تور رنګه خلک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
یوه کانګولیز ښځه.
ملاګاسي نجونې.

تور د انسانو يوه توکميزه شوې ډلبندي ده، عموماً پر سياسي او د پوستکي رنګ ته په کتنې د منځنۍ کچې او زيات تور رنګ څېرې لرونکو ځانګړو خلکو ټولګه ده. ټول هغه خلک چې تور پوستکی لري تورپوستي نه بلل کېږي؛ په ځينو هېوادونو کې، ډېر ځله په لوېديځه نړۍ کې د توکميزې ډلبندۍ په ټولنيز بنسټ ولاړو نظامونو کې، د تور اصطلاح د هغو خلکو د ښودلو لپاره کارول کېږی، څوک چې د نورو خلکو په پرتله د تور پوستکي لرونکي بلل کېږي. عموماً د هغو خلکو لپاره کارول کېږي چې د نيمه سهارا-افريقايي نسل څخه او د اقيانوس اصلي اوسېدونکي وي، خو د نورو ډلو لپاره په بيلا بيلو معناوو کارول شوې اصطلاح ده او هېڅ ډول نژدې نسبي اړيکې ته اشاره نه کوي. له لوېديځو کلتوري اغېزو څخه د باندې اصلي افريقايي ټولنې د نسلي پېژندګلوۍ په توګه د تور اصطلاح نه استعمالوي. د تور «black» اصطلاح په انګريزي ژبه کې د لومړي توري په غټ او واړه دواړو لېکل کېږي. د « AP Stylebook» (د امريکايي رسنۍ Associated Press د لیکدود کتاب دی) خپل لارښود کې د «black» اصطلاح لومړی انګليسي توری (B) په غټو تورو ته په ۲۰۲۰ز کال کې بدل کړ. «ASA Style Guide» (امريکايي اداره ده) بيا وايي چې (B) توری بايد کوچنی يعنې د (b) په بڼه وليکل شي.[۱][۲][۳]

بېلا بېلې ټولنې په دې اړوند چې څوک «تور» ډلبندي کړي، ډول ډول معيارونه عملي کوي او همدا ټولنيز بدلونونه د وخت په تېرېدو سره بدل شوي دي. په يو شمېر هېوادونو کې، ټولنيز متغيیرات په دې ډلبنديو دومره اغېز پرېباسي، څومره چې د پوستکي رنګ او په همدې بنسټ د «توروالي» لپاره ټولنيز معيار هم بدل وي. په انګلستان کې، «تور» په تاریخي ډول له «رنګه کس» سره برابر و، کوم چې د غیر اروپايي خلکو لپاره يوه عامه اصطلاح وه. د «استراليا اسيا» په څېر په نورو سيمو کې، اوسېدونکو د «تور» اصطلاح استعمال کړې، يا دا د هغو سيمه يیزو خلکو لپاره کارول شوې، کوم چې جلا تاريخونه يا نسلي شاليدونه لري.

ځينې خلک «تور» يوه سپکونکې، زړه، کمونکې، يا په بله معنا بې استازي نښې په توګه ګڼي او د همدې په پايله کې يې نه دا اصطلاح کاروي او نه يې تعريفوي، په ځانګړي ډول په افريقايي هېوادونو کې، چېرته چې د استعماري توکميز ګوښه والي تاريخ ډېر کم دی.[۴]

افريقا[سمول]

شمالي افريقا[سمول]

په شمالي افريقا کې د تور پوستکي خلکو ډېرې ټولنې شته، د ځینو تاریخ يې له تاريخ مخکې ټولنو ته رسېږي. ځينې نور يې د کډوالو له خوا د تاریخي سهارا له لارې د سوداګرۍ يا، په اومه پېړۍ کې د عربانو له خوا د شمالي افريقا تر نېواک وروسته او په شمالي افريقا کې د سهارا څخه د مريانو د سوداګرۍ له لارې راغلي دي.[۵][۶]

په اتلسمه پېړۍ کې، د مراکش سلطان مولای اسماعيل «جنګيالی پاچا» (۱۶۷۲-۱۷۲۷) د ۱۵۰۰۰۰ تور پوستو سرتېرو يو لښکر جوړ کړ، کوم ته چې د هغه تور ساتونکي ويل کېدل.[۷][۸]

د برازيل د بهايا ايالت پوهنتون، مېشت استاد «کارلوس مور» په وينا، په يوويشتمه پېړۍ کې په عرب نړۍ کې، په شمالي افريقا کې د عربانو په ګډون، افريقايي ګڼ توکميزو خپل ځانونه په دا ډول پېژني چې په لاتيني امریکا کې د ګڼ توکميزو سره ورته والي لري. هغه دعوا کړې چې د تور رنګ عربان، تر ډېره بريده د تور رنګ لاتيني امریکانو په څېر، خپل ځانونه سپين بولي، ځکه د هغوی يو څه لرې نسب سپين دی.[۹]

د مصر د ولسمشر انور سادات يوه مور تور پوستې «نوبيايي» سوډانۍ ښځه وه (سوډانۍ عربه) او پلار يې د سپين رنګه پوستکي مصری و. د اداکارۍ د يوې دندې لپاره د يو اعلان په ځواب کې، هغه د يو ځوان سړي په توګه ويلي و، «زه يو سپین رنګه نه يم، خو زه په ټوله معنا تور پوستی هم نه يم. زما توروالی سوروالي ته مايل دی».[۱۰]

د عرب ټولنې د پلار واکمن طبيعت له امله، په شمالي افريقا کې د مریانو د سوداګرۍ په ګډون عرب نارينه وو د نارينه وو په پرتله ډېرې افريقايۍ ښځې وينزې کړې وې. وينزې عموماً په کور کې د خدمت او کرنې برخه کې په کار اچول شوې وې. نارینه وو د قرآن تشریح په دې ډول کړې وه چې یو نارينه مالک او د هغه د وينزو تر منځ له واده پرته هم جنسي اړيکې نيول اجازه لري (وګورئ ماملکت ايمانکم او جنس/يعنې ستاسې د وينزو او له هغوی سره جنسي اړيکې)، همدا چاره د ډېر مخلوط توکم لامل وګرځېده. کله چې يوه وينزه له خپل عرب مالک څخه په ماشوم اميدواره کېده، هغه ام ولد بلل کېده، «يعنې د ماشوم مور»، دا هغه حيثيت و چې نوموړې ته يې امتيازي حقوق ورکول. ماشوم له خپل پلار څخه د مېراث وړلو حق درلود، په همدې بنسټ د شريک توکم ماشومانو کولای شول د خپل پلار په شتمنۍ کې شریک شي. له دې امله چې ټولنه پلار واکمنه وه، په همدې بنسټ کوچنيانو د پلار ټولنيز حيثيت خپلولو او ازاد زېږېدل.[۱۱][۱۲][۱۳]

د مخلوط نسل ځينې ماشومان په ترتيب سره د خپلو پلرونو د ځای ناستو په توګه واکمنۍ ته ورسېدل، لکه سلطان احمد المنصور، چا چې له ۱۵۷۸ څخه تر ۱۶۰۸ز کال پورې په مراکش واکمني وکړه. هغه په تخنيکي ډول د شريک توکم د مريې زوی نه بلل کېدو؛ د هغه مور «فولاني» او د هغه د پلار وينزه وه (بې واده مېرمن/صيغه شوې).[۱۳]

د ۱۹۹۱ز کال په لمړيو کې، د سوډان «زغاوة» غdر عربانو تايید کړه چې هغوی د عربانو او غdر عربانو (په ځانګړي ډول د نيلي نسل خلک) په جلا کولو سره، په تېزۍ سره د عرب توکمپالنې د هڅو ښکار ګرځېدلي وو. سوډاني عربان چې حکومت يې په لاس کې و، په پراخه کچه داسې بلل کېدل چې د سوډان د غdر عرب اتباعو په وړاندې له توکمپالنې کار اخلي. پر حکومت د توکمپالنې او د توکم د تصفيې د تګلارو عملي کولو لپاره «په چالاکۍ سره د عرب يووالي د مديريت کولو» تور لګېدلی و.[۱۴][۱۵]

سوډاني عربان هم تورپوستي خلک دي، دا ځکه چې هغوی په کلتوري او ژبني ډول د سوډان تر ډېره بريده نيلي نسل سهارايي، نوبيون او کوشيک نسب لرونکي عربان دي؛ د دوی د پوستکي رنګ او شکل د نورو تور پوستو خلکو سره ورته دی.[۱۶][۱۷]

د امريکايي پوهنتون اقتصاد پوه «جارج ايټي» د سوډان پر عربي حکومت د تور پوستو اتباعو په وړاندې د توکمپالنې تور پورې کړی دی. د «ايټي» په باور، «په سوډان کې... عربانو واک تر ځان پورې انحصار کړی او تورپوستي يې ايستلي دي – يعنې عرب توکمپالنه». ډېر افريقايي مبصرين له «ايټي» سره يو ځای شوي او په سوډان يې د عرب توکمپالنې تور پورې کړی.[۱۸][۱۹][۲۰]

سهارا[سمول]

په سهارا کې، اصلي اوسېدونکو طارقي بربريانو «نيګرو» مريان ساتل. د دې نیول شويو له منځه ډيری يې د نيلي نسل اړوند او شړل شوي وو، يا طارقي اشرافو د مريانو له بازارانو څځه په لويديځ سوډان کې پيرلي و، يا د بریدونو پر مهال بنديان شوي وو. د دوی د اصل پېژندنه د «اهقار بربر» د «ابنهرين» (sing. Ébenher) ټکي په مټ شوې ده، کوم چې یواځې هغو مریانو ته اشاره کوي چې يواځې په نيلي سهارايي ژبه خبرې کوي. دا مريان کله کله د «سونغای» څخه د پور شوې  اصطلاح «بيلا» په نوم هم یادېدل.[۲۱]

په ورته توګه، د لوېدېځې سهارا، سهارايي اصلي اوسېدونکو يو طبقاتي نظام ليدلی و، کوم چې په لوړ او ښکته طبقه مشتمل و. د دې دوديزو قبايلي پولو څخه د باندې «نیګرو» مريان وو، څوک چې له شا اوخوا سيمو څخه راوړل شوي وو.[۲۲]

شمال ختيځه افريقا[سمول]

په ایتوپيا (حبشه) او سوماليا کې، د مریانو ټولنې عمدتاً د سوډاني ايتوپيايي او کينيايي سومالي نړيوالو پولو له خلکو څخه، يا د نيلي او بانتو خلکو له بنديانو شويو څخه جوړې وې، څوک چې په ټوليز ډول د شنقيلا  او اډون په نومونو پېژندل کېدل (په انګليسي ژبه کې دواړه ټکي د نيګرو په معنا دي).د دې مريانو له ډلې ځينې يې د «قرن افريقا» د نښتو پر مهال نيول شوي وو او بيا د مریانو په سوداګرو پلورل شوي وو. د دې دود تر ټولو لرغونې ښودنه د اومې یا اتمې مخزېږديزې پېړۍ په يوه ډبرليک کې موندل کېږي، د کوم اړيکه چې له «دامت» پاچايۍ سره ده.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. (په 20 June 2020 باندې). AP changes writing style to capitalize "b" in Black. Associated Press.
  2. Henry, Tanyu (17 June 2020). "Black with a Capital "B": Mainstream Media Join Black Press in Upper-casing Race". www.blackvoicenews.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Lab, Purdue Writing. "Manuscript Writing Style // Purdue Writing Lab". Purdue Writing Lab (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Levinson, Meira (2012). No Citizen Left Behind. Harvard University Press. د کتاب پاڼې 70. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0674065291. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Frigi et al. 2010, Ancient Local Evolution of African mtDNA Haplogroups in Tunisian Berber Populations, Human Biology, Volume 82, Number 4, August 2010.
  6. Harich et .al (2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The trans-Saharan slave trade – clues from interpolation analyses and high-resolution characterization of mitochondrial DNA lineages"]. BMC Evolutionary Biology 10 (138): 138. doi:10.1186/1471-2148-10-138. PMID 20459715. 
  7. Lewis, Race and Slavery in the Middle East, Oxford University Press, 1994.
  8. "Abīd al-Bukhārī (Moroccan military organization)". Encyclopædia Britannica.
  9. Musselman, Anson. "The Subtle Racism of Latin America". UCLA International Institute. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جون ۲۰۰۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Joseph Finklestone, Anwar Sadat: Visionary Who Dared, pp. 5–7, 31. کينډۍ:ISBN.
  11. See Tahfeem ul Qur'an by Sayyid Abul Ala Maududi, Vol. 2, pp. 112–113, footnote 44. See also commentary on verses کينډۍ:Quranverse: Vol. 3, notes 7–1, p. 241; 2000, Islamic Publications.
  12. Tafsir ibn Kathir 4:24.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Hunwick, John. "Arab Views of Black Africans and Slavery" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Johnson, Hilde F. (2011). Waging Peace in Sudan: The Inside Story of the Negotiations that Ended Africa's Longest Civil War. Sussex Academic Press. د کتاب پاڼې 38. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84519-453-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Vukoni Lupa Lasaga, "The slow, violent death of apartheid in Sudan," 19 September 2006, Norwegian Council for Africa.
  16. Richard A. Lobban Jr. (2004): "Historical Dictionary of Ancient and Medieval Nubia". The Scarecrow Press. P. 37
  17. Jakobsson, Mattias; Hassan, Hisham Y.; Babiker, Hiba; Günther, Torsten; Schlebusch, Carina M.; Hollfelder, Nina (24 August 2017). "Northeast African genomic variation shaped by the continuity of indigenous groups and Eurasian migrations". PLOS Genetics. 13(8): e1006976. doi:10.1371/journal.pgen.1006976. ISSN 1553-7404. PMC 5587336. PMID 28837655.
  18. George Ayittey, "Africa and China," The Economist, 19 February 2010.
  19. Ayittey, George B.N. (1999). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "How the Multilateral Institutions Compounded Africa's Economic Crisis"]. Law and Policy in International Business 30. 
  20. Koigi wa Wamwere (2003). Negative Ethnicity: From Bias to Genocide. Seven Stories Press. د کتاب پاڼې 152. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58322-576-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)George B.N. Ayittey (15 January 1999). Africa in Chaos: A Comparative History. Palgrave Macmillan. د کتاب پاڼې 50. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-312-21787-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)George B. N. Ayittey (2006). Indigenous African Institutions. Transnational Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57105-337-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)Diallo, Garba (1993). "Mauritania, the other apartheid?". Current African Issues (Nordiska Afrikainstitutet) (16). http://www.artsrn.ualberta.ca/amcdouga/Hist247/winter_2011/resources/mauritania_other_apartheid.pdf. 
  21. Nicolaisen, Johannes (1963). Ecology and Culture of the Pastoral Tuareg: With Particular Reference to the Tuareg of Ahaggar and Ayr. National Museum of Copenhagen. د کتاب پاڼې 16. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Alcobé, Santiago (November 1947). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Physical Anthropology of the West Saharan Nomads"]. Man 47 (160–168): 141–143. doi:10.2307/2791649. PMID 18895492. 
  23. Division, American University (Washington, D. C. ) Foreign Areas Studies (1964). Area Handbook for Ethiopia (په انګلیسي ژبه کي). U.S. Government Printing Office. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Christoph Bochinger, Jörg Rüpke (ed.) (2017). Dynamics of Religion: Past and Present. Proceedings of the XXI World Congress of the International Association for the History of Religions. Walter de Gruyter GmbH & Co KG. د کتاب پاڼې PT306. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3110451108. Gorgoryos had already named another concept in Ge'ez[...] (shanqella), which means something like 'negro' in a pejorative sense. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)
  25. Trimingham, James (2013). Islam in Ethiopia. Routledge. د کتاب پاڼې 221. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1136970221. These negroes are the remnants of the original inhabitants of the fluvial region of Somaliland who were overwhelmed by the wave of Somali conquest.[...] The Dube and Shabeli are often referred to as the Adone الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Division, American University (Washington, D. C. ) Foreign Areas Studies (1964). Area Handbook for Ethiopia (په انګلیسي ژبه کي). U.S. Government Printing Office. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Hoyland, Robert . Sabbatical Notes. ISAW