مارک بلوک
| مارک بلوک | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم |
|
| پيدايښت | ۶ جولای ۱۸۸۶[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲] |
| مړینه | 16 جون 1944 (58 کاله)[۳][۱۳][۱][۴][۷][۱۴][۸][۹][۱۰][۱۱] |
| د مړینې لامل | مرمۍ زخم |
| تابعیت | |
| دين | اتيزم [۱۶][۱۷] |
| واک | |
| ښوونکی | |
| د واکمنۍ دوران ۱۹۱۲ – ۱۹۱۴ |
|
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | تاریخ پوه [۱۸][۱۰][۱] |
| کاروونکې ژبه | فرانسوي ژبه [۱۹][۱] |
| د کړنې څانګه | پېښليک |
| کار ورکوونکی | پاریس پوهنتون |
| مؤثر | اميل دورخيم [۲۰] |
| پوځي خدمت | |
| جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه ، دويمه نړېواله جګړه |
| سمول |
|
مارک لیوپولډ بنجامین بلوک (د ۱۸۸۶ کال د جولای له ۶ – د ۱۹۴۴ کال د جون تر ۱۶) یو فرانسوی تاریخ پوه ؤ. هغه د فرانسې د ټولنیز تاریخ د آنال مکتب له بنسټګرو څخه ؤ. بلوک د منځنۍ پېړۍ تاریخ متخصص ؤ او د خپل مسلک په اوږدو کې یې د منځنۍ پېړۍ فرانسې په هکله زیاتې لیکنې کړې. هغه په سټراسبورګ پوهنتون ( د ۱۹۲۰ کال څخه تر ۱۹۳۶ کال پورې)، په پاریس پوهنتون ( د ۱۹۳۶ کال څخه تر ۱۹۳۹ کال پورې) او په مونټپیلیر پوهنتون ( د ۱۹۴۱ کال څخه تر ۱۹۴۴ کال پورې) کې د استاد په توګه کار وکړ.
بلوک په لیون کې په یوه آلزاسي یهودي کورنۍ کې زیږېدلی او په پاریس کې لوی شو، هلته یې پلار، ګوستاو بلوک چې کلاسیک تاریخ پوه ؤ، په سوربون پوهنتون کې کار کاوه. بلوک د پاریس په بېلابېلو لیسو او په نورمل عالي مکتب (École Normale Supérieure) کې تعلیم وکړ او له ماشومتوب څخه د ډریفوس قضیې (Dreyfus affair) د یهودیت مخالفت (antisemitism) تر اغېزې لاندې راغی. د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې یې د فرانسې په پوځ کې خدمت وکړ او د مارن په لومړۍ جګړه (First Battle of the Marne) او سوم (Somme) جګړه کې وجنګېډ. له جګړې وروسته، په ۱۹۱۸ کال کې یې خپله ډوکتورا ترلاسه کړه او په سټراسبورګ پوهنتون کې استاد شو. هلته یې د معاصر تاریخ پوه، لوسین فور سره فکري همکاري جوړه کړه. دوی دواړو د آنال مکتب رامنځته کړه او په ۱۹۲۹ کال کې یې د Annales d'histoire économique et sociale جورنال په خپرولو پیل وکړ. بلوک د تاریخ لیکنې په خپله طریقه کې ډېرعصري ؤ او د تاریخ په اړه د څو رشته يیز ښکیلتیا په اهمیت، په ځانګړې توګه د جغرافیې، ټولنپوهنې او اقتصاد په اړه یې څېړنې سره د هغه ترکیب باندې یې مکرراً ټینګار کاوه، کله چې نوموړي ته په ۱۹۳۶ کال کې په پاریس پوهنتون کې د دندې وړاندیز وشو، دا د هغه موضوع وه.
بلوک په دوهمه نړیوالې جګړه کې د خدمت لپاره داوطلب شو او د فوني جګړې (Phoney War) په اوږدو کې لوجیستکي مسؤل ؤ. هغه چې په ډنکرک جګړه (Battle of Dunkirk) کې یې ونډه درلوده او په برېتانیه کې یې کم وخت تېر کړ، متحده ایالاتو ته د لارې خوندیتوب لپاره یې هڅه ناکامه شوه . فرانسې ته له راستنېدو وروسته، د هغه د کار کولو وړتیا د یهودیت ضد نوو مقرراتو په په واسطه کمه شوې وه، هغه د څو موجودو جوازونو غوښتنه وکړه او یو یې ترلاسه کړ، چې یهودانو ته یې اجازه ورکوله ترڅو د فرانسې د پوهنتونونو په سیسټم کې کار ته دوام ورکړي. هغه اړ شو چې پاریس پرېږدي او شکایت یې وکړ چې د نازي جرمني چارواکو د هغه آپارتمان لوټ کړ او کتابونه یې غلا کړي؛ همدارنګه اړ شو چې د آنال په مدیره پلاوي کې خپل موقف خوشې کړي. بلوک د ۱۹۴۲ کال تر نومبر پورې کله چې جرمني په ویشي فرانسه برید وکړ، په مونټپیلیر کې کار وکړ. هغه بیا د فرانسوي مقاومت سره یوځای شو، چې عمدتاً د قاصد او ژباړونکي په توګه یې فعالیت کاوه. په ۱۹۴۴ کال کې په لیون کې ونیول شو او په ډزو سره اعدام شو. د اغېزمنو مطالعاتو په ګډون لکه د تاریخ پوه هنر (The Historian's Craft) او عجیبه ماتې (Strange Defeat)، یو شمېر آثار یې له مړینې وروسته خپاره شول.
تاریخي مطالعاتو او د مقاومت د غړي په توګه د هغه مړینه د دې لامل شوه چې بلوک د جګړې څخه وروسته د فرانسوي تاریخ پوهانو نسلونو ته ډېر پام وړ وګرځي؛ هغه "د هر وخت ترټولو لوی تاریخ پوه" وبلل شو. تاریخ پوهانو د شلمې پېړۍ په پای کښې د بلوک د وړتیاوو، نفوذ او میراث په اړه دقیقې ارزونې کولې او استدلال یې کاوه چې د هغه په ګړنلاره کې نیمګړتیاوې موجودې وې. [۲۱]
ځواني او روزنه
[سمول]کورنۍ
[سمول]مارک بلوک د ۱۸۸۶ کال د جولای په ۶ په لیون کې د ګوستاو او سارا بلوک په کورنۍ کې زیږېدلی، دوی دوه اولادونو درلودل چې یو یې مارک ؤ، د سارا پلرنۍ نوم ابسټین ؤ. د بلوک کورنۍ سیکولر، لیبرال او د فرانسې جمهوریت ته وفادار آلزاسي یهودیان وو. تاریخ پوه کارول فینک وايي، دوی د "جکوبین ټینګې وطنپالنې او د کیڼ اړخ ملتپالنې مخالفت" ترمنځ "توازن راوست". کورنۍ یې پنځه نسلونه په آلزاس د فرانسې تر واکمنۍ لاندې کې ژوند کړی ؤ. فرانسه د فرانسې-پروسیې په جګړه کې له ماتې وروسته اړ شوه، چې په ۱۸۷۱ کال کې دا سیمه آلمان ته وسپاري. د بلوک له زېږېدو یو کال وروسته، د هغه پلار په سوربون کې د رومي تاریخ پروفیسور وټاکل شو او کورنۍ یې پاریس، "د دریم جمهوریت ځلانده پلازمینې" ته کډه وکړه. مارک د لوئس کانسټانټ الکساندر په نوم یو ورور درلود، چې اوه کاله له هغه مشر ؤ. دوی دواړه صمیمي وو، که څه هم بلوک وروسته بیا کله ناکله لوئس لږ ډارونکی توصیف کړ. د بلوک کورنۍ د پاریس د ۱۴ برخه په ۷۲ سړک ژوند کاوه. ګوستاو مارک ته ، پداسې حال کې چې هغه لا هم ماشوم ؤ، د یهودي پر ځای د سیکولر تعلیم سره د تاریخ تدریس پیل کړ، ترڅو هغه د فرانسې په مسلکي ټولنه کې یوه مسلک ته چمتو کړي. د بلوک راتلونکي نږدې همکار، لوسین فور په ۱۹۰۲ کال کې د بلوک کورنۍ سره لیدنه وکړه، که څه هم د فور د لیدنې لامل اوس مهال نامعلوم دی، هغه وروسته د بلوک په اړه ولیکل چې "له دې لنډې ناستې څخه، ما د یوه ډنګر نوي ځوان چې ځلانده سترګې او ذکاوت او زړه راښکونکي غمبورو یې درلودل، یاد ساتلې – ورسته د هغه مشر ورور په ځلا کې، د لوی وقار راتلونکی ډاکټر شو، لږ مجذوب شوم ".[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]
روزنه او تعلیم
[سمول]د بلوک ژوندلیک لیکونکي کارن سټرلنګ هغه دوران ته اهمیت ورکړ چې بلوک په کې زیږېدلی: د فرانسې د دریم جمهوریت منځ، نو "له هغو کسانو څخه وروسته چې د دې دوران بنسټ یې کېښود او له هغه نسل څخه وړاندې چې دې دوران به په کلکه ننګوي". کله چې بلوک نه کلن ؤ، په فرانسه کې د ډریفوس قضیه پېښه شوه. په اروپا کې د یهودیت سیاسي مخالفت لومړی لوی نمایش ممکن د بلوک په ځوانۍ کې یوه جوړونکې پېښه او همدارنګه عموماً د پاریس د ۱۹ پېړۍ پای (fin de siècle ) فضا وه. بلوک ۱۱ کلن ؤ کله چې ایمیل زولا د زه تورنوم...! (J'Accuse…!) لیک، په هغه باندې د فرانسوي تشکیلاتو د یهودیت مخالقت او فساد تور، خپور کړ. بلوک ډېره حده د ډریفوس قضیې تر اغېزې لاندې راغی، خو حتی عموماً د نولسمې پېړۍ فرانسه زیاته اغېزمنه شوه او د هغه د پلار کارمشر، اکول نورمال سوپریور په فرانسوي ټولنه کې موجوده اختلافات په هر بحث کې پیاوړي کول. ګوستاو بلوک د ډریفوسارډ غورځنګ کې نږدې ونډه درلوده او زوی یې له دې موخې سره موافق ؤ.[۲۸][۳۲][۳۳][۳۴]
بلوک د دریو کلونو لپاره په نامتو لوئس-لی-ګرانډ لیسه (Lycée Louis-le-Grand) کې تعلیم وکړ، هلته په دوامداره توګه په خپل ټولګي لومړی زنده کوونکی ؤ او په فرانسوي، تاریخ، لاتیني او طبیعي تاریخ کې یې جایزې وګټلې. هغه د ۱۹۰۳ کال په جولای کې په ادبیاتو او فلسفه کې خپل لیسانس دtrés bien (ډېر ښه) درجې په ترلاسه کولو سره پای ورساوه. راتلونکی کال یې یو سکالرشپ ترلاسه کړ او هلته یې اکول نورمال سوپریور (ÉNS) (چیرې چې پلار یې په ۱۸۸۷ کال کې د میټر دی کنفرانسونو (maître de conferences) رتبو لپاره ټاکل شوی ؤ) د لپاره د ماسټرۍ په برخه کې زده کړې پیل کړې. د هغه پلار ته ÉNS کې د خپلو زده کونکو له خوا د لی میګا (le Méga ) لقب ورکړل شوی ؤ او بلوک ته د مایکرومیګا لقب ورکړل شو. دلته کرسشین فایسټر او چارلز سیګنوبوس چې د تاریخي فکر د نسبتاً نوو مکتبونو مشري یې کوله، بلوک ته تاریخ تدریس کاوه، دې تاریخي فکر تاریخ د پراخو موضوعاتو په توګه مشاهده کاوه، چې د ګډوډو پېښو په وسیله پرې شوی. په بلوک باندې د دې دورې یوه بله مهمه اغېزه د هغه د پلار هم دوره، ټولنپوه ایمیل دورکیم ؤ، چې په څو رشته ييز څېړنې (cross-disciplinary research) باندې د بلوک ټینګار یې له مخکې تصور کړ. په همدې کال بلوک انګلستان ته لاړ؛ هغه وروسته بیا یادونه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د انټینټ کورډیال (Entente Cordiale) نوو اړیکو په پرتله زیات د ویکتوریا امبارنمنټ سرګ باندې د بې کوره خلکو شمېر په فکر کې دی.[۲۸][۳۰][۲۸][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]
د ډریفوس قضیې د فرانسوي پوځ په اړه د بلوک نظرونه خراب کړي وو او هغه پوځ د "ځانځانۍ، د یهودیت مخالفت او د جمهوریت مخالفت" څخه ډک وګڼه. د ټولو فرانسوي بالغ نارینه وو لپاره په ۱۹۰۵ کال کې ملي خدمت د عسکرۍ په دوه کلنې مودې سره اجباري شوی ؤ. بلوک د ۱۹۰۵ کال څخه تر ۱۹۰۶ کال پورې په پیتیویرز کې مېشت د ۴۶ام پیاده نظام سره یوځای شو.[۴۰][۴۱][۴۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ ۱٫۵ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb118923821 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
- ↑ http://www.fondsenligne.archives-lyon.fr/v2/ark:/18811/79719aeeb2f80cb8698dbba0c98e429b — خپرېدونېټه: ۷ جولای ۲۰۲۳
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ پیوستون : 118659081 — خپرېدونېټه: ۲۶ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Marc-Bloch — سکالو پېژند: Marc Bloch — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ Léonore ID: http://www.culture.gouv.fr/public/mistral/leonore_fr?ACTION=CHERCHER&FIELD_1=COTE&VALUE_1=19800035/163/20935 — سکالو پېژند: Mare Léopold Benjamin Bloch — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — خپروونکی: Ministry of Culture of France
- ↑ DBA ID: https://www.alsace-histoire.org/netdba/bloch-marc — سکالو پېژند: BLOCH Marc — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Georges Bischoff ، Georges Foessel او Christian Baechler — سمونګر: Fédération des sociétés d'histoire et d'archéologie d'Alsace — سرليک: Nouveau dictionnaire de biographie alsacienne
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/bloch-marc — سکالو پېژند: Marc Bloch — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=marc;n=bloch — سکالو پېژند: Marc Bloch
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=8191 — سکالو پېژند: Marc Bloch — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/1947/ — خپرېدونېټه: ۱۳ فېبروري ۲۰۲۱
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=111445 — سکالو پېژند: Marc Léopold Benjamin dit Chevreuse, Arpajon, Narbonne Bloch — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bruno Delmas او Rémi Mathis — سرليک: La France savante
- ↑ http://www.fondsenligne.archives-lyon.fr/v2/ark:/18811/79719aeeb2f80cb8698dbba0c98e429b — خپرېدونېټه: ۲ جون ۲۰۲۳
- ↑ پیوستون : 118659081 — خپرېدونېټه: ۲۷ سېپتمبر ۲۰۱۵ — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Блок Марк — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
- ↑ سکالو پېژند: Marc Bloch — Pontificia Università della Santa Croce ID: https://catalogo.pusc.it/cgi-bin/koha/opac-authoritiesdetail.pl?marc=1&authid=9008
- ↑ Libris-URI: https://libris.kb.se/katalogisering/1zcfh44k3ndn44v — خپرېدونېټه: ۲۴ اگست ۲۰۱۸ — خپروونکی: National Library of Sweden — خپرولونېټه: ۷ فېبروري ۲۰۱۳
- ↑ https://www.nybooks.com/articles/1990/04/26/a-modern-hero/
- ↑ http://www.nocierreslosojos.com/escuela-annales-marc-bloch/
- ↑ پیوستون : 118659081 — خپرېدونېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/10444899
- ↑ https://www.ipl.org/essay/Durkheims-Impact-On-History-PKUVQRHESJPR
- ↑ Weber 1991، م. 244.
- ↑ Lyon 1985، م. 184.
- ↑ Fink 1995، م. 205.
- ↑ Fink 1991، م. 17.
- ↑ Febvre 1947، م. 172.
- ↑ Epstein 1993، م. 280.
- ↑ Fink 1991، م. 16.
- ↑ ۲۸٫۰ ۲۸٫۱ ۲۸٫۲ ۲۸٫۳ Stirling 2007، م. 527.
- ↑ Fink 1991، م. 8.
- ↑ ۳۰٫۰ ۳۰٫۱ Friedman 1996، م. 7.
- ↑ Lyon 1985، م. 183.
- ↑ Fink 1991، م. 19.
- ↑ Hughes-Warrington 2015، م. 10.
- ↑ Friedman 1996، م. 6.
- ↑ Schöttler 2010، م. 415.
- ↑ Friedman 1996، م. 4.
- ↑ Fink 1991، م. 24.
- ↑ Lyon 1987، م. 198.
- ↑ Fink 1991، مم. 24–25.
- ↑ ۴۰٫۰ ۴۰٫۱ Fink 1991، م. 22.
- ↑ Gat 1992، م. 93.
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- 1944ز مړينې
- 16 جون مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P140
- سياستمداران ويکيډاټا معلومات
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P580
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P582
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P108
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P737
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په تاتاري
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
