Jump to content

لکۍ لرونکی ستوری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لکۍ لرونکی ستوري له يخ نه جوړ، د لمريز نظام کوچنی جسم دی، کله چې له لمر نه نژدې تېريږي، تودېږي او ګازونه خوشې کوي، دې پروسې ته د ګازو د خوشې کولو بهیر ويل کېږي. دا د لېدو وړ اتموسفير يا «کوما» (کوما د لکۍ لرونکي جسم په شا اوخوا کې پروت د وريځې په څېر پوښ د ی) زېږوي او کله کله يوه لکۍ جوړوي. دا ښکارندې د لمريزې تودوخې او لمريز باد اغېزې دي چې په لکۍ لرونکي پر هسته اغېزې پرېباسي. لکۍ لرونکي له څو سوه متره نه نېولې بيا تر لسګونه کيلومتره پراخوالي پورې رسېږي او د يخ، ګرد او کوچنيو ډبرو د ذرو له سستو ټولګو نه جوړ شوي دي. شونې ده چې د «کاما» قطر د ځمکې له قطر نه پنځلس ځله زيات وي، په داسې حال کې چې شونې ده، لکۍ يې د يوه اسماني جسم له واحد نه دباندې واېستل شي. که پوره روښانه وي، شونې ده چې د تليسکوپ له مرستې پرته يو لکۍ لرونکی له ځمکې نه وليدل شي او شونې ده چې په اسمان کې د دېرش درجې (۶۰سپوږميو) په اندازه ليندۍ وباسي. له لرغونې زمانې نه ډېرو دودونو او مذهبونو کې دا لکۍ لرونکي لېدل شوي او ثبت شوي دي.

لکۍ لرونکي ستوري په عمومي توګه بيضوي شکله غیر عادي مدارونه لري، د څرخېدو د پړاوونو پراخه لړۍ لري، د مدار دا لړۍ له څو کلونو نه نيولې، بيا په بالقوه ډول تر څو میليونه کاله پورې رسېږي. د لنډې مودې لکۍ لرونکي د کويپر له کمربند يا له دې سره اړوند د شيندل شوي ډيسک نه پيليږي، کوم چې د نيپټيون له مدار نه ورهاخوا پراته دي.  ګومان کېږي چې د اوږدې مودې لکۍ لرونکي د «اورت» له وريځو نه سرچينه اخلي، کومه چې د يخي جسمونو کروي وريځ ده چې د کويپر له کمربند نه دباندې تر ټولو نژدې ستوري پورې غځېږي. د اوږدې مودې لکۍ لرونکي د «اورت» له وريځو نه د لمر پر لور په خوځښت کولو سره د ستورو د تېرېدو او د کهکشان د څپو له امله د جاذبې قوې له امله منځ ته راځي. شونې ده چې هايپربوليک لکۍ لرونکي مخکې تر دې چې د ستورو منځ کې تشيال ته وويشتل شي، د لمريز له داخلي نظام نه تېرېږي. د يوه لکۍ لرونکي راڅرګندېدو ته (apparition) ويل کېږي. [۱]

يوه لکی لرونکی ستوري ته  له کوچنيو سيارو نه د هغه پراخ اتموسفير په مټ توپير ورکول کېدای شي، چې د جاذبې قوې لپاره کوم حدود نه لري او د لکۍ لرونکو له مرکزي هستې نه راچاپېر وي. دا اتموسفير د «کوما» په نامه (هغه مرکزي برخه چې نېغ په نېغه له هستې نه راچاپېر وي) برخې او لکۍ (عموماً د خط په شان يوه برخه ده چې له ګرد يا ګاز نه جوړه شوې وي، له کوما نه بهر راوځي، لامل يې د لمر د وړانګو فشار يا د بهر وتونکي لمريز باد پلازما وي) لري. په هر حال، له منځه تلليو لکۍ لرونکو، کوم چې څو ځلې له لمر نه نژدې تېر شوي وي، نږدې ټول بې ثباته يخ او ګرد يې له لاسه ورکړی وي او شونې ده چې د کوچنيو سيارو سره ورته والی ولري. ګومان کېږي چې کوچنۍ سيارې له لکۍ لرونکو نه جلا منشاً لري، د بهرني لمريز نظام پر ځای، د مشتري د مدار په داخل کې جوړې شوې دي. د لکۍ لرونکو د مرکزي کمربند او د فعالو قنطورس کوچنيو سيارو کشف، د کوچنيو سيارو او لکۍ لرونکو تر منځ توپير تر سيوري لاندې راوستی دی. د يووېشتمې پېړۍ په لومړيو کې، د اوږدې مودې لکۍ لرونکي د مدار تر څنګ د ځينو کوچنيو جسمونو کشف، خو د لمريز نظام منځنيو کوچنيو سيارو ځانګړتياو ته مانکس لکۍ لرونکي نوم ورکړل شوی و. دوی اوس هم لکۍ لرونکي بلل کېږي لکه (C/2014 S3 (PANSTARRS)). ۲۷ مانکس لکۍ لرونکي له ۲۰۱۳ز کال نه تر ۲۰۱۷ز کال پورې موندل شوي وو.[۲][۳][۴][۵][۶]

د ۲۰۲۱ز کال د نومبر تر مياشتې پورې ۴۵۸۴ لکۍ لرونکي پېژندل شوي دي. په هر حال، دا يوازې د ټول بالقوه لکۍ لرونکو يوه کوچنۍ برخه ښيي، ځکه چې له لمريز نظام نه بهر (په اورت وريځ کې) د شته لکۍ لرونکو جسمونو شمېر نږدې يو تريليون اټکل شوی دی. په يوه کال کې نږدې يو لکۍ لرونکی ستوری په رڼو سترګو ليدل کېدای شي، خو ډيری یې د کمې رڼا لرونکي يا د ليدو وړ نه دي. هغه چې ځانګړي رڼا لري «ستر لکۍ لرونکي» بلل کېږي. لکۍ لرونکي له انسان نه پرته څېړونکو ماموريتونو هم ليدلي دي، لکه د اروپا فضايي ادارې اړوند « Rosetta» ماموريت، کومه چې لومړۍ هغه اداره ده چې په يو لکۍ لرونکي يې روباتي الوتکه ښکته کړې وه، د ناساس ژور ټکر، کوم چې په « Comet Tempel 1» يوه لکۍ لرونکې غوره وچاودوله، تر څو د هغې داخلي برخه وڅېړي.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

رېښه

[سمول]

د لکۍ لرونکي ټکی « comet» له زاړه انګليسي ټکي « cometa» نه اخیستل شوی دی او انګليسي ته د لاتيني ټکي « comēta» يا « comētēs» نه راغلی دی. په دې ډول، دا ټکی د يوناني ژبې رومي شوی ډول دی، په يوناني ژبه کې په « κομήτης » بڼه ليکل کېږي چې معنا يې ده «اوږده ويښتان اغوستی»، د اکسفورډ انګليسي ډکشنري وايي چې: د (ἀστὴρ) ټکي په يوناني ژبه کې معنا همدا ده چې «هغه ستوری چې اوږده ويشتان ولري». « Κομήτης» ټکی، له (κομᾶν (koman)) نه اخیستل شوی و چې معنا يې ده «اوږده ويښان اغوستل»، دا ټکی بيا په خپله له (κόμη (komē)) ټکي نه اخیستل شوی و چې معنا يې ده «د سر ويښتان» او «د لکۍ لرونکي د لکۍ» په معنا کارېده.[۱۲][۱۳]

د لکۍ لرونکي لپاره په فلکياتو کې کارېدنکې نښه، په « U+2604 ☄ COMET,» دې ډول کارول کېږي، کوم چې له يوه کوچني ډيسک نه جوړ دی چې د ويښته په څېر درې ليکې ترې کش شوې دي.[۱۴]

فزيکي ځانګړتياوې

[سمول]

هسته

[سمول]

د يوه لکۍ لرونکي ستوري سخت او بنسټيز جوړښت ته نيوکلس «هسته» ويل کېږي. د لکۍ لرونکو هسته د اوسپنې، ګرد، د اوبو د يخ او کنګل شويو کاربنډای اکسايډ، مونوکسيډ کاربن، متان او امونيا نه جوړه شوې. له دې امله د فريډ ويپل له نمومې وروسته عموماً دې اجسامو ته «د واورې چټل غونډاري» وايي. هغه لکۍ لروني چې د زيات ګرد اجزاوې لري، «يخ لرونکي خاورين غونډاري» یې بولي. د «يخ لرونکی خاورين غونډاری» اصطلاح، د ۲۰۰۵ز کال د جولای په مياشت کې د ناسا له خوا د ژور ټکر ماموريت په مټ د استول شوي «ټکر کېدونکي» څېړونکي سره د « 9P/Tempel » په نوم  د لکۍ لرونکي له ټکر نه وروسته د مشاهداتو پر بنسټ منځ ته راغله. په ۲۰۱۴ز کال کې تر سره شويو څېړنو وښوده چې لکۍ لرونکي د «د ژورو سرو شويو ايسکريم» په څېر دي. په دې ډول د دې سطحې له متراکمو يخ شويو مرمرو نه جوړ شوي، چې له عضوي مرکباتو سره ګډ دي، په داسې حال کې چې داخلي يخ يې زيات سوړ او سره متراکم دی.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

په عمومي توګه، د هستې سطحه وچه، له ګرد يا ډبرو ډکه وي، د دې ښودنه کوي چې يخونه د سطحې د څو متره ډبل پوښ شاته پټ شوي دي. په هغو ګازونو سربېره چې مخکې ورته اشاره وشوه، دا هستې ډول ډول عضوي ترکيبات لري چې شونې ده، متانول، سيانيد هايډروژن، فرماليد، اتانول، اتان او احتمالاً پېچلي ماليکولونه، لکه د ځنځې په څېر هايدروکربنونه او امينو اسيډ په کې وي. په ۲۰۰۹ز کال کې، دا تايید شوې وه چې د ناسا د Stardust  ماموريت له خوا د لکۍ لرونکي نه په اخستل شوي ګرد کې امينو اسيد ګليسين موندل شوي دي. د ۲۰۱۱ز کال د اګست په مياشت کې، د ناسا له خوا په ځمکه د موندل شويو شهاب ثاقب د څېړنو پر بنسټ چې خپاره شوي وو، ښودل شوې وه چې شونې ده، کوچنۍ سيارې او لکۍ لرونکي د DNA او RNA اجزاوې (دنين، ګوانين او اړوند عضوي ماليکولونه) په مټ جوړ شوي وي. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د لکۍ لرونکو هستو بهرنۍ سطحې د ډېر کم «البيډو» لرونکي دي، له همدې امله دوی په لمريز نظام کې د شته ډېرو کمو انعکاسي جسمونو له ډلې نه دي.  د جوټو په نوم «Giotto» فضايي څېړنې ماموريت وموندله، چې د هالي لکۍ لرونکی (1P/Halley) د هغې رڼا يوازې څلور سلنه بېرته منعکس کوي چې په دې پرېوځي، او «Deep Space 1» وموندله چې د بورلي لکۍ لرونکي سطحه له درې اعشاريه يو سلنه نه کمه رڼا منعکسه کوي او د دې په پرتله اسفارت اووه په سلو کې رڼا منعکسه کوي. شونې ده چې د هستې تياره سطحي مواد له پېچلو عضوي ترکيباتو نه جوړ وي. له لمريزې انرژۍ نه توديدونکي سپک غېر ثابت مرکبات له منځه وړي او ستر عضوي مرکبات، لکه: قير يا خام نفت په خپل ځای پرېږدي چې کوم چې ډېر تياره وي. د لکۍ لرونکو د سطحو کم انعکاس، د دې لامل ګرځي چې هغه تودوخه په ځان کې جذب کړي، کوم چې د دې د ګاز اېستلو چاره پر مخ وړي.[۲۴][۲۵]

سرچینې

[سمول]
  1. Randall, Lisa (2015). Dark Matter and the Dinosaurs: The Astounding Interconnectedness of the Universe. New York: Ecco/HarperCollins Publishers. pp. 104–105. ISBN 978-0-06-232847-2.
  2. "What is the difference between asteroids and comets". Rosetta's Frequently Asked Questions. European Space Agency. بياځلي په 30 July 2013.
  3. "What Are Asteroids And Comets". Near Earth Object Program FAQ. NASA. خوندي شوی له the original on 28 June 2004. بياځلي په 30 July 2013.
  4. Ishii, H. A.; et al. (2008). "Comparison of Comet 81P/Wild 2 Dust with Interplanetary Dust from Comets". Science. 319 (5862): 447–50. Bibcode:2008Sci...319..447I. doi:10.1126/science.1150683. PMID 18218892. S2CID 24339399.
  5. "JPL Small-Body Database Browser C/2014 S3 (PANSTARRS)".
  6. Stephens, Haynes; et al. (October 2017). "Chasing Manxes: Long-Period Comets Without Tails". AAA/Division for Planetary Sciences Meeting Abstracts #49. 49. 420.02. Bibcode:2017DPS....4942002S.
  7. "Comets Discovered". Minor Planet Center. بياځلي په 27 April 2021.
  8. Erickson, Jon (2003). Asteroids, Comets, and Meteorites: Cosmic Invaders of the Earth. The Living Earth. New York: Infobase. p. 123. ISBN 978-0-8160-4873-1.
  9. Couper, Heather; et al. (2014). The Planets: The Definitive Guide to Our Solar System. London: Dorling Kindersley. p. 222. ISBN 978-1-4654-3573-6.
  10. Licht, A. (1999). "The Rate of Naked-Eye Comets from 101 BC to 1970 AD". Icarus. 137 (2): 355–356. Bibcode:1999Icar..137..355L. doi:10.1006/icar.1998.6048.
  11. "Touchdown! Rosetta's Philae Probe Lands on Comet". European Space Agency. 12 November 2014. بياځلي په 11 December 2017.
  12. کينډۍ:OED
  13. کينډۍ:Cite dictionary
  14. The Encyclopedia Americana: A Library of Universal Knowledge. Vol. 26. The Encyclopedia Americana Corp. 1920. pp. 162–163.
  15. Greenberg, J. Mayo (1998). "Making a comet nucleus". Astronomy & Astrophysics. 330: 375. Bibcode:1998A&A...330..375G.
  16. "Dirty Snowballs in Space". Starryskies. خوندي شوی له the original on 29 January 2013. بياځلي په 15 August 2013.
  17. "Evidence from ESA's Rosetta Spacecraft Suggests that Comets are more "Icy Dirtball" than "Dirty Snowball"". Times Higher Education. 21 October 2005.
  18. Clavin, Whitney (10 February 2015). "Why Comets Are Like Deep Fried Ice Cream". NASA. بياځلي په 10 February 2015.
  19. Meech, M. (24 March 1997). "1997 Apparition of Comet Hale–Bopp: What We Can Learn from Bright Comets". Planetary Science Research Discoveries. بياځلي په 30 April 2013.
  20. "Stardust Findings Suggest Comets More Complex Than Thought". NASA. 14 December 2006. بياځلي په 31 July 2013.
  21. Elsila, Jamie E.; et al. (2009). "Cometary glycine detected in samples returned by Stardust". Meteoritics & Planetary Science. 44 (9): 1323. Bibcode:2009M&PS...44.1323E. doi:10.1111/j.1945-5100.2009.tb01224.x.
  22. Callahan, M. P.; et al. (2011). "Carbonaceous meteorites contain a wide range of extraterrestrial nucleobases". Proceedings of the National Academy of Sciences. 108 (34): 13995–8. Bibcode:2011PNAS..10813995C. doi:10.1073/pnas.1106493108. PMC 3161613. PMID 21836052.
  23. Steigerwald, John (8 August 2011). "NASA Researchers: DNA Building Blocks Can Be Made in Space". NASA. بياځلي په 31 July 2013.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  24. Weaver, H. A.; et al. (1997). "The Activity and Size of the Nucleus of Comet Hale-Bopp (C/1995 O1)". Science. 275 (5308): 1900–1904. Bibcode:1997Sci...275.1900W. doi:10.1126/science.275.5308.1900. PMID 9072959. S2CID 25489175.
  25. Hanslmeier, Arnold (2008). Habitability and Cosmic Catastrophes. p. 91. ISBN 978-3-540-76945-3.