ماشین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

ماشين يو فزيکي نظام دی چې له قوې نه د اخستلو په موخه ځواک کاروي او د یو کار تر سره کوو لپاره خوځښت کنترولوي. دا اصطلاح په عام ډول مصنوعي وسايلو ته کارول کېږي، د بېلګې په ډول: هغه چې له انجن او موتور نه کار اخلي، په ورته وخت کې د طبيعي بيولوژيکي کوچنيو برخو (مايکرومولکولونو) لپاره هم کارول کېږي، لکه: موليکولي ماشينونه. شونې ده چې ماشينونه څاروي يا انسانان وچلوي، طبيعي ځواک يې وچلوي، لکه هوا او اوبه او يا يې کيمياوي، حرارتي يا برېښنايي ځواک وچلوي، ماشينونه د کار کولو داسې يو سيستم لري، کوم چې داخلي فعالوونکي ته بڼه ورکوي، تر څو د توليدونکي ځواک او حرکت په مټ ځانګړی کار تر لاسه شي. په ماشينونو کې کمپيوټرونه او سينسرونه هم شاملېدای شي، کوم چې د فعاليت څارنه کوي او د حرکت لپاره طرحه جوړوي، ډېر ځله دې ته ماشيني سيستمونه وايي.

د رنسانس پړاو طبيعي فلسفيان د ماشينونو شپږ ډولونه وړاندې کوي، کوم چې هغه لومړي وسايل وو چې يو بار يې په خوځښت راوست او د بهر وتونکي ځواک تناسب يې له داخلېدونکي ځواک سره محاسبه کاوه چې  دا چاره اوسمهال د ميخانیکي ګټې په نوم پېژندل کېږي.[۱]

موډرن ماشينونه پېچلي سيستمونه لري، چې له جوړوونکو عناصرو، طرزالعملونو او کنترول له اجزاوو نه جوړ شوي دي او د اسانه کولو په موخه يو له بل سره اړيکه لري. د نمونې په ډول: يو لړ نقليه وسايط، لکه: اتوموبيل، بېړۍ او الوتکې، په کور او دفتر کې کارېدونکي وسايل، لکه: کمپيوټرونه، د هوا او ابو د سمبالښت سيستمونه، د کرنې ماشينونه ماشیني والې او د کارخانو خپل کاري ماشيني سيستمونه او روباتونه.

رېښه[سمول]

د انګليسي ژبې د «machine» ټکی، د منځنۍ فرانسوي ژبې په مټ د لاتيني ژبې د « machine» له ټکي نه راغلی دی، لاتيني ژبې ته له يوناني ژبې نه راغلی دی. د ميخانيکي ټکی (چې په يوناني ژبه کې په دې بڼه لیکلې کيږي μηχανικός) هم همدا یوناني رېښه لري. په کلاسيکه لاتيني ژبه کې«د په لاس جوړ شوی جوړښت» يوه پراخه معنا موندل کېږي، خو په يوناني ژبه کې نه کاريږي. همدا معنا په وروستۍ منځنۍ فرانسوي ژبه کې هم موندل شوې ده او بيا د شپاړسمې پېړۍ په منځ کې انګليسي له فرانسوي نه را اخستې ده. [۲][۳][۴][۵]

په اولسمه پېړۍ کې ماشين د ټوليزې اډاڼې او طرحې معنا هم درلودله، هغه ټکی دی چې اوس د «اخستل شوي ماشين» اصطلاح د کارولو معنا همدا ټکي دي. د دې اصطلاح اوسنۍ تخصصي معنا، د شپاړسمې پېړۍ په وروستيو او د اولسمې پېړۍ په لومړيو کې په ننندارځای (نمایشګاه) او په پوځي محاصره کې د کارېدونکو موټرونو لپاره د کارېدو پر مهال منځ ته راغله. د OEDرسمي نوې معنا د « John Harris' Lexicon Technicum» (۱۷۰۴ز)پورې رسېږي، چې دا معنا په دې ډول ده:

په ميخانيک کې، ماشين يا اينجن، هر هغه څه دي چې د یوه جسم د حرکت د پورته وړلو يا درولو لپاره پوره ځواک ولري. معمولاً ساده ماشينونه شپږ ډوله په نظر کې نيول کېدای شي، يعنې توازن، ليور، څرخه، اربه، پانه او پېچ. ترکيبي يا يو ځای شوي ماشينونه يا انجنونه بې شماره دي.

د انجن ټکی د Harris  او له هغه وروسته په ژبه کې چې بالاخره (د زړې فرانسوي ژبې په مټ) له لاتيني ژبې نه اخستل شوی، د لاتيني د « ingenium » ټکي سره نژدې معنا لري چې د لاتيني ژبې معنا ده: اختراع، ذکاوت، هوښيارتيا. 

تاريخچه[سمول]

لاسي تبر، چې د پتري سختې ډبرې جوړ شوی و، تر څو يوه پانه ځينې منځ ته راشي، دا اله د يوه انسان په لاس کې ځواک او د يوې وسيلې خوځښت په  صحيح ډول وېشونکو ځواکونو او د کاري ټوټې په خوځښت بدلوي. لاسي تبر د پانې لومړۍ نمونه ده، د کلاسيکو ساده ماشينونو تر ټولو لرغونې بېلګه ده چې ډېری ماشينونه په همدې بنسټ ولاړ دي. د ماشين دويمه زړه ساده بېلګه رېونده الوتکه ده، کوم چې د درندو اجسامو د خوځښت لپاره له تاریخ نه له مخکې وخت نه کار ځینې اخستل کېږي. [۶][۷][۸]

نور څلور ساده ماشينونه په لرغوني نژدې ختيځ کې اختراع شوي وو. اربه او د اربې د څرخ د مېلې جوړښت له زېږد مخکې د پنځمې زرېزې پر مهال په بين النهرين (اوسني عراق) کې اختراع شوې و. پورته کوونکې وسيله په لومړي ځل نږدې پنځه زره کاله مخکې په نژدې ختيځ کې راڅرګنده شوې ده چې دا د ساده توازن په مقياس کارول کېده او په لرغوني مصري تيکنالوژۍ کې د سترو جسمونو د حرکت لپاره کار ځينې اخستل کېده. د پورته کولو اله، د اوبو د پورته کوونکې الې په توګه هم کارېده، کوم چې له زېږد مخکې د درې زره کلونو په شا او خوا کې په بين النهرين کې د کرين د لومړي ماشين په توګه راڅرګنده شوه، له دې وروسته همدا اله له زېږد نږدې دوه زره کاله مخکې د لرغوني مصر په تيکنالوژۍ کې هم راڅرګنده شوه. د لومړۍ څرخې د شواهدو تاريخ په بين النهرين کې له زېږد مخکې دويمې زريزې ته رسېږي، د څرخې تاريخ بيا په لرغوني مصر کې دوولسم واکمن ټبر ته رسېږي (له زېږد مخکې ۱۹۹۱-۱۸۰۲). پېچ چې د ساده ماشينونو تر ټولو وروستی اختراع شوی ماشين دی، په لومړي ځل (له زېږد مخکې ۹۱۱-۶۰۹) په بین النهرين کې د نوي اشوري پړاو پر مهال راڅرګند شوی دی. مصري اهرامونه د درې ساده ماشينونو په کارولو سره اباد شوي وو چې هغه دا دي: رېونده الوتکه، مېخ/پانه او پورته کوونکې اله، تر څو د جيزه د ستر اهرام په څېر لويې ودانۍ جوړې کړي. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

يوناني فيلسوف ارشميدس له زېږد مخکې په درېيمه پېړۍ کې د درې ساده ماشينونو مطالعه کړې او هغه يې تشرېح کړي دي، چې دا درې ماشينونه پورته کوونکې اله، څرخه او پېچ دی. ارشميدس په پورته کوونکې اله کې د ميخانيکي اصل ځانګړتيا کشف کړې وه. له دې وروسته يوناني فيلسوفانو (له رېونده مستوا پرته) پنځه ساده ماشينونه تعريف کړل او د هغې د ميخانيکي ګټې په اندازه کولو کې تر يو بريده بريالي شول. د اسکندريې هيرو (له زېږد وروسته ۱۰-۷۵) په اثر «ميخانيک» کې د شپږو ميکانيزمونو نوملړ چمتو کړی، کوم چې کولای شي، په خوځښت کې بار ځای پر ځای کړي چې هغه دا دي: پورته کوونکې اله، د باد په مټ پورته کوونکې اله، څرخ، پانه او پېچ، د دې وسايلو جوړښت او له هغې نه کار اخستل هم تشرېح کوي، خو د يونانيانو پوهه تر بې ارامه څيز (متوازن ځواکونه) پورې محدوده وه او خوځنده وسايل (د ځواک او واټن تر منځ توازن) يا د کار مفاهيم يې په کې نه وو شامل کړي.[۱۹][۲۰][۲۱]

د اوبو ځواک لومړي ماشينونه، د اوبو لومړۍ څرخې او د اوبو لومړۍ ژرندې په عملي ډول په لومړي ځل له زېږد مخکې د څلورمې پېړۍ په لومړيو کې په پارسي سترواکۍ کې راڅرګندې شوې، چېرې چې اوسمهال عراق او ايران دي. د باد په ځواک چلېدونکي لومړي ماشينونه، بادي لومړۍ ژرندې او بادي لومړي پمپونه په لومړي ځل له زېږد وروسته په نهمه پېړۍ کې په اسلامي نړۍ کې د زرين پړاو پر مهال راڅرګند شول، کومې سيمې چې اوس ايران، افغانستان او پاکستان دي. د بخار لومړی عملي ماشين چې د بخار يو جک و او د بخار د يو څرخ (توربين) په واسطه کار ځينې اخستل کېده، په لومړي ځل په عثماني مصر کې ۱۵۵۱ز کال کې د تقي الدين محمد ابن معروف له خوا وپېژندل شو. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د پنبې د ندافۍ ماشين په لومړي ځل له زېږد وروسته په شپږمه پېړۍ کې په هندوستان کې اختراع شوی و او د اوبدلو څرخه په لومړي ځل په يوولسمه پېړۍ کې په اسلامي نړۍ کې اختراع شوې وه چې دا دواړه د پنبې د صنعت په وده کې بنسټيز و. د اوبدلو څرخه، د اوبدلو د ستر ماشين یوه مقدمه وه، کومه چې د اتلسمې پېړۍ د صنعتي انقلاب په لومړيو کې يو مهم پرمختګ و. «کرانک شافټ» او «کيم شافټ» (دا دواړه لاستي ته ورته يو ډول پرزې دي چې په ماشينونو کې کارول کېږي) د ۱۲۰۶ز کال په شا او خوا کې الجزري(Al-Jazari )په شمالي بين النهرين کې اختراع کړي وو، همدا وسايل وروسته د موډرنو ماشينونو لپاره په مرکزي حيثيت بدل شول، لکه: د بخار انجن، داخلي سوځېدو انجن او خپل سری (اتوماتيک) کنترول.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

د پروګرام کېدو وړ لومړي ماشينونه په اسلامي نړۍ کې جوړ شوي وو. د موسيقۍ د تسلسل يوه اله، کومه چې د پروګرام کېدو وړ د موسيقۍ يوه اله وه، دا د پروګرام اخستو د ماشين تر ټولو لرغونی ډول و. د موسيقۍ لومړۍ تسلسلي اله يوه خپل سري شپېلۍ وه چې په نهمه پېړۍ کې د بنو موسی وروڼو له خوا اختراع شوې وه، همدا اله د دوی د هوښيارو الو په کتاب کې تشرېح شوې وه. په ۱۲۰۶ز کال کې، الجزري د پروګرام کېدو وړ روباتونه جوړ کړل. هغه په خپل سر چلېدونکي څلور موسيقي غږونکي جوړ کړل، په دې کې ډول وهونکي وو چې د پروګرام وړ ډول ماشين په مټ غږېده، داسې جوړېدای شول، چې بېلا بېل سورونه او ډولونه په مختلفو طريقو وغږوي. [۳۶][۳۷][۳۸]

سرچینې[سمول]

  1. Usher, Abbott Payson (1988). A History of Mechanical Inventions. USA: Courier Dover Publications. د کتاب پاڼې 98. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-486-25593-4. مؤرشف من الأصل في ۱۸ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. The American Heritage Dictionary, Second College Edition. Houghton Mifflin Co., 1985.
  3. "μηχανή" Archived 2011-06-29 at the Wayback Machine., Henry George Liddell, Robert Scott, A Greek-English Lexicon, on Perseus project
  4. "μῆχος" Archived 2011-06-29 at the Wayback Machine., Henry George Liddell, Robert Scott, A Greek-English Lexicon, on Perseus project
  5. Oxford Dictionaries, machine
  6. Karl von Langsdorf (1826) Machinenkunde, quoted in Reuleaux, Franz (1876). The kinematics of machinery: Outlines of a theory of machines. MacMillan. د کتاب پاڼي 604. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Therese McGuire, Light on Sacred Stones, in Conn, Marie A.; Therese Benedict McGuire (2007). Not etched in stone: essays on ritual memory, soul, and society. University Press of America. د کتاب پاڼې 23. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7618-3702-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Dutch, Steven (1999). "Pre-Greek Accomplishments". Legacy of the Ancient World. Prof. Steve Dutch's page, Univ. of Wisconsin at Green Bay. د لاسرسي‌نېټه March 13, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Moorey, Peter Roger Stuart (1999). Ancient Mesopotamian Materials and Industries: The Archaeological Evidence. Eisenbrauns. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781575060422. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. D.T. Potts (2012). A Companion to the Archaeology of the Ancient Near East. د کتاب پاڼې 285. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Paipetis, S. A.; Ceccarelli, Marco (2010). The Genius of Archimedes -- 23 Centuries of Influence on Mathematics, Science and Engineering: Proceedings of an International Conference held at Syracuse, Italy, June 8-10, 2010. Springer Science & Business Media. د کتاب پاڼې 416. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789048190911. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Clarke, Somers; Engelbach, Reginald (1990). Ancient Egyptian Construction and Architecture. Courier Corporation. د کتاب پاڼي 86–90. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780486264851. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Faiella, Graham (2006). The Technology of Mesopotamia. The Rosen Publishing Group. د کتاب پاڼې 27. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781404205604. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Moorey, Peter Roger Stuart (1999). Ancient Mesopotamian Materials and Industries: The Archaeological Evidence. Eisenbrauns. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781575060422. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Arnold, Dieter (1991). Building in Egypt: Pharaonic Stone Masonry. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 71. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195113747. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Woods, Michael; Mary B. Woods (2000). Ancient Machines: From Wedges to Waterwheels. USA: Twenty-First Century Books. د کتاب پاڼې 58. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8225-2994-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Moorey, Peter Roger Stuart (1999). Ancient Mesopotamian Materials and Industries: The Archaeological Evidence. Eisenbrauns. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781575060422. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Wood, Michael (2000). Ancient Machines: From Grunts to Graffiti. Minneapolis, MN: Runestone Press. د کتاب پاڼي 35, 36. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8225-2996-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Chiu, Y. C. (2010), An introduction to the History of Project Management, Delft: Eburon Academic Publishers, د کتاب پاڼې 42, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-5972-437-2, مؤرشف من الأصل في ۱۸ اگسټ ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Ostdiek, Vern; Bord, Donald (2005). Inquiry into Physics. Thompson Brooks/Cole. د کتاب پاڼې 123. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-534-49168-0. مؤرشف من الأصل في ۲۸ مې ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. کينډۍ:Cite conference
  22. Selin, Helaine (2013). Encyclopaedia of the History of Science, Technology, and Medicine in Non-Westen Cultures. Springer Science & Business Media. د کتاب پاڼې 282. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789401714167. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Ahmad Y Hassan, Donald Routledge Hill (1986). Islamic Technology: An illustrated history, p. 54. Cambridge University Press. کينډۍ:ISBN.
  24. Lucas, Adam (2006), Wind, Water, Work: Ancient and Medieval Milling Technology, Brill Publishers, د کتاب پاڼې 65, د کتاب نړيواله کره شمېره 90-04-14649-0 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Eldridge, Frank (1980). Wind Machines (الطبعة 2nd). New York: Litton Educational Publishing, Inc. د کتاب پاڼې 15. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-442-26134-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Shepherd, William (2011). Electricity Generation Using Wind Power (الطبعة 1). Singapore: World Scientific Publishing Co. Pte. Ltd. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-981-4304-13-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Taqi al-Din and the First Steam Turbine, 1551 A.D. Archived 2008-02-18 at the Wayback Machine., web page, accessed on line 23 October 2009; this web page refers to Ahmad Y Hassan (1976), Taqi al-Din and Arabic Mechanical Engineering, pp. 34-5, Institute for the History of Arabic Science, University of Aleppo.
  28. Ahmad Y. Hassan (1976), Taqi al-Din and Arabic Mechanical Engineering, p. 34-35, Institute for the History of Arabic Science, University of Aleppo
  29. Lakwete, Angela (2003). Inventing the Cotton Gin: Machine and Myth in Antebellum America. Baltimore: The Johns Hopkins University Press. د کتاب پاڼي 1–6. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780801873942. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Pacey, Arnold (1991) [1990]. Technology in World Civilization: A Thousand-Year History (الطبعة First MIT Press paperback). Cambridge MA: The MIT Press. د کتاب پاڼي 23–24. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Žmolek, Michael Andrew (2013). Rethinking the Industrial Revolution: Five Centuries of Transition from Agrarian to Industrial Capitalism in England. BRILL. د کتاب پاڼې 328. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789004251793. The spinning jenny was basically an adaptation of its precursor the spinning wheel الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Banu Musa (authors), Donald Routledge Hill (translator) (1979), The book of ingenious devices (Kitāb al-ḥiyal), Springer, د کتاب پاڼي 23–4, د کتاب نړيواله کره شمېره 90-277-0833-9 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Sally Ganchy, Sarah Gancher (2009), Islam and Science, Medicine, and Technology, The Rosen Publishing Group, د کتاب پاڼې 41, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4358-5066-8 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Georges Ifrah (2001). The Universal History of Computing: From the Abacus to the Quatum Computer, p. 171, Trans. E.F. Harding, John Wiley & Sons, Inc. (See [۱])
  35. Hill, Donald (1998). Studies in Medieval Islamic Technology: From Philo to Al-Jazarī, from Alexandria to Diyār Bakr. Ashgate. د کتاب پاڼي 231–232. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-86078-606-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Koetsier, Teun (2001), "On the prehistory of programmable machines: musical automata, looms, calculators", Mechanism and Machine Theory, Elsevier, 36 (5): 589–603, doi:10.1016/S0094-114X(01)00005-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Kapur, Ajay; Carnegie, Dale; Murphy, Jim; Long, Jason (2017). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Loudspeakers Optional: A history of non-loudspeaker-based electroacoustic music"]. Organised Sound (Cambridge University Press) 22 (2): 195–205. doi:10.1017/S1355771817000103. ISSN 1355-7718. 
  38. Professor Noel Sharkey, A 13th Century Programmable Robot (Archive), University of Sheffield.