Jump to content

مارګوريټ پوريټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مارګوريټ پوريټ
مارګوريټ پوريټ
مارګوريټ پوريټ

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه 1 جون 1310 (59–60 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پاريس   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي ژبه [۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مارګوريت پوریټ (۱۳مه پېړۍ – ۱ جون ۱۳۱۰ز کال) په فرانسوي ژبه خبرې کوونکې صوفۍ او د «د ساده روحونو هنداره» په نوم کتاب لیکواله وه، په دې کتاب کې د مسیحي تصوف په اړه بحث شوی او د «اګاپي» (خدايي مينې) په اړوند دی. کله چې هغې د خپلو اندونو بېرته اخستلو او د خپل کتاب له خپرېدو انکار وکړ، نو نوموړې د يوې اوږدې محاکمې وروسته په ۱۳۱۰ز کال کې په پاريس کې په يوه لکړه تړل شوې او د ارتداد په تور وسوځول شوه.

اوسمهال د بېلا بېلو اندونو لرونکي ګڼ علما د پوريټ له اثر سره ليوالتيا لري. هغه څوک چې د منځنيو پېړيو له تصوف سره مينه لري، په ځانګړي ډول هغه چې له «بيګواين» صوفي ليکنو سره علاقه لري، دوی په خپلو درسونو کې د هغې د کتاب « The Mirror of Simple Souls» حواله ورکوي. دې کتاب ته همدا راز د منځنيو پېړيو د ازاد روح د بدعت د يو بنسټيز متن په توګه کتل کېږي.د «ايکهارت» مطالعې له خدای سره د يو والي په اړوند د هغه او د پوريټ د اندونو تر منځ ورته والی ښودلی دی. هغه څوک هم د پوريټ د اثارو لوستلو شوق لري چې د منځنيو پېړيو د ښځو ليکنې مطالعه کوي.  [۲][۳][۴][۵][۶][۷]

ژوند[سمول]

د پوريټ د ژوند سوانح يواځې د ارتداد له امله د هغې د محاکمې د روايت پر بنسټ ثبت شوي دي، د کوم په پايله کې چې هغه مجرمه ګرځول شوې او په لکړه تړلې سوځول شوې وه. د دې شونتيا شته چې د پوريټ ژوند ليک د تعصب پر بنسټ ليکل شوې او ښکاره ده چې بيا به بشپړه هم نه وي. ويل کېږي چې هغه د سپيڅلي رومي سترواکۍ اړوند د «هاينايوټ» له ولسوالۍ څخه وه، د کوم ځای اوسېدونکو چې په فرانسوي ژبه خبرې کولې، خو دا ادعا بيا هم باوري نه ده. د هغې د زده کړو لوړې کچې ته په کتنې سره دا روښانه کېږي چې هغه د لوړې طبقې له نسب څخه وه. هغه له «بيګيون» خوځښت سره تړلې او له همدې امله يې په اسانۍ سره ازاد سفرونه کولای شول.[۸][۹]

محاکمه او مړينه[سمول]

داسې ښکاري چې پوريټ په ۱۲۹۰ز لسيزه کې د خپل کتاب لومړۍ نسخه ليکلې. د ۱۲۹۶ او ۱۳۰۶ ز کلونو تر منځ دا چاره په دين کې بدعت بلل کېدو، د «کامبريا» مذهبي مشر نوموړې مجرمه وبلله او په هغې يې پرېکړه وکړه چې په عام محضر کې به وسوځول شي، دا هغه مهال و کله چې نوموړې په «ويلنسينس» کې وه. يو ناروا شی چې پوريټ ورڅخه سرغړونه کړې وه دا و چې هغې د لاتيني پر ځای خپل کتاب په زړه فرانسوي ژبه ليکلی و او هغې ته حکم شوی و چې نور خپل اندونه يا کتاب بيا خپور نه کړي. خو له دې سره سره هغې دې کار ته دوام ورکړ.

په وروستيو کې داسې ويل شوي چې هغه په ۱۳۰۸ز کال کې په « Châlons-en-Champagne» کې له هغه وروسته ونيول شوه، کله چې هغې خپل کتاب يو سيمه يیز مذهبي مشر (اسقف) ته ورکړ. وروسته هغه د ارتداد پر بنسټ د فرانسې مفتش، د پاريس ډومينيکي وليام ته وسپارل شوه، څوک چې د «وليام اف همبرټ» په نوم هم پېژندل کېدو، سره له دې چې هغې په خپل کتاب کې ادعا کړې وه چې د خپلو لیکنو په اړه يې د کليسا له درې مسئولينو سره مشوره هم کړې وه چې په هغوی کې د  الاهياتو ډېر قدرمن استاد «ګاډفري اف فونټينس» هم شامل و او د هغوی تايید يې تر لاسه کړی و. [۱۰]

پوريټ د «Guiard de Cressonessart » په نوم له يو «بيګارډ» (نيمه راهب) سره نيول شوې وه چې هغه هم د بدعت په تور محاکمه کېدو (بيګارډ او بيګوينز د مسيحيانو ځينې ډلې وې چې وروسته ارتداد وبلل شو). « Guiard » خپل ځان د پوريټ مدافع اعلان کړ. په پاريس کې د يو نيم کال بند وروسته د هغوی محاکمه پيل شوه.[۱۱]

د هغې د بند او محاکمې پر مهال «مارګوريټ» د پاريس له ولیام يا د هغه له کوم محقق سره له خبرو کولو انکار وکړ. په ۱۳۱۰ز کال کې د يو ويشتو الهيات پوهانو يو کميسيون له ياد کتاب څخه د اخستل شويو پنځلسو ليکنو د يوې لړۍ پلټنې وکړې (چې نن ورځ له هغې څخه يواځې درې يې سمې د پېژندنې وړ دي)، او دا يې د ارتداد برخه وبلل. د دې کتاب د غندونکو په منځ کې د کليسا متني  عالم «نيکولاس اف ليرا» هم شامل و.[۱۲]

ګيراډ د د زيات فشار لاندې اعتراف وکړ او مجرم وبلل شو. خو له بلې غاړې پوريټ په خپلو اندونو پښېمانه کېدل، د خپل کتاب بېرته اخستل يا له چارواکو سره همکاري کول رد کړل، همدا راز د لوړې کول يې هم رد کړل چې محقيقينو د دې محاکمې مخکې وړلو لپاره اړینه بلله. له دې امله چې «ګيراډ» اعتراف کړی و زنداني شو. پوريټ له دې امله چې اعتراف نه و کړی، مجرمه وبلل شوه او په کفر د ککړې شوې په توګه د يوې لکړې پر سر د سوځولو سزا ورکړل شوه. د هغې په اړه وروستۍ پرېکړه درې پادريانو تصويب کړه. پوريټ د ۱۳۱۰ز کال د جون په لومړۍ نېټه د پاريس په « Place de Grève» کې مړه شوه. [۱۳]

محققينو هغه « pseudo-mulier » (جعلي ښځه) وبلله او د هغې کتاب «مرر» يې له تېروتنو او مخالفتونو ډک وباله. د محاکمې د تاريخي پيل په اړه يو خوندي روايت چې د «ګوالیوم ډي نانګيس» له خوا پيل شول و، که څه هم «نانګيس» د «مارګيورټ» په اړه منفي نظر خپل کړی و، خو د هغه د دې تاریخي ثبت روايت راپور کې راغلي چې راټولو شويو خلکو په چوپتيا سره د هغې د وروستي وخت له امله له سترګو اوښکې وبهولې.[۱۴][۱۵]

د هغې له مړينې وروسته په « bull Ad Nostrum » کې د هغې د کتاب حوالې را اخستل شوې وې، « bull Ad Nostrum » په ۱۳۱۱ز کال کې د ويانا د شورا له خوا خپور شوی و او د ازاد روح خوځښت پکې د بې دينه په نوم محکوم شوی و.

د ساده روحونوهینداره[سمول]

د پوريټ د کتاب عنوان ساده روح ته اشاره کوي، کوم چې له خدای سره يو ځای شوی او د خدای له ارادې بله نه لري. ځينې ژبې، تر څنګ  يې د ځينو کردارونو لکه مينه، برتري او روح تر منځ خبرې اترې، د بې واده مينې له سبک سره د ورته والي څرګندونه کوي، کوم څه چې هغه مهال مشهور و او د پوريټ د لوړې کچې زده کړه او پېچلتيا تايدوي.[۱۶][۱۷]

د کتاب ډېره برخه د ډېرو ډلو تر منځ د منطقي «بويتي» (بيتيوس يو رومي فيلسوف و) سبک له استدلال سره سمون خوري، خو په ورته وخت کې د «د ګلاب مينه» په نوم د منځنيو پېړيو فرانسوي شعر په توګه کار کوي. مارګوريټ وايي چې روح بايد له دليل څخه تېر شي، د چا منطقي، د حقيقت معمولي پوهه نه شي کولای خدای او الهي مينه په بشپړ ډول وپېژني. «له منځه تللی» روح هغه دی چې هر څه يې له لاسه ورکړي وي، خو د مينې له لارې خدای ورسره وي. د پوريټ لپاره، روح په ريښتيني ډول د خدای له مينې ډک دی، له خدای سره يو دی او په همدې بنسټ د داسې وحدت په حالت کې دی، کوم چې د دې نړۍ له تنقاضاتو ور هاخوا دی. د خوښۍ په داسې يو حالت کې هغه تېروتنه نه شي کولای، ځکه چې په ټوله معنا د خدای له ارادې سره يو ځای شوی، او په همدې بنسټ د دې وړتيا نه لري چې په داسې يوه طريقه کار وکړي –يوه ښکارنده، په کومه کې چې معياري نظريه د خدايي فضل د اغېز په توګه ښودل کېږي، کوم چې د يو شخص ګناهګار فطرت ځپي. په حقيقت کې د هغې د کتاب يوه مرکزي موخه دا ده چې لوستونکو او اورېدونکو ته وښيي چې څه ډول کولای شي دا ساده حالت د وسيلو په مټ تر لاسه کړي، د بېلګې په ډول: انځورونه. دا د انسان په دې ليد سره کيږې چې د مينې له لارې له خدای سره يو ځای شي، نو په دې ډول خپلې سرچينې ته په راستنېدو او په هر شي کې د خدای شتون چې هغه خپلو افکارو کې د «ايکارټ» له اندونو سره نښلوي. پوريټ او اکارټ  په عام ډول سره اشنايان وو، خو په دې اړه اټکلونه شته چې ايا دوی کله هم يو له بل سره ليدلي وو او يا يې د يو بل آثارو ته لاسرسی درلود.[۱۸][۱۹]

پوريټ په خپلو ليکونو کې د جان انجيلي (انجيلي يوحنا) لغاتو ته مراجعه کړې:

زه خدای يم، د مينې معنا دا چې مينه خدای دی او خدای می نه ده او دا روح د مينې په شرط خدای دی. زه په خدايي فطرت سره خدای يم  او دا روح د مينې په ريښتينولۍ سره خدای دی. په همدې بنسټ زما دې ارزښتمن معشوق ته زما له خوا ښونه او لارښونه شوې، خپله له هغې پرته، ځکه هغه په ما کې تبديل شوی دی او دومره ښه يو، مينه وايي چې زما خوراک اخلي. (۲۱ څپرکی: د دې کتاب له امله مينه دليل ته ځواب وايي، کوم چې وايي چې داسې روحونه د ښېګڼې پاڼې اخالي).

سرچينې[سمول]

  1. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/48518755
  2. Ruh, Kurt (1977). "Beginenmystik: Hadewijch, Mechthild von Magdeburg, Marguerite Porete". Zeitschrift für deutsches Altertum und deutsche Literatur. 106: 265–77. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Ruh, Kurt (1975). "'Le Miroir des Simples Ames' der Marguerite Porete". In Fromm, H.; Harms, W.; Ruberg, U. (سمونګران). Verbum et Sugnum. Munich: W. Fink. مخونه 365–87. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Thysell, Carol (2000). The Pleasure of Discernment: Marguerite de Navarre as Theologian. Oxford University Press. مخونه 20. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-513845-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Babinksky 1993, p. 5
  6. Ruh, Kurt (1985). "6: Meister Eckhart und die Beginenspiritualität". Meister Eckhart: Theologe, Prediger, Mystiker. Munich: C.H. Beck. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Colledge, Edmund; Marler, J.C. (1984). "'Poverty of the Will': Ruusbroec, Eckhart and The Mirror of Simple Souls". In Mommaers, P.; Paepe, N. de (سمونګران). Jan van Ruusebroec: The Sources, Content and Sequels of His Mysticism. Leuven: Leuven University Press. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. These accounts were first edited in Paul Fredericq, Corpus Documentorum Inquisitionis Haereticae Pravitatis Neerlandicae, vol 1. A more complete edition, though, can be found in Paul Verdeyen, ‘Le process d’Inquisition contre Marguerite Porete et Guiard de Cressonessart (1309-1310)’, Revue d’histoire ecclésiastique 81, (1986), 48-94.
  9. In chapter 122 of the Mirror she includes beguines among those who attack her, but it is likely she was referring to the enclosed beguines, who felt uncomfortable with the wandering and mendicant beguine lifestyle she appears to have practiced.(See Bernard McGinn, The Flowering of Mysticism, p244.).
  10. Piron, Sylvain (2017). "Marguerite in Champagne". Journal of Medieval Religious Cultures. 47: 135–156. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Medieval manuals on "discretio spirituum" — the clerical judgement of mystical visions — called for the clergy to serve in an advisory role but nevertheless cautioned them about their own ultimate inability to make a definitive judgement on such matters (see late-medieval manuals such as Gerson's "De probatione spirituum" and "De distinctione verarum visionum a falsis"). Such manuals tell the clergy to provide learned guidance, not ultimate judgement, warning them that they might make a mistake and end up opposing the Divine Will.
  12. Thysell, Carol (2000). The Pleasure of Discernment: Marguerite de Navarre as Theologian. Oxford University Press. مخونه 20. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-513845-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Babinksky 1993, p. 5
  14. Sells, Michael A. (1994). Mystical Languages of Unsaying. University of Chicago Press. مخونه 117. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-226-74786-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. McGinn, p245
  16. Hanning, Robert W. (1977). The Individual in Twelfth-Century Romance. New Haven: Yale University Press. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Babinksy 1993, p. 27 n. 97
  18. Babinsky 1993, p. 27 n. 96
  19. García Acosta, P., Poética de la visibilidad en Le Mirouer des simples ames de Marguerite Porete (Un estudio sobre el uso de la imagen en la religiosidad medieval), Universidad Pompeu Fabra, 2009, http://tdx.cat Archived 2022-05-01 at the Wayback Machine.