مارتيروس گريگورېويچ اسلانوف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مارتيروس گريگورېويچ اسلانوف (1897 ز. –1977 ز.) (په روسي:Асланов Мартирос Григорьевич) يو روسی ژبپوه، ختيځپوه او سيندکښونکی وه. هغه د مسکو د ختيځپوهنې په پوهنځي کې له ۱۹۴۳ ز. کال څخه د پښتو ژبې ښوونکی پاتې شوی و چې په همدې نومېدلي پوهنځي کې دی د پښتو ژبې لومړنی ښوونکی او په مسکو کې د پښتو ژبې د لومړني انستيتيوت بنسټگر هم و او گڼ شمېر زده کوونکو ته يې پښتو ژبه ورزده کوله. د ده د لومړۍ دورې د زده کوونکو له ډلې د پښتو ژبې نوموتی ژبپوه او سيندکښونکی کونستانتين الېکساندرويچ لېبېدېف او دووريانکوف د يادولو وړ کسان دي. هغه د پښتو ژبې او پښتنو په باب گڼې څېړنې او موندنې کړي.

مخينه

اسلانوف د روستوف سيمې د مياسنيکوفسکي ولسوالۍ په کريميا کلي کې په يوه بزگره کورنۍ کې زېږېدلی و. په ۱۹۴۲ ز. کال کې د مسکو پوهنتون د ختيځپوهنې څانگې څخه فارغ شوی و.

زده کړې

دندې

  1. ۶ د جون، ۱۹۴۵ ز. کال کې د ژبپوهنې څانگې د کانديد سرڅېړونکي دنده.
  2. ۲۷ د مۍ، ۱۹۴۸ ز. کال کې د سرڅېړونکي دنده.
  3. له ۱۹۳۰ ز. تر ۱۹۳۹ ز. کال پورې په کابل کې د شوروي اتحاد په سفارت کې دنده.
  4. په ۱۹۳۹ ز. کال کې يې د مسکو دولتي پوهنتون د ختيځپوهنې پوهنځي کې د پښتو ژبې د زده کړې د مرکز بنسټ کېښوده.
  5. په ۱۹۴۲ ز. کال کې د پوځ د باندنيو ژبو د انستيتيوت مشر چې تر ۱۹۴۷ ز. کال پورې په همدې دنده پاتې شو.
  6. په ۱۹۴۶ ز. کال کې د ژبو د انستيتيوت مل ښوونکی هم و چې تر ۱۹۵۰ ز. کال پورې يې تدريس ورکاوه.
  7. په ۱۹۵۰ ز. کال کې بېرته د ختيځپوهنې پوهنځي ته ورغی او هلته تر ۱۹۵۸ ز. کال په دنده بوخت و.
  8. په ۱۹۵۸ ز. کال کې د توکمپوهنې انستيتيوت کې يې په کار پيل وکړ او تر ۱۹۶۷ ز. کال پورې په دنده بوخت و.
  9. هېره دې نه وي چې اسلانوف د شوروي د سوسياليستي اتحاديې د علومو د اکاډمۍ يو فعال غړی هم پاتې شوی.

ليکلي آثار

  1. پښتو روسي سيند - يو جامع سيند چې ۵۰۰۰۰ زره پښتو وييونه او اصطلاحگانې لري.
  2. پښتني فولکلور (افسانې، متلونه، سندرې) - مسکو ۱۹۴۵ ز. د دوکتورا تيزس
  3. پښتو روسي درسي قاموس - چاپکال ۱۹۳۸ ز.
  4. پښتو درسي کتاب - لومړۍ برخه - د فونېټيک ابتدايي کورس - مسکو ۱۹۴۲ ز.
  5. افغان کتابپوهنه - لومړی ټوک - مسکو ۱۹۴۵ ز.
  6. افغان فولکلور او په شوروي اتحاد کې يې څېړنه - ۱۹۴۷ ز.
  7. په پښتو ژبه کې د تورکي ژبو پور وييونه - مسکو د ختيځپوهنې د زده کړو پوهنځی - ۱۹۴۷ ز.
  8. له ۱۹۴۷ ز. تر ۱۹۴۹ ز. پورې د افغاني ليکوالو طرحې او کيسې - ۱۹۵۲ ز.
  9. د خلکو غورځنگ روښان او په افغاني ادبياتو کې يې انځور - د ختيځپوهنې پوهنځی - ۱۹۵۵ ز.
  10. افغانان د آسيا خلک - ۱۹۵۷ ز.
  11. د افغانستان د ملي ژبې جوړښت په اړه - په نژدې ختيځو هېوادونو کې د وگړو توکميز بهيرونه او جوړښتونه - مسکو ۱۹۶۳ ز.
  12. پښتانه د سوېلي آسيا خلک - ۱۹۶۳ ز.

لاسته راونې

مارتيروس گريگورېويچ اسلانوف د خپلو اکادميکو کارونو، څېړنو او چوپړونو په خاطر د شوروي اتحاد يو شمېر مډالونه او جايزې گټلي.