مارگريت ميتچېل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مارگرېت میتچېل(د ۱۹۰۰ د نوامبر ۸ – د ۱۹۴۹ د اگسټ ۱۶ ) په انگرېزی کې ( Margaret Munnerlyn Mitchell) امريکايی لیکواله د په ټوله نړۍ کې نامتو شوي رومان په باد وړي ليکونکې د ۱۹۰۰ ز کال د نوامبر پر ۸ د جورجيا ایالت په اتلانته کې د مدافع وکيل «یوجین ميتچېل» او «ماري ایزابېلا» په کورنۍ کې زېږېدلې ده . د مارگرېت ورور ستېفن تر دې څلور کاله مشر وو . د هغې کوشنيتوب په امريکا متحده ایالاتو کې د کورنۍ جگړې د گډونوالو او د مور له پلوه خپلوانو ، چې د جگړې د کلونو پر مهال يې ژوند کاوه ، پر زنگنو تېر شوی دی . کوشنۍ مارگرېت به د جگړې په اړه بیان او کیسو ته ډېره خوشالېده ، هغه کیسې چې مور او پلار به يې دې ته بیانولې . دې په لومړي سر کې په واشنگټن کې د منځنيو زده کړو په موسسه کې زده کړې پیل کړې ، وروسته پر ۱۹۱۸ ز کال د ماساچوسېتس په ایالت کې د ښځمنو په سميت کالج کې شامله شوه . د میتچېل مور د لوی هسپانوي والگي (( ماندېمييا )) لامله پر ۱۹۱۸ ز کال مړه شوه . له همدې لامله مارگرېیت اتلانته ته راستنيږي ، د دې لپاره چې د مور له مړينې وروسته ټولې کورنۍ چارې پر خپله غاړه واخلي . نوموړې پر ۱۹۲۲ ز کال د (( پېگي )) تر مستعار نامه لاندې د ژورنالیستۍ کار پیلوي او د اتلانته جورنال ورځپاڼې پر یوې مخکښې راپورترې بدليږي . پرهمدغه کال له «بېرېنا کینارده اپشو» سره واده کوي ، خو څو میاشتې وروسته دوی سره طلاقیږي . پر ۱۹۲۵ ز کال د دویم ځل لپاره له «جان مارش» سره واده کوي . پر ۱۹۲۶ ز کال يې سپښته ژوبليږي ، د همدغې ژوبلې لامله ورته د راپورترۍ کارونه ناشوني کيږي ، نو ځکه خو په ورځپاڼه کې خپل کار پای ته رسوي . مارگرېت د خپل مېړه د هڅونې پر بنسټ د په باد وړي رومان پر ليکلو پیل کوي او د ليکنې کار يې لس کاله دوام مومي . د رومان بېلابېلې برخې په ناببري ډول ليکل کېدې ، خو وروسته يې ټولې برخې سره یو ځای کړې . څه موده وروسته د یوې سترې چاپخونې مشر او چلوونکی له اتلانته څخه راغی او د دې له دغه ډبل رومان څخه ، چې څه د پاسه زر ټايپ شوي مخونه ول ، خبر شو . میتچېل د خپل رومان د چاپ له کار سره سملاسي هوکړه ونه کړه . د رومان لومړنی نوم يې سبا به بله ورځ وي وو . ميتچېل د راتلونکي کال په بهیر کې د رومان پر متن باندې ډېر ستړی کوونکی کار وکړ ، په تېره بیا يې تاريخي جزیاتو او نېټو ته ډېر پام واړاوه . له دې وروسته یې د رومان نوم د په باد وړي بدل کړ . د لیکوالې میتچېل د په باد وړي رومان پر ۱۹۳۶ ز کال چاپ شو ، چې ډېر اعلانونه ورسره مله ول او په دغه اعلانونو کې پخپله ميتچېل کارنده رول ولوباوه . دغه کتاب پر ۱۹۳۷ ز کال د (Pulitzer Prize) ډالۍ ( جایزه ) وگټله . پخپله ليکوالې د رومان د پلور پر چارو ، د حقونو د خپلولو او په نورو ژبو کې د چاپ پر چارو بوخته وه او دغه چارې يې تر څارنې لاندې نيولې وې . له دې سره سره چې د لیکوالې گڼ شمېر مینه والو له دې څخه هیله وکړه ، چې نور رومانونه وليکي او د لیکوالۍ چارو ته ادامه ورکړي ، خو ميتيچېل تر دې وروسته یو کتاب هم ونه ليکه . ليکواله ميتچېل د ۱۹۴۹ ز کال د اگسټ پر ۱۱ ، په داسې حال کې چې سېنما ته روانه وه ، موټر ووهله . د دغه موټر موټروان پخوا ټکسي وان وو ، له دې لامله ځینو خلکو داسې ویل چې ليکواله ميتچېل ټکسي وهلې ده . ليکواله پېنځه ورځې بې هوښه وه او پر پېنځمه ورځ په حق ورسېده . اړینه ده وویل شي ، چې د لیکوالې دغه یوازينی رومان څه دپاسه اویا ۷۰ ځلي چاپ شو او د نړۍ په نورو ډېرو بهرنیو ژبو هم وژباړل شو . نوموړی رومان په امريکا کې د ميليونونو ټوکو په شمېر چاپ شو او له هر ځل چاپه وروسته به ډېر ژر پلورل کېده . د ميتچېل د همدغه رومان پر بنسټ پر ۱۹۳۹ ز کال د امريکايي پرودیوسر د . سېلزنیکا د هلو ځلو له برکته سېنمايی هنري فېلم واخیستل شو ، چې یو له لومړنیو رنگينو فېلمونو څخه وو . دغه فېلم نه یوازې په امريکا کې بلکې په بهرنۍ نړۍ کې هم ډېر نامتو شو او د اوسکار اته ډالۍ يې وگټلې چې دا د اوسکار د جایزو یو ريکارډ وو او دغه ریکارډ شل کاله دوام وکړ .

اخځونه[سمول]

  1. http://ru.wikipedia.org/wiki/Митчелл,_Маргарет