مارک آنتوني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مارکوس آنتونیوس (زوکړه: له میلاد وړاندې ۸۳ کال د جنوري ۱۴مه – مړینه له میلاد وړاندې ۳۰ کال د اګست لومړۍ نېټه) چې د انګریزي ژب ویونکو ترمنځ د مارک آنتوني په نوم پېژندل کېږي؛ رومي سیاستوال او پوځي جنرال و چې له مشروطه جمهوریت څخه یې اتوکراتیکې رومي سترواکۍ ته د روم د جمهوریت په بدلون کې مهم رول درلود. [۱]

آنتوني د ژولیوس سزار له خپلوانو او ملاتړو څخه و چې د ګال د نیولو او کورنۍ جګړې پر مهال یې د جنرال په توګه خدمت وکړ. آنتوني هغه مهال د ایټالیا د چارو مسئول وګمارل شو چې سزار په یونان، شمالي افریقا او هسپانیا کې خپل سیاسي مخالفین له دندو ګوښه کړل. له میلاد وړاندې ۴۴ زکال کې، وروسته له هغه چې سزار ترور کړای شو، آنتوني د سزار له بل جنرال مارکوس آمیلیوس لپیدوس او د سزار له وارره او زوی بللي اکتاویان سره لاس یو کړ او د خپلو ځواکونو له مشرۍ څخه یې په ګټنې یو درې کسیز دیکتاتوري نظام رامنځته کړ چې د تاریخ لیکونکو له خوا د دویمې درې کسیزې واکمنۍ (Second Triumvirate) په توګه ګڼل کېږي. دوی د سزار قاتلان یا آزادي غوښتونکي (Liberatores) له میلاد وړاندې ۴۲ کال پر مهال د فیلیپي په جګړه کې مات کړل او د هغو جمهوري دولت یې په خپلو کې وویشه. آنتوني ته د روم ختیځ ولایتونه وسپارل شول چې د مصر پاچاهي هم ورته اړونده وه او د ملکې اوومې کلئوپاترا فیلوپاتور له خوا اداره کېده؛ ورته مهال د فارسیانو او رومیانو د جګړې قوماندان وټاکل شو.

د دغو دریو واکمنانو ترمنځ اړیکې له دې امله ترینګلې شوې چې هر یو ځانته د لا زیات سیاسي واک د ترلاسه کولو په هڅه کې و. د آنتوني او اکتاویان ترمنځ د کورنۍ جګړې د ترسره کېدو مخه په دې ونیول شوه چې آنتونی له میلاد وړاندې ۴۰ کال کې د اکتاویان له خور، اکتاویا سره واده وکړ. د دغه واده سربېره آنتوني له کلئوپاترا سره عاشقانه اړیکه جوړه کړه او له هغې یې درې ماشومان پیدا شول؛ دغې چارې د آنتوني او اکتاویان اړیکې لا ترینګلې کړې. لپیدوس له میلاد وړاندې ۳۶ کال کې له دغه اتحاد وویستل شو او د انتوني او اکتاویان ترمنځ اختلافات د دغو دریو متحدینو د پلویانو ترمنځ د ستونزو لامل وګرځېدل. د دوی ترمنځ دوامداره ستونزې له میلاد څخه وړاندې ۳۱ کال کې په کورنۍ جګړې واوښتې، هغه مهال چې د روم سنا د اکتاویان په لارښوونه له کلئوپاترا سره د جګړې اعلان وکړ او آنتوني یې خاین وباله. د همدغه کال په وروستیو کې آنتوني د اکتاویان د ځواکونو له خوا په اکتیوم جګړه کې ماته وخوړه. آنتوني او کلئوپاترا مصر ته وتښتېدل او د الکسندریې په جګړه کې له ماتې خوړولو وروسته داوړو ځان وژنه وکړه.

د آنتوني له مړینې وروسته اکتاویان له کوم مخالف پرته رومي واکمن وګرځېد. له میلاد وړاندې ۲۷ کال کې اکتاویان ځان ته د اګوستوس لقب وټاکه چې په سترواکۍ باندې د روم د جمهوریت د بدلېدو د وروستي پړاو څرګندونکی و او په دې سره نوموړی لومړنی رومي سترواک شو.

لومړنی ژوند[سمول]

د غیربومي رومیانو، انتونیا لړۍ ته اړوند آنتوني له میلاد وړاندې ۸۳ کال د جنوري په ۱۴مه په روم ښار کې وزېږېد. د هغه پلار او همنامه مارکوس آنتونیوس کرتیکوس د مشهور مبلغ مارکوس آنتونیوس زوی و چې له میلاد څخه وړاندې ۸۶-۸۷ کال په ژمي کې د ګایوس ماریوس د تصفیې پر مهال ووژل شو. د هغه مور ژولیا د ژولیوس سزار د تره لور وه. [۲][۳][۴][۵][۶]

د رومي خطیب مارکوس تولیوس سیسرو په خبره د آنتوني پلار نالایقه او فاسد سړی و او له دې امله هغه ته واک ورکړل شوی و چې د هغو څخه د کار اخیستو وړتیا یې نه لرله او یا هم له هغو څخه یې په ښه توګه ناوړه ګټنه کولای شوه. له میلاد وړاندې ۷۴ کال کې هغه ته پوځي قومانده ورکړل شوه څو په مدیترانه کې سمندري غلو ته ماته ورکړي، خو له میلاد څخه وړاندې ۷۱ کال پر مهال په داسې حال کې په کرت کې ومړ چې چندان پام وړ پرمختګ یې نه درلود. د لوی آنتوني مړینه لامل وګرځېده آنتوني او د هغه وروڼه لوسیوس او ګایوس یوازې د خپلې مور ژولیا پالنې ته پاتې شي چې وروسته یې د پاتریسیوس د پخوانیو اشرافو له مخکښ کورنلیوس لنتولوس سورا سره واده وکړ. لنتولوس له دې سره چې له خپل سیاسي ځایګي څخه یې د مالي ګټو په موخه ناوړه ګټنه کوله خو د کټه خرچۍ له امله تل پوروړی و. نوموړی په دویمه کاتیلینیري توطئه کې یو له مخکښانو څخه و او ډېر ژر له میلاد څخه وړاندې ۶۳ کال کې د کونسل سیسرو په امر اعدام کړای شو. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د تاریخ لیکونکي پلوتارک په خبره، آنتوني د خپلې نوې ځوانۍ دوره په روم کې له خپلو وروڼو او ملګرو سره په قمار وهلو، شراب خوړلو او عاشقانه اړیکو ساتلو کې تېره کړه. د آنتوني مخالف، سیسرو نوموړی تورن کړ چې له ګایوس سکریبونیوس کوریو سره یې همجنسګرایانه اړیکه لرلې. دغه ډول تورونه هغه مهال د روم په جمهوریت کې د سیاسي مخالفینو د سپکاوي او بې اعتباره کولو په موخه دود و. د ځوانۍ پر مهال د هغه د سیاسي چارو اړوند ډېر لږ کره معلومات شتون لري، خو دا څرګنده ده چې نوموړی د پوبلیوس کلودیوس پولچر او د هغه د بدمعاشانو د ډلې ملګری و. همدارنګه کېدای شي په لوپرکال مذهبي ډله کې هم لاس ولري ځکه چې د هغه د ژوندانه په وروستیو وختو کې د دغې ډلې د کشیش په توګه هم یاد شوی. د ۲۰ کلنۍ په عمر آنتوني په پریمانه کچه پوروړی و او له همدې امله په دې هیله چې له خپلو پوروړو ځان خلاص کړي له میلاد څخه وړاندې ۵۸ کال کې یونان ته وتښتېد او په آتن کې یې د فلسفې او بلاغت په برخه کې په زده کړو پیل وکړ. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

لومړنۍ چارې او دنده[سمول]

آنتوني له میلاد وړاندې ۵۷ کال کې په سوریه کې د رومي پروکنسول آلوس ګابینوس په پوځ کې د سواره پوځ مشر وټاکل شو. دغه ټاکنه د هغه د پوځي خدمت پیل و. ګابینوس د آنتوني د لارښود پوبلیوس کلودیوس پولچر په لارښوونه د تېرکال د کونسل سیسرو د تبعید اړوند رضایت ورکړی و. [۱۸][۱۹]

په یهودیه سیمه کې د رومیانو تر ملاتړ لاندې لوی حشموني کاهن اورشلیم ته وتښتېد څو ګابینوس هغه له خپل سیال او زوم الکسندر څخه وژغوري. کلونه وړاندې له میلاد څخه وړاندې ۶۳ کال کې رومي جنرال پومپیوس نوموړی او د هغه پلار پاچا دویم اریستوبولوس د سلوکي سترواکۍ د پاتې شونو پر وړاندې په جګړه کې نیولي وو. پومپیوس، اریستوبلوس له واکه ګوښه کړ او هیرکانوس یې د هغه پر ځای په یهودیه کې د رومي حاکم موکل ټاکلی و. آنتوني خپل لومړني پوځي امتیازات په سکندریه او ماخئروس کې د یو لړ مهمو بریاوو وروسته ترلاسه کړل. له میلاد څخه وړاندې ۵۶ کال کې د پاڅون له ماتېدو وروسته ګابینوس، هیرکانوس د یهودیه د لوی کاهن په توګه بېرته مقرر کړ. [۲۰][۲۱]

راتلونکی کال، له میلاد وړاندې ۵۵ کال کې ګابینوس د بطلمیوسي مصر په سیاسي چارو کې مداخله وکړه. بطلمیوسي فرعون دوولسم اولیتس د خپلې لور څلورمې برنیس په رهبرۍ یو پاڅون له امله له میلاد وړاندې ۵۸ کال کې له واکه ګوښه کړای شو او اړ شو په روم کې پناه وغواړي. بطلمیوس کلونه وړاندې د پومپیوس د فتوحاتو پر مهال د هغه ملاتړ خپل کړی و او هغه یې د روم متحد باله. په مصر باندې د ګابینوس برید بېرته د بطلمیوس د واکمنولو په موخه و. دغه چاره د سنا جرګې له امر پرته، خو د روم د مخکښ سیاستوال پومپیوس په تائید ترسره شوه چې پومپیوس ته یې د هغه مهال ۱۰۰۰۰ واحده شتمني د بډو په توګه ورکړې وه. یوناني تاریخ لیکونکی پلوتارک څرګندوي چې دا آنتوني و چې ګابینوس یې متقاعد کړ دغه کار ترسره کړي. د مصر د پاچاهۍ د سرحدي ځواکونو له ماتولو وروسته د ګابینوس ځواکونو د پاچا د ماڼۍ په ساتونکو برید وکړ خو هغوی له جګړې کولو پرته تسلیم شول. وروسته له هغه چې دولسم بطلمیوس د روم تر ملاتړ لاندې پاچا شو، ګابینوس د بطلمیوس له واکمنۍ څخه د ډاډ لرلو په موخه ۲۰۰۰ رومي سرتېري اسکندریې ته ولېږل چې وروسته د ګابیناني په نوم پېژندل کېدل. آنتوني کلونه وروسته ادعا وکړه چې د لومړي ځل لپاره یې د دولسم بطلمیوس له ۱۴ کلنې لور کلئوپاترا سره د دغې جګړې پر مهال په مصر کې لیدلي و. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. Also spelled as "Marc Antony"
  2. "Mark Antony". HISTORY. 24 October 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Plutarch, Life of Antony 86.5.
  4. Suerbaum 1980, 327–334.
  5. Huzar 1978, p. 14
  6. Goldsworthy, 2010, p. 39
  7. Huzar 1978, p. 15
  8. Huzar 1978, p. 14
  9. Huzar 1978, p. 15
  10. Scullard 1980, p. 154
  11. Huzar 1978, p. 17
  12. Scullard 1980, p. 154
  13. Eyben 1993, p. 58
  14. Eyben 1993, p. 236
  15. "In ancient Rome, political discourse was sometimes like an internet fight". ZME Science (په انګلیسي ژبه کي). 24 August 2018. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. History, Mindy Weisberger 2018-09-02T12:12:50Z (2 September 2018). "Think Politics Today Is Ugly? Politicians in Ancient Rome Were Insulting, Too". livescience.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Huzar 1978, p. 25
  18. Jallet-Huant, 2009, p. 25
  19. Weigall, 1931, p. 102
  20. Rocca
  21. Plutarch, Antony, 3
  22. Siani-Davis, 1997, p. 316
  23. Bradford, 2000, p. 43
  24. Plutarch, Antony, 3
  25. Siani-Davis, 1997, 388
  26. Roller, 2010, pp. 24–25.