لوي سپين شارک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لوي سپين شارک
Carcharodon carcharias
مملکه ژوی
عمومي بڼې شمزۍ لرونکي ژوي
ځانتياوي بڼې غضروفي کبونه
ډله شارکان

لوي سپين شارک (په لاتين: Carcharodon carcharias په انگرېزي:Great white shark) د شارکانو څخه دی په ساحلي اوبو کی ژوند کوي. نوموړي شارک په ځانگړي ډول ټونانان، توره کب یا شمشیر ماهي (يوډول لوى سمندري كب چې اوږد تيره ور بوزلري)، څوڅان، سمندري خوگونه ښکار کوي. سپين شارک کولای سی پر انسان باندي هم برید وکړي.

تاریخ[سمول]

لوی سپين شارک په ۱۷۵۸ کال کی د یو مشهور سويډني ځناور پوه کارل فون لينې لخوا توصیف شو. Carcharodon carcharias د لوی سپين شارک علمی نوم دي چی د یوناني ژبې څخه اخیستل شوي دی او په پښتو کی د تیز غاښونو شارک معني لري. لوی سپين شارکان د میوسن (Miocene)په وخت کی ژوند کړي وو او لمړنی فسلونه یی د ۱۶ میلیونو کلو مخکې جوړ شوی وو.

توصيف[سمول]

لوی سپين شارک د غضروف د کبونو څخه دي چی د ۷ متره اوږدوالي لري. وزن یی ۳۴۰۰ کیلوگرامو ته رسېږي او د لمبو سرعت یی ۵۰ کیلومتره په ساعت کی دي د لوی سپين شارک ښځيته هر کال معمولا ۱۴ جوانکان لري.