Jump to content

ماري کارولین برهم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ماري کارولین برهم (زوکړه: د ۱۸۵۹ زکال د جون ۳۰ مه – مړینه: د ۱۹۲۶ زکال د جنوري ۲۱مه نېټه) امریکايي سیاستواله، ممنوعیت پالونکې او همدارنګه د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتنې فعاله وه. نوموړې عیسوي مېرمنو ته د اړوندې اعتدال ټولنې د رایو د حق غوښتنې د برخې د مشرې په توګه د ممنوعیت پالونکي ګوند (Prohibition Party) او پریسبیټري کلیسا له مهمو غړو څخه وه چې په سیمه ئیزو او ملي سیاستونو کې یې ځانګړې ونډه لرله او همدارنګه یې د اصلاحي قوانینو پلویتوب کاوه. نوموړې دوه ځله د متحده ایالاتو د ولسمشرانو په استازولۍ په الکولو ضد کانګرسونو کې برخه واخیسته چې په اروپا کې جوړ شوي وو. سربېره پر دې لومړنۍ مېرمن وه چې ښځو ته د رایو د حق د ورکړې اړوند د اساسي قانون له ۱۹م تعدیل وروسته په متحده ایالاتو کې د مرستیال ولسمشرۍ څوکۍ ته نومانده شوه. [۱][۲]

لومړنی ژوند او کورنۍ[سمول]

برهم د اوهایو په سانډوسکي کې د ویلیام هنري او الیزابت روډ برهم په کورنۍ کې وزیږېده او د هغو له اتو ماشومانو څخه دریمه وه. پلار یې د جامو سوداګر و. راپور ورکړل شوی چې هغه ډېره لیوالتیا لرونکې لوستونکې وه او د ماشومتوب پر مهال یې د سنډې په نامه ښوونځي د کتابتون شاوخوا ۳۰۰ کتابونه لوستي وو. مور یې بیا د پلار له مړینې وروسته په ۱۸۹۶ زکال کې ځان سمندر ته واچوه او ځان وژنه یې وکړه. [۳][۴][۵][۶][۷][۸]

برهم د سانډوسکي د دولتي ښوونځیو په سیسټم کې ښوونکې او روزونکې وه، چېرې چې هغې د ژبو او مدني چارو په برخه کې خصوصي زده کړې هم وړاندې کولې. دې په ۱۸۸۳ یا ۱۸۸۴ زکال کې د سانډوسکي د کتاب ساتونکې په توګه دنده پرېښوده او د ایلینوی اولني سیمې ته کډه شوه چې هلته یې بیا د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هنر، ګلدوزۍ او نقاشۍ تدریس ته مخه کړه. له دغو سره همهاله نوموړې د یاد ښار د لومړنۍ پریسبیټري کلیسا د سنډې ښوونځي ښوونکې او واکیاله وه. [۹][۱۰][۱۱]

د ۱۸۸۷ – ۱۸۸۸ ښوونیز کال پر مهال چې د اولني په کلرمونټ ښوونځي کې یې تدریس کاوه، له خپل تره ویلیام روډ او د هغه له مېرمنې سره اوسېده. روډ بریالی سوداګر و چې د برېښنايي وسایلو یو دکان، د جامو سوداګري او همدارنګه یې بیروبار لرونکی هوټل او میخانه لرله. [۱۲][۱۳]

سیاسي ژوند[سمول]

په سیمه ئیزه او ملي کچه سیاسي ونډه[سمول]

برهم وړاندې له دې چې د ولسمشر د مرستیالۍ څوکۍ ته ځان نوماند کړي، فعال سیاسي ژوند یې درلود. دا د ۱۹۱۲ زکال پر مهال د سانفرانسېسکو په کنفرانس کې د کالیفورنیا د ښځو د قانون جوړونکې شورا لومړۍ مرستیاله وه. دغه شورا یوه غیر ګوندي او غیرمذهبي ډله وه چې د ښځو او ماشومانو لپاره یې د غوره قوانینو د ټاکلو، د عامه هوساینې په برخه کې یې د غوره اقداماتو د ترسره کېدو او همدارنګه د داسې قوانینو د جوړېدو موخه لرله چې اخلاقي، اقتصادي او ټولنیز شرایط ښه کړي. [۱۴]

برهم د متحده ایالاتو د دوه ولسمشرانو له خوا د اعتدال په برخه کې د متحده ایالاتو استازې وټاکل شوه. په ۱۹۰۹ زکال کې ولمسشر ویلیام اېچ. تافت نوموړې په لندن کې جوړ شوي د الکولو ضد نړیوال کانګرس ته د خپلې استازې په توګه ولېږله څو هلته وینا وکړي. بل ځل بیا په ۱۹۱۳ زکال کې ولسمشر ویډرو ویلسون د ایټالیا په میلان کې د الکولو ضد نړیوال کانګرس ته د استازې په توګه وټاکله چېرې چې دې د علمي اعتدال اړوند بحث وکړ. [۱۵][۱۶]

سربېره پر دې برهم د متحده ایالاتو د کانګرس په دواړو جرګو کې ویناوې وکړې او د یو لوی غوښتنلیک په ترتیب کولو سره یې له کانګرس څخه وغوښتل د زده کړو وزارت جوړ کړي. [۱۷][۱۸][۱۹]

په ۱۹۱۶ زکال کې د ممنوعیت پالونکي ګوند ملي کنوانسیون[سمول]

برهم د ۱۹۲۴ زکال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له ګډون وړاندې یوځل په ۱۹۱۶ او بیا په ۱۹۲۰ زکال کې د ممنوعیت پالونکي ګوند له خوا د یاد ګوند د مرستیالۍ څوکۍ ته نومانده شوه، خو رد شوه. د ۱۹۱۶ زکال پر مهال د مینه سوتا په سنټ پاول سیمه کې د یاد ګوند په جوړ شوي ملي کنوانسیون کې برهم څرګنده کړه چې د مجسمو په ملي تالار کې د عیسوي مېرمنو د اعتدال د ټولنې د پخواني مشر فرانسېس ویلارد یادګاري مجسمه د دې وړاندوینه کوي چې یو ورځ به یوه مېرمن د کانګرس په ماڼۍ کې شتون ولري؛ نه دا چې یوازې مجسمه به یې وي بلکې واک به هم ولري. په داسې حال کې چې برهم دغه مهال د مرستیالۍ څوکۍ ته په پام کې نیول شوې وه، خو هغې د نوماندۍ له کتار څخه ځان ویوست، ځکه باور یې درلود چې ایرا لندریس غوره نوماند دی؛ هغه هم له دې امله چې په سوېل کې یې پیاوړې ټاکنیزه حوزه لرله. دغه مهال سیاسي فعالانې ماري هاریس ارمور او ایلا اې. بول د مرستیالۍ د څوکۍ لپاره په پام کې نیول شوې وې او ښځو په دغه ګوند کې کلیدي رول لوباوه. له سلو څخه زیاتې ښځې او همدارنګه یې په مساوي شمېر نورو ځای نیونکو په دغه کنوانیسیون کې ګډون وکړ او له امله یې دغه ډول غونډې په ټوله نړۍ کې جوړې شوې. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

نېشنل ګوند[سمول]

برهم په ۱۹۱۸ زکال کې د نوي جوړ شوي نېشنل (ملي) ګوند مرستیاله وه؛ دغه مهال دا یوازنۍ مېرمن وه چې په دغه څوکۍ یې کار کړی و. دغه ګوند د اعتدال او د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتنې په چارو کې ښکېل و او په خپل جوړښت کې یې برابرۍ ته ځای ورکړی و. له هر ایالت څخه یوه نارینه او یوې ښځې د هغو په ملي کمېټه کې خدمت کاوه. د رایو حق هم د دغه ګوند د کاري اډانې یو له اصولو څخه و او څرګندوله یې چې «نېشنل ګوند د برابرې رایې حق سیاسي دیموکراسۍ ته د لاسرسي په برخه کې لومړنی ګام بولي؛ زموږ په موخو کې لومړنۍ موخه د فدرال رایې د ورکړې په برخه کې اصلاحات دي او ګوند دغې موخې ته د رسېدو په برخه کې ژمن دی». د نېشنل ګوند په کنوانسیون کې یو شمېر ټلګرافونه ولسمشر ویلسون او د متحده ایالاتو نورو سناتورانو ته ولېږل شول او له هغوی یې وغوښتل چې د سوزان بي. انتوني د رایو د حق غوښتنې اصلاحیه تصویب کړي. [۲۴][۲۵][۲۶]

په ۱۹۲۰ زکال کې د کالیفورنیا ایالت د سنا جرګې ټاکنې[سمول]

برهم په ۱۹۲۰ زکال کې د دیموکرات ګوند او ممنوعیت پالونکي ګوند له خوا د کالیفورنیا ایالت د سنا جرګې لپاره له ۳۳مې ناحیې نومانده کړای شوه. د هغو په لومړنیو موخو کې د الکولو د قاچاق بشپړ له منځه تګ او له هغو قوانینو څخه ملاتړ شامل و چې ښځې او ماشومان یې خوندي کول. هغې د خپل سیال او برحاله سناتور ریچارډ رومینګر پر وړاندې په ټاکنو کې ګډون وکړ او دا لومړنی ځل داسې ټاکنې وې چې ښځو په کې ګډون درلود. د لاس انجلس ډېری ښځینه کلبونو د برهم لپاره کمپاین وکړ او لیوالتیا یې لرله چې دوی په ایالتي قانون جوړونکې شورا کې ښځینه استازې ولري. هغه مهال چې رایې وشمېرل شوې رومینګر په لوی توپیر ټاکنې وګټلې. بالاخره نوموړی د ۶۴٪ رایو په خپلولو بریالی اعلان شو. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

په ۱۹۲۴ زکال کې د مرستیال ولسمشرۍ لپاره مبارزه[سمول]

برهم وروسته له هغه چې ښځو په ملي ټاکنو کې رایه ورکړه لومړنۍ ښځینه وه چې د مرستیال ولسمشرۍ څوکۍ ته نومانده شوه او په دې توګه یې وکولای شول ځانته هم رایه ورکړي. له دې وړاندې په ۱۸۸۴ زکال کې ماریتا سټو په یو بشپړ ښځینه ټاکنیز ټکټ کې ځان د مرستیال ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند کړی و، خو ډیری کسان استدلال کوي چې برهم لومړنۍ مېرمن وه چې په قانوني بڼه یې ۱۹۲۰ زکال ته اړوند د متحده ایالاتو د اساسي قانون د ۱۹م تعدیل پر مټ ځان نوماند کړ. برهم د ممنوعیت پالونکي ګوند له خوا د ۱۹۲۴ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې د هرمان پي. فارېس په ټاکنیز ټکټ کې ټاکنو ته ودرېده. په دغه ټاکنیز ټکټ کې د ولسمشر د مرستیالۍ څوکۍ ته په لومړني ګام کې ډاکټر اې پي. ګوتې، دویم بیا برهم او دریم کس هم ډګروال اې. ل. موډي غوره شوي وو. ګوتې پر شا شو او برهم په ویاړ سره نومانده کړای شوه. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

سرچينې[سمول]

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. . MISS MARIE: BREHM DIES.; Noted Prohibitionist Victim of Pasadena Grand Stand Crash.. The New York Times.
  3. US Federal Census. Year: 1870; Census Place: Sandusky Ward 2, Erie, Ohio; Roll: M593_1197; Page: 227A; Family History Library Film: 552696
  4. US Federal Census: Year: 1880; Census Place: Sandusky, Erie, Ohio; Roll: 1013; Page: 233B; Enumeration District: 121
  5. The Firelands Pioneer. 1921. مخونه 577. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. The Firelands Pioneer. 1921. مخونه 621. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. (په 1896-04-16 باندې). Buckeye State News: Mrs. William H. Brehm (Elizabeth Brehm) death. The Summit County Beacon.
  8. (په 1896-04-15 باندې). Suicide by Drowning. The Marion Star.
  9. Leonard, John W. (1914). Woman's Who's who of America: A Biographical Dictionary of Contemporary Women of the United States and Canada, 1914–1915. American commonwealth Company. مخونه 125. brehm. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. The Firelands Pioneer. 1921. مخونه 577. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. The Firelands Pioneer. 1921. مخونه 621. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. (په June 9, 1924 باندې). Richland Woman Is Nominated On National Ticket; Wins Second Place on Prohibition Ticket.... Daily Republican-Register; Mount Carmel, Illinois.
  14. Wilson, Josephine; Lyons, Louis S. (1922). "Women's Legislative Council of California". Who's Who Among the Women of California: An Annual Devoted to the Representative Women of California, with an Authoritative Review of Their Activities in Civic, Social, Athletic, Philanthropic, Art and Music, Literary and Dramatic Circles: Profusely Illustrated. San Francisco: Security Pub. Co.: 116 – په وسيله HathiTrust. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. The Firelands Pioneer. 1921. مخونه 578. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. (په 1913-10-02 باندې). Miss Brehm's Talk. The News.
  17. The Firelands Pioneer. 1921. مخونه 578. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  19. (په 1926-01-22 باندې). Miss Marie C. Brehm, Once W.C.T.U. Leader, Dies of Her Injuries. Chicago Tribune.
  20. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  21. (په 1924-07-09 باندې). Wants To Be Vice President. The Richmond Item.
  22. (په 1920-03-20 باندې). Former Sandusky Girl, National Figure, Asked to Be Prohibition Candidate for Vice Presidency. The Sandusky Star-Journal.
  23. (په 1916-07-18 باندې). Women Factor in Dry Convention. The Gettysburg Times.
  24. Hyde, Florence Slown (Summer 1918). "The National Party". The Woman Citizen. 3: 273 – په وسيله HathiTrust. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: التاريخ والسنة (link)
  25. Boyd, Mary Brown Sumner (1918). "Appendix A". The Woman Citizen. New York: Frederick A. Stokes Company: 222–223 – په وسيله HathiTrust. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. (په 1918-03-09 باندې). Socialist is Made Chairman of New National Party at Final Session. The Cincinnati Enquirer.
  27. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  28. (په 1920-07-24 باندې). Politics.. The Los Angeles Times.
  29. (په 1920-08-29 باندې). Here Are the Primary Election Candidates. The Los Angeles Times.
  30. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  31. (په 1920-11-04 باندې). Shortridge's Victory Over Phelan Growing. The Los Angeles Times.
  32. (په 1920-09-01 باندې). Van DeWater Beats Randall. The Los Angeles Times.
  33. (په 1920-09-02 باندې). G.O.P. Triumph on Coast. The Los Angeles Times.
  34. (په 1920-11-03 باندې). Shortridge Decisively Beats Senator Phelan. The Los Angeles Times.
  35. "Marietta Stow biography". Her Hat Was In the Ring. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جنوري ۲۰۲۱ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۲ جون ۲۰۲۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. (په October 30, 2015 باندې). Are Women Allowed to Be President?. U.S. News & World Report.
  37. Hedges, James (Spring 2005). "Dry Oasis: The Prohibition Party". The Keynoter. ټوک. 2005 نمبر. 1. مخونه 30 – په وسيله Internet Archive. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  38. Weatherford, Doris (2012-01-20). Women in American Politics: History and Milestones. SAGE. مخونه 60. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781608710072. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  39. Who Was Who in America: Historical Volume 1607–1896 – A Component Volume of Who's Who in American History. A. M. Marquis Company. 1963. مخونه 70. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  40. The Firelands Pioneer. 1921. مخونه 578. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  41. (په June 7, 1924 باندې). [{{{url}}} Drys Name Woman for Vice President: Convention Puts Miss Marie C. Brehm on Ticket Headed by H.P. Faris].