مايسيني
مايسيني د يونان په شمال ختيځ د «پيلوپونيس» په «ارګوليس» کې د «ميکاينس» سره نږدې يو لرغونی ځای دی. له ايتنز څخه شا اوخوا 120 کيلو متره (75 ميله) سويل لوېديځ؛ د «ارګوس» څخه يوولس کيلو متره (7 ميله) شمال؛ او د «کورنت» څخه اته څلوېښت کيلو متره (30 ميله) سويل ته موقعيت لري. دا سیمه د «سارونک» خليج څخه د هېواد داخل لور ته نولس کيلو متره (12 ميله) واټن کې پرته ده، او د سمندر له سطحې څخه نهه سوه فوټه (274 متره) لوړه په يوه غونډې موقعيت لري.[۵][۶]
په دويمه مخزېږديزه زريزه کې، مايسيني د یوناني مدنيت يو له سترو مرکزونو څخه و، يو پوځي سنګر و، چې د سويلي يونان، کريټ، سيکليډيز په ډېره برخه او د سويل ختيځې اناتوليا پر يو څه برخو يې واکمني درلوده. له شا اوخوا 1600 مخزېږديز څخه تر شا اوخوا 1100 مخزېږديز پورې د يوناني تاريخ پړاو «مايسينيايي» پړاو بلل کېږي چې مايسيني ته اشاره کوي. په 1350مخزېږديز کې د خپل عروج پر مهال، دې کلا او ښکته ښارګوټي يې د 30000 وګړو نفوس درلود او مساحت يې دوه دېرش هيکتاره (79 جريبه) و.[۷]
په عصري ادبياتو کې د مايسيني لومړۍ سمه پېژندګلو په 1700ز کال کې د يوې سروې پر مهال وشوه، چې د «وينزي» انجنير «فرانسسکو وينډيک» له خوا د فرانسسکو ګريماني په استازيتوب تر سره شوې وه، چې د موريا د پاچايۍ «پروويډيټور» والي و. «وينډيک» د مايسيني د خرابو د پېژندلو لپاره د «پوزانيس» د «لاين ګيټ» تفصيلات کارولي و.[۸][۹]
په 1999ز کال کې، د مايسيني لرغونې سيمه د يونسکو د نړيوال ميراث په فهرست کې اضافه شوه، ورسره نږدې د «ټيرينز» سيمه هم په دې فهرست کې شامله شوه، ځکه چې دا سيمه د مايسينيايي مدنيت د مرکز، د غوره معمارۍ او د لرغونې يوناني مدنيت د پرمختګ د شاهد په توګه له تاریخي اهميت څخه برخمنه ده. [۱۰]
د «لاين ګيټ»، د «ايټريس» خزانه او د «ټيرينز» ديوالونه په مايسيني او ټيرينز کې موندل شوي د پام وړ تعميراتي بېلګې دي. د دې موندنو جوړښتونه او ترتيب د هغه مهال د انساني تخليقي وړتياوو بېلګې وړاندې کوي. يوناني ودانيز هنر او ښاري طرحې په مايسيني مدنيت څرګند اغېز کړی دی. مايسيني او ټيرينز، چې د يوناني مدنيت د ابتدايي پړاونو د عروج په توګه بلل کېږي، د مايسينيايي مدنيت پر مهال د سياسي، ټولنيز او اقتصادي پرمختګ بې سارې شاهدي ورکوي. په هنر، د معمارۍ فن او ټيکنالوژۍ کې د مايسينيايي مدنيت لاسته راوړنې، چې په اروپايي کلتورونو يې هم اغېز درلود، په دواړو سیمو کې د ليدلو وړ دي.
دا سيمې له «هوموريکي» حماسو سره پياوړی تړاو لري. د يوناني ژبې ابتدايي بېلګې په مايسيني او «ټيرن» کې هم ليدل کېږي، چې په B خطي تختو خوندي شوي دي.
د مايسيني او ټيرنز سيمو د ويجاړېدو او پاتې شونو ته د رسېدلي نور زيان او خرابۍ د نورو ډولونو د مخنيوي او خوندي کولو په موخه يو سخت قانوني چوکاټ جوړ شوی. د کلتور او لوبو يوناني وزارت له دې دواړو لرغونو سيمو څخه څارنه کوي. د مايسيني او ټيرن د سيمو د معيار او وضعيت د خوندي ساتلو لپاره، په منظم ډول او د يوې طريقې تر مخې د لرغونپوهنې مطالعې تر سره کېږي.
د يونان د لرغونو اثارو 3028/2002 شمېره قانون، چې په عموم کې د لرغونو اثارو او کلتوري ميراث د خوندي کولو په اړه دی، د دې سيمو د ساتنې او خوندي کولو مديريت په غاړه لري. د 1964ز کال 2160 شمېره وزارتي حکم خپله، پر دې سیمو سربېره د مايسيني حدود وټاکل او د هغې ساتنه يې وکړه. د خوندي کولو دا وزارتي حکم «اکروپوليس» او د هغې په شا اوخوا کې نورو سيمو ته هم پوښښ ورکوي. د 1956ز کال 102098/4753 شمېره وزارتي حکم او د 1991ز کال 12613/696 شمېره حکم دواړه د «ټيرينز» لرغونې سيمې ته خونديتوب ورکوي.[۱۱]
د نوم رېښې
[سمول]باور دا دی چې د مايسيني نوم يوناني ټکی نه دی، بلکې له يوناني ژبې څخه مخکې د يو شمېر نومونو څخه یو دی، چې په يوناني ژبه خبرې کونکو ته په ميراث پاتې شوی. د یوې افسانې تر مخې دا نوم د یوناني ټکي mykēs سره تړاو لري (چې د "مرخړۍ" معنا لري). له همدې امله، «پوزانيز» دا نوم افسانوي بنسټګر «پرسيوس» ته منسوب کړی، چې ويل کېږي هغه دا نوم د خپلې تورې د تيکي د څوکې (mykēs) په نوم اېښی و، يا يې د يوې مرخړۍ له کبله اېښي و چې په دې سيمه کې يې را ايستلې وه. «هومر» دا نوم د «مايسين» حورې سره تړلی و، چې د سمندر د خدای د «ارګوس» د «اناچوس» لور ده (اوډيسي 2.120).[۱۲][۱۳][۱۴]
په ايلياد کې د دې ښار نوم د Mykḗnē (Μυκήνη) بڼه ليکل شوی دی. وروستۍ بڼه يې چې د Mykē̂nai (Μυκῆναι) په ډول وه، په اټيک-لونيکي کې د يو پېژندل شوي اواز د بدلون پايله ده، چې د ā غږ يو شمېر بېلګې په ē غږ بدلوي.[۱۵]
تاریخ
[سمول]نوی ډبرين پړاو
[سمول]مايسيني چې يوه «اکروپوليس» [لوړ کلی يا لوړ ښار] سيمه ده، د سمندر له سطحې 900 فوټه (274 متره) لوړه په يوه غونډۍ جوړه شوې وه، چې د «ارګوليس» له خليج څخه شا اوخوا نولس کيلو متره (12 ميله) د هېواد په داخل کې موقعيت لري. دا سيمه د «ارګيو» د اوارې سيمې شمال ختيځ څنډه کې موقعيت لري، په اسانۍ سره په ټولې سیمې پورته وه، او په بېلګه ييز ډول د ځواک د مرکز جوړېدو لپاره په ښه موقعيت کې ودانه شوې وه، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې دا سيمه د «کورنت» د خاکنا په لور په غزېدلو ټولو اسانو لارو واکمنه وه. پر خپل پياوړي دفاعي او ستراتيژيک موقعيت سربېره، ښې کرنيزې ځمکې او د اوبو د رسولو ښه سيستم يې درلود. په دې سیمه کې د نوي ډبرين عصر د ابادۍ يو څه کمې نښې هم شته، په داسې حال کې چې دا سيمه د ابتدايي نوي ډبرين عصر (شا اوخوا 5000 څخه تر 4000 مخزيږديز پورې) څخه د هليډيچ لومړيو پېړيو ( شا او خوا 2000 - شا اوخوا 1550 مخزيږديز) او هليډيچ منځنيو پېړيو (شا اوخوا 2000 – شا او خوا 1550 مخزېږديز) تر پړاونو پورې په پرله پسې ډول اشغال شوی وه. د ابتدايي نوي ډبرين عصر په رنګينو لوښو کې د کلالۍ ابتدايي شواهد هم شته، چې تر اوسه موندل شوي دي.[۱۶][۱۷]
ابتدايي او منځنی برونز عصر
[سمول]د هيلاډيچ د منځنيو پېړيو په مټ په وګړو کې د پام وړ زياتوالی راغلی و. د نورو سيمو په څېر، د کرت يو غالب نفوذ د شا اوخوا 1600 مخزېږديز راهيسې خپور شوی و، د دې لومړی ثبوت عمودي قبرونه دي، چې په 1876ز کال کې د «هاينريش شليمن» له خوا کشف شول. د شليمين عمومي قبرونه د Circle A په نوم پېژندل کېږي، چې د Circle B له قبرونو څخه توپير لري، کوم چې په وروستيو تاریخونو کې وموندل شول، په داسې حال کې چې د Circle B قبرونه له هغې مخکيني دي چې تاریخ يې له شا اوخوا 1650 مخزيږديز څخه تر شا اوخوا 1550 مخزيږديز کال پورې رسېږي، او ټول په MHIII کې دي. د Circle A تاریخ شپاړسمې مخزيږديزې پېړۍ ته رسېږي، په کوم کې چې له منځنيو پېړيو څخه تر وروستيو هلاډيکي پېړيو IA پورې موده هم شامله ده (LHIA؛ شا او خوا 1550 – شا اوخوا 1500 مخزېږديز). د Circle A په پرتله د Circle B مواد کم غني دي.[۱۸][۱۹]
په ټول ابتدايي هيلاډيک عصر کې د خپرو خاورينو لوښو مواد په 1877ز کال کې د «پانيوجوټيس سټاماټکيس» له خوا د Circle A د عمودي قبر په کمه ژورتيا کې موندل شوي وو. د هليډيچ لومړيو پېړيو او هليډيچ منځنيو پېړيو د عصر نور مواد د دې سيمې د ديوالونو او فرشونو لاندې، د «ايکروپوليس» په څوکه، او د لرغونې هدېرې په سیمه کې د «لاين ګيټ» څخه دباندې موندل شوي وو. د «ايکروپوليس» په سويل لوېديځ کې، د «کلکاني» غونډۍ په څوکه، د خوږو اوبو له څاګانو سره نږدې د هليډيچ ابتدايي پېړيو - هليډيچ منځنيو پېړيو يو کلی موندل شوی و. په کندو يا کفن ته ورته ډبرينو قبرونو کې ابتدايي تدفين د «اکروپوليس» په لوېديځ پيچومې کې په MHII (شا اوخوا 1800 مخزيږديز) کې موندل کېږي، له کوم څخه چې لږ تر لږه تر یو بريده ابتدايي دفاعي ديوال راتاو و.[۲۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ ذکر کېدنه: Inventory of Archaic and Classical Poleis. اثر ژبه: انګليسي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۰۰۴.
- ↑ ذکر کېدنه: Hellenic Statistical Authority databases. اثر ژبه: يوناني ژبه.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ سرچينې تړی: http://www.statistics.gr/documents/20181/f9e20032-6a71-49a7-90cf-da9e07e6d31c.
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ سرچينې تړی: https://etravelnews.gr/auxisi-se-mouseia-kai-arhaiologikous-horous/.
- ↑ "Mycenae". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
- ↑ Bury & Meiggs 1975, p. 20
- ↑ کينډۍ:Unbulleted list citebundle
- ↑ کينډۍ:Pausanias.
- ↑ Moore، Rowlands او Karadimas 2014، م. 4.
- ↑ "Archaeological Sites of Mycenae and Tiryns". UNESCO World Heritage Convention. United Nations Educational Scientific and Cultural Organization. نه اخيستل شوی 27 November 2022.
- ↑ "Archaeological Sites of Mycenae and Tiryns".
- ↑ Beekes 2009, p. 29 (s.v. "Ἀθήνη").
- ↑ Chadwick 1976, p. 1.
- ↑ Pausanias. Description of Greece, 2.16.3
- ↑ Homer. Iliad, 4.52, 7.180, 11.46
- ↑ Bury & Meiggs 1975, p. 20
- ↑ Shelton 2010, p. 58.
- ↑ Bury & Meiggs 1975, p. 20
- ↑ Bury & Meiggs 1975, p. 22
- ↑ Forsén 1992, "Mycenae – Argolid (A:5)", pp. 51–52.
- هغه پاڼي چې د P1705 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P37 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1549 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P276 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P131 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P17 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1435 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2046 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1174 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P625 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP18
- نخشه لرونکي مخونه