لېزر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ليزر

ليزر (په انگرېزي: Laser, Light Amplification by Stimulated Emission of Radiation ) د بريښنایی – مغناطيسي نښتونکي شغلو یوه بصري سرچینه ده چی د الکټرونو، یونو یا ماليكيولونو د تحریک شوي انتشار په مرسته منځ ته راځي. د ليزر وړنگه یوه رنگه ده.ليزرونه په ځانگړي ډول په ماوراى بنفش، لیدل شوي یا انفرا رېډ طيف کی کار کوي. [۱]

تاریخ

هيلیم - نیون ليزر

د لېزر اصول (پرنسیپونه) په ۱۹۱۷ کال کي د آلبرټ آينشټاين له خوا وپېژندل شول، خو لومړنی لېزر په ۱۹۶۰ کال کي امریکا کي د تيودور میمن له خوا جوړ شو او چارند چاپېريال یې د یاقوت څخه جوړ شو. په ۱۹۶۳م کال کي د کاربن ډای اکسایډ لېزر جوړ شو. په وروستيو کلونو کي د لېزر ترقۍ زیاتي شوي دي. په اوس وخت کي لېزرونه په طب، مایکروالکټرونيک، صنعت او پوځ کي کارېږي

پېژندنه

ليزر:
1. کارنده برخه
2. د ليزر انرژي
3. نه زبېښونکي هنداره
4.نیمه زبېښونكي هنداره
5. د ليزر وړنگه

لېزر بصري آله یا وسیله ده چي د درېيو برخو ( تشدیدوونکي الې، کانده برخي او د انرژۍ سرچینې) څخه جوړه شوې ده.

  • د انرژۍ سرچینه

د انرژۍ سرچینه په کارنده برخه کي الکترونونو ته انرژي ورکوي او الکترونونه پورتنۍ انرژيکي سطحي ته تحریکوي.

  • کارنده برخه

نوموړې برخه د خاصو توکو څخه جوړه شوې ده چي د الکترونونو محتوی لري. دغه الکترونونه مختلفه انرژۍ لري. نوموړې برخه د جامدو توکو، مایع یا گاز څخه جوړېدلای سي.

  • تشدیدوونکې اله

تشدیدوونکې اله یوه اله ده چي د نور د تشدیدولو لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي. نوموړې اله د نه زبېښونكو او نیمه زبېښونكو هندارو څخه جوړه شوې ده. نوموړي هندارې کولای سي منحني شکل ولري.



د لېزر ډولونه

  • د جامدو توکو لېزرونه (کارند چاپېريال یې د یاقوت څخه جوړ شوى دى.)
  • نیم هادي لېزرونه.
  • گازي لېزرونه (د کاربن ډای اکسایډ لېزر ، هيلیم - نیون لېزر)
  • د پلازما ليزرونه


سرچینې

  1. http://www.wikiskripta.eu/index.php/Laser