېره د شلمې پيړۍ په پنځمه لسيزه كې چاپلين په امريكا كې له سياسي بريدونو سره مخامخ شو، هغه اړ شو چې له خپلې كورنۍ سره يو ځای له امريكانه سويس ته كډه وكړي. د برتانيې مشهور او ممتاز فلمي هنرمند چارلس چاپلين د ١٨٨٩ كال د اپريل په ١٦ نيټه په لندن كې وزيږيد، پلار او مور يې سندرغاړي وو ، د پنځه كلنۍ په وخت كې چاپلين د خپلې مور پر ځاي په يو نمايش كې سندرې وويلې او د ننداره چيانو ستاينه يې ترلاسه كړه ، ترهغې وروسته چاپلين په هنري صحنه كې په خپل هنري ژوند پيل وكړ٠ كله چې هغه د كارنون په ننداريز هنري پلاوي كې گډون وكړ د گونگ مرغه په نامه ډرامه كې يې اصلي رول ولوباوه او بری يې وموند . تر١٩٠٠ كال وروسته چاپلين په امريكا كې پرخپلو گرځنده هنري نندارو پيل وكړ او ستر برياليتوبونه يې ترلاسه كړل . په ١٩١٤ كال كې هغه په امريكا كې د لومړي ځل لپاره په فلم كې رول ولوباوه او ورپسي يې په همدې كال په ٣٥ فلمونو كې رول ترسره كړ. تر١٩١٤ كال وروسته چاپلين په فلمي پرده كې خپل ځانگړى صورت خلكو ته وښود ، چاپلين د ١٩١٤ كال نه تر ١٩٦٧ كاله پورې نژدې په ٩٠ فلمونو كې رول لوبولى ٠په فلمونو كې د چاپلين له خوا لوبول شوى رول اساسا د عادي او معمولي خلكو صورت و ، د دغو عادي كسانو ژوند تل له ستونزو سره مخامخ كيده ، خو دوى دغو ستونزو ته خپل سرونه نه وو ټيټ كړي او په ډير جرئت سره يې له راز راز چلنجونو سره مقابله كوله ، هغه په فلمونو كې دكاپيټاليسټي ټولنې د بدو او ناوړو پديدو په مقابل كې تيز طنزاو مسخره وكړه ٠ چاپلين د كوميډۍ يو ستر هنرمند و، هغه په خپلو فلمونو كې د طنز او مسخرې په واسطه د فلم نندارچيانو ته كيسې وويلې،چاپلين په فلمونو كې نه يوازې د كاپيټاليسټي ټولنې د ناوړواو بدو پديدو په هكله له تيز طنزه كارواخيست ،بلكې له انسانانو سره يې خپله مينه هم څرگنده كړه ٠ دبېلگې په ډول؛ په مدرن ټايمز ، لوى ديكتاتور او نورو فلمونو كې يې د خلكو په اړه خپله توده پاملرنه او احساسات وښودل . چاپلين د كوميډۍ لوى استاد او ستر فلمي هنرمند و ، هغه خپل ټول عمر فلمي هنر ته وقف كړی و ، د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو او سيمو كې خلك دده له فلمونو سره مينه لري ، چاپلين په ١٩٧٦ كال كې د چين د شانگهاي ښار ته سفركړی و او د چين د بيجنگ اوپرا د مشهورو هنرمندانو دپه زړه پورې او خوندورو تمثيلونو ننداره يې وكړه . د شلمې پيړۍ په پنځمه لسيزه كې چاپلين په امريكا كې له زياتو سياسي بريدونو سره مخامخ شو، هغه اړ شو چې له خپلې كورنۍ سره يو ځای له امريكانه سويس ته هجرت وكړي. چاپلين په خپل ژوندانه كې څلور ځله واده وكړ او له څلورمې ښځې سره يي دژوندپه اوږديدوسره اته كوچنيان پيداشول.د ١٩٧٧ كال د دسمبر په پنځه ويشتمه نيټه دنړۍ ډير مشهور ،ممتاز كوميډين او فلمي هنر مند چارليس سپنسير چاپلين د ٨٨كالو په عمر له نړۍ او خپلو مينه والو سره د تل لپاره خداى پاماني وكړه .چارلېس چاپلين ومړ، خو څېره يې اوس هم دخلكو په ذهنونو كې ژوندۍ ده او دغه ژونديتوب به تر پېړيو پېړيو دوام ومومي.