کونستانتين الېکساندرويچ لېبېدېف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کونستانتين الېکساندرويچ لېبېدېف

كانستانتين الكساندرويچ لېبېديف (۱۹۲۰ ز کال - ۲۰۱۸ ز کال) د پښتو ژبې لوی استاد، څېړونکی، ختيځپوه او روسی افغانپوه وو.


مخينه

كانستانتين الكساندرويچ لېبېديف د ۱۹۲۰ ز کال د مارچ په شلمه نېټه د روسيې په كالومينسك ښارگوټي كې زيږيدلى دى. په ۱۹۴۲ ز کال کې يې د مسکو د ختيځ پېژندنې انستيتيوت د ماسترۍ په درجه پای ته ورساوه. تر فراغت وروسته د همدغه انستيتيوت په علمي کدر کې شامل شو او د پښتو ژبې او گرامر په تدريس يې پيل وکړ.

ارواښاد لېبېدېف په ۱۹۴۹ - ۱۹۵۴ کلونو کې د مسکو په ختيځ پېژندني انستيتيوت کې د افغانستان د تدريسي برخې مسؤل وو. له ۱۹۵۴ کال څخه هغه وخت چې د ختيځ پېژندنې انستيتيوت د بهرنيو چارو وزارت د نړيوالو اړيکو له انستيتيوت سره يو ځای شو، لېبېدېف په دغه انستيتيوت کې تر ۱۹۸۵ کال پورې د پښتو ژبې په تدريس، تحقيق، گرامر او هنري نثر په ژباړه کار کاوه. هغه په ۱۹۸۵ - ۱۹۹۶ کلونو کې د د مسکو دولتي پوهنتون د اسيا - افريقا انستيتيوت د ايران د څانگې مشر وو او په همدغه څانگه کې د پښتو په تدريس او تدقيق مشغول وو. استاد لېبېدېف په ۱۹۵۰ کال د علومو د کانديد درجه، په ۱۹۶۶ کال يې د دکتورا علمي درجه او په ۱۹۶۷ کال کې يې د پروفيسورۍ درجه دفاع کړې ده. كانستانتين الكساندرويچ لېبېديف په روسيه كې د ختيځ پوهانو، افغانستان پوهانو او پښتو پوهانو د څو نسلونو مخكښ لارښوونكى او غښتلى استاد وو؛ هغه ټول ژوند د پښتو ژبې او افغانپوهنې تحقيق او تدريس ته وقف كړي وو.

پروفيسور لېبېدېف په پښتو ژبپوهنه او افغانپوهنه كې ګڼ شمير كتابونه، رسالې او مقالې ليكلې دي . په روسيه كې د پښتو ژبې د زده كړې د پاره درسي كتابونه، د پښتو ژبې گرامر، روسي _ پښتو ، پښتو _ روسي ، روسي- پښتو- دري ، درسې واړه او لوى قاموسونه ، په روسي ژبه د پښتو دشفاهي ادبياتو، كلاسيكو او معاصرو ادبياتو (نكلونو، لنډو كيسو، متلونو او لنډيو ) منظومې او منثورې ترجمې او د پښتنو د تاريخ او فرهنگ په باب څېړنيزې رسالې او مقالې د استاد لېبېديف د اثارو منځپانګه جوړوي. 

د استاد لېبېديف لومړى اثر د پښتو ژبې گرامر دى چې له نن څخه ۷۳ كاله مخكې په ۱۹۴۵ كال كې چاپ شوى دى، وروستى څېړنيز اثر يې «افغان ولس – پښتانه» نومېږي چې په ۱۹۹۷ ز كال كې د روسيې د علومو اكاډمۍ د ختيځو ادبياتو څانگې چاپ او خپور كړى دى.

پروفيسور لېبېديف په دغه رساله كې د پښتنو د تاريخ، پيدايښت او پرورښت په باب د گڼ شمير مختلفو او مخالف منابعو د نظرياتو، رواياتو، حكاياتو، دلايلو، نښو نښانو او اسنادو ژوره څېړنه او شننه كړې ده.

استاد لېبېدېف يو شمير هنري اثار، لنډۍ او د افغان فلکلور يو شمير انتخابي برخي له پښتو څخه روسي ژبې ته ژباړلي او خپاره کړي دي. له استاد څخه تر ۱۱۰ زيات درسي کتابونه، څېړنيز اثار او قاموسونه په ميراث پاتې دي. 

کونستانتين الېکساندرويچ لېبېدېف د خپل ژوند ۷۰ كاله د پښتو ژبې او افغانپوهنې تحقيق او تدريس ته وقف كړي دي. په پښتو ژبپوهنه او افغانستان پوهنه كې يې تر ۱۱۰ زيات كتابونه، رسالې او مقالې يې ليكلې دي. په روسيه كې د پښتو ژبې د زده كړې د پاره درسي كتابونه، د پښتو ژبې گرامر، روسي - پښتو او پښتو - روسي جيبي، درسې واړه او لوى قاموسونه، په روسي ژبه د پښتو د شفاهي ادبياتو، كلاسيكو او معاصرو ادبياتو (نكلونو، لنډو كيسو، متلونو او لنډيو ) منظومې او منثورې ترجمې او د پښتنو د تاريخ او فرهنگ په باب څېړنيزې رسالې او مقالې د استاد لېبېديف د اثارو محتوا جوړوي.

بايد ووايو چې د ارواښاد لېبېديف ژوند د څه کم يوې پېړۍ په اوږدو كې د بې شمېره غټو او كوچنېو پېښو شاهد و. په روسيه او افغانستان كې د نظرياتو، ايډيالوژيو، گوندونو او ډلو كاميابۍ او ناكامۍ، انقلابونو، كودتاوو، پاچا گشتيو، رژيمونو او سياستونو بدلون او له هغه سره سم د روسيې او افغانستان د دولتي مناسباتو تودښت يا سړښت د لېبېديف استوار او باثباته شخصيت نه و متاثره كړى او په ټوله مينه د ژوند تر پايه په خپل كار كې بوخت وو. 

مړينه

پروفيسور کانستانتين الکساندرويچ لېبېدېف د ۲۰۱۸ ز کال د جنوري په نهمه د ۹۸ کالو په عمر له نړۍ سترگې پټې کړې. اروا يې ښاده! 

چاپ شوي اثار يې

د ارواښاد پروفيسور كانستانتين لېبېديف د اثارو لنډ نوملړ:

  1. د پښتو ژبې گرامر، ۱۹۴۵ ز کال.  
  2. د افغانستان افسانې، قصې او شعر، ۱۹۵۳ ز کال.
  3. د پښتو ژبې گرامر، ۱۹۵۶ ز کال.
  4. په روسيه كې د پښتو ژبې زده كړه، ۱۹۵۸ ز کال.
  5. كوچنى دايرة المعارف، ۱۹۶۱ ز کال.
  6. د روسي ژبې د زده كړې درسي کتاب، په پښتو ژبه، ۱۹۶۱ ز کال.
  7. روسي- افغاني جېبي قاموس، ۱۹۶۲ ز کال.
  8. څرنگه كولاى شو د ژبې د زده كړې لپاره په زړه پورې درس تيار كړو؟، ۱۹۶۳ ز کال.
  9. روسي- افغاني جېبي قاموس، ۱۹۶۷ ز کال.
  10. افغاني متلونه، ۱۹۶۷ ز کال.
  11. د روسي ژبې د زده كړې درسي کتاب، په پښتو ژبه، ۱۹۶۷ ز کال.
  12. په پښتو ژبه كې فعل او قيد، ۱۹۶۹ ز کال.
  13. د روسي ژبو لپاره د پښتو د زده كړې درسي كتاب، ۱۹۶۹ ز کال.
  14. د پښتو ژبې گرامر، ۱۹۷۰ ز کال.
  15. افغاني قصې او افسانې، ۱۹۷۲ ز کال.
  16. د پښتو ژبې د زده كړې لپاره ادبي منتخبات، ۱۹۷۲ ز کال.
  17. افغاني افسانې، ۱۹۷۲ ز کال.
  18. د پښتو ژبې د زده كړې د دوهم او دريم كال لپاره د مقالو مجموعه، ۱۹۷۲ ز کال.
  19. د پښتو ژبې د زده كړې د دريم او څلورم كال لپاره د مقالو مجموعه،۱۹۷۲ ز کال.
  20. د پښتو ژبې د زده كړې د پنځم كال لپاره د مقالو مجموعه، ۱۹۷۳ ز کال.
  21. شرقي ژبې او ادبيات، ۱۹۷۳ ز کال.
  22. روسي-پښتو قاموس، ۱۹۷۳ ز کال.
  23. د پښتو ژبې د گرامر جدول، دايرة المعارف، ۱۹۷۳ ز کال.
  24. افغاني کلاسیکه شاعري، ۱۹۷۵ ز کال.
  25. روسي-پښتو قاموس، ۱۹۸۳ ز کال.
  26. د ژبې او ادبياتو مسئله، ۱۹۸۳ ز کال.
  27. په روسيه كې د پښتو ژبې زده كړه، ۱۹۸۳ ز کال.
  28. د پښتو ژبې د زده كړې د دوهم او دريم كال لپاره د مقالو مجموعه، ۱۹۸۳ ز کال.
  29. د پښتو ژبې د زده كړې د دريم او څلورم كال لپاره د مقالو مجموعه، ۱۹۸۳ ز کال.
  30. افسانه او شعر، ترجمه، ۱۹۸۵ ز کال.
  31. پښتو-روسي قاموس، ۱۹۸۵ ز کال.
  32. افغاني ولسي شاعري، ۱۹۸۵ ز کال.
  33. په روسي ژبه د نور محمد تره کي د بنگ مسافري او څو نورو داستانو ژباړه، ۱۹۸۷ ز کال.
  34. د پښتو ژبې گرامر، ۱۹۸۸ ز کال.
  35. د روسي ژبو لپاره د پښتو د زده كړې درسي كتاب، ۱۹۹۲ ز کال.

36- پښتانه په تاريخ او اوسنۍ زمانه كې، ۱۹۹۳ ز کال.

37- افغان ولس – پښتانه، ۱۹۹۷ ز کال.

38- په روسيه كې د پښتو ژبې زده كړه، ۱۹۹۷ ز کال.

39- مختصر اسلامي قاموس، ۱۹۹۷ ز کال.

40- پښتو-روسي درسي قاموس، ۲۰۰۰ ز کال.

41- د دیپلوماسي اصطلاحاتو قاموس، ۲۰۰۲ ز کال.

42- پښتو- دري او روسي درسي قاموس، ۲۰۰۹ ز کال.

او داسې نور.