مارجوري لي براون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مارجوري لي براون
د شخص معلومات
پيدايښت ۹ سپټمبر ۱۹۱۴[۱]
مړینه 19 اکتوبر 1979 (65 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل تور رنګه خلک [۲]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مارجوري لي براون (د ۱۹۱۴کال د سپټمبر ۹ – د ۱۹۷۹ د اکټوبر ۱۹) د ریاضي یوه ښوونکې و. نوموړې یوه له هغو افریقايي الاصله امریکایانو څخه وه چې په ریاضي کې یې ډکتورا درلوده.

ماشومتوب او تحصیل[سمول]

مارجوري لي براون یوه تکړه ریاضي پوه او ښوونکې وه، چې په ۱۹۴۹ز کال کې یوه له هغو دریګونو افریقايي الاصله امریکایانو څخه وه چې په خپله رشته کې یې ډکتورا درلوده. براون د ۱۹۱۴ز کال د سپټمبر په۹ د امریکا په ممفیس ټنسي کې نړۍ ته سترګې وغوړولې. مور یې ماري ټیلر لي او پلار یې لیورینس جانسوي لي و. پلار یې د اورګاډو د پټلۍ یو عادي کارګر و او د خپلې ښځې له مړینې وروسته یې بیرته دویم واده وکړ، چې په هغه وخت کې براون د دوو کلونو وه.  د براون پلار او میرې چې د ښوونځې ښوونکې وه خپله لور یې وهڅوله تر څو په جدیت سره خپل درسونه تعقیب کړي، ځکه دوی پوهیدل چې لور یې ډېر ښه استعداد لري. براون د لي موین په ښوونځي کې درس ولوست، دا هغه خصوصي ښوونځی و چې د مټډیست کلیسا اړوند و او له کورنیو جګړو وروسته جوړ شوی و. نوموړې د ښوونځي په مهال د ممفیس د ښځینه ټینیس په لوبو کې په ۱۹۲۹ز کال کې ګټونکې شوه او دوه کاله وروسته د لي موین له لېسې فارغه شوه. براون د هاروارډ پوهنتون ته ولاړه تر څو هلته د ریاضي په برخه کې درس ولولي او بیا وروسته په ۱۹۳۵ز کال کې له پوهنتون څخه په لوړه درجه (cum laude) فارغه شوه. نوموړې کله چې خپل لیسانس تر لاسه کړ نو د یو څه وخت لپاره یې په ښوونځیو او کالجونو کې تدریس وکړ، له هغې ډلې د نیواورلیان د ښار په ګیلبرټ اکاډمۍ کې.  [۳]

وروسته نوموړې د ماسټرۍ په کچه د زده کړو لپاره د میشیګان پوهنتون ته غوښتنلیک وسپاره. د میشیګان پوهنتون افریقايي الاصله امریکایي محصلین هم منل، په داسې حال کې چې هغه مهال د امریکا په زیاتره تحصیلي پوهنتونونو کې دا کار ناشونی و. براون په ویلي کالج کې چې تر کورنۍ جګړې وړاندې د تورپوستو د زده کړې لپاره د تکزاس په مارشال ښار کې جوړ شوی و، تدریس کاوه. خو یوازې په دوبي کې به د میشیګان پوهنتون ته د درس ویلو لپاره راتله. وروسته هغې په میشیګان ایالت کې ښوونکې شوه او همدا مهال و چې نوموړي وکولای شول چې خپل ټول وخت درس ته ورکړي او په ۱۹۴۹ز کال کې یې خپله ډکتورا تر لاسه کړه. د هغې د ډکتورا تیزس د «د فرعي ډلو د یوه پارامتر څېړنې د توپلوژیک او ماټریس له یوې مشخصې ډلې» تر عنوان لاندې وه چې لارښود ښوونکی یې جورج یوري رینیچ و. نوموړې له اویلین بویډ ګرنویل سره چې په ۱۹۴۹ز کال کې یې خپله ډکتورا واخیسته، یوه له هغو لومړنیو تورپوستو امریکایانو څخه وه چې په امریکا کې یې د ریاضي په رشته کې ډکتورا درلوده. ایوفیما هاینیس هغه لومړنۍ افریقايي الاصله امریکايي وه چې په ۱۹۴۳ ز کال کې یې په امریکا کې د ریاضي په رشته کې ډکتورا تر لاسه کړه.[۴][۵]

مسلک او وروستی ژوند[سمول]

براون وروسته له هغه چې خپله د ډکتورا علمي درجه یې تر لاسه کړه، نور یې نه غوښتل چې په یوه څېړنیز نهاد کې د ښوونکې په توګه دنده تر سره کړي. بالاخره هغې دا تصمیم ونیو تر څو د ښوونځيو د ریاضي له ښوونکو سره کار وکړي او هغوی ته «نوي ریاضي» ور زده کړي. نوموړې په ځانګړې توګه سره لږکي او ښځې هڅوولې تر څو ریاضي زده کړي. 

براون د ښوونکې په توګه د شمالي کارولینا کالج (اوس د شمالي کارولینا مرکزي پوهنتون) سره یو ځای شوه او هلته یې د دریو کلونو لپاره تدریس او څېړنه کړه. نوموړې په دغه پوهنتون کې له ۱۹۵۱ څخه تر ۱۹۷۰ ز کال پورې د زیات وخت لپاره د ریاضي د پوهنځي مشره وه. هغې هلته د څېړونکې، د ریاضي د پوهنځي د همغږې کوونکې او د سمر په انستیتوت کې د ښوونځي د ریاضیاتو او علومو په برخه کې د ښوونکو د رزونې لپاره د ښوونکې په توګه دنده تر سره کړه.

مارجوري لي براون د ۱۹۷۹ ز کال د اکټوبر په ۱۹مه د زړه د دریدو له امله د شمالي کارولیناپه دورهام کې ساه ورکړه. د هغې څلورو محصلینو د نوموړې له مړینې وروسته د شمالي کارولینا په مرکزي پوهنتون کې د مارجوري لي په نوم خیریه صندوق جوړ کړ، چې د مارجوري لي له تحصیلي بورسونو او د مارجوري د تکړه محصلینو د درسونو له لړۍ څخه مالي ملاتړ کوي. د میشیګان پوهنتون د ریاضي پوهنځی له ۱۹۹۹ کال راهیسې د مارجوري لي براون په نوم غونډې جوړوي، چې په هغو کې هر کال یو ویناوال ټاکل کېږي «تر څو د څېړنو په اړه وینا وکړي او همداشان د علومو د تنوع په اړه خبرې وکړي».[۶]

لاسته راوړنې[سمول]

پر کلاسیکو ډلو باندې د براون کار د کلاسیکو ډلو د مهمو توپولوژیک ځانګړنو ساده اثبات او د هغوی تر منځ پر اړیکو باندې متمرکز و. د هغې کار په عمومي توګه پر خطي الجبر او ماتریس الجبر باندې متمرکز و. [۷]

براون له لومړیو د کمپیوټر ساینس پر اهمیت پوهېده او په ۱۹۶۰ ز کال کې یې یوه پیشنهادي طرحه ولیکه چې د ۶۰۰۰۰ امریکايي ډالرو جایزه یې له IBM شرکت څخه تر لاسه کړ او IBM هم د دې په عوض کې د شمالي کارولینا پوهنتون ته کمپیوټر ور وړ – چې دا په اکاډمیکه محاسبه کې یو له لومړیو کمپیوټرونو او ښايي د تورپوستو په ښوونځیو کې لومړنی کمپیوټر و. [۸]

براون د خپل مسلک په اوږدو کې هغو محصلینو ته چې په ریاضي کې یې ښه استعداد درلود، مرسته کوله. هغوی ته یې درس ورکاوه او همداشان د تحصیل د لګښت اړوند مرسته به یې ورسره کوله، تر څو خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي. د هغې په تکړه محصلینو کې جوزیف باټل، ویلیام فلیچر، اساموا نکوانټا او ناټان سیمز شامل دي. هغې د سومر (دوبنۍ) موسسه جوړه کړه تر څو د ښوونځي ښوونکو ته پر له پسې زده کړې ورکړي. نوموړې په ۱۹۷۴ ز کال کې د ریاضي د زده کړې په برخه کې د خپلو فعالیتونو له امله د ډبلیو ډبلیو رانکین افتخاري جایزه د شمالي کارولینا د ریاضي له ښوونکو څخه تر لاسه کړه.[۹]

نوموړې د ښځو د څېړنیزې ټولنې، د امریکا د ریاضی د ټولنې، د امریکا د ریاضي د اتحادیط او د ریاضي پوهانو د نړیوالې کنګرې غړې وه. [۱۰]

آثار[سمول]

  • «پر کلاسیکو ډلو باندې یاددښت»، آمر. ریاضي.میاشتنی 62 (1955)، 424 – 427.

د ریاضي په برخه کې کارونه[سمول]

  • سیټونه، د ریاضي منطق او افکار (1957)
  • د خطي الجبر پېژندنه (1959)
  • لومړني ماتریس الجبر (1969)
  • الجبري جوړښتونه (1974)

جایزې او افتخارونه[سمول]

که څه هم د افریقايي الاصله امریکایانو پر وړاندې په هغه وخت کې تبعیض ډېر زیات و، خو بیا هم هغه د ریاضي د زده کړو او لاسته راوړنو په برخه کې ډېره پېژندل شوې څېره وه.

  • په ۱۹۴۸ ز کال کې د سیګما زي (Sigma Xi) د غړې په توګه ټاکل کېدل
  • د میشیګان پوهنتون نوماند، د امریکا د ریاضي انجمن
  • په کامبریج پوهنتون کې د ترکیباتي توپولوژي د مطالعاتو لپاره د فورډ د بنسټ تحصیلي بورس
  • د لاس انجلس د کالفورنیا په پوهنتون کې د شمېرو د انالیز او محاسباتو د مطالعې لپاره د ملي علومو د بنسټ له خوا څېړنیز بورس
  • په کولمبیا پوهنتون کې د توپولوژي د ډیفرانسیل د مطالعې لپاره بورس، ۱۹۶۵-۱۹۶۶
  • د ریاضي د زده کړې په برخه کې د غوره کارونو د تر سره کولو له امله د ډبلیو ډبلیو رانکین د افتخاري جایزې لومړنۍ تر لاسه کوونکې، چې د شمالي کارولینا د ریاضي د ښوونکو د شورا له خوا ورته ورکړل شوه، دغې شورا له نوموړې څخه د «موسسو د انسجام لپاره د لارې د هوارولو په برخه کې د مرستې په خاطر» ستاینه وکړه،
  • د میشیګن پوهنتون د ریاضي پوهنځي په ۱۹۹۹ ز کال کې د مارجوري لي براون غونډې پیل کړي. دغه غونډې هر کال د مارټین لوټرکینګ د ورځې د فعالیتونو په درشل کې په میشیګان پوهنتون کې تر سره کېږي.
  • د مارجوري لي براون تحصیلي بورس، د هغو محصلینو لپاره بشپړ تحصیلي بورس چې غواړي د شمالي کارولینا په مرکزي پوهنتون کې د ریاضي په رشته کې تحصیل وکړي.
  • دانشکده ریاضی دانشگاه میشیگان در سال 1999  میلادی گردهمایی مارجوری لی براون را راه‌اندازی کرد.

سرچینۍ[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  2. پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  3. Krapp, Kristine, المحرر (1990). Notable black American scientists. NY: Gale. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7876-2789-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. کينډۍ:Mathgenealogy
  5. Larry Riddle, Euphemia Lofton Haynes, Biographies of Women Mathematicians at Agnes Scott College
  6. Marjorie Lee Browne Colloquium Archived 2017-07-04 at the Wayback Machine., University of Michigan. Retrieved on 9 January 2018.
  7. Marjorie Lee Browne, "A Note on the Classical Groups," American Mathematical Monthly, June–July 1955, pp. 424-427.
  8. Krapp, Kristine, المحرر (1990). Notable black American scientists. NY: Gale. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7876-2789-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Black Women in Mathematics: Marjorie Lee Browne, Scott W. Williams, Mathematics Dept., State University of New York at Buffalo, retrieved 2014-09-13.
  10. Krapp, Kristine, المحرر (1990). Notable black American scientists. NY: Gale. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7876-2789-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)