مارتین چارلس سکورسیزي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مارتین چارلس سکورسیزي
(انګلیسي: Martin Scorsese د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مارتین چارلس سکورسیزي
مارتین چارلس سکورسیزي

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Martin Charles Scorsese د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۷ نومبر ۱۹۴۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
تابعیت د امریکا متحده ایالات[۹]
اېټاليا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 163 سانتي متره  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده فلم پروډیوسر
فلم لوبګر
سکرين ليکوال
فيلم ايډيټر
غږ ورکونکی ستوری
ډايريکټر[۷][۱۰]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۱][۱۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی د نيويارک پوهنتون  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
مارتین چارلس سکورسیزي
مارتین چارلس سکورسیزي

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مارتین چارلس سکورسیزي ( د سکوسي او سکورسسي په توګه هم تلفظ کېـږي) چې په ايټالیاوي ژبه کې د  ( سکورسیزي ) په نامه یادېـږي، د ۱۹۴۲ م کال د نومبر په اوولسمه نېټه وزېـږيد، سکورسیزي یو امریکايي فلمي ډایرکټر، پروډيوسر، تلویزیوني لیکوال او فلمي لوبغاړي دي. هغه د بیلابېلو ادارو څخه ډېري جایزې ترلاسه کړي دي، چې په دې کې د هالیوډ جایزه، د لومړي ځل لپاره د ایمي هنري جایزې، د ګریمي ( موسیقۍ څانګې ) جایزه، د بریتانیا د فلمي کارخانې څلور جایزې، درې نړیوالي د سروزرو جایزې، د امریکا د ډایرکټرونو د کمیټې جایزې شاملې دي. سکورسیزي همداراز بیلابېل ویاړونه ترلاسه کړي دي، چې د هغې له جملې په ۱۹۹۷ م کال کې د ایفي د ژوند د تګلارې جایزه، په ۲۰۰۷ م کال کې د کینډي د مرکز لخوا ورکړل شوي ویاړ او جایزه ، او همدارنګه په ۲۰۱۲ م کال کې  د بریتانیا د تلویویزني هنرونو د اکاډمۍ له لورې ورکړل شوي لقب او جایزه یادولي شو. د دې سربیره د هغه پنځه فلمونه د کانګراس د کتابتون له لورې د متحده ایالاتو د ملي فلم ساتنې په ټولګه کې شامل شول ځکه چې له کلتوري، تاریخي او ورسره د ښکلا له پلوه مهم ګڼل کېدل. [۱۳]

سکورسیزي په ۱۹۶۸ م کال کې د نیویارک پوهنتون د کلتور، تعلیم او بشري پرمختیا له ستینډهارډټ ښوونځي څخه ماسټري ترلاسه کړه. د هغه لومړۍ فلم ( زما دروازه څوک ټکوي) په ۱۹۶۷ م کال کې د چیکګو د فلمونو په جشن کې ومنل شو. په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ م لسیزو کې، سکورسیزي د نوې هالیوډ د یو پيژندل شوي شخصیت په توګه راڅرګند شو. د هغه فلمونه تر ډېره د خپل ايټالیاوي ـــ امریکايي شالید او په نیویارک ښار کې د هغه د پالنې تر نفوذ لاندې راغلي دي، ځکه نو د هغه د فلمونه د ناامنه نارینو له لوري د نارینه توب پر اساس جرمونه، د نیهلیسم سبک او د ګناه او خلاصون په اړه د کاتولیک مفکورې لټوي. د هغه د سوداګریزو نښو سټایلونه د سست حرکت کارول، تکرارۍ صحنې کارول، د سخت تاوتریخوالۍ ګرافیکي عکسونه، او په لیبرال توګه د بې احترامي کارول شامل دي. [۱۴][۱۵]

د جرمونو په اړه د هغه د ۱۹۷۳ م کال د ( بدې کوڅې ) فلم چې د ظلمونو او بربادۍ تصویر پکې راخیستل شوي و او د ګناه او خلاصون په اړه کاتولیکي مفکورې پکې څيړل شوي وي، د ده د فلم جوړونې انداز کې یې بدلون راوست. سکورسیزي په ۱۹۷۶ م کال کې د خپل ښکلي فلم  ( د ټیکسي د ډرایور ارواپوهنه ) له امله د کینن تر ټولو ستره جایزه ترلاسه کړه. په دې فلم کې رابرټ دی نیرو هم کار کړي و، هغه د سکورسیزي سره په اتو نورو فلمونو کې هم یوځای کار کړي دي، چې د هغې له جملې : نیویارک  ( ۱۹۷۷ م )، جګړیز غویي ( ۱۹۸۰ م )، د کمیډي پاچا ( ۱۹۸۲ )، ښه ملګري ( ۱۹۸۰ م کال ) او قمارخانه (۱۹۹۵ م کال ) یادولي شو. په ۲۰۰۰ او ۲۰۱۰ م لسیزو کې سکورسیزي د لیوناردو دیکیفریو سره په همکاري یوه لړۍ فلمونو جوړ کړل چې تر ډېره یې انتقادي ستاینه او هڅونه ترلاسه کړه. په دغو فلمونو کې، د نیویارک ډله ( ۲۰۰۲ م کال )، ایویټر ( ۲۰۰۴ م کال )، تللي وګړي ( ۲۰۰۶ م کال )، د شیټر ټاپووزمه (۲۰۱۰ م کال ) او د دیوالي کوڅې لیوه فلم شامل دي. د جرمونو فلمي نړۍ ته په راستنیدو سره سکورسیزي یو ځل بیا د دی نیرو په همکاري د( ایرلینډۍ سړي) په نوم فلم په ۲۰۱۹ م کال کې جوړ کړ. د سکورسیزي د څو نورو فلمي کارونه یادونه هم دلته کوو: څو ساعته وروسته ( کمیډي فلم په ۱۹۸۵ م کال کې )، د بې ګناهي دوره (په ۱۹۳۳ م کال کې یوه عشقي ډرامه وه)، د ماشومانو هاګو ډارمه ( ۲۰۱۱ م کال کې ) او مذهبي حماسي ډارمې یې لکه د مسیح وروستنۍ پلټنه (۱۹۸۸ م کال )، کاندن (۱۹۹۷ م کال ) او خاموشۍ ( ۲۰۱۶ م کال ) یادولي شو.

د فلم سربیره، سکورسیزي د ځینو تلویویزني ډرامو ډایرکشن هم کړي لکه د بورډواک امپراتورۍ ډرامه (۲۰۱۱ ـــ ۲۰۱۵ م کال پورې ) او د وینیل امریکايي ډارمه ( ۲۰۱۶ م کال کې ). همداراز هغه د مستندونو ډایرکشن هم کړي چې دا هغې له جملي عامه خبرې ( ۲۰۱۰ م کال ) او ګومان وکړه چې د یو ښار دي ( ۲۰۲۱ م کال ) مهم دي. د دې پرته سکورسیزي د راک موسیقۍ د مستند د لیکوال په توګه هم پيژندل کېـږي ځکه چې هاغه ځینو کنسرتونو ته مستندونه لیکلي چې په دې کې اخرې والټز ( ۱۹۷۸ م کال )، کور ته لار نشته ( ۲۰۰۵ م کال )، رڼا روښانه کړه ( ۲۰۰۸ م کال ) او جورج هارسیون په مادي نړۍ کې ژوند کوي ( ۲۰۱۱ م کال ) شامل دي. د فلم د ساتنې او جوړولو د مدافع په توګه هغه درې غیرانتفاعي سازمانونه جوړ کړل چې عبارت دې له: په ۱۹۹۰ م کال کې د متحده ایالاتو د فلم سازمان،  په ۲۰۰۷ م کال کې د نړۍ د سینما سازمان او په ۲۰۱۷ م کال کې د افریقايي فلمونو د میراث پروژه وه.

وختي ژوند[سمول]

مارتین سکورسیزي د ۱۹۴۲ م کال د نومبر په ۱۷مه نېټه د نیویارک ایالت د کوینس بروو په فلیشنګ سیمه کې وزېـږيد. د مکتب له پیل کولو وړاندې د ده کورنۍ د نیویارک ایالت د منهیتن ناحیې ښکته ايټالیا سیمې ته  کډه وکړه. د سکورسیزي دواړو والدینو چارلس سکورسیزي او کتهیرین سکورسیزي ( په کیفا کې زېږيدلي ) د نیویارک ایالت په ګرامینټ والسوالۍ کې کار کاوه. چارلس یو کالۍ اوتو کوونکي او فلمي لوبغاړي و او کتهیرین بیا خیاطه او فلمي لوبغاړي وه. دوی دواړه ايټالوي الاصله و. او د هغه پلارنۍ نیکه او نیا، فرانسکوپایلو او تیریسا سکوزي له پلوزي ګینیرسو څخه کډوال شوي و، حال دا چې د هغه مورنۍ نیکه او نیا، مارتینو او دومینکا کیفا د سیمینا څخه کډوال شوي و، دواړو د پیالرمو، سیسلي ولایت ته راکډول شوي و. د دغې کورني اصلي تخلص سکوزي و، خو وروسته بیا د استنساخ له امله سکورسیزي ته بدل شو. سکورسیزي عموما په یو کاتولیک چاپيریال کې را لوی شو. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

کله چې سکورسیزي ماشوم و نو سالنډۍ یې درلوده او له همدې امله یې نشوای کولای چې ورزش وکړي او یا له نورو ماشومانو سره لوبي وکړي. په دې وجه نو د هغه والدینو او مشر ورور به هغه ځينې وخت سینما ته له ځان سره بولو. دا د هغه د ژوند هغه دوره وه چې هاغه پکې له سینما سره مینه او جذبه پيداشوه. په برونکس کې هغه د ځوانۍ پرمهال په مقرار ډول د فوول او پرایس براګر په ګډه لیکل شوي د هوفمن داستانونه (۱۹۵۱ م کال کې) له یوه دوکان څخه چې یوازې یوه کاپي یې درلوده کرایه کول. سکورسیزي یو له هغو دوه کسانو و چې په مقراره توګه یې دا داستانونه په کرایه نیول، دوهم شخص چې په مقرار ډول یې دا داستانونه کتل هغه جورج ارمیرو و چې وروسته بیا د فلم ډایرکټر شو. [۲۵]

سکورسیزي دا په ډاګه کړي ده چې د ځوانۍ پر مهال د هغه د خوښي فلمي لوبغاړي سابو او ویکتو میچور و. هغه همداراز د ۱۹۴۷ ــ ۱۹۴۸ م کلونو پورې د فوول او پرایس براګر د ( تور نرګس ) او ( سره بوټونه ) فلمونو نفوذ بیان کړي دي، چې ابتکاري تکتیکونه یې وروسته د هغه په فلم جوړونه کې راڅرګند شول. هغه په خپل مستند کې چې ( د امریکايي فلمونو له لارې له سکورسیزي سره شخصي سفر) په نامه یادېـږي دا بیان کړي: چې هغه په ځوانۍ کې د تاریخي حماسو سره مینه درلوده او لږ تر لږه د دغه ژانر دوه فلمونه ( د فرعونیانو ځمکه ) او( ال سیډ) په هغه باندې ژور تاثیرات درلودل او د هغه په سینمايي روح باندې یې تل پاتې اغېزې درلودي.[۲۶][۲۷]

سکورسیزي همداراز په همدې وخت کې د نیوریالیست سینما ستاینه وکړه. هاغه د دې سینما نفوذ د ایټالیايي نیوریالیزم په یو مستند کې وښوده. او دا یې بیان کړل چې د ( د بایسکل غله )، ( رومي یا خلاص ښار ) او په ځانګړې توګه ( پایسه ) ډرامو څنګه له دې سبک څخه الهام اخیستي، او د سیسلین ریښو انځور او نظر یې اغیزمن کړي. سکورسیزي په خپل مستند ( زما سفر ایټالیا ته ) کې دا بیان کړي کله چې هغه د  روبراټو روسیلني د ( پایسه ) ډرامې لومړنې سیسلین برخه په تلویزیون کې له خپلو خپلوانو سره یوځای ولیده څوک چې په خپله هم د سیسلین کډوال و، نو هغه تر ډېرې اغېزي لاندې راغي. هغه د فرانسې د فلم خوځښت ته په درانه سترګه ګوري او دا واضح کوي چې د فرانسې دغه خوځښت په ټولو هغو فلم جوړونکو باندې چې له پخوا راهیسې کار کوي اغیزه درلوده او ورسره یې په هغو کسانو هم اغیزه درلوده چې فلم یې لیدلي او یا نه وي لیدلي. هغه همداراز د ځينو فلم جوړونکو نومونه ذکر کړي کومو چې تر ډېره د ده په فلمي ژوند باندې اغیزه درلوده، په دې جمله کې  ستیجیت رای، انګمر برګمن. میچلانجیلو انتونیوني او فدرایکو فیلاني شامل دي. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

سکورسیزي په برونکس کې د کاردنیل هایس د هلکانو په عالي لېسه کې ګډون وکړ او په ۱۹۶۰ م کال کې فارغ شو. هغه په لومړیو کې غوښتل چې پادري شي نو ځکه په یوه ابتدایه عبادت ځای کې شامل شو، خو له لومړي کال وروسته ناکام شو. دغه کار سینما ته د هغه د تګ لاره جوړه کړه او په پایله کې هغه د نیویارک پوهنتون د واشنګټن په کالج ( اوس وخت کې د علم او هنر د کالج په نوم پيژندل کېـږي ) کې شامل شو ، چېرته چې هغه په ۱۹۶۴ م کال کې په انګلیسي کې لسانس واخیست. ورپسې هغه په ۱۹۶۸ م کال کې د نیویارک پوهنتون د تعلیم او تربیې مکتب ( اوس ورته د سټندهارډ د کلتور، تعلیم او بشري پرمختک مکتب ویل کېـږي ) ته چې د جوړېدو یې یو کال پوره کېدو لاړ، تر څو په انګلیسې ادبیاتو کې ماسټري وکړي. [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

شخصي ژوند[سمول]

سکورسیزي په ۱۹۶۵ کال کې له خپلې لومړۍ میرمنې Laraine Marie Brennan سره واده وکړ، او دوی دواړو شپږ کاله له ۱۹۶۵ تر ۱۹۷۱ پورې سره یوځای پاتې شوو دوی یوه لور د کاترین په نوم درلوده چې د خپلې مور په نوم نومول شوې وه. [۳۹]

سکورسیزي په ۱۹۷۶ کال کې له لیکوالې جولیا کامرون سره واده وکړ، چې دا یې دویم واده و، دوی یوه لور لري (ډومینیکا کامرون - سکورسیزي، چې یوه اداکاره ده او د The Age of Innocence کې راڅرګنده شوې)، خو دې واده یوازې یو کال دوام وکړ. ددوی لپاره طلاق سخت یا ستونزمن و او دا د کامرون د لومړي فلم تیارې کمیډۍ God's Will فلم بنسټ و، چې لور یې په دې فلم کې اصلي اداکاره یا د فلم ستورې وه. هغې د ډومینیکا سکورسیزي په نوم په Cape Fear فلم کې یو کوچنی رول درلود او اداکاري، لیکلو، ډایرکټري یا کارګردانۍ او چمتوکولو ته یې دوام ورکړ.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

مخکې له دې چې د ۱۹۷۹ کال پای ته ورسېږي، سکورسیزي له اداکارې ایزابلا روسلیني سره واده وکړ، دوی د څلورو کلونو لپاره سره یوځای پاتې شوو، او په ۱۹۸۳ کال کې یې سره طلاق واخیست.[۴۴]

په ۱۹۸۵ کال کې سکورسيزي له تولیدونکې باربرا ډي فینا سره واده وکړ، چې د پنځو ودونو له ډلې یې دا څلورم واده و. هغوئ په ۱۹۹۱ کال کې جلا شوو. سکورسیزي له څلورم طلاق نه وروسته یعنې له ۱۹۸۹ نه تر ۱۹۹۷ کاله پورې له اداکارې ایلیانا ډاګلاس سره د مینې اړیکې درلودې.[۴۵]

سکورسیزي په ۱۹۹۹ کال کې، له خپلې اوسنۍ میرمنې هیلین شیرمر هورن موریس سره چې له شلو کلونو زیات عمر لري واده وکړ. دوی د فرانسیسکا په نوم یوه اداکاره او فلم جوړونکې لور لري، چې دده په دې ​​فلمونو کې The Departed، Hugo، The Aviator  راڅرګنده شوې ده. او د ۲۰۲۰ کال د HBO/Sky  د We Are Who We Are په کوچنیو لړیو کې اصلي رول لوبولی.[۴۶][۴۷]

سرچينې[سمول]

  1. پیوستون : 118811991  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6p28gb1 — subject named as: Martin Scorsese — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/16103 — subject named as: Martin Scorsese — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. subject named as: Martin Scorsese — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/1b569464713544fa806789ee14d93f0c — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/scorsese-martin — subject named as: Martin Scorsese — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  6. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=martin;n=scorsese — subject named as: Martin Scorsese
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ https://cs.isabart.org/person/119621 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  8. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000014750 — subject named as: Martin Scorsese — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. Museum of Modern Art artist ID: https://www.moma.org/artists/26658 — د نشر نېټه: ۴ ډيسمبر ۲۰۱۹ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  10. https://www.acmi.net.au/creators/3485
  11. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12185142p — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  12. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/10872419
  13. کينډۍ:Cite episode
  14. Barnett, Christopher B.; Elliston, Clark J. (2019-09-16). Scorsese and Religion (په انګلیسي ژبه کي). Brill Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-41140-1. مؤرشف من الأصل في January 26, 2021. د لاسرسي‌نېټه November 16, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په December 30, 2016 باندې). Holy Men, Holy Losers: Scorsese, Silence and the Mystery of Faith.
  16. Jason Ankeny (په 2012 باندې). Martin Scorsese. The New York Times.
  17. "Martin Scorsese: Telling Stories through Film" The Washington Times, November 30, 2007
  18. "Martin Scorsese Biography". National Endowment for the Humanities. مؤرشف من الأصل في February 26, 2014. د لاسرسي‌نېټه January 24, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Martin Scorsese Biography (1942–2011)". Filmreference.com. مؤرشف من الأصل في January 13, 2010. د لاسرسي‌نېټه March 3, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Casillo, Robert (2006). "The Immigrant Generations: Italianamerican". Gangster Priest – The Italian American cinema of Martin Scorsese. Canada: University of Toronto Press. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780802091130. مؤرشف من الأصل في December 27, 2020. د لاسرسي‌نېټه October 3, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Dubois, Régis (2019). "Résurrection". Martin Scorsese, l'infiltré (په فرانسیسی ژبه کي). France: Nouveau Monde Editions. د کتاب نړيواله کره شمېره 9782369427780. مؤرشف من الأصل في December 27, 2020. د لاسرسي‌نېټه October 3, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Martin Scorsese è ora cittadino italiano". Sky TG24. مؤرشف من الأصل في June 22, 2019. د لاسرسي‌نېټه April 18, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Martin Scorsese è cittadino italiano: trascritto atto di nascita a Polizzi". PalermoToday. مؤرشف من الأصل في August 3, 2020. د لاسرسي‌نېټه April 18, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Una lunga ricerca per avere la cittadinanza: ma adesso Martin Scorsese è italiano". La Repubblica. September 26, 2018. مؤرشف من الأصل في December 27, 2020. د لاسرسي‌نېټه April 18, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Romero – master of the macabre". Eye for Film. مؤرشف من الأصل في July 23, 2015. د لاسرسي‌نېټه July 23, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Black Narcissus (The Criterion Collection) (2001) DVD commentary". Criterion. مؤرشف من الأصل في November 4, 2013. د لاسرسي‌نېټه October 27, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Chris Ingui. "Martin Scorsese hits DC, hangs with the Hachet". Hatchet. د اصلي آرشيف څخه پر August 26, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 6, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Chris Ingui. "Martin Scorsese hits DC, hangs with the Hachet". Hatchet. د اصلي آرشيف څخه پر August 26, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 6, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Jay Antani (2004). "Raging Bull: A film review". Filmcritic.com. د اصلي آرشيف څخه پر December 8, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 4, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Andre Soares (March 19, 2009). "Martin Scorsese on Michelangelo Antonioni". Altfg.com. مؤرشف من الأصل في July 8, 2012. د لاسرسي‌نېټه January 5, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Ingmar Bergman Foundation. "Ingmar Bergman". 193.10.144.136. د اصلي آرشيف څخه پر April 26, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 5, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Martin Scorsese praises Federico Fellini and 'La Dolce Vita' پر يوټيوب باندې
  33. "Scorsese, Martin". encyclopedia.com. مؤرشف من الأصل في January 8, 2020. د لاسرسي‌نېټه January 9, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Filmmaker Martin Scorsese talks about his faith, upcoming movie 'Silence'". December 10, 2016. مؤرشف من الأصل في October 16, 2017. د لاسرسي‌نېټه October 15, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Raymond, Marc (May 2002). "Martin Scorsese". sensesofcinema.com. Senses of Cinema. مؤرشف من الأصل في December 25, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "NYU Tisch School of the Arts Receives Major Gift to Establish the Martin Scorsese Institute of Global Cinematic Arts". NYU Tisch. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Martin Scorsese". tisch.nyu.edu. مؤرشف من الأصل في December 27, 2020. د لاسرسي‌نېټه January 9, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "NYU College of Arts and Science". Cas.nyu.edu. د اصلي آرشيف څخه پر April 6, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 5, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "Catherine Scorsese begs public for $30K to fix flooded Brooklyn apartment", by Dean Balsamini and Sara Dorn, PageSix, May 25, 2019. "آرشیف کاپي". Archived from the original on November 29, 2019. د لاسرسي‌نېټه October 17, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link)
  40. Clarke Fountain (په 2014 باندې). God's Will (1989). The New York Times.
  41. Keyser, Les (1998). Twayne's Filmmakers Series: Martin Scorsese. Twayne Publishers: New York. د کتاب پاڼې 188. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8057-9321-5. د لاسرسي‌نېټه February 27, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. (په June 23, 2006 باندې). Agonizing success of 'Artist's Way'. Los Angeles Times.
  43. Malkin, Marc (April 16, 2007). "Scorsese's Family Business". E!. مؤرشف من الأصل في April 20, 2014. د لاسرسي‌نېټه April 18, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. (په April 30, 2006 باندې). Interview: Isabella Rossellini – Daddy's girl.
  45. Jewel, Dan (March 1, 1999). "Note Worthy". People. مؤرشف من الأصل في October 25, 2018. د لاسرسي‌نېټه October 25, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Miller, Julie (January 8, 2014). "Read Martin Scorsese's Open Letter to His 14-Year-Old Daughter". Vanity Fair (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في November 12, 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Gonzales, Erica (2020-10-30). "Francesca Scorsese Is Ready to Make a Name for Herself". Harper's BAZAAR (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في April 28, 2021. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)