Jump to content

لويس براينټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لويس براينټ
اړوند
زېږون‌ځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۵ ډيسمبر ۱۸۸۵[۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې نېټه
۶ جنوري ۱۹۳۶[۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې ځای
Sèvres (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې لامل
د ښخولو ځای
زدکړنځی
ژبې
دنده
عامه معلومات
عمومي معلومات
غړی د
جوړښت
د معماري سټایل

لويس براينټ (5 ديسمبر 1885 – 6 جنوري 1936) یوه امریکايۍ ښځمنپاله، سیاسي فعاله، او ژورنالسته وه، چې د 1917ز کال د نومبر د مياشتې روسي انقلاب پر مهال، روسيې او بالشويکانو ته د خواخوږي پوښښ ورکولو له امله ډېر شهرت لري.

له زېږېدو وروسته د «انا لويس موهن» په نوم ونومول شوه، په تنکۍ ځوانۍ کې يې د خپل پلار پر ځای د ميرني پلار «شیريډن براينټ» د وروستي نوم په کارولو پيل کړل. نوموړې د «نيواډا» په کلیواله سيمه کې ستره شوه او په «رينو» کې يې د «نيواډا» په پوهنتون او د «يوجين» په «اوريګن» پوهنتون کې زده کړې وکړې، په 1909ز کال کې د تاریخ په څانګه کې د سند په تر لاسه کولو فارغه شوه. په ژورناليزم کې د خپل مسلک په تعقيب سره، د «Spectator» مجلې د ټولنې مديره شوه او د اوريګون په پورټ لينډ کې يې د «The Oregonian» ورځپاڼې لپاره د ازادې خبريالې په توګه کار وکړ.  په دې ښار کې د ژوند د کلونو پر مهال (1909–1915)، نوموړې د ښځو د رايې ورکولو حق پلوي خوځښت کې فعاله شوه. په 1915ز کال کې يې خپل لومړی مېړه خوشې کړ، او د خپل همکار ژورنالست «جان ريډ» (له چا سره يې چې په 1916ز کال کې واده  وکړ) د پيروي کولو لپاره «ګرينويچ ويليج» ته ولاړه، د هغه مهال له مخکښو ښځمنپالانو سره يې ملګرتياوې پیدا شوې، د هغوی له ډلې له ځينو سره يې د «ريډ» د هکمارانو له لارې لکه د «The Masses» په څېر خپرونو کې؛ د «Heterodoxy» په څېر د ښځو د ډلو په ناستو کې؛ او له «Provincetown Players» سره د کار کولو له لارې وليدل. په 1919ز کال کې په واشنګټن ډي سي کې د ښځو ملي ګوند د رايې ورکولو د لاريون پر مهال، نوموړې ونيول شوه او درې ورځې يې په زندان کې تېرې کړې. هغې او «ريډ» دواړو له واده له اړيکې دباندې عاشقۍ درلودلې؛ په ګرينيويچ ويليج کې د ژوند د کلونو پر مهال (1916–1920) په دې مينانو کې ډرامه لیکوال «یوجين او نيل» او انځورګر «اينډريو ډاسبرګ» شامل وو.

په 1917ز کال کې د روسيې د انقلاب د پوښښ پر مهال، «براينټ» د روسيې د مشرانو لکه «کترين بريشکوسکي، ماريا سپيريډونوا، اليګزينډر کيرنسکي، ولاديمير لينن»، او «لیون ټراټسکي» په اړه ليکل وکړل. پيټروګراډ او ماسکو ته د نوموړې د سفرونو پر مهال او له هغې وروسته د «Hearst» له خوا د هغې خپرې شوې خبري مقالې، له لومړۍ نړیوالې جګړې سملاسي وروسته په ټولو متحده ايالاتو او کاناډا کې په ورځپاڼو کې خپرې شوې. د نوموړې د لومړي سفر د لیکنو ټولګه په 1918ز کال کې د «Six Red Months in Russia» (په روسيه کې شپږ سرې مياشتې) په عنوان خپرې شوې. راتلونکی کال، نوموړې د «اوورمين» کميټې په وړاندې ورکړې شاهدۍ کې د انقلاب دفاع وکړه، کومه چې د سنا مجلس يوه فرعي کميټه وه چې د 1918ز کال د سپتمبر په مياشت کې جوړه شوې وه، تر څو په متحده ايالاتو کې د بهرني نفوذ څېړنه وکړي. وروسته په 1919ز کال کې، نوموړې د بالشويکانو لپاره د ولسي ملاتړ د هڅونې او په روسيه کې د متحده ايالاتو د وسله والې مداخلې د غندنې په موخه په ټول هېواد کې د ويناوو يوه دوره وکړه.

په 1920ز کال کې، د «تفيوس» ناروغۍ له امله د «ريډ» له مړينې وروسته، براينټ د روسيې تر څنګ، د ترکيې، هنګري، يونان، ايټاليې او اروپا او منځني ختيځ د نورو هېوادونو په اړه هم «Hearst» ته ليکنې کولې. د دې پړاو ځينې لیکنې په 1923ز کال کې د «Mirrors of Moscow» (د ماسکو هندارې) په عنوان راټولې کړای شوې. د همدې کال په وروستیو کې، نوموړې له «William C. Bullitt Jr» سره واده وکړ، چې راتلونکی کال يې له هغه يوازېنۍ لور «اين» وزېږېده. په وروستيو کلونو کې د نادرې او دردناکې ناروغۍ «adiposis dolorosa» په درلودلو سره تشخيص شوه، براينټ د خپل ژوند په وروستۍ لسيزه کې ډېرې کمې ليکنې وکړې او خپرې کړې، او ډېر شراب يې څښل. «بلټ» د «اين» د يوازيني سرپرست په توګه حقوق تر لاسه کړل، او براينټ ته يې په 1930ز کال کې طلاق ورکړ. نوموړې په 1936ز کال کې په پاريس کې مړه شوه او په وارسا کې دفن شوه. په 1998ز کال کې، د پورټلینډ يوې ډلې د هغې قبر جوړ کړ، کوم چې له پامه غورځول شوی و.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

انا لويس موهن په 1885ز کال کې د کلفورنيا په سن فرانسسکو کې زېږېدلې وه. د هغې پلار «هيو موهن» په پنسلوانيا کې زېږېدلی و، نوموړی يو ژورنالست او سياسي ويناوال شو چې د مزدورانو په موضوعاتو اود ډيموکراتيک ګوند په سیاست کې ښکېل و. کله چې سن فرانسسکو ته ولاړ، ورځپاڼو ته يې ليکنې کولې، او په 1880ز کال کې، نوموړي له «لويزا فلک» سره واده وکړ، څوک چې په نيواډا کې د همبولډ جهيل سره نږدې د خپل ميرني پلار «جيمز سي» په ورشو کې ستره شوې وه. د انا لويس له زېږېدو مخکې، موهن کورنۍ دوه بچيان درلودل، باربرا (1880) او لويس (1882). وروسته په 1885ز کال کې، دا کورنۍ «رينو» ته وکوچېده، چېرته چې موهن د ژورنالزم مسلک ته دوام ورکړ، خو ډېر شراب يې څښل. يوه ورځ هغه ولاړ او بيا کله هم خپلې مېرمنې او ماشومانو ته راستون نه شو. د لويس مور په 1889ز کال کې هغه ته طلاق ورکړ او له «شيريډن براينټ» سره يې واده وکړ، څوک چې په «Southern Pacific railway» په اداره کې د حمل او نقل مدير و. دې جوړې بيا دوه بچيان درلودل، فلايډ (1894) او وليام (1896). که څه هم دا کورنۍ د نيواډا په «واډس ورت» کې اوسېده، لويس د «جيمس سي» له خوا يوه بلنه ومنله، تر څو د هغه په ورشو کې ژوند وکړي. نوموړې هلته د درې يا څلورو کلونو لپاره پاتې شوه او په دولس کلنۍ کې د خپلې مور په ټينګار سره بېرته «واډس ورت» ته راستنه شوه. براينټ د خپل ميرني پلار وروستی نوم خپل کړ، خو په قانوني ډول يې موهن نوم کله هم بدل نه کړ.[۴][۵][۶][۷][۸]

نوموړې د «واډس ورت» او «رينو» په عالي ليسه او د نيواډا دولتي پوهنتون (چې اوس د رينو نيواډا پوهنتون په نوم پېژندل کېږي) کې زده کړې وکړې، براينټ په ژورنالزم، بحثونو، عکاسۍ، ټولنيز ژوند، نڅا او باسکټبال لوبه کې لېوالتيا پیدا کړه. نوموړې په 1905ز کال کې د «Student Record» د "Young Ladies Edition" نسخې مديريت وکړ،  د Chuckwalla په نوم يوې ادبي مجلې لپاره يې د "The Way of a Flirt" په عنوان یوه لنډه کيسه وليکله، دې مجلې او د Artemisia په نوم يوې بلې سره يې د انځورونو د جوړولو په برخه کې همکاري وکړه. په 1906ز کال کې د هغې د ميرني نيکه په مړينې سره د خفګان ښکار شوه، براينټ د کلفورنيا په «جولون» کې د يوې دندې لپاره ښوونځی پرېښود، چېرته چې هغې د څو مياشتو لپاره د څاريو په يو روزنځای کې کار وکړ او ماشومانو ته يې تدريس کاوه، چې ډيری يې ځوان مکسيکويان وو. د همدې کال په دوبي کې نوموړې د اوریګون يوجين ته ولاړه، چېرته چې د هغې ورور «لويس» «Southern Pacific railway» په اداره کې کار کاوه. [۶][۹][۱۰]

کله چې وپوهېده کولای شي له کالج څخه خپل درسي ساعتونه نيواډا ته تبديل کړي، نوموړې د يوجين د اوریګون په پوهنتون کې داخله واخيسته. له دې امله چې په ښوونځي کې يې شهرت درلود، کوم ښوونځي کې چې هغه مهال له 500 کم زده کونکو داخله کړې وه، نوموړې د Zeta Iota Phi (چې د Chi Omega يوه څانګه وه) په نوم د ښځو د يوې کوچنۍ ټولنې په پیل کولو کې مرسته وکړه، او د دې ټولنۍ لومړۍ رئيسه شوه. په ايوجين کې د خپل ژوند پر مهال، نوموړې د اوریګون د مياشتينۍ خپرونې لپاره شعرونه او د قلم او رنګ په مرسته انځورونه چمتو کړي. په يو کوچني ښار کې چې په "اخلاقي پوريټيزم" کې ډوب و، نوموړې لومړۍ ښځه وه چې د پوهنتون په محوطه کې سور لباس واغوندي؛ نوموړې ډېر ملګري هلکان درلودل، او هغه ډول لباس يې اغوست چې د اوريګون مياشتينۍ خپرونې مدېرې «مريم وان واټرس» او د ښځو مديرې «لويلا کلي کارسن» هغه نامناسب باله. نوموړې په 1908ز کال کې د پسرلۍ د موسم سمستر پرېښود تر څو په سټورټ ټاپو کې د يوې خونې لرونکي کورني ښوونځي کې تدريس وکړي، کوم چې له کاناډا سره د متحده ايالاتو پولې ته نږدې په «سان جواين» ټاپوګانو کې موقعيت درلود، نوموړې په تاریخ کې د لسانس سند د بشپړولو لپاره بېرته ايوجین ته راغله، او په 1909ز کال کې فارغه شوه. د نوموړې د فراغت مقاله د « Modoc Indian Wars» په عنوان وه. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Stated in: Online Biographical Dictionary of the Woman Suffrage Movement in the United States. اثر ژبه: انګليسي ژبه. Publisher: Alexander Street Press.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Stated in: SNAC. SNAC ARK ID: w6n30bj2. Subject named as: Louise Bryant. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Stated in: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 10939213d. Subject named as: Louise Bryant. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  4. Gelb 1973، م. 37.
  5. Dearborn 1996، م. 15.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Dearborn 1996، مم. 12–17.
  7. Dearborn 1996، مم. 10–11.
  8. Dearborn 1996، م. 9.
  9. Dearborn 1996، م. 18.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Gardner 1982، مم. 22–24.
  11. Dearborn 1996، مم. 18–22.
  12. Dearborn 1996، م. 19.
  13. Gardner 1982، مم. 22–23.