ماري رابېنسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ماري رابېنسن
(آئرستانی: Máire Mhic Róibín د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ماري رابېنسن
ماري رابېنسن

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Mary Therese Winifred Bourke د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۱ مې ۱۹۴۴[۱][۲][۳][۴]
استوګنځای څوریخ
آيرلينډ [۵]  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت آيرلينډ   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۶]
آیرلنډي ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
اندرا ګاندي جایزه (۲۰۰۰)
ايراسموس جايزه (۱۹۹۹)  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ماري رابېنسن
ماري رابېنسن

ماري تیریس وېنفرېډ رابېنسن (په آیرلنډي ژربه: Máire Mhic Róibín؛ د زیږون نوم: بورک؛ چې د ۱۹۴۴ کال د می په ۲۱ یې نړۍ ته سترګې پرانیستې) یوه آیرلنډي سیاستواله ده چې د آیرلنډ د اومې ولسمشرې په توګه یې د ۱۹۹۰ کال له ډسمبر څخه د ۱۹۹۷ کال تر سپټمبر پورې یې دنده پر مخ یوړه. هغه لومړنۍ ښځه وه چې دا چوکۍ یې ترلاسه کړه. وروسته نوموړې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لویه کمېشنره وه. رابېنسن د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې، د ۱۹۶۹ او ۱۹۸۹ کې د آریلنډ په سنا کې سناتوره وه او د ۱۹۷۹ کال څخه تر ۱۹۸۳ کال پورې د ډوبلین کارپوریشن سیمه ایزه سلاکاره وه. هغه د لنډې مودې لپاره په کارګر ګوند پورې تړلې وه، خو نوموړې لومړنۍ خپلواکه نومانده شوه چې د ولسمشرۍ څوکۍ یې وګټله او لومړی کس و چې د فیانا فیل (جمهوري غوښتونکي ګوند) ملاتړ یې نه درلود. د ولسمشرې په توګه له خپلې دندې وروسته، رابېنسن د ۱۹۹۷ کال څخه تر ۲۰۰۲ کال پورې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لویه کمېشنره شوه.[۷]

رابېنسن په پراخه کچه په آیرلنډ کې د بدلون اغېزې درلودونکي څېرې په توګه پېژندل کېږي، چې د سناتور او وکیل په توګه یې په زیاتره لیبرالیستي مسئلو کې په بریالیتوب کمپاین وکړ. رابېنسن د همجنسبازۍ په قانوني کولو، د امیندوارۍ د مخنیوي په قانوني کولو، د طلاق په قانوني کولو، ښځو ته د قضاوت د وړتیا ورکولو، او په آیرلنډ کې په مدني حقوقي قضیو کې د قانوني مرستې د حق په خوندي کولو کې ښکېل وه. نوموړې د آیرلنډ ترټولو مشهوره ولسمشره وه، چې د رای ورکوونکو په منځ کې د ۹۳٪ محبوبیت کچه درلوده.[۸]

نوموړې د لویې کمېشنر په توګه د خپلې دندې په اوږدو کې تبت ته سفر وکړ (۱۹۹۸)، چې لومړنۍ لویه کمېشنره ده چې دا کار یې کړی دی. هغې د آیرلنډ د کډوالۍ په سیاست نیوکه وکړه او په متحده ایالاتو کې د مرګ د سزا کارول تر نیوکې لاندې راوستل. هغې د لویې کمېشنرۍ خپله څلور کلنه دوره د یو کال لپاره وغځوله ترڅو د ۲۰۰۱ کال د سویلي افریقا په ډوربن کې د توکم پالنې پروړاندې د نړیوال کنفرانس مشري وکړي. دا کنفرانس د یوې مسوده سند له امله ځکه جنجالي شو چې صهیونزم یې له نژاد پالنې سره برابر کړ. د متحده ایالاتو له لوري د زیاتیدونکي فشار په ترڅ کې، رابېنسن د ۲۰۰۲ کال په سپټمبر کې له خپلې دندې استعفا ورکړه. په ۲۰۰۲ کال کې د ملګرو ملتونو څخه له وتلو وروسته، رابېنسن د حقونو پېژندنه: د نړیوالتوب اخلاقي نوښت، را منځ ته کړ چې د ۲۰۱۰ کال په پای له پلان شوې پایلې سره پای ته ورسېد.

رابېنسن له ۱۹۹۸ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې د ډوبلین پوهنتون د رئیسې په توګه دنده ترسره کړه او له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې د اکسفام د افتخاري رئیسې وه.  

نوموړې د ۲۰۱۰ کال په پای کې آیرلنډ ته راستنه شوه او له هغه وخته یې د ماري رابېنسن بنسټ - اقلیمي عدالت تاسیس کړ. رابېنسن په نړیواله کچه د مدني حقونو په برخه کې په مبارزه کې فعاله پاتې ده. نوموړې د محمد ابراهیم د بنسټ د بورډ مشره ده او د بنسټ د ابراهیم جایزې د کمېټې غړې ده. هغه همدارنګه  د B ټیم مشره هم ده او د پریټوریا په پوهنتون کې د بشري حقونو په مرکز او د جنسیت په مرکز، ایډز او جنډر په مرکز کې د غوره استادې په توګه ونومول شوه. هغه له ۲۰۰۵ کال راهیسې د اروپا د نړوال پوهنتون د بشري حقونو او ولسواکۍ د مرکز یا EIUC افتخاري رئیسه ده. نوموړې د چاپیریال او پراختیا نړیوال انسټیټیوټ پخوانۍ رئیسه ده او همدارنګه د ښځې د نړۍ مشران بنسټ د شورا بنسټ ایښودونکې غړې او رئیسه ده. نوموړې د اروپايي ټولنې د درې اړخیز کمیسیون غړې وه.

لومړی ژوند او سابقه (۱۹۴۴ – ۱۹۶۹)[سمول]

نوموړې چې د مایو ښارګوټي په بالینا کې په ۱۹۴۴ کال کې وزیږېده، د دوو طبي ډاکټرانو لور ده. پلار یې اوبرې بورک د بالینا اوسیدونکی و، په داسې حال کې چې مور یې ټیسا بورک (د زیږون نوم: او ډونیل) د ډونیګال د انیشوین د کارنډوناګ اوسېدونکې وه. ماري د خپلو وروڼو سره یوځای د بالینا په مرکز کې په وېکتوریا هاوز (شماره ۱ او ۲ وېکتوریا ټیرس) کې لوی شوه چې د مور او پلار استوګنځی یې و. کورنۍ یې په آیرلنډ کې د بېلابېلو سیاسي کړیو سره اړیکې درلودې. له نیکونو یې یو د مایو د آیرلنډي ملي لیګ او د آیرلنډ جمهوریت د ورورولۍ مخکښ فعال و؛ یو تره یې، ښاغلی پیګیټ جان بورک، د استعمار پرمهال د قاضي په توګه له دندې وروسته د ملکې دوهمې الیزابت له لوري د اتل ویاړ ترلاسه کړ، پداسې حال کې چې یوه بله خپلوانه یې کاتولیک کشیشه وه. د کورنۍ ځینې څانګې یې د آیرلنډ د انګلیسي کلیسا غړي وو پداسې حال کې چې نور کاتولیکان وو. نورو لرې خپلوان یې ویلیم لیت ډی برګ، ټیبوټ مک والټر کیتاګ بورک، او چارلس بورک وو.[۹][۱۰]

نوموړې په ډوبلین کې د ماونټ اینویل په منځنۍ ښوونځي کې زده کړې وکړې او د ډوبلین په ترینیټي کالج کې یې قانون ولوست (چې په دې ځای هغه په ۱۹۶۵ کال کې بورس لپاره و ټاکل شوه). لکه څنګه چې په ترینیټي کې د کاتولیکیانو په شمولیت د کاتولیک کلیسا بندیز د بورک د غوښتنلیک په وخت کې پر ځای و، د هغې مور او پلار باید لومړی د مشر کشیش مک کوایډ څخه د هغې د ګډون لپاره د اجازې غوښتنه کړي وی. هغه په ترینیټي کې د خپل ټولګي د دریو مېرمنو له ډلې وه او په ۱۹۶۷ کال کې د لومړي کچې په ویاړونو فارغه شوه. په ۱۹۶۷ کال کې د ډوبلین پوهنتون د قانون د ټولنې د پلټونکې په توګه د هغې د پرانیستې وینا د کاتولیکې کلیسا په ځینو لارښوونو څرګندې نیوکې وکړې او د آیرلنډ له اساسي قانون څخه د طلاق د منعې د لرې کولو، د امیندوارۍ د مخنیوي درملو کارولو د بندیز لرې کولو او د همجنسبازۍ او ځان وژنو د قانوني کولو غوښتنه وکړه. هغې خپلې زده کړې په کینګز انز کې پای ته ورسولې او په ۱۹۶۷ کې د آیرلنډ د مدافع وکیلانو ټولنې ته ور وبلل شوه.نوموړې ته د هارورډ د حقوقو په پوهنځي کې د ګډون لپاره فیلوشپ ورکړل شو چې په ۱۹۶۸ کال کې یې د حقوقو په برخه کې ماسټري ترلاسه کړه.[۱۱][۱۲]

حقوقي مسلک او د آیرلنډ په سنا کې وخت (۱۹۶۷ – ۱۹۹۰)[سمول]

په ۱۹۶۹ کال کې په ۲۵ کلنۍ کې، بورک په ترینیټي کالج کې د حقوقو ریډ پروفیسوره وټاکل شوه. په همدې کال، بورک د لومړي ځل لپاره د یوې خپلواکې سناتورې په توګه د آیرلنډ سنا مجلس ته لاره ومونده. د سناتورې په توګه د نوموړې موخې "په آیرلنډ کې آزادي او د جزا له قانون څخه د کاتولیکو لارښوونو جلا کول وو او له همدې امله د امیندوارۍ د مخنیوي قانون تعدیل، د همجنسبازۍ قانوني کول او په طلاق باندې د اساسي قانون د بندیز لرې کول وو". د دندې په اوږدو کې د هغې وخت له دې ستونزو، په بېله بیا د میرمنو لپاره د عدالت په برخه کې د خدمت کولو د حق خوندي کول او د ووډ کوې په لاریونونو کې د هغې له ښکېلتیا سره تړلی و.[۱۳]

نوموړې په ۱۹۷۹ کال کې، له نیکولاس رابېنسن سره واده وکړ، چې له هغه سره یې د زدکړې له وخته اړیکې درلودې او هغه بیا د وکیل په توګه کار پیل کړ. دوی په ګډه دری ماشومان لري.[۱۴]

د اروپا په اقتصادي ټولنه کې د آیرلنډ د ګډون پایله دا وه چې د رابېنسن دوه مهمې موخې پوره شوې: آیرلنډ اړ شو چې په عامه چوپرتیاوو کې مېرمنو ته د نارینه وو سره برابر معاش وړاندې کړي، چې د ۱۹۷۳ کال په جون میاشت کې کې نافذ شو؛ او د جولای په میاشت کې په ملکي چوپرړتیاوو کې د واده شوو ښځو په اړه قانون لرې شو.[۱۵]

رابېنسن د ۱۹۷۶ کال د جولای په وروستیو کې د کارګر ګوند سره یوځای شوه، که څه هم نوموړې وروسته په ۱۹۸۵ کال کې دا ګوند پرېښود. کله چې د ګوند غړې وه، نوموړې دوه ځله د ولسي جرګې لپاره سیالي وکړه، خو په دواړو سیالیو کې پاتې راغله.[۱۶]

رابېنسن د دندې پر مهال د محکمې زیاتره مهمې قضیې وګټلې. نوموړې لومړی ځل د خپل مېړه په استازیتوب د کار په محکمه کې د جندر په برخه کې قضیه پر مخ یوړه. په هغه وخت کې د سیاستوالو لپاره د تقاعد د پلان پر بنسټ، د سیاستوالو کونډې زیاتره د تقاعد حقدارې وې، خو کونډ (نارینه) دا حق نه درلود. د ۱۹۷۹ کال د می په ۱۲ نېټه محکمې د هغې په ګټه پرېکړه وکړه. د ۱۹۷۹ کال په جولای کې، هغه د یوې جوړې په استازیتوب محکمې ته راغله چې ادعا یې کړې وه چې د آیرلنډ د مالیاتو سیسټم تبعیض دی ځکه چې د جوړو لپاره د مالیاتو امتیازات د مجردو وګړو په پرتله له دوه برابره څخه کم وو. د اکتوبر په میاشت کې، د محکمې پرېکړه د دوی په ګټه وشوه، خو د آیرلنډ د حکومت د استیناف غوښتنه وکړه. بالاخره د ۱۹۸۰ کال د اپرېل په میاشت کې سترې محکمې د جوړو په ګټه پرېکړه وکړه. رابېنسن د اروپا د عدالت په محکمه کې یوه لویه قضیه له لاسه ورکړه، دا لومړۍ قضیه وه چې محکمې مدعی ته حقوقي مرسته ورکړه.[۱۷][۱۸]

رابېنسن د ۱۹۸۹ کال د می په ۲۳ نېټه اعلان وکړ چې د بیا ټاکنو په لټه کې نه وه او د ۱۹۸۹ کال د جولای په ۵ نېټه، رابېنسن د په خپل سنا مسلک کې د وروستۍ ورځې لپاره د سناتور په توګه دنده ترسره کړه.[۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. پیوستون : 119046067  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Mary-Robinson — subject named as: Mary Robinson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. subject named as: Mary Robinson — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=23406 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/robinson-mary — subject named as: Mary Robinson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. https://dpmc.govt.nz/our-programmes/new-zealand-royal-honours/new-zealand-royal-honours-system/types-new-zealand-royal-honours/other-distinctive-new-zealand-honours/suffrage-medal-register
  6. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/86447203
  7. Ireland, Office of the President of. "The President Mary Robinson". president.ie. مؤرشف من الأصل في ۱۲ سپټمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "OHCHR | Mary Robinson". www.ohchr.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. 'Ballina's Victoria House comes into State ownership' (The Western People, Tuesday, 5 November 2019). https://westernpeople.ie/2019/11/05/ballinas-victoria-house-comes-into-state-ownership/ Archived 2022-02-15 at the Wayback Machine.
  10. Horgan 1997، ص. 13.
  11. O'Sullivan 1993، ص. 26.
  12. O'Sullivan 1993، ص. 23.
  13. "In Profile: Mary Robinson". UCD.ie. September 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ فبروري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Horgan 1997، ص. 33.
  15. Horgan 1997، ص. 50.
  16. Horgan 1997، ص. 58.
  17. Horgan 1997، ص. 92-93.
  18. Horgan 1997، ص. 92.
  19. O'Sullivan 1993، ص. 160.