مارشا پي. جانسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مارشا پي. جانسن
(انګلیسي: Marsha P. Johnson د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مارشا پي. جانسن
مارشا پي. جانسن

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۴ اگسټ ۱۹۴۵[۱][۲]
نيويارک [۱]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 6 جولای 1992 (47 کاله)[۳][۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نيويارک   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل امریکی افریقی [۴][۵]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مارشا پي.جانس د ۱۹۴۵ز کال د اګست په ۲۴مه زېږېدلی او د ۱۹۹۲ز کال د جولای په شپږمه مړ شوی، چې د مالکولم مایکل جونیر په نامه هم یادېږي. د امریکایي همجنس پالانو د آزادۍ غوښتنې فعال او  د خپل ځان پېژندل شوې درېګ [1]ملکه / drag queen  (معمولاً هغه نارینه چې ښځينه‌توب ترسره کوي، معنا د ښځو په شان سینګار کوي، د ښځو لباس کاروي او داسې نور...) وه. جانسن د هم جنس پالانو د حقونو لپاره د یوه ښکاره مدافع په توګه پېژندل شوی. جانسن د ۱۹۶۹ ز کال د سټون وال (Stonewall uprising) پاڅون له مخکښو څېرو نه و که څه هم ځینې په تېروتنې سره د لاریونونو د پیلولو کرېډټ جانسن ته ورکوي، خو په عمل کې جانس د لاریونونو په پیل کې تل د خپل نه حضور په اړه څرګندونې کړې.[۶][۷][۶][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

جانسن د هم جنس پالانو د آزادۍ جبهې له بنسټ اېښودونکو غړو نه و او د خپل ملګري سېلاویا ريوېرا (Sylvia Rivera) سره یې د سټرېټ ترانزویټس اکشن ریولوشنري/ Street Transvestite Action Revolutionaries (S.T.A.R) په نامه سخت درېځو فعالانو د ډلې بنسټ کېښود. جانسن د نیویارک ښار په هنر او هم‌جنس پالانو کې هم خورا مشهوره څېره وه. د انډي وارهول (Andy Warhol) لپاره یې ماډلېنګ او د راکښن/ درګ هاټ پيچیس شرکت د نندارې له ډلې سره یې پر سټېج  نندارې وړاندې کولې. جانسون د ګرېنويچ کلي په کوڅو کې د ښه راغلاست د حضور له امله  د کرېسټوفر Christopher)) کوڅو د ښاروال په توګه پېژندل کېده. جانسن له ۱۹۷۸ نه تر ۱۹۹۲ ز پورې له اکټ اپ /ACT UP (د ځواک د پرېښودلو لپاره د ایډز ائتلاف، یوه نړیواله سیاسي ډله چې په ټوله نړۍ کې د ایډز د ختمولو لپاره کار کوي) سره د ایډز فعال و.  [۱۳][۶][۱۴]

ژوند‌لیک[سمول]

لومړنی ژوند[سمول]

جانسن د مکولم مایکلز جونیر په نامه د ۱۹۵۴ ز کال د اګست په ۲۴مه د نیوجرسي په الزابېټ ښار کې زېږېدلی. جانسن شپږ خویندي وروڼه او د ښاغلي مایکلز مکولم په نامه یو پلار درلود، چې د جنرال موټورس شرکت (General Motors) سره یې د اسمبلۍ لین (assembly line) د کاریګر په توګه کار کاوه. د مایکل مور البېرټاکالیابورن (Alberta Claiborne) د کور ښځه وه. جانسن د مانټ ټیمان (Mount Teman) په نامه په افریقایي میټوډېسټه اپیسسکوپل کلیسا (African Methodist Episcopal Church) کې لوی شو. جانسن د دغې روزنې په اړه وویل چې: «ما په ۱۶ کلنۍ کې چې لا په ښوونځي کې وم،  له عیسي (ع )سره واده وکړ.» [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

جانسن د لومړي ځل لپاره په پنځه کلنۍ کې د جامو اغوستل پیل کړل، خو د ګاونډ هلکانو د ځورولو له امله یې د لنډمهال لپاره پرېښول. جانسن په ۱۹۹۲ ز کال کې په خپله مرکه کې وویل چې: د یوه دیارلس کلن هلک له خوا د جنسي تیري ځوان قرباني و. جانسن له هغه وروسته د هم‌جنس‌پالنې مفکوره «د یو خوب» په توګه تشرېح کړه، نه د هغه څه په توګه چې ښايي امکان دې ولري، په دې توګه يې پرېکړه وکړه چې له جنسي پلوه غیر فعال پاتې شي، تر هغه چې په ۱۷ کلنۍ کې نیویارک ښار ته ځان ورسوي. د جانسن د مور د یو راپور له مخې: هم‌جنس پالنه تر سپي اوسېدو هم سپکه کړنه ده، خو جانسن وویل چې البېرتا د LGBT  (لېزبین،هم‌جنس پالانو، دوه جنس پالو او ترانس جنډر) له ټولنو نه ناخبره وه. د جانسن مور هم خپل اولاد دې ته هڅاوه، تر څو یو «میلیاردر» جنسي ملګری یا خاوند ومومي، تر څو ټول عمر له جانسن نه پالنه وکړي، هغه موخه چې جانسن يې په اړه تر ډېره خبرې کولې.   [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

په الېزابېټ کې د اډېسون له عالي لېسې (چې اوس‌مهال د ټوماس اې. اډېسون د تخنیکي او کاري اکاډمۍ په نامه یادېږي) نه تر فراغت وروسته په ۱۹۶۳ کال کې جانسن د کالو له یو بکس او ۱۵ ډالرو سره د نیویارک په موخه کور پرېښود. جانسن په ۱۹۶۶ ز کال کې ګرېنوېچ کلي ته تر کډه کېدو وروسته په میزونو انتظار وکړ. وروسته له هغه چې جانسن، هاوارډ جانسن (Howard Johnson's) ته څېرمه په شپږمه او اتمه کوڅه کې له کوڅه‌ډبو غولوونکو (هغه کسان چې په سړکونو کې فحشا خپروي، تر څو پېرودونکي جذب کړي) سره معاشرت پيل کړ د جانسن ژوند بدل شو. جانسن بهر ته راغی او ویې ویل: «زما ژوند د جنسیت او هم‌جنس پالنې د آزادۍ، یوې ډرېګ ملکې کېدلو او جنسي کار پر محور رامنځته شوی.»[۲۵][۲۶][۲۷]

پېژندنه او د کار سرته رسونه[سمول]

جانسن په لومړیو کې د بلک مارشا پټ نوم کاراوه، خو ورسته یې پریکړه وکړه چې د ډرېګ ملکې مارشا پي. جانسن نوم وکاروي، چې جانسن یې په ۴۲ سړک کې له هاوارډ جانسنز هوټل نه واخیست او د پي/P توری یې د pay it no mind (په کیسه کې يې مه کېږه( پام مه ورته کړه) د مخفف په توګه تشرېح کړ. دا عبارت به یې د جنډر په اړه د پوښتنې پر مهال په پېغوریز ډول کااروه او ویل به یې : « پام مه ورته کړه» مخفف دی. جانسن دا عبارت یو ځل یوه قاضي ته وکاراوه چې قاضي ورنه خوند واخیست او د جانسن د آزادېدلو لامل شو. جانسن په بېل ډول د یو هم‌جنس پال، ترانسوسټيټ (ښځينه‌توب) او یوې ملکې (چې موخه یې د کوڅو ملکه یا ډرېګ ملکه وه) په توګه پېژندل کېده. په ارېزونا پوهنتون کې د انسان د جنډر او جنسیتي مطالعاتو پروفیسور سوزان استرایکر (Susan Stryker) په وینا: د جانسن د جنډر څرګندونې ښايي په حقیقت کې د جنډر د ناسازګارۍ په توګه یادې شي، جانسن هېڅکله ځان د یو ټرانس جنډر په توګه نه دی معرفي کړی، حال دا چې د هغه د ژوند پر مهال دا اصطلاح په پراخ ډول کارېده.     [۲۸][۲۹][۳۰]

د ریوېرا او جانسن له خوا کارول شوي تعریفونه، تل د هغې دورې د مستندو ادبیاتو له بهیر سره ورته نه وو. د مثال په ډول: ریوېرا د ادعا له مخې ترانسوسټيټ یوازې د هم‌جنس پالانو لپاره کارول کېږي، په یوه مقاله کې لیکي: «ترانسوسټيټان: ستاسو ناسکه خویندې او د انقلاب ناسکه وروڼه دي»، « ترانسوسټيټان هم‌جنس پاله نارینه او ښځې دي چې د مخالف جنس جامې اغوندي.» جانسن په ۱۹۷۲ ز کال کې د الېن يانګ (Allen Young) سره په مرکه کې له خلوت‌خونو نه بهر: په دې اړه خبرې وکړې چې دا په سړکونو کې د ترانسوسټيټان انقلابي عمل و او ویې ویل چې یو ترانسوسټيټ لاهم لکه یو هلک داسې دی، چې یو ښځینه هلک دی او ‌ډېره نارینه بڼه لري. جانسن له ټرانس جنسیتۍ نه د دې توپیر روښانوي او ترانس سېکشول د هغو کسانو په توګه تعریفوي چې تر هورموني اغېزو لاندې دي او باید جراحي عملیات تر سره کړي. جانسون په سړکونو کې د یوې فاحشې په توګه د کار کولو د خطرونو په اړه خپلې تجربې شریکې کړې او د خپل خاوند د وژل کېدلو په اړه یې بحث وکړ. په دغه دوران کې د جانسن او ریوېرا په مرکه او لیکنو کې هم ځینې اصطلاحات په پېغوریز او ډله‌ییز ډول، کله په جدي توګه یا هم ټول یاد شوي موارد په یو ځای ډول وکارېدل.    [۳۱][۳۲]

د جانسن درېګ سټایل جدي نه و (لوړ ډرېګ یا د نندارې ډرېګ) ځکه چې له ګران‌بیه پلورنځیو نه يې د جامو اخیستلو مالي توان نه درلود. جانسن د مانهتان په سیمه د ګلانو د ترتیبولو تر میزونو لاندې د وېده کېدلو وروسته پاتې تازه ګلان ترلاسه کول او د تازه ګلانو د تاج اغوستونکي په توګه پېژندل شوی و. جانسن لوړ و، نری اندام یې درلود او زیاتره يې روانې او ځلالرونکې جامې اغوستې، سره پلاستیکي لوړ بوټان يې په پښو کول او روښانه مصنوعي ويښتان يې په سرول، تر څو د خلکو پام ځانته ورواړوي. لکه څنګه چې اېډمونډ وايټ (Edmund White) په ۱۹۷۹ز کال کې د کلي غږ (Village Voice) تر سر لیک لاندې په خپله مقاله کې، د ډرېګ سیاست لیکي: د جانسن دا هم خوښېده چې داسې جامې واغوندي چې «د ښځینه او نارینه تر منځ فاصله وښيي» په دغه مقاله کې د جانسن یو عکس راغلی، چې جانسن په کې د مصنوعي ويښتانو روانه خولۍ، روڼ کمیس، پتلون او خولۍ لرونکی جمپر اغوستی او سینګار یې کړی. چې وایټ يې د کېټ مليټ د جنسي سیاست  له مخې په اړه وايي: هغه په ورته وخت کې هم نارینه او هم ښځينه دواړه دی. [۳۳][۳۴][۳۵]

د سټېج پر سر د جانسن د نندارې ځینې فلمونه شته چې په لوړ ډرېک او ډېر ځل‌اوبل سره اجرا شوي، خو د جانسن ډېری ننداره ‌ييز کارونه له ولسي، کمېډي او سیاسي خلکو سره وو. جانسن له ۱۹۷۲ ز کال نه د ۱۹۹۰ ز کال تر  نندارې پورې په نیویارک کې د ډرېګ د نړیوالې ډلې جې. کميشس (J. Camicias' international) د غړي په توګه په هاټ پېچس (Hot Peaches,) کې نندارې وړاندې کړې او سندرې يې وویلې. کله چې له سانفرانسیسکو نه د کوکېټ په نوم دې ته ورته د ډرېګ ډلې، د روښنايۍ ملايکې (The Angels of Light) په نوم د ختیځ سمندر ډله رامنځته کړه، له جانسن نه یې هم وغوښتل چې له هغوی سره کار وکړي. په ۱۹۷۳ ز کال کې د جادو شوې معجزې په نوم انجېلس/ Angels  په تولید کې د کوهتېک لکۍ داره ستوري په اړه د «بنګړيوالې(جټې ملکې)» رول ولوباوه. په ۱۹۷۵ ز کال کې مشهور هنرمند انډي وارهول، له جانسن نه د پولارويدز/Polaroids  (د فلم جوړونې شرکت نوم) ښاغلو او اغلو د ټولګې په توګه عکس واخیست. جانسون په ۱۹۹۰ز  کال کې له هاټ پېچس سره په لندن کې ننداره وړاندې کړه.  جانسن چې خپله هم HIV مثبت و، له اېډز سره د مبارزې فعال شو او په ۱۹۹۰ ز کال کې د هېټ په نوم د هاټ پېج په تولید کې راښکاره شو او په داسې حال کې چې د اکټ اپ د «چوپتیا=مړینه» تڼۍ يې په ځان کې وه، د مینې سندره یې وویله. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

سرچینې[سمول]


[1] اصطلاحاً د راکښن په معنا ده، خو په دغه متن کې د جنسیت ډولونو لکه نارینه، ښخينه او داسې نورو ته اشاره کوي.(ژباړن)

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ د ټولټال کار کتنه په: https://www.nytimes.com/interactive/2018/obituaries/overlooked-marsha-p-johnson.html — دوتنه: Sewell Chan — سرليک: Marsha P. Johnson — نشرونه لخوا د: The New York Times
  2. subject named as: Marsha P. Johnson — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=32242 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. http://dallasdenny.com/Dallas/?listing=marsha-p-johnson-july-6-1992
  4. BlackPast.org ID: https://www.blackpast.org/african-american-history/marsha-p-johnson-1945-1992/ — د نشر نېټه: ۲ جون ۲۰۲۱
  5. BlackPast.org ID: https://www.blackpast.org/african-american-history/marsha-p-johnson-1945-1992/
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ Kasino 2012.
  7. I've been involved in gay liberation ever since it first started in 1969, 15:20 into the interview, Johnson is quoted as saying this.
  8. Feinberg, Leslie (September 24, 2006). "Street Transvestite Action Revolutionaries". Workers World Party. د لاسرسي‌نېټه July 15, 2017. Stonewall combatants Sylvia Rivera and Marsha "Pay It No Mind" Johnson... Both were self-identified drag queens. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په May 29, 2019 باندې). Two Transgender Activists Are Getting a Monument in New York.
  10. Carter, David (2004). Stonewall: The Riots that Sparked the Gay Revolution. St. Martin's. د کتاب پاڼي 64, 261, 298. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-312-20025-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Making Gay History: Episode 11 – Johnson & Wicker". 1987. د لاسرسي‌نېټه July 6, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Making Gay History: Episode 11 – Johnson & Wicker". 1987. د لاسرسي‌نېټه July 6, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Giffney, Noreen (December 28, 2012). Queering the Non/Human. د کتاب پاڼې 252. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781409491408. د لاسرسي‌نېټه July 9, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Jacobs, Shayna (2012-12-16). "DA reopens unsolved 1992 case involving the 'saint of gay life'". New York Daily News. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Chan 2018.
  16. Kasino 2012: events occur at 5:54. Note - Source misspells church name as "Mount Teamon". Website of church has correct spelling: Mount Teman AME Church. Also: in A queer history of the United States for young people (Boston, 2019) Michael Bronski writes, "Johnson was raised Roman Catholic." But seems to be alone in this claim.
  17. "Heroes of Stonewall: Marsha P. Johnson". World Queerstory. 7 June 2019. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Coke, Hope (25 June 2020). "The inspiring life of activist and drag queen Marsha P. Johnson - A passionate advocate for gay rights, Marsha was an instrumental figure in the Stonewall uprising". Tatler. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Kasino 2012: events occur at 5:54. Note - Source misspells church name as "Mount Teamon". Website of church has correct spelling: Mount Teman AME Church. Also: in A queer history of the United States for young people (Boston, 2019) Michael Bronski writes, "Johnson was raised Roman Catholic." But seems to be alone in this claim.
  20. Kasino 2012: events occur at 4:21 and 4:41.
  21. Chan 2018: "Later, Johnson said in an interview toward the end of her life, she was sexually assaulted by another boy, who was around 13."
  22. Watson, Steve (June 15, 1979). "Stonewall 1979: The Drag of Politics". The Village Voice. د لاسرسي‌نېټه June 23, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Kasino 2012: event occurs at 46:52.
  24. Kasino 2012: event occurs at 46:35.
  25. Watson, Steve (June 15, 1979). "Stonewall 1979: The Drag of Politics". The Village Voice. د لاسرسي‌نېټه June 23, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Kasino 2012: event occurs at 47:22.
  27. Carter 2010.
  28. Kasino 2012: event occurs at 37:22; Carter 2010: "In the early days she tended to go out mainly in semidrag and call herself Black Marsha. (When she later dropped the Black and started calling herself Marsha P. Johnson, she explained that the P. stood for 'Pay it no mind.')"
  29. "#LGBTQ: Doc Film, "The Death & Life of Marsha P. Johnson" Debuts At Tribeca Film Fest – The WOW Report". April 6, 2017. د لاسرسي‌نېټه July 9, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Chan 2018: "Many transgender people have also come to hail Johnson, and her longtime friend and colleague Sylvia Rivera, as pioneering heroes. (The term transgender was not in wide use in Johnson's lifetime; she usually used female pronouns for herself, but also referred to herself as gay, as a transvestite or simply as a queen.) 'Marsha P. Johnson could be perceived as the most marginalized of people — black, queer, gender-nonconforming, poor,' said Susan Stryker …"
  31. Rivera, Sylvia, "Transvestites: Your Half Sisters and Half Brothers of the Revolution" in Street Transvestite Action Revolutionaries: Survival, Revolt, and Queer Antagonist Struggle. Untorelli Press, 2013. "Transvestites are homosexual men and women who dress in clothes of the opposite sex."
  32. Scarpi, Bebe (1992). Jay, Karla (المحرر). Out of the Closets: Voices of Gay Liberation (الطبعة 20th). New York: New York University Press. د کتاب پاڼي 114–118. A drag queen is one that usually goes to a ball, and that’s the only time she gets dressed up. Transvestites live in drag. A transsexual spends most of her life in drag. I never come out of drag to go anywhere. Everywhere I go I get all dressed up. A transvestite is still like a boy, very manly looking, a feminine boy. You wear drag here and there. When you’re a transsexual, you have hormone treatments and you’re on your way to a sex change, and you never come out of female clothes. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Watson, Steve (June 15, 1979). "Stonewall 1979: The Drag of Politics". The Village Voice. د لاسرسي‌نېټه June 23, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Kasino 2012: event occurs at 10:11.
  35. Kasino 2012: event occurs at 8:42.
  36. کينډۍ:Cite video – Randolfe Wicker. Published on January 22, 2007. Accessed July 1, 2019. Note: Collection of brief clips from a number of different performances.
  37. (په September 24, 2015 باندې). Feature Doc 'Pay It No Mind: The Life & Times of Marsha P. Johnson' Released Online. Watch It. Indiewire. 27:15
  38. NYC's Hot Peaches website. Accessed January 23, 2016.
  39. Gamson, Joshua (2005). The fabulous Sylvester: the legend, the music, the seventies in San Francisco. Macmillan. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8050-7250-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Citation is for more information on the Cockettes, but does not mention Johnson.
  40. کينډۍ:Cite videoکينډۍ:Cbignore – Randolfe Wicker. Published on October 5, 2015. "Rumi, one of the original Cockettes, recalls discovering Marsha P Johnson & working with her in 1973." Accessed November 15, 2017. Note: Slideshow includes Warhol polaroids.
  41. Feinberg, Leslie (1996). Transgender Warriors: Making History from Joan of Arc to Dennis Rodman. Boston: Beacon Press. د کتاب پاڼې 131. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8070-7941-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. کينډۍ:Cite videoکينډۍ:Cbignore – Randolfe Wicker. Published on October 5, 2015. "Rumi, one of the original Cockettes, recalls discovering Marsha P Johnson & working with her in 1973." Accessed November 15, 2017. Note: Slideshow includes Warhol polaroids.
  43. "Marsha P. in London '90". NYC's Hot Peaches. د لاسرسي‌نېټه June 9, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Marsha P. Johnson's Connection to the Village AIDS Memorial. وقع ذلك في 1:50. I think you should stand as close to them as you can, and help them out as much as you can. I'm a strong believer and that's how I try and do that for everybody I know that has the virus. Including myself - I have HIV. I've had HIV for about two years. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) – Village AIDS Memorial. Accessed 6 July 2021.
  45. Kasino 2012: event occurs at 29:00.