لویدیځتوب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لویدیځتوب (Westernization) همدارنګه اروپايي توب یا لویدیځ پالنه هغه بهیر دی چې له مخې یې ټولنې د صنعت، ټکنالوژي، ساینس، زده کړو، سیاست، اقتصاد، ژوندانه سبک، قانون، معیارونو، دودونو او رواجونو، ارزښتونو، ذهنیت، درک، غذايي رژیم، لباس، ژبې، لیک دود ډول، مذهب او فلسفې په برخو کې د لویدیځ کلتور تر اغېز لاندې راغلې دي او هغه یې منلی. د استعمار پر مهال په هغو کې تر ډېره د عیسویت پراختیا شامله وه. [۱]

لویدیځتوب د وروستیو څو پېړیو پر مهال په ټوله نړۍ کې په مخ پر زیاتېدونکي ډول اغېز درلود، په دې ډول چې آن یو شمېر لویدیځو مفکرینو هغه له معاصر سازۍ سره معادل باله هغه موضوع چې تر ډېره د بحثونو لامل ګرځېدلې. [۲]

د لویدیځتوب ریښه لرغوني یونان ته اړوندېږي. وروسته بیا د روم سترواکۍ د لویدیځتوب لومړنيو بهیرونو ته مخ کړه، خو له دې امله چې په کلکه سره د یونان تر اغېز لاندې و د یوناني لرغونې ټولنې د اصولو او ارزښتونو پر بنسټ یې نوی کلتور رامنځته کړ. رومیان له داسې کلتور سره را څرګند شول چې د اروپا لپاره یې نوی بنسټ رامنځته کړ او د یوناني – رومي ټولنې پر بنسټ یې د نوي لویدیځ هویت له مخې وده وکړه. [۳][۴][۵]

په پام وړ توګه له لویدیځ توب اغېزمن هېوادونه[سمول]

هغه هېوادونه او سیمې چې په پام وړ توګه د لویدیځتوب تر اغېز لاندې راغلي:

  • ارمنستان: ارمنیايي کلتور چې له جغرافیايي پلوه د لویدیځې آسیا په قفقاز سیمه کې موقعیت لري په مخ پر زیاتېدوني ډول د لویدیځتوب د بهیر تر اغېز لاندې راغلی. ارمنستان د خپل تاریخ په اوږدو کې د لویدیځو او ختیځو تمدنونو تر اغېز لاندې و. ارمنستان د نړۍ لومړۍ هېواد دی چې په ۳۰۱ زکال کې یې عیسویت د خپل رسمي دین په توګه ومانه. د ارمنستان اصلي سیمه له ختیځ ارمنستان او لویدیځ ارمنستان څخه جوړه ده چې د رومیانو، پارسیانو، عربو، عثمانیانو او د روسیې د سترواکۍ تر کنټرول لاندې و. اوسني ارمنستان په ۱۹۹۱ زکال کې د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته خپلواکي ترلاسه کړه. نن ورځ ارمني دولت له ایران، روسیې او لویدیځ په ځانګړې توګه له متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې سره ښې اړیکې لري. دغه هېواد اروپايي اتحادیې ته په اړوندو ډیری سازمانونو لکه د ختیځ مشارکت په سازمان او یورنست پارلماني شورا کې ونډه لري؛ همدارنګه د اروپايي شورا، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان، د تور سمندرګي د اقتصادي همکاریو د سازمان، فرانسوي ژب ویونکو هېوادونو د سازمان، د سولې لپاره د ناټو سازمان د پروګرام او یورو – اتلانتیک د همکاریو شورا غړیتوب لري. په ۲۰۱۷ زکال کې ارمنستان له اروپايي اتحادیې سره د CEPA په نوم د همکاریو پراخه هوکړه لاسلیک کړه چې د دواړو لورو ترمنځ اقتصادي او سیاسي اړیکې لا پیاوړې کوي. له دې سربېره ارمنستان د ورزشي، روزنیزو او کلتوري چارو اړوند ګڼ شمېر اروپايي سازمانونو لکه یوفا، اروپايي المپیک کمېټې، د لوړو زده کړو لپاره د اروپايي سیمې او د یوروویژن په نامه د سندرو ویلو د سیالیو غړیتوب لري. [۶][۷][۸][۹][۱۰]
  • اذربایجان: دغه هېواد له جغرافیايي پلوه د قفقاز غرونو په لړۍ کې (د لویدیځې آسیا او ختیځې اروپا ترمنځ طبیعي پوله) پروت دی. دغه هېواد اروپايي اتحادیې ته د اړوندو سازمانونو لکه ختیځ مشارکت، اروپايي شورا او ګوام (د دیموکراسي او اقتصادي پراختیا سازمان) غړیتوب لري. همدارنګه د ورزشي او کلتوري چارو لپاره د اروپايي بنسټونو لکه یوفا او یوروویژن سندرو ویلو سیالیو غړیتوب هم لري. په ۲۰۲۰ مه لسیزه کې دغه هېواد د بشري حقونو او مطبوعاتو د آزادۍ د مسایلو له مخې په پام وړ توګه استبدادي رژیم بلل کېږي. [۱۱]
  • کیپ ورډ: دغه هېواد په لویدیځه افریقا کې یو ټاپوئیز هېواد دی. کیپ ورډ له اروپايي کلتور (په ځانګړې توګه له پرتګالي) اغېزمن دی چې له آزور او مادیرا (پرتګال) سیاسي خپلواکو سیمو او همدارنګه د هسپانیا له قناري ټاپوګانو سره په ګډه ماکرونیزي مجموع الجزایر ته اړوندېږي. له همدې امله دغه هېواد له دواړو ایبري هېوادونو (پرتګال او هسپانیا) سره نږدې دیپلماتیکې او کلتوري اړیکې لري؛ آن هڅه یې کړې چې یو شمېر لویدیځو سازمانونو لکه اروپايي اتحادیې او ناټو ته نږدې شي.[۱۲]
  • هانګ کانګ،  ماکو او  سنګاپور: دغه هېوادونه د آسیا په ختیځ او سویل ختیځ کې له خپل موقعیت او چینايي میراث سربېره د اروپايي کلتور (په ځانګړې توګه د بریتانیا او د پرتګال) تر شدید اغېز لاندې راغلي او لږ تر لږه لویدیځ شوي. [۱۳]
  • اسرائیل: په داسې حال کې چې اسرائیل له جغرافیايي پلوه په منځني ختیځ کې موقعیت لري خو دغه هېواد ته د لویدیځ کلتور ډېری اغېزو په ځانګړې توګه له کاناډا، فرانسې، جرمني، بریتانیا او متحده ایالاتو څخه د د یهودي ډیاسپورا د بېرته راګرځېدو له امله لار موندلې. دغه هېواد د اقتصادي پراختیا او همکاریو د سازمان غړیتوب لري. له دې سره د ورزشي او کلتوري چارو اړوند اروپايي بنسټونو لکه یوفا او یوروویژن غړیتوب لري چې هغه هم تر ډېره پورې د خپلو آسیايي سیالانو له خوا د ځانه لرې شړلو له امله دی. [۱۴][۱۵]
  • جاپان، سویلي کوریا او  تایوان: له دې سره چې دغه هېوادونه له جغرافیايي پلوه په ختیځه آسیا کې موقعیت لري خو دغو دریو واړو هېوادونو په ترتیب سره د میجي دورې (د جاپان په سترواکۍ کې)، ګوجونګ واکمنۍ (په کوریايي سترواکۍ کې) او چینګ د حکومت پر مهال ځانونه لویدیځ کړي، بېلابېل ډوله دیموکراتیک حکومتونه (په داسې حال کې چې هم سویلي کوریا او د چین ملت پاله دولت وړاندې له دې کمونېزم ضد اقتدار پالونکي دولتونه لرل)، د آزاد بازر اقتصاد، د ژوند کولو لوړ معیارونه او له لویدیځ  علم او ټکنالوژۍ سره پراخې همکارۍ لري چې له امله یې کولای شو هغوی د «ترکیبي» معاصرو پرمختللو «نیمه لویدیځو» هېوادونو په توګه یاد کړو. د متحده ایالاتو د پوځ زیاتې اډې په دغو دریو هېوادونو کې شتون لري. همدارنګه دغه هېوادونه له تاریخي پلوه له اروپايي هېوادونو او اروپايي اتحادیې سره نږدې اړیکې لري. [۱۶][۱۷]
  • لاتین امریکا: د لاتین امریکا ډیری هېوادونه د لویدیځو هېوادونو په توګه په پام کې نیول کېږي؛ هغه هم تر ډېره له دې امله چې وګړي یې له اروپايي نژاد (هسپانوي او پرتګالي اوسېدونکي یې لرل او وروسته له اروپايي هېوادونو کډوال دلته راغلي) څخه دي او ټولنې یې تر ډېره پورې په لویدیځه بڼه چلن کوي. د لاتین امریکا ډیری هېوادونه له پرتګالي او هسپانوي ژبو څخه د خپلو رسمي ژبو په توګه کار اخلي. د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې د نړیوالو اطلاعاتو د کتاب له مخې د لایتن امریکا هېوادونو په ځانګړې توګه ارجنټاین، برازیل، چلي او یوروګوای ته له هسپانیا او پرتګال پرته (د بېلګې په توګه له جرمني، ایټالیا، هالند او نورو اروپايي هېوادونو څخه) پام وړ کډوالۍ شتون لرلی. [۱۸]
  • فلیپین: له جغرافیايي پلوه د آسیا په سویل ختیځ کې موقعیت لري، خو د دغې سیمې په کلتور کې د اروپايي (په ځانګړې توګه د هسپانوي) او امریکايي کلتورونو د پام وړ اغېز له امله دغه هېواد لویدیځ بلل کېږي. له دې سربېره د فلیپین هېواد نږدې ۹۰٪ وګړي عیسویان دي.[۱۹]
  • تایلنډ: په داسې حال کې چې تایلنډ له جغرافیايي پلوه د اسیا په سویل ختیځ کې موقعیت لري او سیام د ۱۸مې او ۱۹ مې پېړۍ پر مهال د فرانسې او بریتانیا د امپریالیستي فشار په ځانګړې توګه له لویدیځو ځواکونو سره د ګڼ شمېر نابرابرو هوکړو له امله د خپلو ډېرو سیمو اجباري پرېښودو ته اړ شوی؛ خو له دې سره هم د سویل ختیځې آسیا یوازنی هېواد دی چې د لویدیځ له مستقیم استعمار څخه یې مخه نیولې. دغه هېواد په خپل سر لویدیځ شوی. اوس مهال تایلنډ له لویدیځو هېوادونو سره ټینګې اړیکې لري.[۲۰]
  • ترکیه: په داسې حال کې چې له جغرافیايي پلوه د ترکیې درې سلنه خاوره اروپا (ختیځه تراکیا) ته اړوندېږي او نوره ټوله په لویدیځه آسیا کې موقعیت لري خو د ترک توکمو اوسېدونکو لرونکی تر ټولو لویدیځ شوی هېواد دی. دغه هېواد د لویدیځو هېوادونو په څېر اقتصادي نظام لري، د اروپايي اتحادیې غړیتوب ته له رسمي نوماندۍ سربېره له اروپايي اتحادیې سره ګمرکي اتحادیه لري او د لویدیځو سنتي سازمانونو لکه د اقتصادي همکاریو او امنیت سازمان، اروپايي شورا او ناټو غړیتوب لري. په معمول ډول د ورزشي او کلتوري چارو لپاره د اړوندو اروپايي سازمانونو لکه یوفا او یوروویژن سیالیو غړی هېواد هم دی. له ۲۰۱۰ زکال راهیسې د ترکیې او لویدیځې نړۍ اړیکې ترینګلې شوې دي. [۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. Thong, Tezenlo. "‘To Raise the Savage to a Higher Level:' The Westernization of Nagas and Their Culture," Modern Asian Studies 46, no. 4 (July 2012): 893–918
  2. Hayford, Charles "Westernization". in David Pong, ed., Encyclopedia of Modern China. Charles Scribner's Sons. 
  3. "Acculturation". Encyclopedia of Applied Psychology. Oxford: Elsevier Science & Technology. 
  4. McLeish, Kenneth. "Westernization". Bloomsbury Guide to Human Thought. Bloomsbury, London. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |url= (مساعدة)
  5. Kottak, Conrad Phillip. (2005). Window on Humanity. New York: McGraw-Hill
  6. (Garsoïan, Nina (1997). R.G. Hovannisian (المحرر). Armenian People from Ancient to Modern Times. 1. Palgrave Macmillan. د کتاب پاڼې 81. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة))
  7. "Donald Tusk: "I feel at home in Armenia"", MediaMax, 2020-09-24 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  8. "92% of the Armenian public considers relations with the EU as very good, FM says at EaP ministerial", Armenpress, 2020-09-24 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  9. "Europe Square inaugurated in Yerevan, Armenia", Armenpress, 2020-09-24 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  10. "The future of the Trio Plus Strategy 2030: building a future of Eastern Partnership" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Azerbaijan & the West". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Afrol News - EU, Cape Verde display different interests in integration". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Puga, Rogério Miguel (2013). The British Presence in Macau, 1637–1793. (په انګلیسي ژبه کي). Hong Kong: Hong Kong University Press. LCCN 2013383538. OL 25637013M. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-988-8139-79-8. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Richard T. Arndt, David Lee Rubin (1996). The Fulbright difference. Transaction Publishers. د کتاب پاڼې 53. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781560008613. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Sheldon Kirshner (2013-10-16). "Is Israel Really a Western Nation?". Sheldon Kirshner Journal. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Early Westernization & Modernization in Japan 1868-1900 | Japan Experience". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "4 ways Western culture has influenced South Korea | Selective Asia". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Huntington, Samuel P. (1991). Clash of Civilizations (الطبعة 6th). Washington, D.C. د کتاب پاڼي 38–39. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-684-84441-1 – عبر Internet Archive. The origin of western civilization is usually dated to 700 or 800 AD. In general, researchers consider that it has three main components, in Europe, Northern America and Latin America. [...] However, Latin America has followed a quite different development path from Europe and Northern America. Although it is a scion of European civilization, it also incorporates more elements of indigenous American civilizations compared to those of Northern America and Europe. It also currently has had a more corporatist and authoritarian culture. Both Europe and Northern America felt the effects of Reformation and combination of Catholic and Protestant cultures. Historically, Latin America has been only Catholic, although this may be changing. [...] Latin America could be considered, or a sub-set, within Western civilization, or can also be considered a separate civilization, intimately related to the West, but divided as to whether it belongs with it. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Heydarian, Richard (2015-01-12). "Philippines' Shallow Capitalism: Westernization Without Prosperity". The Huffington Post. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Leventon, Melissa; Gluckman, Dale Carolyn (2013). "Modernity Through the Lens: The Westernization of Thai Women's Court Dress". Costume. 47 (2): 216–233. doi:10.1179/0590887613Z.00000000025. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Cagaptay, Soner (2014). The Rise of Turkey: The Twenty-First Century's First Muslim Power. Potomac Books. د کتاب پاڼې 44. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781612346519. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)