لیډیا ماریا چایلډ
لیډیا ماریا چایلډ (د زیږون نوم فرانسېس؛ د ۱۸۰۲ ز کال د فبروري له ۱۱ – د ۱۸۸۰ ز کال د اوکټوبر تر ۲۰)، د غلامۍ ضد یوه امریکایۍ، د ښځو د حقونو فعاله، د سورپوستانو د حقونو فعاله، ناول لیکونکې، خبریاله او د امریکا د پراختیاپالنې مخالفه وه. جورنالونو یې چې هم نکلونه او کورنۍ لارښودنې وې، له ۱۸۲۰ ز کال څخه تر ۱۸۵۰ ز کال پورې زیات لیدونکي خپل کړل. کله کله یې خپل لیدونکي حیران کول، ځکه چې هغې هڅه کوله چې په ځینو کیسو کې د نارینه واکمنۍ او د سپین پوستان برترۍ مسائل په پام کې ونیسي. چایلډ د دې ننګونو تر څنګ، ښایي د خپل شعر "د سیند په سر او د جنګل په منځ کې" یا "Over the River and Through the Wood" له امله ډېر شهرت ولري. د خپل نیکه او انا کور چې هغې یې د لیدنې په اړه لیکلي، په ۱۹۷۶ ز کال کې د ټافټس پوهنتون له خوا ورغول شو او د ماساچوسټ د میډفورډ په سویلي سړک کې د میسټیک سیند ته نږدې پروت دی. لومړنی ژوند او تعلیم [سمول]لیډیا ماریا فرانسېس د ۱۸۰۲ ز کال د فبرورۍ په ۱۱ د ماساچوسټ په میډفورډ کې د سوزانا (چې پلرنی نوم یې راند ؤ) او کانوزس فرانسېس کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغه په خپل منځني نوم سره پېژندل کېده او هغه یې Ma-RYE-a تلفظ کاوه. مشر ورور یې کانورس فرانسېس، په هاروارډ کالج او دیني علومو مکتب کې زده کړې وکړې او توحیدپاله پادري شو. چایلډ خپلې زده کړې په یوه سیمه ییزه ښځینه ښوونځۍ او وروسته د ښځو په یوه دیني مدرسه کې ترلاسه کړې. د مور له مړینې وروسته یې لاړه ترڅو په مېن (Maine) کې له خپلې مشرې خور سره ژوند وکړي او هلته یې د معلمې لپاره زده کړه وکړې. په دې موده کې، د هغې ورور کانورس چې هغه وخت توحیدپاله پادری ؤ، د خپلې کوچنۍ خور تعلیم یې د ادبي استادانو لکه هومر او میلټن تر نظر لاندې په پام کې ونیو. فرانېس خپلې ۲۰ کلنې په لومړیو کې خپل ورور سره ژوند کاوه او د هغه له لارې د هغه وخت ګڼ شمېر لیکوالانو او مفکرینو سره آشنا شوه. هغه هم توحیدپالنې ته واوښته. [۱۵] فرانسېس په تصادفي ډول د شمالي امریکا بیاکتنه (North American Review) مجله کې یوه مقاله ولوسته، چې د نوي انګلستان لومړني تاریخ له خوا ناول لیکونکي ته د وړاندیز شوې ساحې په اړه یې بحث کاوه. که څه هم نوموړې هېڅکله فکر نه کاوه چې لیکواله د شي، هغې سمدستي د خپل ناول هوبوموک لومړی څپرکی ولیک. د خپل ورور ستاینو وهڅوه، ترڅو ناول په شپږو اونیو کې پای ته ورسوي او خپور یې کړي. له دې وخت څخه تر خپلې مړینې پورې یې په دوامداره توګه لیکنې کولې. [۱۶] فرانسېس د میډفورډ په یوه دیني مدرسه کې یو کال درس ورکړ او په ۱۸۲۴ ز کال کې یې د ماساچوسټ په واټرټاون کې یوه خصوصي ښوونځۍ پرانیسته. هغې په ۱۸۲۶ ز کال کې د ماشومانو لپاره متنوع مطالبو (Juvenile Miscellany) مجله رامنځته کړه، چې په متحده ایالاتو کې د ماشومانو لپاره لومړنۍ میاشتنۍ مجله وه او د اته کلونه یې د خپرونې څارنه وکړه. د نورو آثارو له خپرېدو وروسته چې د غلامۍ په وړاندې یې د مخالفت غږ پورته کړ، زیاتره مخاطبان یې په ځانګړې توګه په سویل کې پر وړاندې شول. د کتاب پلور او ګډون مبلغ له کمېدو وروسته، د ماشومانو لپاره متنوع مطالبو مجله وتړل شوه. [۱۵][۱۶] هغې د ډیویډ لی چایلډ سره په ۱۸۲۸ ز کال کې واده وکړ او بوسټن ته یې کډه وکړه. مسلک [سمول]لومړنۍ لیکنې [سمول]چایلډ د هوبوموک له بریالي کېدو وروسته ګڼ شمېر ناولونه، شعرونه او د میندو لپاره د لارښونې کتاب، د مور کتاب (The Mothers Book) ولیکل، خو ترټولو بریالی اثر یې د کور سپموونکې مېرمن (The Frugal Housewife) ؤ. دا کتاب یې هغه چا ته وړاندې کړ، چې په اقتصاد نه شرمیږي. په دې کتاب کې زیاتره لارښودونه شامل دي، خو د ځوانو مېرمنو لپاره دا مشوره هم په کې شته، "که تاسو غواړئ چې کور مو سمبال کړئ، خپلې ټولې پیسې مه مصرفوئ.... په تواضع سره یې پیل کړئ." دا کتاب چې په لومړی ځل په ۱۸۲۹ ز کال کې خپور شو، نو وده یې وکړه او په ۲۵ کلونو کې ۳۳ ځله چاپ شو. چایلډ لیکلي چې کتاب یې " د بې وزلو لپاره لیکل شوی ... څوک چې د اپیکور (epicures) اوسېدو توان لري د الیزا لیسلي په اوه پنځوس لارښودونو (Seventy-five Receipts) کې غوره معلومات پیدا کولی شي". [۱۵][۱۷][۱۸] چایلډ په ۱۸۳۲ ز کال کې د کتاب عنوان د کور امریکایۍ سپموونکې مېرمن (The American Frugal Housewife ) ته بدل کړ، ترڅو د برېتانوۍ لیکوالې سوزانا کارټر کتاب د (The Frugal Housewife) سره چې لومړی په ۱۷۶۵ ز کال کې خپور شو او بیا په ۱۷۷۲ ز کال کې په امریکا کې چاپ شو، مغالطه پای ته ورسوي. چایلډ لیکلي چې د کارټر کتاب "د دې هېواد د خلکو غوښتنو سره برابر نه ؤ ". د چایلډ نسخه د ۱۸۳۲ ز کال څخه تر ۱۸۳۴ ز کال پورې په لندن او ګالسکو کې چاپ شوه، دې کار نوره مغالطه اضافه کړه. [۱۸] سرچينې[سمول] |
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ دوتنه: Marilyn Bailey Ogilvie — سرليک: The Biographical Dictionary of Women in Science — ورځپاڼه: 1 — پاڼه: 251-252 — خپرونکی: Routledge — ISBN 978-1-135-96342-2
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ پیوستون : 118669249 — د نشر نېټه: ۲۸ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb121456903 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Lydia-Maria-Child — subject named as: Lydia Maria Child — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6gt5qhr — subject named as: Lydia Maria Child — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/24074927 — subject named as: Lydia Maria Child — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?204348 — subject named as: Lydia Maria Child — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ https://en.wikisource.org/wiki/Woman_of_the_Century/Lydia_Maria_Child
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/child-lydia-maria — subject named as: Lydia Maria Child — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
- ↑ Poets.org poet ID: https://www.poets.org/poetsorg/poet/lydia-maria-child-0 — د نشر نېټه: ۱۸ مې ۲۰۲۲
- ↑ Poets.org poet ID: https://www.poets.org/poetsorg/poet/lydia-maria-child-0 — سرليک: American Women Writers
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/library/bios/ — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/library/bios/ — دوتنه: Nina Baym
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb121456903 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ ۱۵٫۲ "Lydia Maria Child" (PDF). Center for Women's History. New-York Historical Society. مؤرشف (PDF) من الأصل في July 31, 2018. د لاسرسينېټه July 31, 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ کينډۍ:Cite Appletons'
- ↑ "Lydia Maria Child". Feeding America. مؤرشف من الأصل في August 19, 2015. د لاسرسينېټه July 5, 2015. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Child, Lydia Maria (1841). "The American Frugal Housewife". د لاسرسينېټه July 5, 2015. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- د خاصيت کارولو پاڼې P1477
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- 1880م وفاتونه
- 20 اکتوبر وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P101
- د خاصيت کارولو پاڼې P737
- دستخط ویکی ڈیٹا سے ماخوذ
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P227
- ليکنې په کومو کې چي د لاطینی ژبې توري موجود دي
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره