لیاقت تابان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډاکټر لیاقت تابان (۱۹۶۶ زېږديز کال د جنوري ۱۸، کويټه) د پښتو ژبې يو لیکوال شاعر، خبریال او څیړونکی دی.

مخينه[سمول]

ډاکټر لیاقت تابان پر ۱۹۶۶ ز کال د جنوري پر ۱۸ د بلوڅستان د کويټې ښار په خدايداد سړک سيمه کې زېږدلی، خو د پشین ولسوالۍ د کربلا کلي پورې اړه لري. نوموړی وايي زیات عمر یې په کویټه ښار کې تیر کړی دی. هغه لومړنۍ، منځنۍ او لوړې زده کړې په کویټه کې ترسره کړې دي. بيا يې لوړې زده کړې د بولان میډیکل کالج کې پای ته رسولې او د ایم بي بي ایس سند يې تر لاسه کړی، خو له پښتو ژبې سره د مینې پر بنسټ يې په پښتو ادبیاتو کې د ماسترۍ تر کچې زده کړې هم کړې دي. تابان که څه هم د طب ډاکټر دی خو په موسیقۍ او ادبیاتو کې یې څېړنې کړې دي.


چاپ شوي اثار يې[سمول]

  1. د ميرزا حنان او شيدا پرتليز جاج.
  2. د سهېلي پښتونخوا پښتو رسنۍ.

سرچينې[سمول]

  1. https://www.mashaalradio.com/a/28633506.html
  2. https://www.mashaalradio.com/a/26787553.html
  3. https://larawbar.net/12812.html#.XZRA59SF5kg[مړه لينکونه]