مانيلال ډويويډي
مانيلال ډويويډي | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | ۲۶ سپټمبر ۱۸۵۸[۱] |
مړینه | 1 اکتوبر 1898 (40 کاله)[۱] |
د مړینې لامل | باو |
تابعیت | برېتانوي هند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | ليکوال ، فیلسوف ، شاعر ، ژباړن/ه |
مورنۍ ژبه | ګوجراتي ژبه |
کاروونکي ژبه | ګوجراتي ژبه |
سمول |
مانيلال نابهوبهای ډويويډي “Manilal Nabhubhai Dwivedi” (تلفظ: [məɲilal nəbʰubʰai dvivedi]؛ زوکړه: ۱۸۵۸ د سپټمبر ۲۶؛ مړينه: ۱۸۹۸ د اکتوبر ۱) د ګجراتي ژبې ليکوالو فيلسوف او د برتانوي هند ټولنيز مفکر و، چې په عمومي ډول ورته په ادبي کړيو کې مانيلال وايي. نوموړی د ۱۹ پېړۍ ګجراتي ادبياتو کې يوه اغېزناکه څېره وه او د هغو بېلابېلو ګجراتي ليکوالانو او روزونکو له ډلې څخه و، چې د ټولنيزو سمونونو پر سر مناظرو کې شامل و او د ښخو د دریځ، د کوچينوالي واده او د دې پوښتنې په شان مسئلو باندې يې تمرکز کاوه، چې ايا کونډې بيا واده کولی شي او که نه. نوموړي ختيځ تمدن ته په درنه سترګه کتل او د لويديځ تمدن د نفوذ مخنيوی يې وکړ او دا هغه دريځ و، چې د ټولنيز سمون د لږ محافظه کار ليد لرونکو سره يې هغه په شخړه کې ښکېل کړ. نوموړي خپل ځان «د مذهبي ليکو په اوږدو کې سمون راوړونکی» وګڼه. [۲]
د مانيلال ليکنې د پنډټ يوګا “Pundit Yuga” يا «پوه دورې» پورې تړاو لري او دا هغه وخت و، چې ګجراتي ليکوالانو په کې خپل دوديز ادبيات، کلتور او مذهب وسپړه، چې موخه يې د هغې معاصرې هندي پېژندنې يا شناخت بيا تعريفول وه، چې ياده پېژندنه تر استعماري حکومت لاندې د وړاندې شوي لويديځ موډل له اغېزې څخه د ننګونې تابع وه. د نوموړي اثار اتمانيماجان “Atmanimajjan” (د “Advaita” يعنې «نادوه ګوني توب» فلسفې برخه کې د مينې په اړه د شعرونو ټولګه ده)، کانټا “Kanta” (هغه لوبه ده، چې د سانسکرت او انګليسي ډراماتيک تخنيکونه يې په کې يو ځای کړي دي)، نروسينهاواتار “Nrusinhavatar” (د سانسکرت ډراماتيک دودونو پر بنسټ لوبه ده)، پراناوېنېمايا “Pranavinimaya” (د جوګ يا د هندوانو د ذهني رياضت او تصوف څېړنه ده) او سيدهانتاسارا “Siddhantasara” (د نړۍ د مذهبي فلسفو يوه تاريخي کره کتنه) دي. د شانکارا “Shankara” په اډوايټا ‘Advaita” فلسفه کې د نوموړي باور د نوموړي د فلسفي فکر لپاره بنسټيز تکيه چمتو کړه. نوموړي ته د نړيوالو دینونو په لومړني پارلمان “Parliament of World Religions” کې د مقالې وړاندې کولو بلنه ورکړل شوې وه، چې په ۱۸۹۳ ز کال شيکاګو کې جوړ شو، مګر مالي ملاحظاتو هلته د نوموړي ګډون ناشونی کړ.
د مانيلال باورونه د دې لامل شول، چې نوموړی له نارينه او ښځينه وو سره خپله ملګرتيا کې د مینې او بشپړوالي پلټنه وکړي، سره له دې چې نوموړی زياتره وخت د خپلو ازمايښتونو له امله ناهيلی شو. نوموړي د ۱۳ کلنۍ په عمر واده وکړ او دوه ماشومان يې درلودل، مګر مېرمن يې هغه په ۱۸۹۰ ز کال کې پرېښود. هغه له ښځو سره ګنې جنسي اړیکې درلودې او له فاحشه خانو څخه يې هم ليدنه کوله، چې نوموړي په کې د بريج يو ډول لوبه «سفليس يا اتشک» وکړه. نوموړی د خپل ژوند په ټوله موده کې د سختې ناروغۍ له مکررو جوپو څخه ورنځېده او د ۴۰ کلنۍ په عمر له وخته مخکې مړ شو. نارماد “Narmad” چې د معاصر ګجراتي ادب بنسټګر دی، مانيلان خپل معنوي وارث وګڼه. مانيلال په پرېياموادا “Priyamvada” او سودرشان “Sudarshan” ورځپاڼو کې د خپلو ليکنو له لارې د نارماد د فکر پر ليکه باندې په پوه پام سره کار وکړ، چې نوموړي له ۱۸۸۵ ز کال څخه تر خپلې مړينې پوره خپرولو ته چمتو يا ايډېټ کړې.
ژوند ليک
[سمول]مانيلال نابهوبهای ډويويډي د ۱۸۵۸ ز کال د سپټمبر پر ۲۶ نېټه د ګجرات په ناديد “Nadiad, Gujrat” کې د ساتودارا ناګار “Sathodara Nagar” کورنۍ کې وزېږېد. د نوموړي نيکه بهايلال ډېف “Bhailal Dave” د مانيلال پلار نابهوبهای ته يوولس زره روپۍ او يو کور په ميراث پرېښود، چې د پور ورکونکي او ځيني وختو د معبد د پادري په توګه يې کار وکړ. نابهوبهای لږې زده کړې درلودې، مګر هيله يې لرله چې زوی يې د يو کاتب په توګه د کار کولو تر کچې زده کړې وکړي او د همدې لپاره يې خپل زوی له څلور کلنۍ څخه ښوونځي کې ګډون ته اړ کړ. [۳]
هغه په دويمي (ثانوي) ښوونځي کې ښه پرمختګ وښود، د دويم معيار په کلنۍ ازمونيه کې يې دويم ځای خپل کړ او يو انعام يې وګټه. استاد يې هغه څلورم معيار ته وهڅاوه، مګر مانيلال په ياد پرمختګ سره خوښ نه و او درېيم معيار ته د بېرته ستنېدلو غوښتنه يې وکړه. نوموړی په سانسکرت او هندسه کې تکړه نه و او په ۱۸۷۵ زکال د عالي ښوونځي لپاره د غوراوي ازموينه کې سانسکرت کې بې پايلې (ناکام) شو. که څه هم راتلونکی کال يې په بمبی پوهنتون “Bombay University” کې د خپلو ازموينو پر مهال دویم شو او د جيمز ټايلر انعام “James Taylor Prize” يې وګټه. [۴]
نوموړی په ۱۸۷۷ ز کال کې له ايلفينسټون پوهنتون “Elphinstone College” سره يو ځای شو او په ۱۸۸۰ ز کال په تاريخ او سياست کې د هنرونو په لېسانس “Bachelor of Arts” سره ورځنې فارغ شو. د پلار له لورې د پيسو يا مزدورۍ ګټلو په موخه تر فشار لاندې و، ياد پوهنتون يې پرېښود او د يو خپل سري زده کړيال “Autodidact” په توګه يې د هنرونو برخه کې د خپلې ماسټرۍ زده کړې بشپړې کړي. نوموړی بېرته ناديد “Nadiad” ته راستون شو او د ۱۸۸۰ په جولای کې په دولتي عالي ښوونځي کې مرستيال ښوونکی شوږ په ۱۸۸۱ ز کال کې د نجونو د ښوونځيو د مرستيال زده کړه ييز څارونکي په توګه بمبی ته واستول شو. مانيلال په ۱۸۸۵ ز کال په بهاوناګر “Bhavnagar” کې له سامالداس کالج “Samaldas College” سره د سانسکرت پروفيسور په توګه يو ځای شو، مګر د روغتيايي ستونزو له امله يې په ۱۸۸۹ ز کال ورڅخه لاس واخيست. نوموړی د ۱۸۹۲ ز کال له نومبر څخه د ۱۸۹۳ ز کال تر جولای پورې د ګجرات په پټان سيمه کې پاتې شو او له جېن “Jain” کتابتونونو څخه له دوه زرو څخه د زياتو ليکل شويو نسخو ټوليز لښتليک يې چمتو کاوه. د دې چارې په پايله کې د بارودا ايالت د لرغون پېرندنې څانګه رامنځته شوه، چې نوموړي يې د ۱۸۹۳ له ډسمبر څخه د ۱۸۹۵ تر جولای پورې مشري وکړه. [۵][۶][۷]
مانيلال په ۱۸۸۹ ز کال کې له ناديد “Nadiad” څخه د هند د ملي کانګرس د بمبی مجلس يو استازی و. نوموړی په ۱۸۹۰ ز کال کې د خيدا “Kheda” سيمې د کانګرس کمېټې د منشي په توګه وټاکل شو او په همدې کال د بمبی او پنجاب پوهنتونونو له ولرې د هغوی د لېسانس او ماسترۍ ازموینو لپاهر د سانسکرت ازموینې د اخېستونکي په توګه هم وګومارل شو. نوموړي تر ۱۸۹۲ ز کال پورې دواړه دندې وساتلې او له ۱۸۹۱ څخه تر ۱۸۹۳ زکال پورې د ناديد ښاروالۍ “Nadiad Municipality” د ښوونځي کمېټې رئيس و. [۸]
د دېروبهای تېکر “Dhirubhai Thaker” په نوم د مانيلال يو ژوند ليکونکي يادونه وکړه، چې مانيلال يو اغېزناک شخصيت درلود او بڼه يې لوړه او ښکلې وه. نوموړي د عادت له مخې اوږده کورتۍ، براهمي ډول لنګ، سره پګړۍ او يو اوږد نری د غاړې دستمال اغوسته، چې د نوموړي له اوږدو څخه به زنګېده. [۹]
شخصي ژوند
[سمول]په ۱۸۷۱ يا ۱۸۷۲ زکال کې مانيلال له ماهالکسمي “Mahalaxmi” سره واده وکړ؛ نوموړی هغه وخت ديارلس کلن و او مېرمن يې څلور کلنه وه. مېرمنې يې دوه زامن وزېږول، چې يو يې په ۱۸۸۲ او بل يې په ۱۸۸۷ ز کال کې و، مګر واده يې خوښمن نه و او مېرمن يې څو وار د خپل مور او پلار کور ته ستنه شوه، چې په پای کې يې په ۱۸۹۰ ز کال مانيلال په تل پاتې ډول پرېښود. مانيلال د يوې بشپړې مينې د اړيکې په فکر سره ځورول شوی و او له خپلو ملګرو څخه غوښتنه کوله، چې د خپلو نورو ملګرتياوو په پرتله له دې سره د يو څه مهمې ملګرتيا په توګه چلند وکړي. په ځينو حالتونو کې ملګرتيا شهواني غريزه هم رانغاړله، که څه هم نوموړی يې يو ځل بيا له پايلو څخه ناهيلی شو. هغه وخت چې نوموړی په بمبی کې و، د يو اشنا شخص له مېرمنې سره يې مينه پيدا شوه او هره ورځ يې ساعتونه له هغې سره تېر کړل. نوموړې هغط ته شعرونه وليکل، مګر د بهانواګر “Bhanvagar” لپاره له اړيکې څخه په شا شو او ترک يې کړه؛ دا هغه وخت و، چې نوموړي وموندله چې هغه يې يوازينی عاشق نه و. يوه بله چاره له ډيواليبای “Diwalibai” سره وه، چې د بمبی د نجونو ښوونځي کې ښوونکې وه. مانيلال په لومړيو کې نوموړې رد کړه، مګر هغې ټينګار وکړ، نوموړی ته يې يو لړ د مينې ليکونه واستول او نوموړي هم په پای کې ورته بېرته ليکونه وليکل، چې په همدې ډول يې د ليکنې له لارې د اړيکې په ساتلو هوکړه وکړه. که څه هم نوموړي له هغې سره په شخصي ډول ليدنه ونه منله او نوموړې د ۱۸۸۶ ز کال په جنوري کې د نري رنځ يا توبرکلوز له امله مړه شوه. هغې لپاره د مانيلال د مړينې خبر د نوموړي په (Priyamvada) مجله کې احساساتي نه و، مګر د نوموړي ورځپاڼه د هغه خواشيني ثبتوي، چې مانيلال هغې ته ځواب [د ليک ځواب] ورنه کړ: «ته څومره کم عقل وې، نه دې ځواب راکړ او نه دې خوند واخېست». د ډيواليبای ليکونه په لومړي ځل د امبالال پوراني “Ambalal Purani” له لورې د کاومودي “Kaumudi” په نوم د ګجراتۍ مياشتنۍ د ۱۹۳۶ ز کال د نومبر ګنه کې خپاره شول. ياد ليکونه د يوې ضميمې په توګه د اتماوريتانتا “Atmavrittanta” تر سرليک لاندې د مانيلال په ژوند ليک کې يو ځل بيا خپاره شول. [۱۰][۱۱]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ https://books.google.co.in/books?id=G3kYHAAACAAJ
- ↑ Shukla 1995، م. 90.
- ↑ Thaker 1983، مم. 14–15.
- ↑ Thaker 1983، مم. 15–16.
- ↑ Thaker 1983، م. 32.
- ↑ Topiwala، Soni او Dave 1990، م. 268.
- ↑ Datta 1988، مم. 1130–1131.
- ↑ Thaker 1983، م. 33.
- ↑ Thaker 1983، م. 38.
- ↑ Suhrud 1999، م. 193.
- ↑ Thaker 1983، مم. 33–36.