لومړی بارون اکټون، جان دالبرګ - اکټون
جان ایمریک اډوارډ دالبرګ – اکټون یا لومړی بارون اکټون (۱۰ جنوري ۱۸۳۴ – ۱۹ جون ۱۹۰۲ زکال) چې د لارډ اکټون په نامه ډېر مشهور دی، انګلیسي کاتولیک تاریخ پوه، سیاستوال او لیکوال و. هغه د اووم بارونېټ، فردیناند دالبرګ – اکټون یوازنی زوی او د ناپولي پاچهۍ د سرلښکر او لومړي وزیر ۶ بارونېټ جان اکټون لمسی و. له ۱۸۳۷ زکال څخه تر ۱۸۶۹ زکال پورې هغه د اتم بارونېټ جان دالبرګ – اکټون په نوم پېژندل کېده.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۴] نوموړی تر اوسه پورې یوه انګلیکي کشیش ته په یوه لیک د خپلې دغې څرګندونې له امله چې «واک، فساد او مطلق واک مطلق فساد رامنځته کوي. لوی کسان تل بد خلک دي...»، ښه پېژندل کېږي. [۱۵] لومړنی ژوند[سمول]د جان اکټون نیکه ته په ۱۷۹۱ زکال کې په شروپ شایر کې د خپلې کورنی جایداد او باروني ځایګی پاتی شو. دغه جایداد له دې وړاندې د اکټون کورنۍ بلې انګلیسي ډلې ته اړوند و. د جان اکټون نیکه د دغې کورنۍ یو له هغو ځوانو غړو څخه و چې لومړی فرانسې او بیا ایټالیا ته کډه شوی و او د دغې کورنۍ د لویې ډلې له انقراض او ختمېدو وروسته د کورنۍ د مشرۍ ځایګي ته ورسېد. [۱۶] د اکټون پلار چې د نیکه مشر زوی یې و، د لوئیز پلین په نامه د لومړي دو دالبرګ امریش ژوزف له یوازنۍ لور سره واده وکړ؛ د هغې پلار چې له لرغونو جرمني الاصله فرانسوي اشرافو څخه و د ناپلیون پر مهال یې په فرانسې کې خدمت کولو ته لار موندلې وه او په ۱۸۱۴ زکال کې یې د ویانا په کانګرس کې د اتلسم لویي استازولي کوله. په ۱۸۳۷ زکال کې د ریچارډ اکټون له مړینې وروسته هغې له دویم ارل ګرانویل (۱۸۴۰ زکال) سره واده وکړ. ماري لوئیز پلین دالبرګ په آلمان کې د ورمس (Herrnsheim) وارثه او د جان ډالبرګ اکټون مور وه چې په ناپل کې وزېږېد. [۱۴][۱۷] نوموړی د یو رومن کاتولیک په توګه را لوی شو او تر ۱۸۴۸ زکال پورې یې په اوسکاټ کالج کې د کاردینال نیکولاس وایزمن تر نظر لاندې زده کړې وکړې. وروسته یې په خصوصي توګه په ادینبورګ کې درس ولوست، خو د کاتولیک توب له امله یې کمبرېج پوهنتون ته لار وه نه مونده؛ له همدې امله مونیخ ته لاړ او په مونیخ کې یې د لوډوېګ مکسیملیان په پوهنتون کې زده کړې وکړې او د یوهان ژوزف ایګناز فون دولینګر په کور کې چې د لرغونې کاتولیکې کلیسا د الهیاتو مخکښ او ویناوال و استوګن شو، هغه چې بیا د ده د ټول عمر ملګری شو. دولینګر په هغه کې له تاریخي څېړنو سره ژوره مینه رامنځته او د څېړنو پر بنسټ یې د سیاسي ټولنیزۍ آزادې په برخه کې د انتقادي نیوکو الهام ورکړ. [۱۸][۱۴] هغه د مهمو بهرنیو ژبو ښوونکی و او له ډېر کم عمر څخه یې د یوه تاریخي کتابتون په جوړولو پیل وکړ او هوډ یې درلود له هغو څخه د «آزادۍ د تاریخ» لیکلو په موخه ګټنه وکړي. د سیاست په برخه کې هغه تل یو سخت سری آزادي غوښتونکی لیبرال و. [۱۴] مسلک[سمول]اکټون د خپلو پراخو سفرونو په مرسته، خپل ډېر وخت د تاریخي شخصیتونو د واقعي لیکنو د اصلي فکري لیدلورو په لوستلو تېراوه. د هغه په ملګرو کې مونتالمبرت، توکویل، فوستل دو کولانژ، بلانتشلي، فون سبیل او رانکه شامل و. په ۱۸۵۵ زکال کې نوموړی د شروپ شایر د قوماندان د مرستیال په توګه وټاکل شو. یو کال وروسته هغه د روسیې د دویم الکساندر د تاج اېښودو په مراسمو کې د بریتانیا د استازي په توګه د لارډ ګرنوېل په ماموریت کې مسکو ته ولېږل شو. [۱۴][۱۹] سیاست[سمول]اکټون د ۱۸۵۹ زکال پر مهال په خپل کلیوالي کور کې چې د شروپ شایر په الدنهم کې یې موقعیت درلود، استوګن شو. همدغه کال نوموړي د عوامو جرګې ته د ایرلنډي برګ آف کارلو د غړي په توګه لار ومونده او د لومړي وزیر ویلیام اوارت ګلادستون له ملاتړو او ستاین کوونکو څخه شو. له دې سره اکټون یو فعال غړی نه و او د هغه پارلماني دنده د ۱۸۶۵ زکال له عمومي ټاکنو وروسته پای ته ورسېده.[۲۰] اکټون له متحده ایالاتو سره له دې امله زیاته لېوالتیا لرله چې د هغو فدرال جوړښت یې د فردي آزادیو بشپړ خوندي کوونکی باله. د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال د هغه ټوله همدردي له دې امله له کنفدرسیون سره وه چې د هغوی دفاع د یو مرکزي حکومت پر وړاندې ایالتي حقونه خوندي کوي؛ دا هغه څه و چې ده ورباندې باور درلود او د ده د تصور له مخې یې بشپړه تاریخي مخینه لرله چې پر باور یې بالاخره به په یو ظالم نظام اوښت. ګلادستون ته د هغه یاددښتونه د دې لامل وګرځېدل چې ډیری بریتانوي ادارې (په امریکا کې استعماري بریتانوي ادارې) له سوېل سره مرسته وکړي. د سوېل له تسلیم کېدو وروسته هغه رابرټ اې لي ته ولیکل چې «زه د هغه څه په اړه له خوشحالۍ چې په واټرلو کې وژغورل شول د هغه څه په اړه چې په ریچمونډ کې له لاسه ووتل ډېر ویرجن شوی یم» هغه زیاته کړه چې «پر باور یې تاسو زموږ د آزادۍ، ترقي او تمدن لپاره جګړه کوئ». د کنفدرسیون په اړه د اکټون دریځ د لیبرالانو او الترامونتانو په ګډون د هغه مهال د ډېری انګلیسي کاتولیکانو ګډ دریځ و. د اولترامونتان نشریې ډېری لیکوالانو ابراهام لینکولن د یو خطرناک راډیکال په توګه محکوم کړ.[۲۱][۲۲] په ۱۸۶۹ زکال کې ملکې ویکتوریا اکټون ته د شروپ شایر ښارګوټي د الدنهام برخې د بارون اکټون په توګه ارتقا ورکړه. د هغه دغه ارتقا په لومړي ګام د ګلادستون په یادونه ترسره شوه. دوی دواړه کلک ملګري او په مکرر ډول له یوبل څخه ملاتړ کوونکي و. متیو ارنولډ وايي چې «ګلادستون د هغه ټول چاپېر تر خپل اغېز لاندې راوست؛ خو دا اکټون و چې په ګلاډسټون یې اغېز درلود». په ۱۸۹۷ زکال کې د هغه د کلیزې په ویاړ نوموړي ته د شوالیه قوماندان په توګه ویکټوریايي سلطنتي نښان ورکړل شو. نوموړی همدارنګه د ایرلنډي کورنۍ واکمنۍ (Irish Home Rule) د خوځښت ملاتړی و.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶] د پام وړ څرګندونې[سمول]
سرچينې[سمول] |
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118646796 — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6qc0dm5 — subject named as: John Dalberg-Acton, 1st Baron Acton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p145.htm#i1445 — subject named as: John Emerich Edward Dalberg-Acton, 1st Baron Acton of Aldenham — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/acton-john-emerich-edward — subject named as: John Emerich Edward Acton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/6813 — subject named as: John Emerich Edward Dalberg-Acton Acton — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=340 — subject named as: John Emerich Acton — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
- ↑ پیوستون : 118646796 — د نشر نېټه: ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ Hansard (1803–2005) ID: https://api.parliament.uk/historic-hansard/people/sir-john-acton — د نشر نېټه: ۲۲ اپرېل ۲۰۲۲
- ↑ Hansard (1803–2005) ID: https://api.parliament.uk/historic-hansard/people/sir-john-dalberg-acton — د نشر نېټه: ۲۲ اپرېل ۲۰۲۲
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12159014h — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ Dod, Robert P. (1860). The Peerage, Baronetage and Knightage of Great Britain and Ireland. London: Whitaker and Co. د کتاب پاڼې 83. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Chambers Biographical Dictionary, کينډۍ:ISBN, p. 6
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ ۱۴٫۳ ۱۴٫۴ ۱۴٫۵ Chisholm 1911، ص. 159.
- ↑ Letter to Bishop Mandell Creighton, April 5, 1887 Transcript of, published in Historical Essays and Studies, edited by J. N. Figgis and R. V. Laurence (London: Macmillan, 1907)
- ↑ Chambers Biographical Dictionary, کينډۍ:ISBN, p. 6
- ↑ Dod, Robert P. (1860). The Peerage, Baronetage and Knightage of Great Britain and Ireland. London: Whitaker and Co. د کتاب پاڼې 83. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Gronbacher, Gregory (2008). "{{{title}}}". The Encyclopedia of Libertarianism. Thousand Oaks, CA: Sage; Cato Institute. 4–5. DOI:10.4135/9781412965811.n3. ISBN 978-1412965804. OCLC 750831024.
- ↑ Gronbacher, Gregory (2008). "{{{title}}}". The Encyclopedia of Libertarianism. Thousand Oaks, CA: Sage; Cato Institute. 4–5. DOI:10.4135/9781412965811.n3. ISBN 978-1412965804. OCLC 750831024.
- ↑ Chisholm 1911، ص. 160.
- ↑ 4 Nov 1866, letter to Robert E. Lee, The Acton-Lee Correspondence Archived 18 June 2015 at the Wayback Machine. at lewrockwell.com, accessed 21 February 2011.
- ↑ McGreevy, John T. (2003). Catholicism and American Freedom: A History. W. W. Norton & Company. د کتاب پاڼې 79. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Norman, Edward (1988). Cannon, John (المحرر). The Blackwell Dictionary of Historians. Oxford; New York: Basil Blackwell Ltd. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-631-14708-X. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ کينډۍ:London Gazette
- ↑ کينډۍ:London Gazette
- ↑ Powell, John (2001). Biographical Dictionary of Literary Influences: The Nineteenth Century, 1800-1914. Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0313304224. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ ۲۷٫۰ ۲۷٫۱ ۲۷٫۲ Letter to Bishop Mandell Creighton, April 5, 1887 Transcript of, published in Historical Essays and Studies, edited by J. N. Figgis and R. V. Laurence (London: Macmillan, 1907)
- ↑ "Whig History at Eighty | Wilfred M. McClay". First Things. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Lectures on Modern History (1895) Appendix I. at Project Gutenberg.
- ↑ Lectures on Modern History (1895) Lecture XI, The Puritan Revolution. at Project Gutenberg.
- ↑ Lectures on the French Revolution (1910) Macmillan, p. 92, at Project Gutenberg.
- ↑ quoted in Forbidden Knowledge (1996) by Roger Shattuck, p. 236
- ↑ John Acton Quotes from brainyquote.com Accessed 21 February 2011.
- ↑ as quoted in The American Political Science Review vol. 56, 1963 from The Rambler Volume 2 (1860) p. 146.
- ↑ "Religion and Innovation in Human Affairs". bu.edu. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- د خاصيت کارولو پاڼې P19
- 1902م وفاتونه
- 19 جون وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P102
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P101
- د خاصيت کارولو پاڼې P108
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- د خاصيت کارولو پاڼې P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د کروشیائی ژبې توري موجود دي
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره