لوی الفرد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لوی الفرد
(قدیم انگریزی: Ælfrēd Micela د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوی الفرد
لوی الفرد

د شخص معلومات
پيدايښت ۰۸۴۹[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 26 اکتوبر 899 (49–50 کاله)[۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال
ليکوال[۵]
پاچا  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) زړه انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوی الفرد (په انګلیسي: Alfred the Great؛ زوکړه: ۸۴۸/۸۴۹ زکال – مړینه: د ۸۹۹ زکال د اکتوبر ۲۶ مه) له ۸۷۱ زکال څخه تر نږدې ۸۸۶ زکال پورې د لویدیځو ساکسونانو پاچا او له شاوخوا ۸۸۶ زکال څخه په ۸۹۹ زکال کې د مړینې تر مهاله د انګلو – ساکسونانو پاچا و. نوموړی د پاچا اتلولف او د هغه د لومړۍ مېرمنې آزبوره، کوچنی زوی و چې دواړه د الفرد د ځوانۍ پر مهال مړه شول. د الفرد درې وروڼه اتلبالډ، اتلبرت او اتلرد په نوبت سره له هغه وړاندې پاچایان و. د الفرد د واکمنۍ پر مهال پام وړ پوځي او اداري اصلاحات رامنځته شول چې په انګلستان کې د تل پاتې بدلونونو لامل وګرځېدل. [۷]

الفرد واک ته له رسېدو وروسته څو کلونه د وایکېنګانو د بریدونو پروړاندې په مبارزې تېر کړل. نوموړي په ۸۷۸ زکال کې د اډینګټون په جګړه کې پرېکنده بریا ترلاسه کړه او له وایکېنګانو سره یې د هوکړې په کولو سره انګلستان د انګلو ساکسونانو په قلمرو او وایکېنګانو تر واکمنۍ لاندې دانلا باندې ووېشه چې له شمالي انګلنډ، شمال ختیځ مېډلنډ او ختیځ انګالیا څخه جوړېده. الفرد همدارنګه عیسویت ته د وایکېنګي واکمن ګوتروم په اوښتو نظارت درلود. نوموړي د وایکېنګانو له خوا ځانته د اړوند قلمرو د نیولو د هڅو پر وړاندې دفاع وکړه او د انګلستان په حاکم واکمن واوښت. د هغه د ژوندانه اړوند جزیات د نهمې پېړۍ د ولزي کشیش او څېړونکي آسر په اثر کې شرح شوي دي. [۸]

الفرد د یو روزل شوي او مهربانه کس په توګه د خپل مهربانه خوی او سم قضاوت له مخې روزنیز اقدامات هڅول او وړاندیز یې کاوه چې ابتدایي زده کړې د لاتین پر ځای په انګلیسي ژبه شي. نوموړی همدارنګه د حقوقي سیستم، پوځي جوړښتونو او د خپلو خلکو د ژوندانه معیار د لوړولو له امله شهرت لري. په ۱۶ مه پېړۍ کې نوموړي ته د «لوی» لقب ورکړل شو.

مخینه[سمول]

د الفرد بابا، اګبرت په ۸۰۲ زکال کې د وسکس پاچا شو؛ د تاریخ لیکونکي ریچارډ ابلز له نظره د هغه معاصرینو ته په پام دا ډېره لرې وه چې نوموړی دې یوه پایداره پاچاهي رامنځته کړي. د ۲۰۰ کلونو لپاره درې کورنیو د ساکسون د تاج او تخت لپاره جګړه کړې وه او هېڅ یو زوی هم د پاچا په توګه د خپل پلار په ګامونو نه و تللی. د اګبرت هېڅ یو له اجدادو څخه د شپږمې پېړۍ په وروستیو کې د سیاولین له مهال را وروسته د وسکس پاچا نه و پاتې شوی، خو باور پر دې و چې نوموړی د لویدیځو ساکسونانو د بنسټګر سردیک له لمسیانو څخه دی. دغې چارې اګبرت په اتلینګ – د تاج او تخت د شرایطو لپاره په برابر شهزاده – واړوه. خو د اګبرت له واکمنۍ وروسته د سردیک د کورنی غړیتوب د اتلینګ کېدو لپاره کافي نه و. د لویدیځ ساکسون راتلونکي ټول پاچایان د اګبرت او اتلولف له لمسیانو څخه و او همدارنګه د پاچایانو زامن و.

د نهمې پېړۍ په پیل کې د انګلستان ډیری برخې د انګلو ساکسونانو تر بشپړ کنټرول لاندې وې. مرسیا د انګلستان په سوېل واک درلود، خو د هغو برتري په ۸۲۵ زکال کې هغه مهال چې د الندون په جګړه کې یې د اګبرت له خوا پرېکنده ماته وخوړه له منځه ولاړه. دغه دواړې پاچاهۍ یو موټۍ شوې او د دوی اتحاد د وایکېنګانو د بریدونو پر وړاندې ډېر مهم و. په ۸۵۳ زکال کې د بورګرد پاچا مرسیا د لویدیځ ساکسون څخه د ولز د پاڅون په ځپلو کې مرسته وغوښته او اتلولف د لویدیځ ساکسون د یوې ډلې په ګډون د ګډو بریالیو عملیاتو مشري وکړه. همدغه کال بورګرد د اتلولف له لور ایتلسویث سره واده وکړ. [۹][۱۰][۱۱]

په ۸۲۵ زکال کې اګبرت، اتلولف د مرسیانو په فرعي پاچاهۍ باندې د برید په موخه کنت ته ولېږه، او د هغو فرعی پاچا بالدرد یې تېښتې ته اړ کړ. په ۸۳۰ زکال کې اسکس، ساری او ساسکس اګبرت ته تسلیم شول او هغه هم اتلولف د کنت پاچا وټاکه څو په سویل ختیځو برخو باندې حکومت وکړي. وایکېنګانو د شېپې ټاپو په ۸۳۵ زکال کې ړنګ کړ او راتلونکی کال یې اګبرت ته د سامرست په کارهمپټون کې ماته وکړه، خو په ۸۳۸ زکال کې نوموړی د کورنیشمن او وایکېنګانو د اتحاد پر وړاندې په هینګسټون ډاون جګړه کې بریا خپله کړه او د کرونوال ځایګۍ یې له خپلواکې پاچاهۍ څخه تر لاس لاندې پاچاهۍ ته راښکته کړ. هغه مهال چې اتلولف بریالی شو، خپل مشر زوی اتلستان یې د کنت فرعي پاچا وټاکه. داسې ښکارېده چې اګبرت او اتلولف کېدای شي د وسکس او کنت ترمنځ د دایمي اتحاد هوډ نه لري ځکه دواړو خپل زامن د فرعي پاچایانو په توګه ټاکلي و، په وسکس کې منشور د د لویدیځ ساکسون د مشرانو (ناظرینو) له خوا تائید شوی و په داسې حال کې چې د کنتي منشورونو نظارت د کنتي اشرافو له خوا کېده؛ دواړو پاچایونو بشپړ واک درلود او فرعي پاچایانو اجازه نه لرله خپلې سکې صادرې کړي. [۱۲][۱۳][۱۴]

د انګلیش کانال په دواړو خواوو باندې د ۸۴۰ مې لسیزې په لومړیو کې د وایکېنګانو بریدونه زیات شول او په ۸۴۳ زکال ایتلولف ته یې په کارهمپټون کې ماته ورکړه. په ۸۵۰ زکال کې ایتلستن د انګلستان په تاریخ کې په لومړنۍ ثبت شوې سمندریزه جګړه کې ډنمارکي بېړیو ته په ساندویچ کې ماته ورکړه. په ۸۵۱ زکال کې اتلولف او د هغه دویم زوی اتلبالډ وایکېنګانو ته په اکلیا جګړه کې ماته ورکړه او د انګلو ساکسون د تاریخي نسخو د روایاتو له مخې «هغوی تر نن ورځې پورې د مخالف پوځ تر ټولو لویه عام وژنه ترسره کړه او بالاخره بریالي شول». اتلولف په ۸۵۸ زکال کې ومړ او د هغه ژوندی پاتې شوی زوی اتلبالډ د وسکس پاچا او د هغه بل زوی اتلبرت د کنت د پاچا په توګه د هغه ځای ناستي شول. اتلبالډ د خپل پلار له مړینې وروسته یوازې دوه کاله ژوندی پاتې شو او اتلبرت د لومړي ځل لپاره د وسکس او کنت پاچاهۍ د یوې پاچاهۍ په اډانه کې سره یو موټې کړې.[۱۳][۱۵][۱۶][۱۷]

د الفرد د وروڼو واکمنۍ[سمول]

د الفرد نوم د خپل مشرانو وروټو اتلبالډ او اتلبرت د لنډ مهالو واکمنیو پر مهال نه دی یاد شوی. د انګلو ساکسونانو تاریخي اسنادو د ډنمارکیانو د ظالم پوځ یادونه کړې چې په ۸۶۵ زکال کې یې انګلو ساکسونانو ته د اړوندو څلورو پاچاهیو د نیولو هڅه کړې. الفرد په ۸۶۵ زکال کې د ۱۶ کلنۍ له عمر راوروسته شهرت وموند هغه مهال چې د هغه اتلس کلن دریم ورور اتلرد واک ته ورسېد. په دغه دوره کې د آسر کشیش الفرد ته د سکوندرایوس ځانګړی لقب ورکړ چې کېدای شي د سلتیک تانیست د ځایګي له څرګندونکي سره مشابه وي، هغه پېژندل شوی ځای ناستی چې له حاکم پاچا سره نږدې اړیکه لري. دغه ترتیب کېدای شي د الفرد د پلار یا ویتان (سلطنتي شورا) له خوا د ځای ناستوب پر سر له ستونزو څخه د مخنیوي په موخه تائید شوی وي؛ هغه هم که چېرې اتلرد په جګړه کې له ماتې سره مخ شي. د سلطنتي شاهزاده او پوځي قوماندان په توګه د ځای ناستوب د تاج پر سر کول په ډیری جرمن وګړو – لکه په سویډنیانو او فرانکانو کې یو پېژندل شوی دود و چې انګلو ساکسونانو هم ورسره نږدې اړیکه لرله. [۱۸][۱۹]

د وایکېنګانو برید[سمول]

په ۸۶۸ زکال کې الفرد د اتلرد په خوا کې د هغه مبارز په توګه ثبت شوی چې د مرسیا پاچاهۍ ته څېرمه یې د ایوار بونلز تر مشرۍ لاندې د هیتانو د لوی پوځ د ژغورنې په ناکامه هڅه کې ونډه لرله. ډنمارکیان د ۸۷۰ زکال تر پایه د هغه سیمې ته رانږدې شول او راتلونکی کال ۹ جګړې د بېلابېلو پایلو په لرلو ترسره شوې. د دغو جګړو ځای او نیټې نه دي ثبت شوې. د ۸۷۰ زکال د ډسمبر په ۳۱ مه د بروکشایر د انګلیفیلډ بریالۍ جګړه د ۸۷۱ زکال د جنوري په ۵ مه د ایوار د ورور هالفدان راګنارسون (وایکېنګ و) له خوا د ریډینګ په جګړه کې د شدیدې محاصرې او څو ماتو سره مل وه. څلور ورځې وروسته انګلو ساکسونان د اشډون په جګړه کې په بریکشایر ډون کې بریا ته ورسېدل چې په ډېر احتمال سره کمپټون او الدوورث ته څېرمه وه. ساکسونانو د جنوري په ۲۲ مه په بیسینګ جګړه کې ماته وخوړه. هغوی بیاځلي د مارچ په ۲۲ مه د مرټون په جګړه (شاید د ویلتشایر په ماردن یا د دورست په مارتین کې) ماته وخوړه. اتلرد له دغو لږ وروسته په اپرېل میاشت کې ومړ. [۱۸][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. GND ID: https://d-nb.info/gnd/118637681 — د نشر نېټه: ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. subject named as: Alfred the Great — SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6zk5dt0 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Альфредъ Великій
  3. subject named as: Alfred the Great — SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6zk5dt0 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Альфредъ Великій — نشرونه لخوا د: Encyclopedic lexicon. Volume II, 1835
  4. Alfred
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  6. دوتنه: Peter Hunter Blair — نسخهدوهم — پاڼه: 80
  7. Molyneaux 2015، ص. کينډۍ:Page needed.
  8. Yorke 2001، صص. 27–28.
  9. Kirby 2000، ص. 161.
  10. Abels 1998، صص. 28–29.
  11. Keynes 1995، صص. 28, 39–41.
  12. Abels 1998، ص. 31.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Nelson 2004.
  14. Charles-Edwards 2013، ص. 431.
  15. Abels 1998، صص. 89–94.
  16. Swanton 2000، ص. 64.
  17. Stenton 1971، ص. 244.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Plummer 1911، صص. 582–584.
  19. Keynes او Lapidge 1983، صص. 16–17.
  20. Giles او Ingram 1996، Year 868.