مايتوکاندريا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مايتوکاندريا د ژونکي يو مهم جوړښت ده دا جوړښت په ټولو ژونکو(حجرو)کي ليدل کېږي کله چي د الکترون مايكروسكوپ په واسطه وليدل شي د کشتۍ په شكل ښکاري .دمايتوکاندريا شمېر د وجود په مختلفو ژونکوکي توپير لري په هغو حجراتو کي يې شمېر زيات وي چي زياته انرژي مصرفوي لکه د ځيګر په يوه ژونکه کى يې شمېر ٢٥٠٠عددو ته رسېږي .د مايتوکاندريا په جوړښت کي پروټيني مواد او لږه اندازه شحمي مواد وجود لري اندازه :ماىتوکاندرياد ٠.٥نه تر١مايکرومتره سور او ١٠مايکرومتره اوږدوالى لري جوړښت : د الکترون مايكروسكوپ مطالعات ښيي چي مايتوکاندريا ددوو غشاوو په واسطه پوښل شوي يوه يې بهرنۍ غشا او بله يې داخلي غشا بهرنۍ غشا يې همواره ده خو داخلي غشا يې ځيني تبارزات لري چي د کريسټا په نوم يادېږي چي ددې کريسټا پرسطح يو شمېر کوچنۍ دانې د اوکسيزوم په نوم وجود لري ،او د مايتوکاندريا کيمياوي تعاملات په همدې دانو کي صورت نيسي ددوو غشاوو ترمنځ فاصله د بين الغشايې فاصلې په نوم ياديږي.دداخلي غشا په داخل کي مټريکس قرار لري خارجي غشا يې د فورين په نامه په زيات شمېر ټرانس ممبران پروټيني چېنلونه لري چي ايونونه او کوچني ماليکولونه ترېنه تيريږي.داخلي غشا يې د کارډيوليپين فاسفوليپيډ لري.کارډيوليپين داخلي غشاد ايونونو،الکترونونواو پروتون په وړاندي قابل نفوذ جوړوي.د مايتوکاندريا مټرکس په خپل ځان کي پروټين،مايتوکاندريايي رايبوزوم،tRNA،MRNA،د ډي ان اې دايروي ماليکول، او دمټريکس دانې(Matrix granules)لري.مايتوکاندريا دوه رشتوي dnaلري چي د١٣ډوله پروټينو د جوړولو لپاره معلومات په ځان کي لري. مايتوکاندريا په خپله دوه چنده کېدونکى اورګانيل ده دنده:١د مايتوکاندريا لمړۍ دنده د حجروي فعاليتونو لپاره د انرژۍ توليد ده مايتوکاندريا Atp جوړوي چي همدا atp د د حجرې لپاره انرژي برابروي ٢:مايتوکاندريا همدارنګه په سايتوپلازم کي د کلسيم ايون غلظت ټيټ ساتي.

[۱]

  1. طبي هستولوژي ليکوال برى صديقي